(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترخه خاطره

[03.Jul.2017 - 15:25]

ترخه خاطره

لیک: عبدالباري جهاني

که څه هم چې د دې ترخې خاطرې او ترخې شپې څخه تقریبا دوه نیم کاله تېر شوي، خو د افغانستان د حکومتي ادارې او پارلمان په چارو کې تقریبآ هېڅ تغییر نه دی راغلی؛ ځکه یې خپرول بې ګټې نه بولم او هغه کسان یې لوستلو ته رابولم، چې غواړي د افغانستان د تاریکې راتلونکې د روښانولو په هلو- ځلو کې برخه اخلي. د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ په میاشت کې ولسمشر ډاکټر صاحب اشرف غني د ټیلیفون له لارې بلنه راکړه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت قبول کړم. د دوی غوښتنه مې ومنله؛ ځکه چې دا مې د هېواد کلتور ته د خدمت کولو لپاره یوه مناسبه موقع وبلله. د هغوی د غوښتنې پراساس تقریبا یوه میاشت وروسته د فبرورۍ په میاشت کې کابل ته ولاړم او له معمول سره سم مې د خپلو دوستانو، په تېره بیا د کندهار د ولایتي شورا د غړي او زما دوست حاجي اغالالي دستګیري په غوښتنه او مرسته د پارلمان د وکیلانو، په اصطلاح جهادي مشرانو او نورو قومي او سیاسي خلکو په لیدلو او کورونو ته په ورتللو پیل وکړ. د شپاړسو کاندید وزیرانو ترمنځ هره ورځ د وکیلانو سره د لیدلو سیالي شروع وه او تر ټولو بریالی وزیر هغه و چې تر ټولو زیات وکیلان یې لیدلي وو. ښايي ډېرو کاندید وزیرانو په خپلو کورونو او رستورانونو کې وکیلانو ته مېلمستیاوې هم کړې وي. زه الحمدلله یوازینی وزیر وم چې تر ټولو لږو وکیلانو ته ورغلی وم او هغه مې هم زیاتره د حاجي اغا لالي په احترام، چې اخلاص به یې هېڅ وخت هېر نه کړم، لیدلي دي. ډېرو وزیرانو به ډېرو وکیلانو او په اصطلاح جهادي مشرانو ته ډېرې وعدې او یا نغدې پیسې ورکړې او یا منلې وي؛ خو ما هېڅ وکیل ته، چې ځینو خو یې زما د یو ځل ورتللو ارزښت هم نه درلود، نه وعدې او نه نغدې پیسې ورکړې؛ ځکه خو مې په ولسي جرګه کې تر ټولو وزیرانو، د باور کمې رايې تر لاسه کړې.

د اپرېل پر څلورمه، په پارلماني چارو کې د دولت وزیر غلام نبي فراهي، چې زما د بېخي ډېرې پخوا زمانې دوست دی، سهار وختي په ټېلفون کې راته وویل چې ماښام ته له هېچا سره وعده ونه کړم؛ ځکه چې یوه مهم ځای ته ځو. په هغه ماښام یې راته وویل چې د ماښامنۍ  لپاره د ولسي جرګې د لومړي مرستیال حاجي ظاهر قدیر په کور کي مېلمانه یو. د ماښام اووه بجې شاوخوا په شېرپور کې د حاجي ظاهر قدیر کور ته ورغلو. پر سړکونو او په کور کې دننه دومره زیات موټرونه ولاړ وو، چي د پیاده تګ لار هم نه وه. په لوړ منزل کې، کوټې ته له ننوتلو څخه مخکې له ټولو کاندید وزیرانو څخه ټیلیفونونه واخیستل شول او موږ د مجلس کوټې ته رهنمايی شوو. مجلس ایله پیل شوی و، چې د کور خاوند وویل، چې کور یې تر ترمیم لاندې دی نو بهتره ده چې د ده بل کورته ولاړ شو. موږ ته یې خپل ټېلفونونه بیرته راکړل او په نږدې ساحه کې یې یوه لوی کورته بوتلو( مطلب به یې حتماً موږ ته په یوه معتبره سیمه کې د خپلو دوو لویو کورونو او ډېرو زیاتو نوکرانو راښودل و) زموږ څخه یې بیا ټېلفونونه واخیستل او ټول وزیران یې په یوه نسبتاً وړه کوټه کې ځای کړو.

په دې کور کې مو، د ډوډۍ خوړلو په شمول، څه باندې دوه ساعته تېر کړل. خبرې ټولې حاجي ظاهر وکړې. کاندید وزیرانو یوه بل ته کتل؛ که چا د یوې نیمي خبرې د کولو جرأت کړی وي ذهن ته مې نه راځي. زه په خپله دومره هک پک وم چې په خپلو غوږونو مې باور نه شو کولای؛ سم لکه د پېریانو په کور کې چې ناست وم او بې مفهومه غږونه او انګازې مې تر غوږو کېدلې.

