(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غازي عجب خان اپریدی

[21.Jun.2017 - 23:19]

دانګریز ي ښکیلاکګرو پر خلاف ستر اتل غازي عجب خان اپریدی

لیک: ډاکټر لطیف یاد

دپښتنو ستر اتل عجب خان اپریدی دغلام حيدخان زوی په قوم مستي خيل يونس خيل اپريدی و .دی کوهاټ ته نژدي دملک کمال خان موسی خيل په کلي کې اوسيداو څرنګه چې دميړانې ،هیوادپالنې او آزادي غوښتنې ستر اتل و نو هغه وخت چې ده په خپلو قبايلي ورونو دانګر یزانو یرغلونه وليدل نود غيرت وينې ېې په جوش راغلې او دخپلو دوونږدې ملګرو سره چې يو ېې ورور شهزاده خان او بل د پنجاب دکيملپور حيدرشاه او دريم ېې دتيرا ه د راجګل اکبر نوميد دانګريزا نو په مرکزو نو او کورونو باندې دغدۍ په ډول يرغلونو کولو له کبله يې هغوی ته ډير زیانونه و رسول. عجب خان اپریدی په هند کې دآزادۍ غوښتونکوغورځنګونو په تیره بیا دعلي ورونو(علي برادران) دملي مبارزو او قومي غرور د جذباتو لاندې راغلي وو.

ښاغلي محمد ولي ځلمی زموږ د غازیانو په نامه کتاب کې د غازي عجب خان اپریدي په اړوند داسې لیکلي دي : 

څرنکه چې په پښتنو او پښتونولۍ کې د دښمن څخه بدل اخستل یوو لسي دود دی او پښتو متل دی چې واېي: که سل کاله وروسته چابدل واخست نو تاد ي ېې کړې ده .انګریزان چې د افغان – انګریز تر دریمې جګړې ورو سته یې دافغانانو سیاسي خپلواکي تسلیم کړه نو دخیبر ریلوی لاین( داورګاډي پټلۍ ) په جوړو لو کې دانګریزانو په پالیسې کې ښکاره توپیر رامینځ ته شو.

انګریزانو په خیبر کې درېلوې یا اورګا ډ ي دپټلیو د جوړولو په کار کې دسرو سپینو زروباران وکړ په دې سره دانګریزانو نشه او غرور زیات شو که داړه او یا دوکه به راتله، نو آمرا نه حکم به وشوچې دقبایلو هر څوک چې دانګریزانو خلاف دي که په انګریزي علاقه کې ولیدل شو نو هغه به سمدستي نیول کیږي. دقبایلو عزتمند مشران په جیلونو کې واچول شول او انګریزان به په په ډیر په غرور سره په قبایلي علاقو کې تګ راتګ کاوه . .یوځل د۱۹۲۳ زیږدیز کال داپریل په اتمه میجراندرسن او میجر ایډورډ دځواک په نشه کې مست دلوارګي نه څلور میله وړاندې قبابلي سیمې ته لاړل ،نو داو د شا ه او اول خان هغوی په ګولیو وويشتل او هماغه و چې هغوی افغانستان ته راواوښتل .په همدې ورځوکې انګریزان دکوهاټ په دره کې ننوتل، نارینه په کور کې نه وو دعجب خان دکور بې عزتي ېې وکړه عجب خان دانګریزانو داحرکت قومي سپکاوی وګاڼه او دبدل اخستلو لپاره ېې د 1923 په اپریل کې دمیجرایلس میرمن په خطا ووژله اولو ر یی مس ایلس ترینه وتښتوله. عجب خان اپریدی دمیجرالس دلور په تښتولو سره چې دغه میجر دانګریزانو د مشهورو او زړورو افسرانو نه ونړیوال شهرت پیداکړ او دنړۍ یو شمیر اخبارونواو مجلو دغه پیښه دمخالفت اویا موافقت له مخې په ډیر آب او تاب سره ولیکله او ورسته دده پرمیړانه او زړورتیا باندې ناولونه، ډرامې اوفلمونه جوړشول.

