(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ارګ تاریخچه

[10.Jun.2017 - 15:13]

دافغا نستان دولسمشر دماڼۍ (ارګ) تاریخچه 

لیک: ډاکتر لطیف یاد

 کابل ښار پخوا شپږ دروازې لرلې، ځینې هغه دېوالونه چې اوس هم د کابل د غرونو پر سرونو ښکاري، لاندې را ښکته شوې وو او دغه دېوالونه ترکابل ښار را چاپیر شوي وو. د یادولو وړ ده چې د کابل پر پخوانیو دېوالونو سربېره هغه دېوال چې د احمدشاه بابا په امر جوړ شوی و یوولس پوړۍ یې درلودې چې په همدغو دېوالونو کې شپږ دروازې جوړې شوې وې او د کابل په ښار کې ځینې دروازې په دې نومونو مشهورې وې : په دهمزنګ کې د کندهاریانو دروازه، دسردار جهان خان دروازه، د سلام خانې په برخه کې سپینه دروازه، د عیدګاه جومات تر شا د پیت دروازه ، د ګذرګاه دروازه او د بالاحصار خواته لاهورۍ دروازه.د دغو دروازو عمومي اداره په اوسني ششدرک کې وه چې کېدای شي همدا نوم هم پرې په همدې خاطر اېښودل شوی وي. له دې دروازو څخه یوه هم په اوسني پښتونستان واټ کې راوتلې وه چې اوسنی ارګ دغې دروازې ته څیرمه جوړ شو. د ارګ په ساحه کې پخوا ودانۍ نه وې او دا یوه دښته غوندې وه په ځینو ځایونو کې کروندې او بڼونه وو، شاوخوا یې هم یا بازار و او یا هم دښتې وې. مثلآ د اوسني ده افغانانو سیمه یوکوچنی بازار و او اوسنۍ وزیراکبرخان مینه یوه دښته وه چې بیا وروسته د غازي امان الله خان په وخت کې دلته د افغانستان لومړنی هوایي ډګر جوړ شو. امیر عبدالرحمن خان ۱۲۹۷هـ،ق کال کې پخوا تر دې چې د اوسني ارګ د جوړولو کار پیل کړي پاچهي استوګنځی یې د اوسني انتر کانتینیتال هوټل د شمال لویدیځې برخې د غرګوټي پر سر ودان کړ( دغه کلا پخپل حال پاتې ده او د باغ بالا پاچهي ماڼۍ هم ډېر زیان نه دی لیدلی) همدا ځای د پاچهي دفترونو په توګه کارول کېده.

پخوا د حکومت مرکز یا ارګ په بالاحصار کې و چې پر بالاحصار د افغان – انګلیس دوه جګړې تیرې شوې، ارګ سوځیدلی و او هم شیرپور چې تر دې دمخه به افغان شاهانو ترې ګټه اخیستله زیانمن شوی و او د پاچا لپاره یو دایمي ځای نه و، نو امیر عبدالرحمن خان وغوښتل چې اوسنی ارګ جوړ کړي. تر امیر عبدالرحمن خان د مخه امیر شیرعلي خان هم نیت درلود چې د بې بې مهرو غونډۍ پرسر ارګ، د دې غونډۍ شا وخوا چې هغه وخت کرنیزې ځمکې او جبه زار و د کابل نوی ښار جوړ کړي او د غونډۍ پر سر د ارګ شاوخوا یې پوځونه ځای پر ځای کړي. د ده په وخت کې د شیرپور کلا د جوړولو کار پیل شو په ۱۸۷۸ کال کې انګریزانو پر افغانستان یرغل وکړ امیر مزار ته ولاړ پلانونه یې نیمګړي پاتې شول او د بې بې مهرو غونډۍ پرسر د ارګ د جوړیدو طرحه هم عملي نه شوه.

 

کله چې امیر عبدالرحمن خان واک ته ورسیده او د هیواد له شماله کابل ته راغی د پاچا لپاره ځای نه و، نو لومړۍ شپه یې د خپل باجه غازي عبدالله خان وردګ په کور کې تیره کړه. دغه کور په ده افغانانو کې د اوسني پوهنې وزارت په ځای کې و.امیر عبدالرحمن خان د خپلې واکمني په لومړیو کې په دې ځای کې چې هم یې ښه موقعیت او هم ښه اب وهوا لرله او هم له ښاره ډیر لیرې نه و او مرکزیت یې درلود، د ارګ جوړولو پرېکړه وکړه.