حقیقت خو دا دی چې زه تقریباً یو ساعت د حاجي ظاهر د خبرو په مطلب نه پوهېدم؛ تر څو چې هغه موږ ته وویل چې په ولسي جرګه کې کابینې ته د اعتماد رایه له سختې ستونزې سره مخامخ ده. ولسي جرګه پر بېلو ډلو وېشل شوې ده؛ د ډېر غټ اکثریت کاندید وزیرانو د ردېدو احتمال لیدل کېږي او که دا کار وشي نو هم د ولسمشر حیثیت ته صدمه رسېږي او هم یو داسې بحران منځته راځي چې سړی نه پوهېږي څه به پېښ شي. ده وویل چې ولسمشر درې څلور ځله ورغوښتی دی، تر زنې یې لاس ورلاندې کړی او په زاریو او عذر یې ورته ویلي دي چې د ماما زویه! هر ډول چې کېږي حل یې کړه! حاجي ظاهر، د ډوډۍ خوړلو څخه وروسته، د چایو د څښلو په وخت کي ایله په زغرده وویل چې وروڼو او خویندو! په ولسي جرګه کې د نغدو پیسو څخه د کار اخیستلو پرته د رایو اخیستل امکان نه لري. ده وویل زه پوهېږم چې ټول کاندید وزیران دومره پیسې نه لري، چې وکیلانو ته یې ورکړي او رايې پرې واخلي. په دې ترڅ کې یې یو ځل موږ ته مخ را واړاوه او ډېر حق په جانب یې راته وویل تاسې څه فکر کوئ؟ زه په مفته د ولسي جرګې  لومړی مرستیال شوم؟ ما د دې چوکۍ د ګټلو لپاره درې سوه اویا زره ډالره ولګول. حاجي ظاهر وویل چې د هر وکیل د رايې تر لاسه کولو لپاره له پنځو څخه تر لسو زرو ډالرو پورې اړتیا ده؛ په دې حساب باید هر کاندید وزیر، د اعتماد د رايې تر لاسه کولو لپاره، له پنځوسو څخه تر سلو زرو ډالرو پورې ولګوي. ده وویل زه پوهېږم چې ټول کاندید وزیران دا پیسې نه شي پرې کولای؛ ما د هغو وزیرانو لپاره چې پیسې نه لري، دغه ګړۍ په خپل موټر کې یو میلیون ډالره نغد راوړي دي( خدای دې وکړي چې څوک یې وانه وري او موټر مې راڅخه غلا نه کړي ځکه چي ډېري پیسې دي که څه هم چې موټر مې په سم ځای کې درولی دی.) هر وزیر چې هر څومره پیسو ته ضرورت ولري زه یې ورکوم نور وزیران چې خپلې پیسې لري هغوی دې خپله چاره وکړي.

د شپې نهه نیمې، لس بجې به وې چې مجلس ختم شو او موږ ته یې خپل ټېلفونونه را کړل. زه دومره تر ذهني فشار لاندې وم چې ټوله شپه مې د سر له درده خوب ونه کړ او ښه مې په یاد دي چې تر سهاره مې درې ځله د سر د درد ګولۍ وخوړې. ما په دومره سپین سترګۍ د دومره چټلو خبرو د اورېدو تصور نه شو کولای. د ولسي جرګې لومړي مرستیال د شپاړسو تحصیل کرده وزیرانو، چې اکثریت یې مافوق لیسانس و، په څومره زړورتیا د ولسي جرګې د فساد خبرې کولې او په څومره سپین سترګۍ یې زموږ څخه د فساد غوښتنه کوله. دا خبرې ښايي زما لپاره نا بلده وې ځکه يې دومره بده اغېزه را باندې وکړه چې ټوله شپه یې خوب را څخه وتښتاوه. ځکه چې وروسته مې له هېڅ وزیر څخه وانه ورېدل چې د هغې شپې د خبرو په باب یې یا منفي تبصره کړې او یا یې تعجب کړی وي.