انګریزانو غوښتل چې دعجب خان پرټبر باندې دیرغل کولو او فشار راوستلو له کبله عجب خان تسلیم او یادهغوې په لاس ورشي لکه چې د۱۹۲۳ زیږدیز کال دنوامبر په میا شت کې د(سپين درند) کې داپریدو لویه جرګه چې ددووزرو کسانو په شا او خوا کې خلکو ګډون پکې کړی وو جوړه شوه .په دې جرګې کې فیصله وشوه چې هرملک به په خپله سیمه کې دعجب خان دلټولو ذمه وار وي .که عجب خان ددوې په سیمه کې موجود نه وي نو به دهغه دموندلودپاره سلیمی ګند او چی هلته عجب خان دخپلو ملګرو سره اوسیږی لښکر لیږی او دعجب خان دنیولو پر سرهم دیرش زره روپۍ انعام ايښودل شوی و . انګریزانو په سفارتي اوسیاسي بڼه هم پرافغانستان دباو او فشاراچاو ه چې نوموړی انګریزانو ته ېې تسلیم کړي. که څه هم د۱۹۲۴ زیږدیزکال دفبرورۍ په میاشت عجب خان افغانستان ته واوښت .

عجب خان د 1961 کال دجولای په میاشت کې په مزارشریف کې وفات شو .دعجب خان ددر یو میر منو نه لس زامن او دشهزاده خان ددوو ښځو نه پنځه زامن پاته شول . ګل اکبر او دهغه پلار سلطان میر چې دانګریزانو نه پخلا کیدونکي دښمنان وو مزار شریف ته په تللو راضينه شول اودجلال آباد ګورنر هغوی دخپلی علاقی نه وایستل .دعجب خان په میړانی او هیوادپالنې کې کی ډیری ملي سندرې شته.

انګریزان چې غاصبان دي نوزما هـم غلـيمان دي

دانګریز چې بډی خوردی هغه قوم لره پیغور دی 

دغازي عجب خان اپریدي په اړوند ښاغلي داودشاه اپریدي په بهیر ویبباڼه کې یو ه ډیره مستنده لیکنه کړې ده چې ګرانو لوستونکو ته لوستل بې ګټې نه دي .نوموړي لیکي :

غازي عجب خان او دهغه ورور غازي شهزاده خان سره د خپلو دوو تنو مبارزو ملګرو مس ايلس د کوهاټ د چوڼۍ نه را اوچتوي، 

تيراه ته يی رسوي او د محمود آ خـوند زاده چې د تيراه د سيمې يو روحاني مشر واو د عجب خان دوی نږدی دوست هم و

د هغه په مینځګړتوب پيرنګيان د عجب خان دوی شرطونه مني . د عجب خان دوی د تره زوی او درې ملګري 

يي د قيد نه راخوشي کوي او د کور د سوزولو تاوان هم ورکوي. اوربند کيږی ،خو وروسته داوربند نه پيرنګيان تقريباد دوو اونیو نه وروسته تيراه بمبارد وي او د عجب خان دوی کور ته بيااور اچوي .

لنډه دا چې محمود اخوند زاده او د تيراه ځینې کمزوري خرڅ شوي ملکان يا ټيکه داران د پبرنګيانو په سلا او مشوره عجب خان او د هغه ورور شهزاده اپريدي ته وايي چې تيراه پريـــــږده

عجب خان دوی مجبوره کيږي هجرت کوي، تيراه پرپـــږدي او د شينوارو خوا ته د سيد انورشاه په مشورې د شينوارو د مندتو د کلی خوا ته ځي.

غـازي عجب خان تيـــــراه پريږدي 

د پتمنـو شـيــنوارو خــواتــه ورځي 

داوده ! د تيراه کاڼي او بوټي ژاړي 

چې غازي عجب ، شهزاده تيراه پريږدي

د اختر شپی او ورځی وي چې عجب خان دوی د شينوارو سيمی ته ورځي . پيرنګيان ډير کوشش کوي د افغانستان په حکومت فشار راوړي که په زور شي که په رضا که د پيسو په بدل کی چې د شينوارو قوم عجب خان دوی ورتسليم کړي ، خو د لوی خدای ( ج ) په فضل پبرنګيان په خپل دغه شوم پلان کې نه بريالی کيږي .ان پیرنګيان دی ته حاضرو وچې د شينوارو مندتو کلی بمبارد کړي، خو غازي امان الله خان يي مانع کيږي ،خو نور حکومتي چارواکي لکه شاه ولي خان د پردې تر شاد پيرنګيانو سره مرسته کوي .داودشاه اپریدی لیکي :

هغه وخت چې عجب خان اپريدی ژوندی ونو دارواښاد پوهاند رښتين صیب اوارواښاد نيک محمد پکتیاني سره یې یو ه مرکه کړې وه او خپله کیسه یې دوی ته داسې بیان کړې وه .: هغه وخت یې 

: محمود ﺁخوند زاده به موږ ته ډاډ راکاوه که انګريزان مې لس ځله په بمباريو کلي وران کړي ، خو تاسو به له ځانه سره ساتو 

له دولسو ورځو نه وروسته انګريــــزانو تيراه بمبارد کړه . ﺁخوند زاده چې دا حالت يی وليده مونږ ته يي ځواب راکړ چې اوس تاسې زمانه لاړشئ نور زه تاسې نه شم ساتلی.

