(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

داسرائيلو ورکې قبيلې

[25.Jul.2017 - 13:11]

د بنى  اسرائيلو  ورکې  قبيلې

لیک: سعدالله جان برق

 دا يوه  ډېره  مشهوره  افسانه  ده  چې داسرائيلى عقيدې  مبلغانو  پرې  د خپل  عمارت بنياد  ايښے  دے .حالانکه  دا د لسو  قبيلو د ورکېدو  قيصه  بيخى  بل  شان  ده  خو  چا  سرسرى اوريدلې  ده  نو  بنياد  يې  پرې  سور   کړے  دے  څوک  وائى  چې  بخت  نصر  کله  يروشلم  وران کړو  نو  لس  قبيلې  دېخوا  راغلې .حالانکه  دا يو تاريخى  حقيقت  دے  او اسرائيلى  نوشتو کښې يې  هم  ذکر  دے  چې بخت  نصر  د يروشلم  د تباهۍ   سره  سره  د اسرائيلو  سر کرده مشران  او  د قبيلو  سربراهان  اونيول  او په  بابل  کښې  يې  قيد  کړل  چې  اويا  کاله  پس  بيا ضخامنشى حکمران کورش  يا سائرس  بابل  فتح  کړو، نو ازاد  شول  بعضې  وائى  چې  د بابل  د اسلام او ازادۍ  نه  پس  دغه  لس  قبيلې  دېخوا راغلې  دا  دواړه  خبرې  په  تاريخى  او  واقعاتى لحاظ غلطې  دى_

 اويا  کاله  چې  بنى  اسرائيلو  د بابل  په  قېد  کښې  د يروشلم  د جدائۍ کومې سندرې  وئيلى دى  کومې  ژړا ګانې  کړى مشهور "ديوار ګريه" سره  به  ناست  وو  او د يروشلم   په  فراق کښې  به  يې  ژړل  نو چې  بيا آزاد  شول  نو  سائرس خو د دوى  مهربان  وۀ  نو  بيا  اخر  څۀ  وجه  وه  چې خپل  پينځۀ  سوه  ميله  لرې  يروشلم  ته  لا نۀ  ړل  او  دوه  زره  ميله  لرې  دې  غرونو  ته  راغلل. سره  ددې چې  سائرس ورله  د يروشلم  ښار  هم  آباد  کړو  او  نور  يې هم  ډېر  سهولتونه  ورکړل  ځکه  چې  د بابل  په  فتح  کښې  د بنى  اسرائيلو  ډېر  لوئے  لاس  وۀ.

 اصل  خبره دا ده  چې  دا د لسو  قبيلو  د ورکېدو  قيصه  بيخى  بدله  ده . قيصه  داسې  اوشوه  کومه  چې  په  تورات  "باب  سلاطين" کښې  په  تفصيل  سره  درج  ده  وائى  چې  کله سليمان  علېه السلام  وفات  شو  نو  د هغه  زوئے  "رحبعام" په  تخت  کښېناستو. 

خو په  دې  سلسله  کښې   اول  پکار ده  چې  هغه  ټول  پس  منظر  بيان  شى   د کوم  نه  چې  د قبيلو  د ورکېدو  دا واقعه  پېدا  شوې  ده. 

