(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتو،پښتون، پښتونخوا

[13.May.2017 - 18:39]

 

پښتو،پښتون، پښتونخوا

لیک: تاج رحیم

پختو زما ھم مورنئ ژبہ دہ

تش د پختون خوا د عالمانو نہ دہ

د لیک لوست ورباندے زما ھم حق دے 

عالمان وائی چی پختو ژبہ پہ لیک کے پیر روخان د عربئ پہ رسم الخط رائج کڑے وہ او بیا پکے اخون درویزہ لگہ ڈیرہ اصلاح کڑے وہ۔ د ھغے نہ پس د پختون سرہ پہ دشمنئ کے مغلو باچانو ورلہ صلیب جوڑ کو او پہ ھغہ صلیب یئے د پختو ژبے وجود لکه د عيسيٰ عليه السلام زوڑند کو او د سنسکرت څ ځ ښ او ږ ميخونه يئے ورله په لاسو خپو او ٹاکل..بیا یئے ورباندے سلو ر کونڈئ ټ ډ ړ او ګ ھم اوٹاکلے ھسے نہ چرتہ دا میخونہ سست شی او سوک یئے ترے او نہ باسی۔او پختنو تہ یئے او وے ”د اکبر بادشاہ دا حکم دے چی د اوس نہ بہ ستاسو ژبہ پہ دے رنگ وی ، دا بہ ستاسو ایمان وی، دا بہ ستاسو مذھب وی ، دے تہ پہ سجدہ شئ ۔ او ھیچرے یئے د صلیب نہ راکوزہ نہ کئ گنے قیامت بہ راشی“۔

او د مغلو باچانو پہ حکم ورتہ زمونگ بلا پوھان او اولس دے صلیب تہ لکہ د عیسایانو پہ سجدہ پراتہ دی۔کلہ چی پہ دے عبادت زمونگ د پوھانو زڑہ یخ نہ شو نو غالباً پہ ۱۹۵۹ کے د لر او بر یو ہ غونڈہ اوکڑہ نو د مغلو باچانو د روحونو د ایثال ثواب د پارہ یئے پہ پختو لیک کے د ”ی“ گانو پنزہ نور میخونہ ٹک وھل۔ او د پختو لیک یئے د تکمیل دے معراج تہ او رسوہ۔ چی د ڈاکٹر ھمایوں ھما صیب خبرہ ”تہ یئے لیکہ زہ بہ یئے لولم، زہ بہ یئے لیکم تہ یئے لولہ“۔

پاتے شو پختون اولس نو پختون اولس پہ بندیانو کے چا شمار کڑی دی۔پہ دنیا د شپیتہ میلین(60,000,000) نہ سیوا پختانہ دی کہ دوئی پہ پختو لیک لوست پوھہ شول نو زمونگ د پوھانو او عالمانو دا عالمانہ مقام خو بہ خاؤرے شی۔ 

سہ وخت چی قیس عبدا لرشید پختنو تہ او وے چی زمونگ او د عربو کلتور، دود دستور یو دے رازئی پہ جمع اسلام راؤڑو ۔ او چی پہ جمع پہ یوہ ورز پختانو د عربو اسلام قبول کڑو نو خپلے ژبے تہ یئے ھم کلمہ او وے او عربئ رسم الخط تہ یئے مسلمانہ کڑہ ۔ ٹول د عربئ ٹکی یئے لکہ د اسلام خپل کڑل ۔ کہ مونگ ئیے ویئلے شو او کہ نہ شو ویئلے کہ د عربو پشان آوازونہ زمونگ د مرئ نہ اوزی او کہ نہ اوزی لکہ زمونگ د مرئ نہ د ز اواز اوزی خو مونگ پکے د عربئ ذ، ض، ظ او بيا ورستو د سنسکرت ځ ھم شامل کړہ، مونګ ح ، ع نه شو وئيلے او نه ث وئيلے شو خو د س سره مو غوٹه کړے ده ۔ زکہ چی دا ٹکی پہ عربئ کے دی۔ نو پختو کے بہ ولے نہ وی ۔ دا ٹکی خو ھم اسلام دے کنہ ۔ او د اسلام سرہ چیڑنہ کفر دے۔ کہ شپیتہ ملین پختانہ یئے نہ شی وئیلے او لوستے نو خیر دے مونگ د ھغو د پارہ کفر خو نہ شو کولے چہ پختو ورتہ سمہ کڑو۔

د محمود غزنوی نہ پس پہ ھند باندے پختنو باچانو لگ ڈیر کم یا د پاسہ وہ سوہ کالہ حکومت کڑے دے نو خبر نہ یم خو دا پوھان دے ما پوھہ کی چی ھغو د پختو پہ زائے پہ سنسکرت کے حکومت کولو ؟ 