 

امیر عبدالرحمن خان په ۱۲۹۹ هجري قمري کال کې چې له ۱۸۸۲ میلادي کال سره سمون لري د دولت دقرارګاه لپاره د« ارګ دارالسلطنه کابل» په نامه د ارګ د جوړولو طرحه جوړه کړه. په دې وخت کې دی د امنیتي چارو د تنظیمولو لپاره ننګرهار ته تللی و او هلته څه موده اوسیده نو خپل مشر زوی سردار حبیب الله خان ته یې پیغام واستاوو چې له مخکینۍ نقشې سره سم د ودانیزو چارو له کار پوهانو سره په مشوره د ارګ د تهدابونو د کیندلو کار پیل کړي. نو دارګ د جوړولو کار د سردار حبیب الله خان تر څارنې لاندې پیل شو. چې د ارګ د کار دپیلولو کره نیټه ۱۳۰۰ هجري قمري کال ښودل شوی دی. دا چې د امیر عبدالرحمن خان هر امر او فرمان به بې له ځنډه عملي کېده نو امر یې وکړ چې په هېواد کې دننه هر ځای چې نامتو او وتلی بنا، اینجنیر او ترکاڼ وي باید د ارګ په جوړولو او ښکلي کولو کې برخه واخلي.هغه وو، چې دهېواد له بېلابېلو سیمو څخه وتلي کارکوونکی راټول او په ارګ کې یې په کار پیل وکړ، او د کابل اوسېدونکو او ځینو ځمکه‌والو به د بیګار په ډول د ارګ او اړوندو ودانیو په جوړولو کې کار کاوه. ویل کېږي امیر عبدالرحمن خان به په خپله هم د ارګ د جوړولو کار څاره او ټول کار یې د مخکې طرحه شوې نقشې له مخې بې له ځنډه پر مخ بیول کېده.

 

امیر عبدالرحمن خان چې کله معماران را وغوښتل پخپله یې د کاغذ پر مخ نقشه رسم کړه او هغوی یې وپوهول چې دا ډول یوه کلا جوړه کړي، د دې نقشې د طرحه کولو په وخت کې یاقوت شاه خان هم حاضر و او په دې برخه کې یې خپل نظرهم ورته وړاندې کاوه، سره له دې چې یاقوت شاه د سردار عبدالقدوس خان او ملک اصغرغوندې د امیر عبدالرحمن خان د دربار له نږدې او اعتمادي کسانو څخه و، خوممکن د ده د ښو نظریاتو له مخې امیر هغه د ارګ د جوړولو دچارو سرپرست مقرر کړی وي.

 

د ارګ د جوړولو کار د سید یاقوت شاه خان تر نظر لاندې تر سره کېده چې له نورو کارګرانو سره به یې اوږه په اوږه کار کاوه او د ارګ د جوړولو لازم مواد لکه خښتې، چونه، ګچ، صندل او ساروج به یې په ټاکلي وخت برابرول.

د ارګ د کار له پیل سره په یوه وخت کې د ګنبد نغاره خانه بنسټ هم کېښودل شو، چې دا هم په کابو ۶۳ متر مربع ځمکه کې یوه ستره وداني وه چې دېوالونو یې پنځه متره سور او ۵۲ متره جګوالی درلود.

 

د کابل سلطنتي ارګ په یوه هواره ځمکه کې په هغه ساحه کې چې ختیځې خواته یې ده افغانان او شمال لویدیځې خواته یې د مرادخاني ساحه ښودل شوې ده جوړ شو. د ارګ لومړنۍ داخلي وداني د کوټي باغچې په نامه یادیږي چې په ۱۳۰۴ ه،ق کال کې یې کار بشپړ شو. دا ځای چې وروسته نور تاسیسات هم پرې ورزیات شول لکه د ارګ ودانۍ، سلام خانه ماڼۍ، ګنبد نقاره خانه، د ارګ بازار او کوټوالي، شاهي چاوڼۍ یعني قرارګاه رساله شاهي، شاهي حمام، د مستوفی الممالک دفتر، د سلام خانې ماڼۍ مخکنی واټ د دغه امیر د فرمان له مخې د «ارګ مبارکه دارالسلطنه» په نامه یاد شول. او د کابل په ارګ مشهور شول. د ارګ په جوړولو کې کابو دېرش کاله افغاني او بهرنیو انجنیرانو، معمارانو، ترکاڼانو او نورو کارکوونکو کار وکړ.

 

د ارګ مخې ته له پښتونستان واټ څخه تر مکروریانو سیمې پورې یو لوی سرک غځیدلی چې بلې غاړې ته یې د کانونو وزارت، دچارو اداره او دملي دفاع وزارت ودانۍ پرتې دي. د ارګ شمال ختیځې خواته د اریانا څلور لارې بلې غاړې ته اریانا هوټل او داحصاییې مرکزي اداره موقعیت لري. له شمال لوري هم د ارګ د وړو دېوالونو خواته د ښار یو مرکزي سرک غځیدلی او د سرک ور ها خوا اماني لیسه او د وزیراکبرخان مینې اړوند ځینې کورونه شته. د ارګ لویدیځې خواته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، د چین سفارت او د ملګرو ملتونو سازمان ځینې دفترونه دي. په جنوب لویدیځه خوا کې یې عزیزي سنتر او ورپسې د استقلال عالي لیسه ده او جنوب او جنوب لویدیځ لور ته یې د افغانستان بانک او پښتونستان واټ موقعیت لري.

