(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګونګۍ روژه

[03.Jun.2017 - 22:29]

ګونګۍ روژه

لیک: اسرار  د طورو

سيد احمد شاه بخارى پطرس په يو مضمون کښې دقديم يونان ديو فلسفى هر قالاطيس  ذکر  کړے   وۀ  چې  هغه  د تغير  قائل  وۀ، دنيا  روانې  اوبۀ  دى  تا کۀ  په  روانو اوبو  کښې  يو  ځل  پښه کېښوده  دغه  اوبۀ  لاړې  تۀ  بيا  په  دغه  اوبو کښې پښه  نۀ  شے کېښودې. دغه  شان  کۀ  تا  اوس  يوه  خبره  اوکړه  هغه  دغه  ساعت  بدله  شى  نن  ستا  علم صبا  له  غلط  شى. د تغير  دا نظريه  وه چې  د هرقلاطيس  ځنې  مريدانو  کلام  کول  ترک  کړل. يعنې  د چپ  روژه  يې  اونيوله  د  “ګونګۍ  روژې“ دې  فلسفيانو  به  په  اشارو خبرې کولې. د پطرس   په  قول  افلاطون  د  هر  قلاطيس  د شاګرد  قرطاليس   شاګرد  وۀ  او  افلاطون  په 427 ق م  کښې پېدا  شوے  وۀ  استاذ يې  د هرقلاطيس  نه  سل  کاله  پس  وۀ. مطلب  دا چې ګونګۍ  روژې  د حضرت عيسى علېه السلام  نه  په  سوونو کالو  وړاندې  هم  وې.  

( د پطرس مضامين  شيما  مجيد  مرتب  کړے  وۀ  ناشر يې  رشيد  نظامى  وۀ  لاهور  کښې  چاپ  شو)

د  ډاکټر  محمد حميد الله  په  “خطبات بهالپور“  ص  205 د روژې  ذکر  دے  هغه د “جو فرائے“ د کتاب  حواله  ورکوى  چې  په  پيرس  کښې  چاپ  شوے  دے.  وائى  چې  په واورينو  علاقو کښې  چرته  چې  زمکه  او  غرونه  واورو کښې  پټ  وى  خوراک  نۀ  وى اوبۀ  نۀ  وى  نو مارغان  او ماران  په  غارونو کښې  اودۀ  شى.دا د  هائبرنېشن  (Hyber Nation) حالت  بغېر  د خوراک  څښاک  نه  په  روژه  کښې  تېر  شى  دا حال  په  هفتو  او  په  مياشتو  جاندار ژوندے  ساتى . “جوفرائے“ وائى  “دا  روژه  دا  مرغۍ او ماران  د سره   ځوانان  کړى .نوې  بڼې  په  مرغو او نوے  پټ  په  مارانو  راشى  او  د توليد عمل  ته او ګواښى“ د مرغو او مارانو دا روژه د خوراک  څښاک  توليدى  عمل  او  د اواز  او  نعرو نه  هم  وى .ګويا  د چپ  روژه  وى. دغه  حال  د اونو غنو او بوټو هم وى چې واوره  پاسى  روژه  ماته شى  او  اونې  بوټى  زرغون  شى. د انسان دپاره  هم  روژه  نوے  ژوند  او توانائى  پېدا  کړى. بخارى  شريف  د ابوهريره  رضى الله  تعالى عنه په  روايت  وائى  چې  رسول  الله صلى الله عليه واله وسلم  فرمائى 

“الصيام  جنة  فلا  يرفث  و  لا يجهل  و  ان  امرء  قاتله  او  شاتمه  فليقُل  انى  صائم....... الخ“ دا حديث  شريف  د جنګ کونکى  او  د کنځل  مار مخې   ته  د روژې  ډال  نيول  ښئى. دا د عدم  تشدد او د صبر  تعليم  دے . د سکوت  ترغيب  دے  د  ګونګې  روژې  تلقين  دے.

 

ډاکټر محمد اسرار  ماته  د باچا  خان  د کتاب   “زما ژوند او جدوجهد“ په  حواله  او وئيل  چې  باچا خان  د غصې  علاج  په  ګونګه  روژه  کړے  وۀ. 

يوه  ښځه  يو نيک  سړى  له  راغله  وئيل  يې  خاوند  مې  وهى  هغۀ  ورله  تعويذ ورکړو  چې  خاوند  دې راشى  نو  دا تعويذ  په  خولۀ   کښې  نيسه  او خدمت  يې  کوه  درې ورځې  پس  د ښځې  بد مېړۀ  مينه ناک  ملګرے  شو. ښځه  نيک  سړى  له  لاړه  د کوچو  پېړه  يې  يوړه  وئيل  يې  صاحبه!  سړے  مې  سم  شو  خو تعويذ اوشلېد  بل   راله  راکړه. نيک سړى  ورته وې  دا خو  سپينه  ريښه  وه  تعويذ  نۀ  وۀ.  تۀ  خبرې  ډېرې  کوې خاوند  دې ستړے  ستومانه  کور ته  راغلى  وى  چې  ګونګه روژه  دې اونيوه  نو سړے  درباندې  مئين شو.