چی مغل راغلل نو د ٹولو اول الغ بیگ پہ پختنو خپل زڑہ یخ کڑو او د افغانستان د پختنو وہ سوہ 700 لیڈران، ملکان او خانان یئے میلمستیا لہ را اوغوختل او ٹول یئے پہ جمع قتل کڑل۔ او بے شمارہ پختانہ یئے د افغانستان نہ اوشڑل۔ او بیا چی د مغلو اولاد پہ ھند کے د پختنو نہ حکومت واغستلو نو پہ ھند کے یئے پختو لہ ویخ ویستو او مشہورہ یئےکڑہ چی اردو خو د فارسئ نہ جوڑہ دہ ۔ ورانہ گوڈہ مسخ شوے پختو یئے مونگ تہ را اوغورزولہ چی جاھل پختنو واخلئ دا بے نورہ پختو او راتہ یئے او وئیل چی د اوس نہ دا ستاسو پختو دہ ۔کہ پختون یئے نو ھم یئے پہ اسانہ نہ شے لوستے ۔ او لکہ د پختون پہ ھند تاریخ یئے چی سنگہ مسخ کڑو داسے یئے ورسرہ پختو ژبہ او د پختو لیک مسخ کڑو ۔ او زمونگ پوھانو او عالمانو ورباندے آمین اوے ۔

د یوسفزو پہ ریاست سوات کے شیخ ملی چی کومہ پختو پہ سرکاری طور د ۱۵۰۰ سن نہ رائج کڑے وہ ھغہ تر 1969 پورے قائیم وہ۔ او چی پاکستان د سوات ریاست ختم کڑو نو ورسرہ یئے پختو ھم ختم کڑہ او دا پختانہ چی نن پہ پختو ژبہ ڈیر مئین دی او پختو یئے مور دہ، پختو یئے عزت دے او د پختو نہ یو حرف ایستہ اورتہ کول ورتہ مرگ خکاری ۔ دوئی کے یو کس ھم د احتیجاج پہ طور ٹرت او نہ کڑو۔ تر دے چی د سوات بونیر د خلکو ژبے ھم لکہ چی چا د دوئی پہ تالو پورے گنڈلے وی۔

پختوو ژبہ د یو این او(UNO) پہ حساب کے د دنیا پہ سل منلو قومی ژبو کے پہ 31 نمبر دہ ۔ او د ھغے جنرل اسمبلئ کے پہ پختو کے تقریر کولو اجازت دے۔ خو د پختونخوا صوبائی حکومت ورلہ د پختنو د اکثریت وطن کے د ھندکو او چترالی ژبو برابر علاقائی حیثیت ورکڑے دے او پہ سکولونو کے د پختو پہ بیخ ایستو لگیا دے ۔ نو د پختنو غیرت چرتہ اودہ شوے دے؟ پختنو ! اوس پہ انتظار شئ کہ خیر وی نو د پختو دا ٹولے ادارے لکہ پختو اکیڈمی بہ درلہ پہ ھندکو یا انگلش اکیڈمئ کے بدل کی۔

ما خو تش د پختو د دے مڑ وجود نہ چی پہ صلیب زوڑند دے، سلور میخونہ ایستی دی او سلور کونڈئ می ورلہ سمے کڑی دی ۔ لکہ چی دیوسفزو پہ ریاست سوات کے بہ لیکلے شوے۔ د پختو د حروف تہجی نہ خو ڈیر سہ ایستل غواڑی او سمول غواڑی خو د پختون پہ ملا کے دومرہ لچک نشتہ۔ ھسے نہ کہ ملا یئے ماتہ شی۔ دغہ کار می د مستقبل زلمی پوھانو تہ پریخے دے۔

د پختون قام فطرت دے چی سہ ورتہ حاکم او وئیل نو پہ پٹو سترگو یئے منی او اعتراض ورباندے کفر گنڑی ۔ مخکے یئے د عربئ ٹکی د پختو ایمان وہ او بیا چی ورلہ د مغلو پوھانو دا ٹکی خدائے خبر د ھندوانو د کوم مذھبی کتاب نہ خوخ کڑل نو دوئی پہ ڈیرہ فرمان بردارئ قبول کڑل او د پختو پہ ایمان کے یئے شامل کڑل۔زمونگ پوھان د خدائے فضل دے پہ تحقیق پوھان نہ دی بس د حاکم پہ فرمان منلو پوھان دی کہ د نن حاکم ورتہ حکم ورکڑو چی پختو بہ پہ رومن کے لیکئ نو د پختو رسم الخط بہ شپہ پہ شپہ پہ رومن کے بدل شی او دغہ بہ یئے ایمان شی۔ 