 

دارګ له جوړیدو سره سم ځینې نورې ودانۍ هم جوړې شوې، پخوا د ارګ ترڅنګ دوه نورې ودانۍ هم وې چې یوه یې بستان سرای بلله چې په اوسني زرنګار پارک کې وه او د امیر عبدالرحمن خان مزار هم هلته دی. امیر عبدالرحمن خان به دلته هم اوسېده او بله یې د ګلستان سرای په نامه وه چې د پوهنې اوسني وزارت مخامخ د کابل ښاروالي په مربوطاتو کې پرته ده. چې دا دواړه دهغه وخت مهمې ودانۍ وې. او دارګ اړوند ګڼل کېدې. د ارګ ځینې تاسیسات په ښاري نقشه کې له منځه تللي او یو شمیر نور یې تر اوسه یا په اصلي شکل یا هم په ترمیم شوي شکل یا د ارګ په ساحه یا هم د باندې موجود دي. د ستوري ماڼۍ اوس د بهرنیو چارو وزارت اړوند ده. د ناکباغ په ماڼۍ کې اوس ملي ارشیف دی، د زین العمارت ماڼۍ همدغه د عظمی صدارت اوسنۍ ماڼۍ ده چې د نایب السلطنه نصرالله خان له خوا جوړه شوې وه. د عین العمارت ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې خو د عین الدوله سردار امان الله خان په حکم جوړه شوې او د ده داوسېدو ځای و، چې په وروستیو کلونو کې له منځه تللې ده.

آرشیف:

دغه یو پوړیزه ودانۍ  د امیر عبدالرحمن خان په وخت کې جوړه شوې چې د ډبرینې ماڼۍ له جوړېدو د مخه به پکې جمهور رئیس  له خلکو سره کتنې کولې، همدارنګه جمهور رئیس  او لوړ پوړو چارواکو به د غرمي ډوډۍ هم همدلته خوړله. له دغې ودانۍ څخه اوس هم د ډوډۍ خوړلو لپاره استفاده کیږي.چۍ په یوه وخت کې ۱۶۰ تنه پکې ځاییږي. دغه ودانۍ تقریباْ ۹۰متره اوږدوالی او ۶متره سور لري د دېوال سور یې یونیم متر دی. دغه ودانۍ ځکه ارشیف بلل کېږي چې یو وخت پکې د دولت مهم اسناد  ساتل کېدل، چې اوس دغه سندونه د شب جمعه په ودانۍ کې ځای په ځای شوي دي. په پام کې ده، دغه ودانۍ چې تقریبآ ۱۷۰ کاله قدامت لري ړنګه او پر ځای یې نوی عصري او په ټولو وسایلو سمبال تعمیر ودان شي.  

 

دیادولو وړ ده، سره له دې چې د جمهوری ریاست د ودانیو جوړول د جمهور رئیس  په لومړیتوبونو کې نه ول او دی په دې اند وو چی دارګ بیا رغاول به دهېواد دنورو برخو تربیا رغاونې وروسته ترسره کړي خو د دی ځای ورانیو د جمهوري ریاست د دفتر کار کوونکي له ستونزو سره مخ کړي وو او له بهرنیو مېلمنو او مشرانو  نه چې هر وخت ارګ ته راځی ښه هرکلی نه شو کېدلای اوتشریفاتي چارې له ستونزو سره مخ وي نو پرېکړه وشوه چی د ارګ د ځینو برخو د بیارغاونې چارې دې ترسره شی.

 

د ارګ د مختلفو ودانیو د جوړولو او ترمیمولو د پروژې په تطبیق سره اوس ارګ او د جمهور رئیس  دفتر د میلمنو د هرکلی لپاره او هم د تشریفاتی چارو لپاره په یوه مناسب ځای بدل  شوی، سره  له دې چې د نورو هېوادونو په پرتله لاهم کمۍ په کې لیدل کیږي. افغانستان اوس تر بل هروخت د نړۍ له زیاترو هیوادونو سره مناسبات لري تربل هروخت اوس په لوړه سطحه زیات میلمانه افغانستان ته راځي آن داسې شوې چې په یوه ورځ دوه صدراعظمان او څو وزیران د میلمنو په توګه ارګ ته راځي او دبهرنیو میلمنولپاره په دې ځای کې  د هرکلي مراسم ترسره کیږي.