په سبا ، یعني د اپرېل پر شپږمه نېټه، د سهار پر نهو بجو په کارته پروان کې، د اجراییه رییس ډاکټر صاحب عبدالله په کور کې غونډه وه. په دې غونډه کې، چې ما فکر کاوه ډاکټر صاحب به هم تشریف لري، یوازې موږ شپاړس کاندید وزیران حاضر وو. د اقتصاد وزیر عبدالستارمراد، چي د مجلس مشرتوب یې کاوه، موږ ټولو ته وویل چې ټیلیفونونه خاموش کړو او لرې یې کېږدو. وروسته په خپله وزیر صاحب، د تېرې شپې د خبرو په ادامه، یو څه اوږدې خبري وکړې. کاندید وزیرانو زیاترو تر ژبې لاندې او مبهمي خبرې وکړې، چي زه یې چندانې په مطلب پوه نه شوم. د سرحدونو او قبایلو د چارو کاندید وزیر محمد ګلاب منګل وویل چې موږ له یوه ترخه واقعیت سره مخامخ یو. په پارلمان کې اکثریت وکیلان خپلې رايې په پیسو خرڅوي. د ده د معلوماتو له مخې په حاضرو وزیرانو کې یوازي د حج او اوقاف وزیر وکیلانو ته پیسې نه دي ورکړې نور نو ټولو وزیرانو د پیسو په زور رایې تر لاسه کړې دي. د ښوونې او روزنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل، جهاني صاحب ولې چوپ دی؟ ما ویل له امریکا څخه کابل ته له روانېدو مخکي مې ویلي دي چې که دوه سوه میلیونه ډالره ولرم، چاته به د رايې لپاره، دوه ډالره ورنه کړم. کله چې کابل ته را ورسېدم، یوه سرمایه دار ملګري مې ټټر راته وټکاوه او راته یې وویل چې د پیسو کار په ده پورې اړه لري؛ هغه ته مې هم دغه ډول خبره کړې ده او دلته هم زما هماغه خبره ده. زه ملا نصرالدین نه یم چې خپل ځان ته به په سلو زرو ډالرو رايې اخلم او بیا به نو په وچه تنخوا ګوزاره کوم او نه بل څوک ملا نصرالدین دی چې ما ته سل زره ډالره راکړي او بېرته یې په څو چنده راڅخه ونه غواړي. زما هغه یوه خبره ده، حتی ولسمشر ته به هم اجازه ورنه کړم چې زما لپاره چاته پیسې ومني. زما له څنګه ښځينه کاندید وزیرانې ناستې وې او په یوه سلا یې وویل چي د جهاني صاحب خبرې تاییدوي؛ ځکه چې دوی یوه هم دومره پیسې نه لري چې رایې ورباندې واخلي. مجلس تقریباً بې نتیجې پای ته ورسېد او د غرمنۍ لپاره موږ د ولسي جرګې د وکیل حاجي هاشم کور ته روان شوو.

د شپې خبرې، د حاجي ظاهر قدیر د انتظار په خلاف، ډېرې پټې پاتې نه شوې.( دیوار موش دارد، موش ګوش دارد) موږ د وکیل صاحب په کور کې غرمنۍ پای ته رسولې وه چې له ټلوېزیون څخه د پارلمان مستقیم جریان خپور شو. په ولسي جرګه کې د حاجي ظاهر قدیر او د پروان د وکیل حاجي الماس زاهد تر منځ خبرې ترخې شوې وې او حاجي الماس د تېرې شپې جریان او له کاندید وزیرانو سره د هغه په کور کي د خبرو موضوع او له هغوی څخه د ټلیفونونو د قیدولو خبره را میدان ته کړه. هغه وکیلان چې په موضوع نه و خبر د ټولو خولې وازې پاتې وې. په زړه پورې خبره دا ده چې ظاهر قدیر پر ټول جریان منکر شو او ویې ویل چي ستا ټولې خبرې بېځایه او غلطې دي. کاندید وزیرانو، چې له دغې ولسي جرګې څخه به یې لا وروسته د اعتماد رايې تر لاسه کولې، نه څه وویل او نه څه ویلای شول؛ ځکه چې نه چا خصوصي او نه عامه پوښتنه ورڅخه  وکړه.

ټاکل شوې ده چې نږدې یو کال وروسته د ولسي جرګې لپاره انتخابات وشي. اوس نو که حکومت په دغه شکل جوړ شوی او پارلمان یې په دغه توګه اجرآت وکړي نو زه یقین لرم چې په راتلونکې کې به هیڅ مثبت تغییر رانه شي. بیا به همدغه فاسد وکیلان، همدغه فاسده ولسي جرګه جوړوي او هغه ولسي جرګه به بیا همدغه یا بل فاسد حکومت ته رایه ورکوي. په داسې حال کې چې د افغانستان د اوسنۍ فاسدې او غیر قانوني حکومتي ادارې په زور نسکورول یوازې د هېواد غمیزه اوږدوي او بیا به د لس ګونو زرو بېګناه افغانانو سرونه ورغړي، خو ترڅو پورې چې په ولس، په تېره بیا منورینو کې اجتماعي او ملي شعور پیدا شوی نه وي او تر څو پورې چې منورینو یو اغېزناک اپوزېسیون نه وي جوړ کړی؛ انتخابات به هیڅ یا چندانې ګټه ونه کړي او بیا هم همدغه آش او همدغه کاسه وي. البته د دې معنی دا نه ده چې په انتخاباتو کې باید برخه وانه خلو، بلکي یوازینۍ لاره انتخابات دي؛ خو انتخابات باید له ملي طرحې سره ملګري وي او سپېڅلي یا نسبتا سپېڅلي افغانان باید هم پارلمان او هم د قدرت مشرتابه ته انتخاب کړو.

 
-
بېرته شاته