(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ليکوال

[11.May.2017 - 14:51]

ليکوال

لیک: لایق زاده لایق

هغۀ په يو داسې ماحول کښې سترګې غړولې وې چرته چې د ٫٫پښتون کلتور ،، روايات لا اوس هم ټول ژوندي وو ـ ګودرونه اباد وو اخترونه لا ګرم وو او د کلي په کوڅو کښې به لا اوس پټ پڼاڼې او چندروګانې کېدې ـ په حجرو کښې به د شپې تر ناوخته پورې د ستار د ترنګ او د منګي د ټنګ سره لا اوس هم ټپې او چاربيتې وئيلی کېدې ـ او که چرې به حجرې ته کوم مشر راننوتو نو په هر لور به خاموشي خوره شوه ـ د چيلم لوګي به په برګو کښې ورک شول او د ستار اواز به ورو ورو غلی شو ـ زلمو به د مشر خبرو ته غوږ نيولی ؤ او تر هاغې به ئې څۀ نۀ وئيل تر څو به چې مشر واپس نۀ ؤ تلی .

 د کلي پېغلو به کله کله په ګودر مازيګر ګرم کړو او په خندا خندا به ئې يو بل ښۀ په اوبو وويشتل ـ خو چې کله به د ماښام په تروږمۍ کښې دغه پېغلې لوندې خوشتې کورونو ته راغلې نو نۀ خو به ورته مور پلار څۀ وئيل او نۀ به ورته زلمو وروڼو غاښونه چيچل ـ ځکه چې دا ددغه کلي ٫٫روايات،، ووـ

قبلې اړخ ته د کلي لوئی ډاګ ؤ ـ چرته به چې هر مازيګر زلمو کبډي کوله ـ ددې لوبې تماشې ته به د کلي ماشومان هم ناست وو او بوډاګان هم ـ فرق صرف دومره ؤ چې ماشومانو به د ٫٫سبا،، انتظار کولو او مشرانو به ٫٫ پرون،، پسې منګلې مروړلې ـ کله کله به د کلي ځنې ماشومانو اتڼ واچولو په ګډا ګډا به دغه لوئی ډاګ ته راغلل ـ لوبه به ودرېده ـ ځوانان به هم په اتڼ کښې شريک شول بوډاګانو نه به د عمر احساس لرې لاړو او ټول به دغه اتڼ ته د خندا نه شنۀ پراتۀ وو ـ د کلي پېغلې او مشرانې زنانه به هم ددې اتڼ تماشې ته راووتې ـ

ژوند کښې مسته سادګي وه ـ په ټول کلي کښې پنځۀ شپږ کورونه پاخۀ وو ولې د دغه پخو او کچه کورونو تر مېنځه ٫٫فاصله،، نۀ وه او ټول خلق به په ښۀ او بده کښې يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ وو ـ

هغۀ په کچه خاؤرين کور کښې سترګې وغړولې ـ د خړپوسو او ماشوم والي نه پس چې هغۀ څنګه د پوهې او شعور په درشل قدم کېښودو نو وخت سره سره د کلي روايات او اقدار هم بدليدل ـ کور په کور د اوبو نلکې لګېدې او ګودرونه شاړيدل ـ بيټکونه جوړېدل او حجرې ورانېدې ـ کشران هوښياريدل او مشران په معاشره بوج ګڼلی کېدل ـ ولې هغۀ ددغه بدلون نه بې پروا ؤ د هغۀ په ذهن کښې د ماضي ښکلاګانې او د ماشوم ولي يادونه ټول محفوظ ووـ او چې کله ئې دغه يادونه د لفظونه په چوکاټ کښې ځائی کړل نو هر چا ورته ٫٫ليکوال،، ووې ـ د فطرت د ښکلاګانو اولسي ليکوال ـ ـ ـ د هغۀ دغه اولسي رنګ په هر چا ښۀ لګېدو ځکه نو په لږ وخت کښې ډېرو خلقو وپېژندو ـ