 بنى اسرائيل  چې  د مصر  نه  د موسى  علېه  السلام  په  مشرۍ  کښې  راووتل  نو  ډېره  زمانه  در په  در  وو  او قبائلى خانه  بدوش  ژوند يې  تېرولو. مشرى  به  يې  اکثر  مذهبى  مشرانو  کوله  او خپل  مينځى  جګړې  به  يې  ورله  فېصله  کولې  اخر  دا  چې  دوى  د يو  مشترکه   مشر يا  بادشاه  ضرورت  محسوس  کړو  نو   سموئيل  نبى  طالوت  نومې  يو  سړے د دوى  دپاره بادشاه  اوټاکلو  چې  "سال" هم  ورته  وائى  تر  دغه  وخته  هم  دوى  په  خېمو کښې  ژوند  کولو. د طالوت  په  مشرۍ  کښې  راغونډ  شو  او  د فلسطين  او  موجوده  اسرائيلى  حکومت   په  دغه زمکه يې  خپل  اقتدار قائم  کړو  او  په  فلسطينانو  يې  فتح   حاصله  کړه  د طالوت  يو  سردار  داؤد  په  دې  جنګ  کښې  ډېره  بهادرى  اوکړه  او د فلسطين  مشهور  پهلوان  جالوت  ( ګولا ئتهـ)  يې  اووژلو  داؤد  ډېر مشهور شو  او تقريباً  ټول  اقتدار يې  په  لاس  کښې  راغلو  او  بيا د طالوت سلطنت  ټول  د داؤد په  قبضه  کښې  راغلو. د داؤد او طالوت  مينځ   کښې  چې  څۀ  شوى  دى  هغه  ډېر  اوږد  داستان  دے  خو  داؤد  باچا  شو   او د دۀ  نه  پس   بيا  د دۀ   زوے سلېمان  بادشاه  شو.  دلته  دا خبره   ياد لرل  پکار  دى  چې  مونږ  مسلمانان خو داؤد  او سلېمان  پېغمبران  منو خو  په  تورات کښې  اسرائيليان   دوى  صرف  بادشاهان  ياد کړى  دى  بله  دا  خبره    هم  ضرورى  ده  چې  زمونږ  د مسلمانانو  په  قيصو کښې  خو  د  داؤد  او بيا  خاص  طور  سره  د سلېمان  حکومت  ډېر  لوے  بلکه  په  ټوله  دنيا  يادېږى  خو  حقيقت  دا دے  چې  دغه  حکومت صرف  تر فلسطين  او موجوده  اسرائيل  پورې  محدود  وۀ . ټوله  ټاله  رقبه  به  يې  زمونږ  د صوبې  هومره  وه  خو دا حقيقت   دے  چې  د اسرائيلو  په ژوند کښې دا د دوى   د ټولو  نه  لوے  مضبوط  او د خوشحالۍ  يو سنهرا دور  وۀ.  حضرت  سلېمان  چې  وفات  شو  نو د اسرائيلو  مشران  د دۀ  زوے  او جانشين   رحبعام  له  راغلل  او ورته  يې   اووې   چې  ستا د پلار  سره  مونږ ډېرې سختۍ  تېرې  کړى  دى  د حکومت  په  جوړولو  کښې  زمونږ   ډېرې  قربانۍ  دى  او اوس  حالات  هم  ښۀ  دى   نو په  مونږ  باندې  دا ټېکسونه  او قلنګونه ،بيګارونه  کم  کړه. 

 رحبعام  د سياست  په  ځائے  د غرور  او  تکبر  نه  کار واخستو  ډېرے  سپورې   ستغې   يې  ورته اووې  او وئيل  يې  زما  دا  کچه  ګوته  زما  د پلار  د ملا  برابر  ده .زما  پلار  خو  درنه  ټېکس  په چابک  او  په  کوړو  اخستو  خو  زۀ  به  يې  درنه  په  تورو  او په  نېزو اخلم .په  دې  خراب  سلوک د لسو  قبيلو  مشران  ډېر خفه  شول  او د دۀ  د سلطنت  نه  بيل  يې  فلسطنيانو سره  يو  مشترکه  حکومت  د اسرائيليه  په  نوم  جوړ  کړو. رحبعام   سره  صرف  خپله   بنيامينى  او يهودا دوه  قبيلې پاتې  شو  او  هم  په  دغه  ورځو  کښې   يې  دا خبره  کول  شروع  کړل  چې  زمونږ   لس  قبيلې  لاړې   ورکې  شوې.يعنې د مرکزى  حکومت  يهوديه  او  يروشلم   نه  بيل  شول  او  باغيان  اوشمېرلې  شول.  دا تقريباً  هغسې  خبره  ده  لکه  نن  صبا   چې  د چا  ورور، تربور  يا  ترۀ،  ترور، کاکا  ماما  سره   ورانه  شى  نو  وائى  ورک  يې  کړه  هغه  زما دپاره  مړ دے.  يا  هغه  زما  زوئے يا ورور نۀ  دے ،  ورور نۀ  ورور، ترۀ  نه  ترۀ، لور  نۀ  لور، تربور  نۀ  تربور، مطلب  دا  چې  دغه  لس قبيلې  جسمانى  طور  نه  دى  ورکې  بلکه  د خپل  مرکز  نه   لاړې  او  په  غېرو کښې  مېشته شوې.