 

چارچنار ماڼۍ:

دغه ماڼۍ چې په ۱۳۹۰ کال کې یې د جوړولو کار بشپړ شو د ارګ د کلا په جنوب لویدیځه ګوښه کې د ارشیف تر څنګ او څلورو چنارونو ته مخامخ په دریو پوړونو کې جوړه شوه.

 

داچې چینایانو یې په جوړولو کې کارکړی  نو په لومړیو کې د چینایانو په ماڼۍ هم مشهوره وه چې اوس چهارچنار ماڼۍ بلل کیږي. دغه ودانۍ اساسآ د کنفرانسونو د جوړولو ځای دی، په لومړي پوړ کې د کنفرانسونو لوی هال لري او شاوخوا او پاس پوړ کې یې جمعأ ۱۲ خونې دي او د همزمانه ترجمې لپاره اتاق او وسایل لري. په زیرزمیني کې یې د سپورت وسایل او حمامونه موجود دي.

حرمسرای:

دا د ارګ د جومات شاته یوه دوه پوړیزه ودانۍ ده چې څلور لوړ او پلن دېوالونه ترې چاپیر دي. حرمسرای اووه لویې او کوچنۍ خونې، دوبي خانه، خیاط خانه، د سینما لوی هال پراخه برنډه او پراخه تهکوي یا زیر زمیني لري .په دویم پوړ کې د ۱+۱ خونه د ۱+۱۰ خونه البته د جمهور رئیس د میلمنو لپاره د ملاقات خونې، وړوکی کتابتون  او د ملاقات سالون چې د لاجورد ډبرو په واسطه نقاشي او میناتوري شوی دی په دېوال کی یوه پخوانۍ میناتوري شوې المارۍ لري چې ډبرینې مجسمې همداراز د اعلیحضرت له نیکونو څخه پاتې تورې پکې ایښودل شوې دي. په خوا کې یو لوی د طعام خوري سالون لري چې په ډیر پخواني شکل زړه راښکونکې نقشې له لرګیو څخه چې د پخوانۍ دورې تمدني حالت بیانوي. یو لوی تشناب لری چه تقریباْ ۸- ۸ متره مساحت لري . او همداراز ۸ خونې لري چې اوس هم د ملت بابا د زامنو او د هغوی د کورنۍ د غړو په نوم مسمی دي. د حرمسرای جنوب ته د شب جمعه په نوم ودانۍ ده چې تقریباْ په ۶۰ متره اوږدوالي او ۱۰ متره سوراو تهکوي لري.لکه څنګه چې دحرمسرای له نامه څخه څرګندیږي دا د شاهانو د کورنیو د اوسیدو لپاره جوړ شوی دی. دلته به د پاچاهانو د کورنیو غړي اوسېدل چې د خدمت لپاره یې بشپړ تشکیلات په پام کې نیول شوي وو.د محمد نادر خان په وخت کې د حرمسرای ساحه پراخه شوه، دحرمسرای فرشونه او نور زینتي شیان چې په اړودوړ کې چور شوي وو، بیرته پخواني حالت ته وګرځول شول.د محمد ظاهر شاه په وخت کې حرمسرای ته زیاته پاملرنه وشوه بیرته له سره جوړ شو او سالون، د ډوډۍ خوړلو خونه، حوض او څو نورې کوټې په نوي او ښه شکل پکې جوړې شوې. د حرمسرای په یوه هال کې مرمرین حوض دی چې شاوخوا ترې مرمرینه کوچنۍ ویاله چاپیره ده. د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کې به په دغه حوض کې ډول ډول کبان هم وو، خو اوس کبان پکې نشته. دغه  هال چې د حرمسرای په لومړي پوړ کې دی او ترې دواړو خواوو ته دويم پوړ ته زینې ختلې دي، د دروازې ترڅنګ کونج کې په نسبتآ ژور ځای کې کوچونه ایښودل شوي دي. دهال په شاوخوا نورو ځایونو کې هم پخوانۍ لرګینې چوکۍ ایښودل شوې دي.

 

دپاچا د ډوډۍ او استراحت خونې ته د ختلو زینو په سرکې یو ښکلی انځورلرونکی فرش د ښکلا لپاره ځړول شوی چې د طالبانو په وخت کې پرده پرې غوړول شوې وه. دپاچا خپله خونه چې د امیر عبدالرحمن په وخت کې برج و او هلته به اوسیده، امیر چې په وروستیو کې یې یوې پښې عیب پیدا کړی و په قدیمه لفت کې به چې د فیل په وسیله به یې کار کاوه، هلته ور پورته کیده، په ښه ډول جوړه شوه. دا هغه ځای دی چې امان الله خان هم خپل تره نصرالله خان هلته بندي کړی و. په دويم پوړ کې د پاچا د لیدنو کتنو په یوه خونه کې دبرنډې په شکل یوه ښکلې کتابخانه جوړه شوې. پر دېوال یې د هغې مارکوپولو او دوو غرڅو سرونه او ښکرونه ځوړند شوي، چې اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د بدخشان په غرونو کې ښکار کړې دي.