په دغه ډېرو خلقو کښې يوه ٫٫ روبي ،، هم وه ـ چې د ليکوال د ښځې خپلوانه وه ـ ځکه نو هغه به اکثر ٫٫ روبي،، کره ښار ته تلو ـ هغې به هر ځل ليکوال ته په ډېره مينه ٫٫ هرکله راشه،، ووې ـ ليکوال به ورته خپله نوې ليکنه واؤروله ـ هغې به داد ورکړو او ليکوال ته به ډاډ ملاؤ شو ـ داسې ډېر وختونه تېر شول او بيا يوه ورځ ليکوال د خپل کلي په ساده حسن يو نظم وليکلو ـ داسې نظم چې ليکوال ئې پخپله په بيا بيا لوستو نه مړېدو ـ هغه په دې سوچ ډېر خوشحاله ؤ چې کله دا نظم په مشاعره کښې واؤروي نو څومره داد به واخلي ـ

بيا ئې زړۀ ته راغلل چې دا نظم اول ٫٫ روبي ،، ته اورول پکار دي ـ ځکه نو د څۀ سوچ نه بغېر ښار ته روان شو ـ چې کله د ٫٫ روبي ،، کور ته ورسېدو نو په وړومبي ځل پښه نيولی شو ـ زړۀ ئې بې واره غوندې ودانګل ، خو پوهه نۀ شو چې څنګه ئې دروازه بيرته کړه نو روبي د خندا نه شنه شوه ٫٫ ماوئيل تاسو به نن خامخا راځئ ـ ـ ـ  دا ـ ـ ـ  دا زما زړۀ وئيل او خبر ئې ليکوال صېب ـ ـ ـ زړۀ چرې هم دروغ نۀ وائي ،، هغې دا هر څۀ په يوه ساه ووې او ليکوال لا ساه نۀ وه اخستې چې ٫٫ روبي ،، په منډه منډه اخبار په لاس راغله ـ ٫٫ دا اوګورئ ليکوال صېب زۀ د تيرې يوې اوونې نه ستاسو ليکلې دا افسانه بيا بيا ګورم ،، ـ

د ليکوال په مخ د خوا اعتمادۍ اثار نور هم واضحه شول ـ هغۀ د روبي د لاس  نه اخبار واخستو ډېر ساعت ئې خپلې افسانې او عکس ته کتل او چې سر ئې راپورته کړو نو روبي لا هغسې د خندا نه شنه ولاړه وه ـ د هغې وړې سترګې نورې هم وړې شوې وې ـ او په غنم رنګي مخ ئې حيا او ښکلا داسې چورلکونه خوړل چې ليکوال ئې په خپل ګرداب کښې ښکيل کړوـ د هغۀ د زړۀ درزا په وړومبي ځل دومره سېوا شوې وه خو هغۀ خپلو دغه احساساتو له نوم نۀ شو ورکولی ـ ٫٫روبي،، ښکته کتل او ليکوال د هغې د مخ په غوړيدلي کتاب کښې د خپل ژوند فالونه کتل ـ هغۀ په دغه ټول لټون کښې د خپل ځان نه ورک ورک واپس کور ته روان وو او هله ورته د ٫٫ ځان ،، احساس وشو چې د ښار په لوئی بازار کښې ورته چا اواز وکړو چې ٫٫ ليکوال صېب غاړې ته شه شاته دې ټرک را روان دی ،،ـ

د ليکوال د حساس ذهن دپاره دا معمولي واقعه نۀ وه ـ ٫٫ روبي ،، د هغۀ زړۀ ته  داسې راننوتې وه چې هغۀ ته د خپل زړۀ درزا ښکارېده ـ هغه به ټوله ټوله ورځ يوازې ناست ؤ ـ ځان  سره به ئې ژړل ولې د ٫٫ روبي ،، نوم اخستل د هغۀ دپاره ګران وو ـ د ليکوال په دې ناڅاپه خاموشى د هغۀ ښځه هم څو څو ځله شکمنه شوه ـ خو هر ځل ئې زړۀ له په ٫٫ دروغه ،، دلاسه ورکړه کلونه تېرېدل او د روبي مينه د ليکوال په زړۀ کښې نوره هم سېوا کېده ـ