 اصل  خبره  دا ده  دا نورې  بيا  افسانې  شوې  عن  تر  دې  چې  پخپله  يهوديانو  په  دې موضوع   ډېر کتابونه  ليکلى  دى . د  ټن  لاسټ  ټرائيب   لاسټ  ټرائب   آف  ورډز  وغېره. مطلب   يې  يو  وۀ  او واخستې   شو  ترې   نه  بل  او  بيا  يې   دغه  لس  ورکې  قبيلې  ( د لسو  قبيلو  ور کېدل )  يې  رواستې   راوستې  دومره  لويه  فاصله ،رنګارنګ  حکومتونه، غرونه ،دريابونه،  کندې کپرې  هرڅۀ   يې  د پښو  د لاندې  کړل  او د پښتونخوا  اوچو غرونو  ته  يې  راوستې  اخر ولې څوک  برناحقه  خپل  مقدس  هوار  آبپاشى  او  ښيرازۀ  وطن  پرېږدى  او په  کندو  سر کېږى.

په  دولسو کښې  د لسو قبيلو  جسمانى  طور  ورکېدل   خو  ممکن  نۀ  دى  دا خو  داسې  خبره شوه  چې  مونږ  اووايو  چې  د قيصه  خانۍ  او خېبر بازار  نه  پېښور  ورک  شو.  بل  چې  دوى راتلل  نو  هغه  کوم  مقام  وو  چې   دوى  خپله   عبرانى  ژبه  د خلې  نه  اوويسته  او پښتو  يې ور واچواله  چې  قطعى  يوه  هند  يورپى  ژبه  ده  او  هر  څۀ  يې  د سامى  څانګې  نه  بدل  دى.

 د سامى  ژبو  نظام   سه  حرفى  يعنې  ثلاثى  مجرد  دے  او  د پښتو  دوه  حرفى  دے  ګرامر يې  هم  مختلف  دے  البته  صرف  بعضې   الفاظ  پکښې  سامى  دى  هغه  عبرانى  نه  بلکه د دين  او عربۍ  د لارې  راغلى دى  د لسانياتو  د اصولو  مطابق  هر  کله  چې  يوه  ژبه  پېدا  کېږى نو  د څو نورو ژبو  د ګډون  او  اختلاط  نه  پېدا  کېږى   کۀ  موجوده  پښتو  د عبرانى  اثرات   لرى نو د پښتو  دا  بې  حسابه  اثرات  چې  بالکل  يې  بدله  کړه  د کومې  ژبې   دى.  ډېر  خلق   د اسرائيل  عقيدې  په  حمايت  کښې  دا دليل  هم  راوړى   چې  د پښتنو  د ژوند  ژواک  څۀ  خبرې  په  اسرائيلو  کښې  هم  شته  لکه  د ورور  کنډې  سره  وادۀ  کول  خو  د دې  رواج  په  هر  هغه  قوم کښې  شته   چې  جنګيالے   وى  او  نارينه  پکښې  اکثر  مړۀ  کېږى  ښځې   ډېرې  کنډېږى   او شمېره  يې  زياته  وى.  پاتې  شو  د شکلونو  مشابهت  نو  دا خو  داسې  شوه  چې  مونږ  اووايو چې  د بهادر شاه  ظفر  شکل  د بابر  سره  ملاوېږى   نو بابر  د بهادر شاه  ظفر  نمسے  شو.  خدوخال  کښې  مشابهت  خو ځکه  دے   چې  په  بنى  اسرائيلو کښې  د پښتنو رشه  ده  دا نه  چې په  پښتو کښې  د بنى  اسرائيلو  رشه  ده.  په  مشر  کښې  د کشر  خدوخال  لټول   او  بيا  مشر له د کشر  سره  نسبت  ورکول  خو داسې  دى لکه هر څوک  د درياب اوبۀ  د ښکته  نه  په  بره  خېژوى  پاڅون/مردان

-
بېرته شاته