 

په راوروسته حکومتونو کې یعني د محمد داوود خان، تره کي، امین ، کارمل او نجیب الله په حکومتونو کې په حرمسرای کې څه خاص بدلونونه رانغلل په پخواني حالت پاتې شو.په حرمسرای کې دری زاړه چنارونه د امیر عبدالرحمن خان له وخته پاتې دي، لویدیځې خواته ترچنار لاندې زیارت دی، حاجي بازمحمد وایي چې شاه ببوجانه به هره پنجشنبه دلته راتله او دعا به یې ورته کوله. د دغه چناریوه برخه دتڼي په کودتا کې وسوځیده چې اوس د دغه چنار په سوځیدلي ځای کې خښتي ایښودل شوې او کاګل شوی دی. خو ځیني کسان وایي چې دغې خپړولې(پنجه چنار) پخپله اور اخیستی دی.

 

د ۱۳۷۱ کال د ثور له پنځمې نیټې وروسته تنظیمي جګړو کې حرمسرای ته زیانونه واوښتل اوس هم د حرمسرای په انګړ کې په چمن کې د تنظیمي جګړو د بي ایم چهل د ګولیو ځایونه معلومیږي په دغو جګړو کې دملکې د خونې پر بام هم توغندي ولګیدل چې ډیر زیان یې ورته واړاوه. د حرمسرای په انګړ کې ۲۱ پشه خانې دي، چې طالبانو د خپلې واکمني پرمهال ماتې کړې اوس د لویو بوټو په اندازه پاتې دي. د جمهور رئیس حامد کرزي په دوره کې  حرمسرای بیا ترمیم او سمبال شو. او د اساسي ترمیم نقشه یې هم تیاره شوې ده چې کار به پرې شروع شي.

 دارګ جومات:

دا مسجد شریف د امیر عبدالرحمن خان په وخت کی په یو پوړ۲۰ـ ۱۵ په ۳۰۰ متر مربع ځمکه  کې جوړ شوی دی. د دغه جومات ارتقاع ۹ متره او په لرګو پوښ شوی دی چه ټول لرگي  یی له پکتیا ولایت څخه راوړل شوي دي. په دې جومات کې په یو وخت کې ۲۵۰ تنه لمونځ کوونکي ځاییږي. د طالبانو په وخت کې یوه کوچنۍ وضو خانه (اودس خونه)د جومات جنوبي اړخ ته جوړه شوې وه چې د جومات ساحه یې بدرنګه کړې وه چې بیا په  ۱۳۸۵ لمریز کال کې ړنګه او پر ځای یې بله وضو‌ء خانه چې په یوه وخت کې یې د ۳۰ تنو ظرفیت درلود د چارچنار په لویدیځه خوا کې جوړه او گټی اخیستنی ته وسپارل شوه چې هغه هم د نوې  ماڼی د جوړیدو په وخت کی ړنگه او ددغې ماڼۍ په تهکوي کې یوه لویه مدرنه او عصري اودس خونه چې د ۴۰ تنو ظرفیت لري، جوړه شوه چې تر اوسه ترې استفاده کېږي.

 

د طالبانو په وخت کې د دلکشا ماڼۍ په جنوب کې په ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په یوه پوړ کې یوبل جومات هم جوړ شو چې په یوه وخت کې ۳۰۰ تنه لمونځ کوونکي په کې ځاییدلی شي.

 د ارګ کتابخانه:

په پخوانیو کتابونو کې په شاهي ارګ کې د هغه وخت د یوه ستر او مهم کتابتون یادونه شوې ده چې په ارګ کې دننه موجود و او په زرګونو ارزښتمن کتابونه او آن قلمي نسخې هم پکې ساتل شوې وې.دا چې په دې کتابتون چې د محمد ظاهر شاه په وخت کې یې یادونه شوې ده، په وروستیو دورو کې څه راغلل کره معلومات په لاس کې نشته، ما چې د ارګ له ځینو پخوانیو کارکوونکو څخه پوښتنه وکړه ویې ویل چې د کتابتون ځینې قلمي نسخې د نورمحمد تره کي، حفیظ الله امین او ببرک کارمل په وخت کې ملي ارشیف ته ولیږدول شوې.

