(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کېږدۍ شهزادګۍ

[21.Jun.2017 - 23:15]

د کېږدۍ شهزادګۍ 

لیک:سابرشاه سابر

په کال 1997 کښې يوه غرمه زۀ او محترم حبيب آلله رفيع په " کچه ګهړۍ " کښې د زرين انځور کور ته تلو / سره لمبه لمبه غرمه وه پېريانو تنورونه تاودۀ کړي وو , خولې ,دوپ ,خوپ ,دوړې بيخي دغه وخت راته کهچه ګهړۍ د دوزخ يوه ټوټه ښکاره شوه / دا هاغه وخت وۀ چې په ټول افغانستان د جنګ لمبې بلې وې د دغه جنتي خاورې د علم او هنر تقريبآ ټول خوش نوا طوطيان به دلته په پېښور کښې مونږ سره اوسيدل چې مازيګر به شو نو زما په دوکان کښې ( بهارونه جنرل سټور ) به د افغانانو ليکوالانو يوه ميله لګيدې وه دغو وختونو کښې به زمونږ "خليل اولسي ادبي جرګه ( چې زۀ يې صدر او ارباب سيف الرحمان خان خليل مرحوم يې سرپرست وو ) د لر برو فرهنګيلانو يواځنۍ د هلو ځلو لويه اثره وه ,مونږ تازه تازه په محمد هوتک او احمدشاه بآبآ سيمينارونه کړي وو او په وزير محمد ګل خان مو سيمينار ته ترتيبان نيول / غالبآ زۀ او رفيع صېب د قدرمن انځور کور ته هم په دغه اساس و حواله تلي وو / دے وختونو کښې زما د سترګو اوښکه اوښکه زما د متاثرو مهاجرو پښتنو د درد نه تاويده زما د  شاعرۍد بدرۍ  په  مخ د هغه وخت د زخمونو تصويرونه رنګونه ډېر حاوي او.خوارۀ وو / نو په دغه لمبه لمبه غرمه مې هم يو د حد نه زياته ښآئيسته پښتنه ووليده چې په تورو خاورو کښې يې پرلت وهلے وۀ او د خپلې چاڼ چاڼ خيمې په سيوري ناسته وه دے غنې غنې بې سوکه منظر مې په ټول وجود ويښتۀ سومبې سومبې کړل او په لاره لاره مې دا نظم اوليکلو / روستو زما دا نظم " د کيږدۍ شهزادګۍ " زما په شعري مجموعه " کرکڼې " ( چاپ جولائي 1999 صفه 34 / 35/36) کښې هم چاپ شو / تيرو ورځو کښې ما د خپل کتاب " وړانګې " ځنې هاغه شعرونه تاسو سره شريک کړي وو چې ما يو وخت کښې د افغان خاورې د مينې او درد په تاثر کښې ليکلي وو اوس چونکې " کرکڼې " کتاب هم ناياب دے نو کوشش کوم چې وخت په وخت هغه نظمونه او شعرونه ترينه راواخلم کوم چې ما د خپلو قدرمنو "برنو ميلمنو" د مهاجرت په وختونو کښې ليکلي دي ( ائے  کاش چې د نوي نسل د پاره " وړانګې " او " کرکڼې " د نوو مقدمو سره بيا چاپ شي ) ,,,,,,,,نو هن ړومبے اولولي " د کيږدۍ شهزارګۍ " او دا فيصله هم اوکړي چې زما شاعر احساس په  دغه درد اميزه زخم ريزه تصوير راټولو کښې څومره کامياب شوے دے ,,,, صابرشاه صابر --- پېښور 17 جون 2017

 

ائے پيغلې پښتنې , تانه قربان د  جنت هورې

ائے سپورې , ائے سرتورې ائے دلوئےاحمدشاه لورې

 

تۀ

 ګل يې , تۀ خوشبو يې , تۀ وږمې يې ,تۀ رڼا يې

تۀ سر نه واخلې خپو پورې بيخي حيا حيا يې

 

ګلونه درنه زار شه , شفقونه درلوګے شه

دا ټولې ښکلاګانې , ښآئيستونه درلوګے شه

 

ستا دا ځوانه ځواني او دغه تورې تورې خاورې

نا ,  تا سره جوړېږي نه دا سپورې تورې خاورې

 

تۀ ميره , تۀ راڼۍ , د ښآئيستونو د سپرلو يې

تۀ ګل يې , تۀ درخو يې , تۀ لائقه د " بنګلو " يې

 

ستا قد ته ستا قامت ته , سر نګونه تاتره ده

ستا کړۀ وړۀ , ستا ښآئيست ته حق حيرانه آئينه ده

 

ستا صبر , عزم , شکر , استقلال ته , پېرژونې

ستا شان , شوکت , عظمت , کمال , جمال ته , پېرزونې

 

ستا لارې , ستا تکل ,  ستا مستقبل رڼا رڼا دے

دا سپور مزل به " پرې " شي ستا منزل رڼا رڼا دے

 

ائے شپه کۀ څو اوږده ده , څو تيارۀ , سحر هم شته

دے تور سپور محرم پسې يوګل ګل اختر هم شته

 

دا وخت د دے ريښې ريښې " کېږدۍ " به اخر تير شي

دا تاؤ د دے تاؤدے " کچه ګهړۍ " به اخر تېر شي ,,,,,,

 
-
بېرته شاته