مونگ دومرہ تنگ نظرہ یو چی پختو ژبہ د پختونخوا د اولس ژبہ گنڑو۔ چی ترنہ بھر دی ھغہ ورک دی ۔ ھڈو د سرہ یئے پختانہ نہ گنڑو او د پختود لیک لوست د حق نہ مو فارغ کڑی دی۔

پختانہ پہ پاکستان کے داسے خوارہ دی:

Province Pashtuns

Khyber Pakhtunkhwa 26 million[citation needed]

FATA 5.5 million[citation needed]

Sindh 10 million[25]

Balochistan 5.5 million[citation needed]

Punjab 15 million[citation needed]

Azad Kashmir 350,000[citation needed]

Islamabad Capital Territory 450,00

پہ ٹولہ دنیا کے پہ دے جوڑ پراتہ دی:

Pashtun diasporaTotal population 60 Million (2009)[1] + An unknown number of people of Pashtun ancestry/stock) 

  Pakistan 29,342,892 (2012) 

  Afghanistan 12,776,369 (2012)

  India 10,000[4]

  UAE 338,315 (2009)[

  United States 138,554 (2010)

  Iran 110,000 (2010)[

  United Kingdom 100,000 (2009)

  Germany 37,800 (2012)

  Canada 36,000 (2006)

  Russia 9,800 (2002)[

  Australia 8,154 (2006)]

  Malaysia 5,100 (2008)]

  Chile 4,500 (2008)

  Tajikistan 4,000 (1970)

Languages Pashto

(Source: https://en.wikipedia.org/wiki/Pashtun_diaspora)

نوٹ : دا اعداد و شمار زاڑہ دی ۔ اوس کہ اوگورے نو پختانہ پہ ھر وطن ڈیر زیات شوی دی

زہ د پختنو عالمانو، پوھانو او مشرانو دا نظریہ نہ لرم چی سوک د اٹک نہ اخوا لاڑ ھغہ د پختو نہ ورک شو۔ زہ پخپلہ د شپگ وؤ کالو د خپل کور کلی بونیر نہ راوتے یم او چا لہ دا حق نہ ورکوم چی ما د پختو ژبے او د پختون پلار نیکہ د نسل نسب نہ اوباسی۔ د دنیا زمکہ د خدائے دہ ۔ ھر پختون ورباندے حق لری ھر چرتہ چی لاڑ شی او ھر چرتہ چی اوسیگی د ھغہ پلار نیکہ نہ بدلیگی ۔

پہ پختونخوا کے پختون د خپلے مورنئ ژبے د ایزدکڑے نہ پہ محروم کیدو دے نو د پختون خوا نہ بھر او د دنیا ملکونو کے بہ د پختونخوا رائج پختو لیکل لوستل سنگہ ایزدہ کوی؟

نور خو پریدہ تش پہ یوہ کراچئ کے تر شپگ ملین پورے پختانہ اوسیگی۔ د دوئی اکثریت پہ اردو لیک لوست پوھیگی او اولاد یئے سکولونو تہ زی نو اردو ایزدہ کوی ۔او دا سلسلہ بہ جاری وی۔ دا زمونگ فرض دے چی پختو لیک ورتہ پہ داسے طرز لیکو چی دوئی پختو بے د اضافی زدہ کڑے نہ لیکلے او لوستے شی۔

پختون دے دا غلط فہمی د ذہن نہ اوباسی کہ مونگ اردو پریدو نو مونگ بہ سوچہ پختانہ شو۔ اردو پہ دنیا کے د چینی ژبے نہ پس دویمہ لویہ ژبہ دہ ۔پختون لہ د اردو نہ تیختہ نشتہ۔ دا ھم اوس د پختون دویمہ مورنئ ژبہ دہ ۔ کہ مونگ پختو لیک پہ داسے جوڑ لیکو چی ھر پختون کہ د دنیا پہ ھر گوٹ کی وی نو چي لوستے یئے شی۔

زمونگ عالمانو او لیکوالو لہ پکار دی چی تش خپلے وقتی اسانتیا تہ دے نہ گوری د شپیتہ ملین پختنو، کہ پہ وطن دی کہ د گلوب پہ ھر گوٹ دی او د مستقبل دنسل اسانتیا تہ اوگوری ۔ او د پختو حروف تہجی کے د اسانتیا د پارہ تبدیلی قبول کی نو پختو بہ د مرگ نہ بچ او ژوندئ بہ پاتے شی ۔

تاج رحیم

-
بېرته شاته