(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

مثنوي معنوي

[21.Jun.2017 - 23:06]

مثنوي معنوي

لیک: مجید قرار

امرالله صالح لیکلي چې مثنوي معنوي باید پښتو ته وژباړل شي چې د افراطیت مخه ونیول شي. دې خبرې که پس منظر نه درلودای، ښه خبره وه، ځو دا چې د امرالله په خوله افراطیت پر پښتانه پخېږي، غلطه ده. 

افراطیت یواځې د پښتانه، یواځې د تاجیک، یواځې د اوزبک او یواځې د عرب ځانګړی مشکل نه دی، بلکې د ټولو مشکل دی. فرخنده پښتنو ونه سوځوله، پښتنو که وژلې هم وای، ښایي په هیڅ صورت د هغې بدن پر عمومي سړک نه وای بربنډ کړی. د بدخشان، تخار او اوزبکو ټالیبان په ټالیبانو کې تر ټولو ایډیالوژیک، افراطي او جنوني دي. ایرانیان چې له مثنوي پرته سلګونه نور شعري شاهکار اثرونه یې په ژبه دي، د مذهبي افراط او جنون تاریخ لري. همدا اوس ایران خپلې ټولې ګټې د مذهبي فاشیزم قرباني کړي او له سیمې سره یې ځان په شخړو کښې ایستلی دی. جمعیت اسلامي د مذهبي او قومي فاشیزم او افراطیت ګډوله ده چې نیمه اجنډا یې پر ستمي فکر او نیمه نوره یې پر اخوانیت ولاړه ده او اخوانیت خپله یوه افراطي نظریه ده. دا خپله افراطیت دی چې ته د ۵۰ زره کابلیانو، د ناهید شهید، او د افشارو د ولس د قاتلانو د بانډ په غړیتوب فخر کوې. افراط یواځې مذهبي هم نه دی. افراط سیاسي، قومي او ګڼ نور شکلونه لري. همدا چې هره ورځ وسله په څټ کې د ښار منځ ته راوځې او ښاریان تهدیدوې د امرالله خان او د هغه د پلویانو بدترین افراط دی. امرالله خان فکر کوي چې خلک د ده په کنایو نه پوهېږي. خلک پوهېږي خو خلک درانه دي او نه غواړي د قومپالنې، تعصب او فاشیزم د مرداریو په ډنډ کې له جناب عالي سره ولامبېږي. خلکو ته د قومي ادبیاتو په کارولو حیاء ورځي. الحمدلله د پښتنو په منځ کې هغه څوک چې تاجک مرده باد ناره وهي ۰.۰۱٪ هم نه دي، خو د امرالله په هر لاریون کې سلګونه ځله د مرګ بر پښتون، مرګ بر قوم انتحاري، مرګ بر ... نارې وهل کېږي. کله کله دا نارې صریحې وي او کله کله بیا ضمني او دغسې کنایوي وي، لکه د امرالله صالح دغه پوسټ.

دوهمه دا چې مثنوي هم د پښتنو ده، دري هم د پښتنو ده. دري پښتنو پاللې، پښتنو له هنده، تر بنګاله، تر ما وراء النهره رسولې او تدریس کړې، پښتنو په دربارونو کې پاللې او پښتنو د احمدظاهر او فرهاد دریا غوندې هستیو په حنجرو، د خلیل الله خلیلي غوندې هستیو په شعر، او علامه حبیبي غوندې څېړونکیو په نثر نازولې ده. ما پنج کتاب، ګلستان، بوستان لوستي او هر وخت مې استاد پښتون و.

البته دا یادونه بیا هم فرض ده چې د امرالله صالح بانډ بیا هم د هیڅ قوم استاځی بانډ نه دی. لنډه غر لنډه غر دی. د لنډه غر له خوا د قوم انتحاري ناره زموږ د تاجک ملت د فرهنګ برخه نه ده، نه وه، او نه به وي. دا وارد شوي ایراني زهر دي چې د لنډه غرۍ په پېچکاریو کې د ټولنې په ځوان رګ کې پېچکاري کېږي. د افغانستان ټول ولسونه، ټول قومونه، ټول قشرونه، ټول مذهبونه، ټول ولسونه دې ژوندي او عزتمند وي.

 
-
بېرته شاته