. موږد خپل قوم نه ووتـــو او د اورکزیو (غونځــه ) نومی ځای ته لاړو او موږ ته یې هلته ځای راکړ

موږ بيا بيرته په اپريدو کې د (سيد انورشاه) کلي ته ﻻړو او کډي مو په ځنګل کې پريښو دې او د شپي زمونږ کډې هم راپسې راغلې.

سبا وختي د يرش ، څلويښت کسان راټول شول او موږ ته يې ځواب راکړ چې تاسې به له دي ځايه ځئ مونږ نور تاسي نه شو ساتلی 

نو موږ مجبورا د شينوارو ( نازيانو ) ته چې مـــند تۍ ور ته واييﻻړو

که څه هم په شينوارو کښي موږهيڅ څوک نه پيژندل ، خو د (سيد انور شاه ) د سخر په اعتبار مو هلـته ورواړول.

: کله چې پخپله عجب خان داکیسه بیانوله دې ځای ته چې راورسید نو لـــږ غلی شو او په فکر کې ډوب شو

داوده! د وينو اوښکي مي د سترګو تليږي 

د اور لمبي دي چې په سر مي بليـــــږي

ﺁخـــرعجب خان بيا سر راپورته کړ او په دي ډول يې په خبرو پيل وکړ: 

حقيقت دا دي چې تر اوسه ډ ير وخت تير شوی دی . په دی سرګذ شت کې ډ يری خبرې رانه هيرې او پاتې شوي دي حتې په همدی سفر کښی د محمود ﺁخوند زاده له ځايه د تيراه نه تر شينوارو پوری ډ يرې پيښې را مینځ ته شوي دي ،خو له هغه تيريږم ، ځکه چې ډ ير وخت غواړی او کوم ځانګړي اهميت هم نه لري .

څه وخت چې موږشينوارو ته ﻻړو د وړوکی اختر ته څو ورځې پاتې وي .

اخـتـــــــر 

عـــزيزانو ويل کيږي چې اختـر راغلي دی 

هر څوک د خپلوانو، یارانو مخونه ښکلوي 

داوده ! بي کلي شؤ، بي کوره بی وسه بی وروره 

موږد غـــم ،غــم زموږ مخونه ښکلوي

د اختر نه وروسته د شینوارو سپين زيرو او مشرانو لکه : منصور خان ، سازميـــر خان ، عبدالغني خان او د ( مند تي ) نور شینواري سره راټول شول او داسې جرګه یې وکړه :

عجب خان او شهزاده خان زمونږ سيمي تـه د نا پيــژنـــد ګلوۍ په حال کې راغلي دي . موږ لوی او واړه د دوی هر ډول مرستی او ورورۍ ته چمتو یو او په خپله غيــــږ کې ځای ورکوو . که انګريزان په افغانستان فشارهم راوړي موږ به دوی ساتو او مرسته به ورسره کوو.

وفــا ا و جفـــا 

داوده ! زه حکم د قضا د شينوارو وفا نه غږیږم 

د زمـــان خان کوکی خيل د بيغیرته خطا نه غږیږم

چې د کور له خوا نه ډاډمن شولو نو زه ، عجب خان او ورور مې شهزاده حیدرشاه زما زوم او د تره زوی می علم خان او اووه تنه نور شينواري زموږ سره ملګري شول 

او يو ملګری مو شينواری چې ( عمراخان ) نوميده هم ز موږسره ملګري وو.

عمراخان ته څه وخت چې زموږ سره ملګری کيده خپلي ( مـــــور ) يی ورته ويلی ؤ چې اول خــــو مه ځه ، او که هــرو مرو ځي نـه پاتې کيږي نو زه ( موﻻ ) دي مل شه ،خو خداي ( ج ) دی نه کوی چې شهزاده خان او عجب خان دوی مړه شي . نو ژوندي ماله بيرته رانه شي او حتما د دوی سره به ځان يو ځای مړ کوي.