 

او همدارنګه یو شمیر کتابونه هم په ۱۳۵۶ کال کې کله چې په کابل پوهنتون کې د ماستري پروګرام پیل شو، کابل پوهنتون ته لیږدول شوي دي. خو د ټولې کتابخانې په اړه کره معلومات نشته. د جمهوري ریاست د فرهنګي مشاوریت کارکوونکي ښاغلي موحدي په ۲۴/ ۲/ ۱۳۹۱ نیټه د ټیلیفون له لارې راته وویل چې په ۱۳۸۱ کال کې چې په ارګ کې نوی کتابتون جوړ شو، ترې دمخه کومه کتابخانه موجوده نه وه، که وه ممکن د استاد رباني یا هم طالبانو په وخت کې چور شوې وي. په ارګ کې اوسنی کتابتون په علمي او فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت په چوکاټ کې په علمي او فرهنګي چارو کې د جمهوري ریاست د سلاکار سرمحقق زلمي هیوادمل په نوښت په ۱۳۸۱ کال کې جوړ شو.

 

د اداري ودانۍ په بشپړیدو سره په ۱۳۹۰ کال کې ددغې ودانۍ دوهم پوړ ته ولیږدول شو. چې اوس پکې کابو نهه زره کتابونه شته.

دارګ برجونه:

ارګ څلور برجونه لري چې د امیر عبدالرحمن خان په وخت کی جوړشوي، د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه په وخت کی یو څه په عصری شکل ترمیم شول. په کابل ښار کې د تنظیمي جګړو په نتیجه کی نړیدلي او خراب شوي و. د جمهوررئیس  حامد کرزي په وخت کې د دغو برجونو د بیا رغاونې کار پیل شوی دی. چې دوه برجونه یې د پخوا په څیر بیرته ورغاول شول، خو دننه تغیرات په کې راوستل شول. د نورو کار هم روان دی. شمال ختیځ برج چې په ۱۳۹۰ کال کې یې دبیا جوړولو کار بشپړ شو، په نږدې راتلونکي کې به ور څخه د کابینې د مجلس لپاره  استفاده وشي او د وزیرانو شورا غونډې به کله ناکله همدلته دایریږي. 

 

دا برج ۱۶ متره قطر لري د داخلی لرګیو اوږدوالی یی ۱۲ متره دی، دروازې او کټارې یې د کنړ له لرگیو څخه رغاول شوي دي، کنبدی شکل لري او آهن پوش دي. د جمهوری ریاست د ارګ په شمال لویدیځ کې یو بل برج هم په همدې ډول جوړ او رغاول شوی دی د ارګ د خدماتو رئیس عیسی خان اندړ وایي چې له دغه برج څخه به د کلیوالي مجلس په شکل کار واخیستل شي، داسې چې د دغه برج په مینځ کې افغاني غالۍ او څلورو غاړو ته توشکونه هوار شوي او بالښتونه ایښودل شوي وي.

ددلکشا ماڼۍ

 

دغه ښکلې ماڼۍ د امیر حبیب الله خان په وخت کې د ارګ د بڼ په منځ کې جوړشوه چې د ارګ له ښکلو او د لیدلو وړ ماڼیو څخه ګڼل کېږي. کله چې امیر حبیب الله خان د هند له سفره راوګرځیده د ۱۲۹۰ لمریز کال د وږي په میاشت کې یې د دغې ماڼۍ کار پیل کړ چې دماڼۍ رسمي پرانیسته د ۱۲۹۵ لمریز کال د وږي په میاشت کې چې د ۱۳۳۴ هـ، ق کال د ذیعقده الحرام میاشتې او د ۱۹۱۴ میلادي کال له اګست میاشتې سره سمون لري، وشوه. په دې ماڼۍ کې به چې د یوه ښکلي بڼ په منځ کې پرته ده، د مختلفو شاهانو په تېره د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت کې د بهرنیو میلمنو دهرکلي مراسم، رسمي لیدنې کتنې او مهمې شاهې میلمستیاوې ترسره کېدې. په ځینو وختونو کې د پاچا د کار دفتر هم په همدې ماڼۍ کې و.

