(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملنګ جان انقلابي شاعر

[14.Jun.2017 - 14:50]

ملنګ جان یوانقلابي شاعر!

لیک:. رمضان ارماني سهیلي پښتونخواکویټه

هرڅه نه به تېرشم خوایمان نه تېرېداي نه شم

زه لکه ایمان پښتونستان نه تېرېداي نه شم

دادهغه سترانقلابي شاعرملنګ خان دخولې وتلي اشعاردی کوم څوک چي زه خپل استادګڼم.دغه سترانقلابي شاعرکه څه په افغانستان کښي زېږېدلی وو.خوټوله شاعري یې دآزادپښتونستان دپاره کړې ده.دملنګ جان خوږې نغمې چي شعري ټولګه ده.په څوځلې ترچهاپ وتلې ده.خوږې نغمې په حقیقت کښي هم خوږې دی.که زه داووایم چي دملنګ جان خوږو نغموزې شاعرکړی یم غلط به یم.ملنګ جان خوملنګ جان وو.بل به داهسي نه شي پیدا.ملنګ جان غوندي شاعران ډیرلږدی.چي سندري،ترانې،غزلي اونورانقلابي روباعي یې په دومره شمېرلیکلي وي.اودغسي شاعران ډیرلږدي چي زېږېدلي به په پښتونخواکښي وي اوټوله شاعري به یې دملنګ جان غوندي دافغانستان دپاره کړي وي.اویازېږېدلی به په افغانستان کښي وي اوشاعري به یې دپښتونخوا،پښتونستان دپاره کړې وي.دملنګ جان دخوږې نغمې څلورم چاپ وماته زماډیرتکړه ملګري چي دامهال په افغانستان کښي دی سردارمحمدهوتک راکړی.دملنګ جان شاعري چي څوک ولولي دهغه جذبات ارومروراپارول کېږي اویوانقلابي فکرلرونکي په قام میئنېدوق فکرخاوندشي.دملنګ جان اشعارپه زلمیانوکښي دخپلواکۍ اوآزادۍ جذبې خوروي.زه چي کله هم وخت وموندم نودملنګ جان خوږې نغمې لولم.اوخپله قامي جذبه مي بېرته تازه شي.ځکه خوملنګ جان واي:.

لوګی شمه لتانه پتنګ دي یم پتنګ

زماپښتونستانه ملنګ دي یم ملنګ

مجنون ته که لیلاوه خوپښتون ته ته لیلا یې

لیلاخولایې چي زموږننګ اوحیایې

محبوب دملنګ جانه ملنګ دی یم ملنګ

ملنګ جان په حقیقت کښي هم دپښتونستان اودپښتون قام دیووالۍ ملنګ وو.هغه نه خوښتل چي دپښتونخوا،پښتونستان پښتانه دغسي بې نومه اوبې واکه پاته شي.ملنګ جان به تل دپښتونخوا،پښتونستان دآزادۍ سندری لیکلې اوزمزمه کولې.دلته هم ملنګ جان دپښتونخوااشعارترخولې اېستلی دي.اوواي:.

سرورکول په وطن کاردمېړنودی

پښتونستان دپښنودی

ځانونه نه ګورونه مال نه اولادونه ساتو

هرڅه نه تېریودوطن غرونه رغونه ساتو

موږدنیکونواوپلرودرانه نومونه ساتو

داوصیت موږته دجمله وپخوانودی

پښتونستان دپښتنودی

بل ځاې بیادسي واي

خاوره یې دسروده هریوکاڼی یې مرجان دی

زه چي پرې میئن یم داهغه پښتونستان دی

دې کښې شازلمیان اوسي..دې کښي شنه زمریان اوسي

دې کښي ښه خانان اوسي...دې کښي نوابان اوسي

دې کښي صمدخان اوسي...غلیم ترې په لړزان دی

زه چي پرې میئن یم داهغه پښتونستان دی

دلته بیاملنګ جان یوخواخان بهادرته پېغورواي چي ترڅوبه دانګریزلخوادرکول شوي دخان بهادرپه نامه ځان اووروڼه غولوې اوبلي خواته په خوب وېده پښتانه ته واي چي له خوبه راپاڅه دخوب وخت نه دی ځانته خپلواکۍ اوآزادي وګټي.

په خوب وېده پښتونه پاڅه خپل عزت وګټه

دآزاۍ اوخپلواکۍ ښکلې نعمت وګټه

مرګ په ځان ومنه خوبل ته سترګي مه ټېټوه

چاپلوسي مه کوه خپل ځانته لیاقت وګټه

ته به ترڅوخان بهادرپه نوم غولېږې وروره

سایرسپاهي شه ته خپل قام له حریت وګټه

دلته بیادغه شان پېغوروهغه چاته واي څوک چي پښتانه بې نومه اونشانه ساتي اودبل چاواک لاندي ژوندي تېروي اونه غواړي چي پښتونخوا،پښتونستان خپلواکه شي:.