بى بى  مريم   د عيسى علېه  السلام مور وه  د ځوي  په  زيږون  د مرګ  په  ارمان  وه، الله  تسلى  ورکړه اوبۀ  او کجورې   يې  ورکړے  ورته  يې اووئيل کۀ  بنده  بشر  دے   په  نظر راغے  نو  ورته  وايه  زما  روژه  ده. نو  زۀ  نن  انسان  سره  خبرې  نۀ  کوم  دا  مفهوم  د سوره  مريم  يو شمېر ايتونه  سرګنده  وى. يعنې  د بى بى  مريم  روژه  (صوم )  وه  او  داسې   روژه  چې خبرې  يې  هم  نۀ  کولې.

قران  د دې  نه  وړاندې  د حضرت  ذکريا علېه السلام  ذکر  کوى  چې  بوډا  وۀ  هډوکى   يې  وراستۀ  شوى  وو. سر يې  سپين  وۀ، ښځه   يې  شنډه  وه  پټ  پټ  يې  د الله  نه د ځوى  سوال  وکړۀ. په  خپلو  خپلوانو  ويرېدۀ  چې  د دۀ  نه  پس  به  بې  دينه  شى. الله  ورته د فرښتو په ذريعه  د يحيى علېه السلام په  نوم  د ځوى  زيرے  ورکړو. حضرت ذکريا  علېه السلام  په  حېرت  تپوس  وکړو  چې  بوډا  يم   هډوکى  مې  اوچ  دى  ښځه  مې  شنډه  ده  زما به  ځوئے څنګه  کېږى.  الله  اوفرمائيل  هم  دغه  شان  به  کېږى .دا ماته  اسان  دى  تۀ  مې  د  نيشت  نه  پېدا  کړے  ئې   نو حضرت  ذکريا علېه السلام  ترېنه  نخښه  طلب  کړه . ورته  يې او فرمائيل. ستا  نخښه  دا ده  چې  پرله  پسې  درې  ورځې  به  خلقو  سره  خبرې  نۀ شې  کولې.

ګڼو مفسرينو وئيلې  دى  چې  بې  علته ، بې مرضه   يې خلقو  ته  ژبه  ګونګه  شوه  او د سحر  ماښام  د تسبيح  هدايت  يې  په  اشاره  اوکړ کله  چې  د  محراب   نه  قوم  ته را اووتلو.د علامه  ابن  کثير  مفتى  محمد  شفيع  وغېره  هم  د مطالعې   نه  ماته  واضحه شوه  چې د حضرت ذکريا علېه السلام ګونګه  روژه  د الله  تعالى  کار  وۀ، خبرې  يې  نۀ شوې کولې.

 

روژې   نيول  قديمى  عبادت  دے  په  ټولو  مذهبونو  کښې  روژې   نيول  شته. په اسلام  کښې  د رمضان  د مياشتې  روژې   په  هر  بالغ ، عاقل،  صحت  مند، مقيم  مسلمان فرض  دى. د مياشتې  په  ليدو روژه  شى  او بيا  په 29  يا 30 ورځې  پس  بله  مياشت  راښکاره شى نو  د کوژو ورځ  اختر  شى.روژه   صوم  د  صبح  صادق  نه  تر  نمر  پرېواتۀ  وى. خوراک  څښاک، عمل توليد  په  روژه  کښې  منع   وى .په  روژه  کښې  د ګناه  کارونه  نا جائز  دى. تش په  لوږه تنده  روژه  نۀ  پوره  کېږى. بايد چې  د رمضان  روژې زمونږ  ژبه  د غلطو  او  بې مطلبه خبرو نه او د حرام خورۍ نه اوساتى. روژه نۀ نيول  او روژه  خوړل  ګناه ده. هله کۀ شريعت اجازت  ورکوى، دروغ  وئيل، غېبت  کول، بهتان او الزام زيړے کول  روژه  نقصانى کړى.

خاموشى  په  ځنې  موقع   د نجات  باعث  شى  او  بعض  وخت  بنده  ګونګ  شېطان کړى . په  خوراک  څښاک  حېض او نفاس  روژه  پاتې  شى  اولنى  درې  عملونه  چې  قصداً  يو روژتى  اوکړى نو د سزا  لاېق  دے. کفاره  پرې  لازم  شوه  ( د مضمون  عنوان  ګونګۍ  روژه  ده  د فرض  روژې  تفصيل  به  بيا  شى.)

په  اسلام  کښې د ګونګۍ  روژې  حکم  نشته . داسې  روژه  فرض  نۀ  ده.  په  ځنې حالاتو کښې  ګونګې  ژبه  ښه  ده   “لاله  زار د پرهرونو“ په  مخ 327  يو  غزل  په  يارانو  پېرزو کړے  دے  چې 

              د يار  کوڅه کښې  رقيبان دى  ژبه  ګونګه  ښه  ده     

در  و دېوار  مې  حريفان  دى  ژبه  ګونګه   ښــه   ده  

             اسـراره   صبــر  شه ،  ګيله   په    ژبه  مــــــۀ  رواله       

 همه ياران  اخته   په   ځان دى   ژبه ګونګه   ښه   ده

 

-
بېرته شاته