او بيا يوه ورځ ليکوال ـ ـ ـ د خپل فراق او نا قرارۍ په لمبو کښې ژوندي ساتلي ټول ليکونه راغونډ کړل او په دې خيال ٫٫ روبي ،، کره لاړو چې هغې ته د خپلې لېونۍ ٫٫ مينې،، قيصه په تفصيل سره بيان کړي چې څنګه ورسېدو نو د روبي په ليدو ئې داسې محسوسه کړه لکه چې هغه هم ددۀ په انتظار وه ـ دا ځل ئې ورله د معمول خلاف په خپل لاس چائې هم پخې کړې ـ د روبي مور هغې ته ځو ځله ووې چې ٫٫ په کور کښې نوکرانې شته نو تۀ ولې ځان له تکليف ورکوې،، ـ خو هغې ضد کولو او مور ئې زړۀ نۀ شو ماتولی ـ

ليکوال لا د چايو نه دوه ګوټه نۀ وو اخستي چې روبي ورته ووې ـ ٫٫ تاسو چائې وڅښئ  بيا درسره زما څو ذاتي خبرې دي،، ـ دا ئې ووې او څۀ کار پسې لاړه ـ د ليکوال په مرۍ کښې چائې غوټه شوې د هغۀ د زړۀ درزا سېوا شوه ـ هغه د روبي ٫٫ذاتي ،، خبرو اورېدو ته ډېر لېواله ؤ ـ هغۀ ډېر کوشش وکړو ولې چائې ئې ونۀ څښلې شوې ـ ساعت تېر نۀ ؤ چې روبي راغله او هغۀ ته مخامخ کښېناسته ـ د ليکوال رنګ وتښتېدوـ د هغۀ د وجود هر رګ ټوپونه وهل ـ څۀ ساعت روبي ښکته کتل او غلې ناسته وه ـ ليکوال د هغې د خاموشۍ نه ډېر مطلبونه اخستل ځکه نو رپېدونکي وښکي ئې بيا بيا تښتېدل راتښتېدل ـ زۀ ستاسو د ليک قدر کوم ـ روبې ورو غوندې ووې ليکوال هېڅ ونۀ وئيل صرف سر ئې وخوزولو او يو نظر ئې په خپل لاس کښې د ليکونو مجموعې ته وکتل ـ روبي مخ بلخوا واړولو او وې وئيل ٫٫ تاسو ډېر ليکل کوئ ،، ډېره پوهه لرئ علم لرئ خو په يوه خبره مو هډو سوچ نۀ دی کړی ،، د ليکوال په مخ ډېر سوالونه راغلل ـ هغۀ روبي ته په غور اوکتل ٫٫ تاسو دا سوچ نۀ دی کړی چې که چرې يو سړی خپلو ماشومانو بچو او ښځې له دومره لويه دوکه ورکولی شي نو د هغۀ په مينه يقين لرل بې وقوفي ده او که نا؟ ،، دا ئې ووې او په شغ د کمرې نه ووته ـ