په هر حال

د تــــيراه له لارې نه خـــوست ته تيرشولو او د خوست نه ټوټکــي او پــــاړه چنار ته ﻻړو .له دي کبله چې نابلده وو ډ ير و ګرځيدلو په آخر کې مو يوه کوټه پيدا کړه او دشپې هلته پاتې شولو ، په دی شپه هيڅ پيښه ونه شوه . سبا د ( مکبلو ) غره ته ﻻړو ، ورځ مو په غــــره کې تيره کړه.

بيا موږ د انګریزي پوځي افسريا کمانډر ( قومندان) بنګلې ته ور ننوتلو هغي کوټي له چې پخوا مو په نخښه کړي وه ځان ورورساوه او مونږ د کوټي د څټ له هنداری نه په انتظا ر کې ناست وو.دا وخت يو انګريز چې يوه ښځه هم و رسره وه د کوټي لــه بلې ﻻرې ننوت او په يوی کوټي کې دواړه سره ويده شول. زمونږهوډ دا و چې انګريزبه وژنو او ښځه به ژوندۍ نيسو. 

څو شیبې مو ځنډ وکړ چې دوي په خواږه خوب کې غرق شول نو موږ بیا د کوټي ور مات کړل او ور ننوتلو . دوی راويښ شول ،خو لکه چه اجل یې پوره شوی ؤ ونه تښتيدل . په همدي کوټه کې چې دوي ويده و و يو سپي هـم و  . دوی سپي ته وویل چې نیسه 

یې سپي ځان حملي ته جوړ کړ او موږ هم مجبوره شولو سپي مو په ټوپک وويشت او په انګريز مو دوه ډزه وکړل خو خطا شو ونه لګيده ، زموږ سره غيږ په غيږ شو او انګريز مــــو په ستوه ( پيش قبضي ) له پښــــو 

. وغورځاوه او ښځه یې په تياری کې له پالنګه پاڅیدله ،خو زمونږ ملګری نه ؤ پوهيدلی چې ښځه ده د ټوپک ډز یې ورباندې وکړ او له پښو یې وغورځوله . 

د دي کوټی تر څنګ په بلي کوټي کې نور انګريزان هم وو او موږ ي خبرې اوريدلې ،خو هغو ی له ويری جرئت ونه کړ چې له خپله ځایه وخو ځیږي .

مونږ بيرته د خوست په لور هغه غره ته چې هلته ( ٨ ) کسه شينواري ملګري له موږ نه پاتې شوي ووﻻړو له هغه ځايه تر درې شپو او ورځو وروسته دغره له ﻻري شينوارو ته راغلو.

: پيرنګيانو هم په خپلو تاریخي کتابونو کې د غازي عجب خان او د شهزاده خان په هکله داسې ليکلي دي

Ajab and Shazada wer being harbored in the home of the

Malik Mansur , a Sangu Khel Shinwari . The Governor

of Jalalabad, hearing this, sent messengers to 

Mansur to bring pressure to make him desist

from giving shelter to his friends. Mansur could not

believe he was hearing aright;

******

: ترجمه

عجب خان او شهزاده ته ملک منصور سنګو خيل شينواري په خپل کور کی ځای ورکوي. د جلال اباد ګورنر یا والي خبر شوی و ـ چا ورته اطلاع ورکړې وه . دجلال آباد والي یا ګورنر ملک منصور ته استازی يا پيغام ورليږي چې عجب خان دوی ته ځای يا پناه ورنکړی، خو منصور خان چيرته منله 

----------

خپله پيرنګيان په دغه کتاب کې اعتراف کوي چې ميړنی منصور خان په هیڅ وجه دېته چمتو نه شو چې عجب خان دوی د افغان حکومت يا پيرنګيانو ته ورتسليم کړي .

وروسته بیا غازي عجب خان او ورونو ته یې دافغانستان حکومت په مزارشریف کې دولس سوه جریبه ځمکه ورکړه او دی دځپلې کورنۍ سره هلته میشته شو.

لنډه داچې غازي عجب خان دانګریزانو په وړاندې یو ملی اتل تیر شوی دی. دي په ۱۹۶۱ زیږدیز کال دافغانستان په مزارشریف کې مړشوی دی او هلته خاورو ته سپارل شوی دی.

دغازي عجب خان اپریدی دکارنامو نه په پښتونخوا کې یو فلم هم جوړشوی دی چې یوه سندره یې تاسو په لاندیني لینک کې لیدلای شئ !

http://www.youtube.com/watch?v=UA0o39zOhRI

 
-
بېرته شاته