تولعنت په هغه چاشه چي په قام سوداګري که

دپنځوپېسودپاره داغیارونوکري که

خداې هسي زوي لوې مه کړې دپښتون په کورني کښي

چي له ننګه بې خبروي اودښمن پرې باداري که

قربانېږه ملنګ جانه دهغوخلګوله زړونه

چي دقام له میني ډکوي دهېوادخپل غمخواري که

دلته بیاارواښادملنګ جان خپل قلم په ډیرښه توګه کارولی دی هرڅوک ورته ګوته په غاښ کېږي.

رنځوره مي لیلاده حکیمان راټولوم

بې درد دي کړي خوبونه درمندان راټولوم

زمادآزادۍ لیلارنځوره ده کړېږي

داویني به ترې ځارکړم که په وینومي رغېږي

هرچیرته عاشقان له معشوقوځیني جارېږي

مجنون غوندي په عشق کښي صادقان راټولوم

ملنګ جان هغه شاعردی چاچي هم خان شهیدعبدالصمدخان اڅکزی ستایلي دی هم یې باچاخان(خان عبدالغفارخان) ستایلي دی.هم یې خوشحال خان ستایلي دی هم یې ایمل خان،دریاخان ستایلي.هرهغه څوک یې ستایلي دی چي دپښتونخوا،اوپښتونستان په خاوره ننګ کړی دی.دخوشحال خان په حقله داسي واي:.

ستاله غیرت نه ډک دیوان نه شم قربان خټکه

یوځل خوبیاراشه دنیاته خوشحال خان خټکه

بیاخړي وریځي نن په غرودپښتونخواوینمه

دپښتنودژونداومرګ سوداوسوداویمنه

ستاپه وطن دغلیمانوتري بیاوینمه

ځکه نارې سورې وهم زه ملنګ جان خټکه

لنډه داچي ملنګ جان په هرډول انقلابي شاعري کړې ده که دموراولوردسوال ځواب په باڼه کښي وي که ددوومیئنانوترمنځ دسوال ځواب په باڼه کښي وي یادموراوزوي دسوال اوځواب په بڼه کښي وي.دارواښادملنګ جان دپښتونخوا،پښتونستان دخپلواکۍ دپاره استونکي زیارنه هېرېدونکی دی.دملنګ جان وروسته په ټوله پښتونخوااوافغانستان کښي زماپه اندداهسي شاعرنه دی زېږیدلی چي دملنګ جان په شان یې دپښتونخوا،پښتونستان دخپلواکي دپاره په دومره لوې شمېرشعرونه لیکلي وي.دپښتونخوا،پښتونستان اولس به دملنګ جان دغه زیارهیڅکله هېرنه کړي.اوتل ترتله به ملنګ جان په یادساتي.هم دغه رازدملنګ جان نه هېرېدونکي اشعاردلوستونکودپاره دلیک دپاي برخه ګرځوم.

چي بې ننګ اوبې پښتووي پښتون نه دی

چي دقوم په شرمېدووي پښتون نه دی

پښتون هغه دی چي غم دتمام قام خوري

چي دځان په جګېدووي پښتون نه دی

پښتون نه شي باداري دچامنلی

چي اختیاریې دپردووي پښتون نه دی

په نصیب دملنګ جان دغه مسرې شوې

چي خپه په دې مسرووي پښتون نه دی

.................

چاغوږکښي راته ووې چي جانان مه یادوه

دسروشونډودپاسه سورپېزوان مه یادوه

خوزه وایم ناصح ته چي نورمه کړه داخبري

دمیني لیونوته عاقلان مه یادوه

...............

رایادوي دمیرویس خان وختونه

مه هېروی دخوشحال خان وختونه

زلمو!تیارشی چي ناکام شوو

ډیردی نږدې دامتحان وختونه

اپرېدو!ولي حرکت نه کوی

بیاکړی تازه ددریاخان وختونه

مومندو!پل دایمل خان ونیسي

نه دی دانه دی دغیران وختونه

یوسفزو!مه هېروی خداې دپاره

دچارغولی دعجب خان وختونه

ستاسوپه غم کښي خان پټکی نه تړي

تېرشووسرتوردباچاخان وختونه

پښتونستان ګلان به کله بوي کړي؟

په تمه تېرکړل ملنګ جان وختونه.

-
بېرته شاته