د ليکوال د ټول وجود نه لکه چې ساه وتې وي ـ د هغۀ نه خپل ليکونه خوارۀ وارۀ په زمکه پرېوتل ـ خو په رپېدونکو لاسونو ئې بيا راغونډ کړل ـ د هغۀ مرۍ وچه وه او چې راپاڅېدو نو داسې ئې محسوسه کړه لکه چې د کمرې ټول ديوالونه چاپېره چورلي ـ په راښکلو قدمونو د ٫٫ روبي ،، د کوره راووتو هغۀ د خپل ژوند د ټولو نه لويه بازي بائيللې وه ـ ځان ورته مجرم مجرم ښکاريدوـ د خپل ځان مجرم ـ ـ ـ د خپلې ښځې مجرم او د خپلو وړو وړو بچو مجرم ـ چې کله کلي ته ورسېدو نو د خپل کور دروازه ئې په درز بيرته کړه او په وړومبي ځل ئې دا محسوسه کړه چې د خپل کور ديوالونه هغه خوري ـ نېغ خپلې کمرې ته ورغی ـ په کټ کښې خو اور پرېوتو او په چغو چغو په ژړا شو ـ چې کله ئې لږه ساه واخسته نو ګېر چاپېره کمرې ته ئې وکتل ـ هلته کاغذونه ګډ وډ پراتۀ ووـ صندوقونه تس نس کړی شوي وو او ټولې جامې جوړې  خورې ورې پرتې وې ـ د هغۀ په خپلو سترګو باور نۀ راتلو ـ په وار خطايۍ د کټ نه راپاڅېدو څو ځله ئې سترګې ومږلې ـ مخامخ په ميز د روبي تصوير پروت ؤ ـ هغۀ په تندۍ دغه تصوير را اوچت کړو ـ نو ورسره ئې د خپلې ښځې ليک هم لاس ته راغی ـ

٫٫ تاته دې روبي مبارک شي ـ ما ستا هر څۀ ولوستل د وضاحت کولو هېڅ ضرورت نشته ځکه چې ما ډېر صبر کړی دی زۀ خپلو بچو سره ستا کور پرېږدم چرته ځم ؟ دا ماته هم پته نشته خو تۀ ـ ـ ـ تۀ زمونږ دلټون کوشش مۀ کوه ،، ـ

ليکوال دا هر څۀ څو څو ځله ولوستل ـ د ٫٫ روبي ،، تصوير ته ئې کتل او بيا لکه د لېونو د خپلې کمرې نه راووتو په کور کښې چپه چپيا وه ـ هغۀ يو  خوا بل خوا منډې وهلي خپلو بچو او ښځې ته ئې اوازونه کول خو هلته څوک هم نۀ وو ـ هغۀ په رپېدونکو لاسونو خپل ټول ليکونه راغونډ کړل او څۀ ساعت پس شعرونه سوزېدل ،افسانې لمبه کېدې ، تکلونه لوخړه کېدل ، نظمونه ايره کېدل او ليکوال ورته د خندا شين ؤ ـ کله به ئې ٫٫ روبي ،، يادوله ـ کله خپله ماشومه لور ٫٫ خوږه،، او کله به ئې خپلې ښځې ته نعرې وهلې ـ هغه په داسې حال کښې د کوره راووتو چې ګرېوان ئې شلېدلی ؤ وېښتۀ ئې ګډ وډ وو او د کلي په هره کوڅه کښې ئې په چغو چغو ژړل ـ هغه پښې ابله پښې هر طرف ته منډې وهلي خو چا ورله هم دلاسه نۀ ورکوله ځکه چې که دا کلی هر څو هم هاغه ؤ ـ ولې اوس ئې ٫٫ اقدار ،، او ٫٫ روايات ،، بدل وو ـ دلته ځان ځاني وه او هر سړی د ځان په غم اخته ؤ ـ

څو مياشتې خو د کلي خلقو ليکوال ببر سر او شلېدلی ګرېوان يو خوا بل خوا وليدو ـ ولې بيا ئې هېڅ پته ونۀ لګيده چې چرته لاړو ـ اوس چې کله د څوارلسمې سپوږمۍ وي نو د کلي قبلې اړخ ته د غرۀ د سر نه د هغۀ د ټپو او چاربيتو اواز صفا اورېدی شي او چې کله ځول او طوفان وي نو د کلي خلق په لارو کوڅو کښې د هغۀ خنداګانې اوري ـ مشران وائي چې ليکوال د کلي په هر کور او هره کوڅۀ کښې موجود دی خو چاته ځان نۀ ښائي ـ

چې د مينې د لمبو په اور کښې سوزي

هـــاغــه روح بــه تــر ابــده په سلګو وي

Writer: Layaq Zada Layaq, Peshawar Pashtoonkhwa

-
بېرته شاته