 

د دلکشا د هرې خونې اوږدوالی ۲۰ متره او سور یې ۹ متره دی چې په هغه زمانه کې په زړه پورې میناتوري او نقاشي په کې شوې ده. په مجموع کې دغه ماڼۍ په ۶۰۰متره مربع ځمکه کی جوړه شوې ده او همدارنګه د هرې خونې ارتفاع۱۰ متره ده  دغه ماڼۍ  یوه د کابینې دغونډو، د ملاقاتونو خونه، د طعام خورۍ خونه، انتظار خانه، چایخانه او د هماغې زمانې ځنځیري left لري. د عبدالرحمن خان په وخت کې په لومړیو کې د دغې ماڼۍ انجنیر الماني فلژ او وروسته مستر ابلای انګلیسي انجنیر و. دا ماڼۍ دارګ په سوېل ختیزه برخه کې د بڼ په منځ کې ولاړه ده. په دغه شانداره ماڼۍ کې به د پاچا پر دفتر سربیره د بهرنیو خاصو میلمنو هرکلی هم کېده. دیادولو ده چې د محمد داوود خان د صدارت په وخت کې له هغه سره دا شک پیدا شو چې  دلکشا ماڼۍ ممکن دومره کلکه نه وي او مقاومت یې کم وي، باید له سره ترمیم او جوړه شي. خو د دغې ماڼۍ د عمومي سرپرست محمد امان خان له خوا د ماڼۍ په اړه د معلوماتو له ورکولو وروسته د صدراعظم تشویش لیرې شو او ماڼۍ پخپل حالت پاتې شوه. د شاه امان الله خان په وخت کې به مهم مراسم په دلکشا ماڼۍ کې ترسره کېدل، اروپا ته د شاه اوږد سفر له همدې ماڼۍ څخه د مراسمو په ترڅ کې پیل شو. دغه راز شاه امان الله په همدغه ماڼۍ کې د افغانانو ترمنځ د وینو تویولو د مخنیوي په نمت له پاچاهي څخه د لاس اخیستو استعفا وړاندې کړه. د اعلیحضرت محمد نادر شاه په وخت کې دلکشا د پاچا دوبنی دفتر هم و او د همده په وخت کې به مهمې غونډې هم په همدې ماڼۍ کې جوړیدلې. د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په وخت او له هغه را وروسته هم مهمې غونډې او مراسم په همدې ماڼۍ کې تر سره کېدل.

 

د دلکشا ماڼۍ د ساعت منار:

د دلکشا ماڼۍ په بڼ کې یو لوړ برج ولاړ دی چې له ځمکې څخه تر پوښښه پورې سل فوټه لوړ دی او د داخلې برخې سور یې دولس په دولس فوټه کې دی، دغه ښکلی برج یا منار د ثور په کودتا کې زیانمن شو. د دلکشا ماڼۍ دمنار په اتیایم فوټ کې یو لوی ساعت نصب شوی چې څلورو خواوو ته ستنې لري. دا ساعت پوره یوه پیړۍ دمخه یعني په ۱۲۹۰ لمریز(۱۹۱۱ میلادي) کال د  سکاتلندي میلر له‌خوا پیرودل شوی او نصب شوی دی. افغان لیکوال او څیړونکی استاد حبیب الله رفیع لیکي: (( داساعت دلندن په (جویس) نومي کمپنۍ کښې جوړ شوی چې د مستر(ملر) په وسیله راغوښتل شوی او د ده تر څارنې لاندې په برج کې ځای پر ځای شوی دی. دا ساعت په هغه وخت کې په نه زره پنځه سوه هندي کلدارو اخیستل شوی دی. دې ساعت خپلو څلورو واړو مخونو ته روښانه ښیښې درلودې چې دشپې له خوا به یې شاته څراغ لګول کېده او ټول مخونه به یې خپلې ـ خپلې خواته خلکو ته تر لرې- لرې ښکاریدل او وخت به یې پرې معلوماوه. دی د دغه منار د ساعت د زنګ وزن دوه خرواره لیکي چې هرساعت به یې زنګ واهه. دغه ساعت د ثور دکودتا په لومړۍ ورځ د الوتکې د بمبارۍ له وجې له کاره ولوید.

دستوري ماڼۍ :

دستوري ماڼۍ د ارګ په لویدیزه څنډه کې ودانه شوې چې بیا وروسته دبهرنیو چارو وزارت ته وسپارل شوه د ستوري ماڼۍ  پخوا د ارګ اړوند وه، د دغې ماڼۍ په لاندینۍ برخه کې د کنفرانسونو یو لوی تالار جوړ شوی چې اوس هم په کې مهمې ملي او نړیوالې غونډې او کنفرانسونه کېږي او نورې کوټې او سالونونه  او تحویلخانې لري چې له شپږ اتیا کالو راهیسې د باندنیو چارو وزارت یو شمېر څانګې په کې دي.

