(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

کرزى صيب خپله مورنۍ ژبه درنه حساب غواړي؟

په دې خبره کې هيڅ شک نشته چې پښتانه که د نړۍ په لر سر کې اوسېږي او که په بر کې خو ولې لوى افغانستان د دغو ټولو پښتنو ستر ټاټوبى دى او په ټوله نړۍ کې د افغانستان شناخت په پښتون او د پښتون شناخت په افغانستان باندې کېږي. د افغانستان په ټول تاريخ که نظر واچول شي نو دا خبره لکه د نمر څرګنده ده چې د افغانستان واکمن مدام پښتون پاتې شوى دى او هغه له دې امله چې افغانستان که هر څو د مختلفو قومونو خلک اباد دي خو ولې هغوى په افغانستان کې د اقليت او پښتانه د يو ستر اکثريت په توګه راڅرګند دي خو ولې وخت د سره ددې لرغوني قام پښتون د ژبې پښتو سره په افغانستان کې د خپلو د لاسه لکه د مېرې مور سلوک شوى دى او هر پښتون واکدار چې د اقتدار محل ته ننوتى دى نو خپله ژبه يې د اقتدار د محل نه بهر پرېښودې ده يعنې افغانستان کې په تاريخي لحاظ پښتون مدام په واک کې پاتې شوى دى خو ژبه يې د دفتر او اقتدار نه بهر پاتې شوې ده او نن چې افغانستان کې يو پښتون حکمران حامدکرزى په اقتدار کې دى نو هم د پښتو سره د ظلم او زياتي داستان د چا نه پټ نۀ دى. خو ولې افغانستان کې د پښتو د مخنيوي او نابودولو د ناوړه هڅو په تناظر کې ملت پاله پښتانۀ سياستمداران، شاعران، ليکوالان، ژورنالستان او نور د قلم خاوندان هم په مکمل ډول د خپلې ژبې او قوميت مجرمان دي. څوک چې دپښتون او پښتو د تاريخي حيثيت نه پخپلو ليکنو کې ټوله نړۍ خو خبروي. په خوله هر وخت د پښتو او پښتونولۍ لافې وهي خو ولې په عمل کې ددغو خلکو د قطار څخه يو تن هم لکه د وزير محمد ګل خان په عملي توګه د پښتو د ودې او بقاء کار ته ملا ونۀ تړله او نۀ يې دا پوښتنه وکړه چې د پښتنو په لوى کور (افغانستان) کې د پښتو او پښتون په ضد اخر ولې د دومره تعصب او زياتي څخه کار اخستى شي، څومره د افسوس خبره ده چې نن په افغانستان کې منتخب جمهوررئيس حامد کرزى په خټه سوچه قندهارى پښتون دى دۀ سره په کابينه کې پښتانۀ وزيران ناست دي، په اولسي جرګه او د مشرانو جرګه کې زيات اکثريت د پښتنو دى. اساسي قانون کې پښتو رسمي ژبه منل شوې ده خو ولې ددې باوجود افغانستان کې نن پښتو ژبه په مکمل ډول ددولت لخوا نظرانداز کېږي او د پښتون اولسمشر حامد کرزي يا نورو پښتنو وزيرانو، مشيرانو او صلاح کارانو لخوا چې کوم دولتي فر مانونه او مکتوبونه جاري کېږي هغه د پښتو په ځاى دري ژبه کې وي. همدا شان د افغانستان نه بهر د افغانستان ټولې سياسي نمائندګۍ، سفارتخانې او قونصلګرۍ په دري ژبه کې خپلې چارې سرته رسوي او دا يې هډو په خيال خاطر کې نۀ ګرځي چې د افغانستان رسمي ژبه کومه يوه ده؟ په ټي وي، ريډيو، مطبوعاتو او دولتي ادارو کې پښتو سره د زياتي ترڅنګ دا دى اوس د پښتون اولسمشر حامد کرزي لخوا د خپلې مورنۍ ژبې سره د بې تفاوتۍ او زياتي يوه بله بېلګه د افغانستان د جمهوري رياست د وېب پاڼې يا ويب سائټ په شکل کې مخ راڅرګند کړى دى ولې چې د جمهوري رياست له اړخه کومه وېب پاڼه د انټر نېټ له لارې ټولې دنيا ته وړاندې کولى شي د هغه وېب پاڼې په سر کې ورکړى شويدي چې دا پاڼه په دري، انګليسي، پښتو او دري ژبوکې خپرونې لري خو ولې کله چې پکې د پښتو برخه راواړولى شي نو متاسفانه چې د پښتو پځاى پکې دا لفظونه په دري ژبه کې تر سترګو شى چې (پښتو تر کار لاندې ده) او ددې په مقابل کې دغه وېب پاڼه د افغانستان د دولت متعلق په انګليسي او دري ژبه کې کتونکو ته بشپړ معلومات وړاندې کوي. نو ايا د پښتون اولسمشر حامدکرزي نه خپل پښتون قام دا پوښتنه کولى شي چې کرزى صېب! ولې ستا د وېب پاڼې په مخ پردي خلک خپله ژبه ځايوي خو ستا ژبې ته پکې د خپرېدو حق نۀ ورکول کېږي؟ ايا په دغه وېب پاڼه کې پښتو نۀ ځايول ستاسو په خوښه دي کۀ نۀ د پښتو دښمنان دغلته هم خپله خوښه چلوي او د پښتو مخه نيسي مونږ د افغان اولسمشر حامد کرزي نه د يو پښتون په توګه هيله لرو چې نۀ يوازې د جمهوري رياست په وېب پاڼه کې د پښتو د نشتوالي بلکې په ټولو دولتي ادارو کې د پښتو په ضد د ناوړه رويې په سختۍ سره نوټس واخلي او د خپلې ژبې او قوميت پوره پوره حق ادا کړي ځکه چې اقتدار به تل د حامد کرزي په لاس کې نۀ وي خو تاريخ به يې ټول عمر د خپل قام په لاسونو کې وي او سبا به دا قضاوت کوي چې حامدکرزي د خپلې ژبې سره څومره پت پاللى دى؟ زمونږ ملک د ګڼ قامونو شریک کور دی پدی ملک کی هریو قام دبل قام ورور دی د خپل شمیر په کچ حق هر قام ته پکار دی هسی نه چی د یو تش د بل ډک شکور دی - بېرته شاته