دسلام خانې ماڼۍ:

 

دسلام خانې تاریخي ماڼۍ د ارګ له کلا دباندې په پخواني سبک جوړه شوې یو پوړیزه ودانۍ ده. د سلام خانې ماڼۍ چې په هغې کې د جشنونو او اخترونو مراسم هم ترسره کېدل دختیزو دروازو  په خواکې جوړه شوه او په همدې ودانۍ کې د لومړي ځل لپاره د افغانستان د ملی شورا غونډه  جوړه شوه. دې ماڼۍ ته ځکه سلامخانه وایي چې دا هغه وخت په اخترونو او جشنونو کې د رعیت د سلام د منلو په خاطر جوړه شوه. د سلام خانې ماڼۍ ۱۲۰ متره اوږدوالی او ۴۰ متره سور لري او۲۰ متره ارتفاع لري. په دغه قصرکې په یوه وخت کې ۱۰۰۰ کسه ځاییږي د ماڼۍ دننه د افغانستان د ملي مشرانو په عکسونو ښکلی شوی دی. د دغې ماڼۍ دېوالونه له خامو خښتو څخه د یو نیم متر په سور ودان شوي دي .

 

د دغی ماڼی تر څنګ یوه کوچنی چایخانه د طعام د ویشلو ځای او تشنابونه موجود دي. د اعلیحضرت محمد نادر شاه په وخت کې د افغانستان لومړنۍ ملي شورا په ۱۳۰۹ لمریز کال کې په همدې ماڼۍ کې پرانیستل شوه. په همدې ماڼۍ کې ځینې لویې جرګې هم جوړې شوې دي. اوس هم په دې ماڼۍ کې د جمهوررئیس  د لوړي مراسم او له خلکو سره د جمهور رئیس  کتنې تر سره کیږي. کله چې د بهرنیو هېوادونو مشران افغانستان ته راشي او جمهور رئیس  وغواړي د دوی زیات عزت وکړي نو زیات شمیر ملي شخصیتونه او بهرني دیپلوماتان په همدې ماڼۍ کې لویې میلمستیا ته راغواړي. په ۱۳۹۰ کال کې د دغې ماڼۍ جنوبي څنډې له سره ورغاول شوې، برنډه یې له سره جوړه او کړکۍ او دروازې پکې کینول شوې. په اتیاومو کلونو کې د سلام خانې ماڼۍ مخې ته شنه سیمه او پارک جوړ شو چې چمن او ګلان په کې وکرل شول. د ډاکټر نجیب الله په وخت کې په دې ماڼۍ کې لویه جرګه هم جوړه شوه.

 

 کوټي باغچه:

کوتي باغچه د ارګ لومړنۍ داخلي وداني ده، چې  په دوو پوړونو کې تقریباْ ۳۰۰ متره مربع ځمکه کې په دایروي شکل جوړه شوې ده. ۱۵ وړې متوسطې او لویې خونې لري چې په شاهي نظام کې سردار عبدالولي د داوود خان د کودتا تر نږدې ورځو پورې ژوند په کې کاوه. په منځ کې یې د ګنبدې په شکل دایروي دهلیز دی چې چت او برنډه یې ښکلې میناتوري شوې ده، چې د دغه ځای یو کارکوونکي ډګروال اسدالله لوګری یې د محمد علي خان کار بولي. په دويم پوړ کې یې کوچنۍ کوچنۍ ښکلې خونې جوړې شوې دې چې هرې خواته کړکۍ لري. د کوتي باغچې د جوړولو کارپه ۱۳۰۴ هـ، ق کال کې بشپړ شو. د کوتي باغچې د دويم پوړ په ختیځه کوچنۍ خونه کې پخوا موی مبارک هم و، چې ویل کېدل د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) مبارک ویښته دی.  ډګروال اسدالله راته وویل چې دغه ویښته په تنظیمي جګړو کې تری تم شوی دی.

 

د کوټي باغچې له یوې برخې څخه یو وخت د موزیم کار هم اخیستل شوی دی. په ۱۳۰۳ کې د کابل موزیم له باغ بالا څخه شاهي ارګ ته ولیږدول شو او شپږ کاله په کوتي باغچه کې پاته شو.

د کوټي باغچې د انګړ په جنوب ختیځ کونج کې پخوا شاهي پخلنځی و، چې اوس ویجاړشوی. په پام کې ده پر ځای یې نورې کوټې جوړې شي او د انګړ په شمال لویدیځ کونج کې بیا د سونا حمام دی. د کوتې باغچې یوه کارکوونکي راته وویل چې د ببرک کارمل په وخت کې به دغه حمام ته فرید مزدک، ظهور رزمجو، محمود بریالی، نجم الدین کاویانی او د دوی نور ملګري ډېر راتلل. کله چې دمحمد نادر خان په وخت کې حرمسرای ترمیمیده نو اعلیحضرت محمد نادر خان په کوتي باغچه کې اوسېده. همدا راز مارشال شاولي خان هم د کوتي باغچې د دويم پوړ د شمال برخې په برڼده لرونکې کوټه کې اوسېده.

 

 (دافغانستان د جمهوري ریاست  ددفتر له پاڼې نه )

 
-
بېرته شاته