(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلته هم زه مرم

[17.Mar.2017 - 12:22]
دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم 

ليک :ضېا الدين يوسفزی  ژباړه: ډاکټر همدرد يوسفزى

زما ګرانه! ته که سپاه يې، حزب يې، احرار يې، طالب يې او که القاعده يې، ته چې هر څوک يې او هر چرته يې او که په هر نامه جنګ کوې شر کوې او که د هر چا نه مدد او همکاري اخلې، ته که ځان د سوونو او نور د زرګونو په حساب وژنې او بيا هم دا ګومان کوې چې دا هر څه د خداى دپاره د خداى په لاره کې جهاد دی، که دا سوچ کوې چې دا هر څه د خداى په لاره کې مبارزه ده نو لږ صبر وکړه او ماته غوږ شه !!!!

 

تاته د خپل دغه جهاد دپاره د هيڅ ملا يا مفتي نه د فتوٰی اخيستلو ضرورت نه شته، بس دومره قدرې وکړه چې د تېرو څلوښتو کالو په تاريخ يو ژور او عميق نظر واچوه او لږ ځان د دغه تاريخ نه خبر کړه، ته چې د تاريخ کوم کتاب هم را واخلې، ته چې د تاريخ دغه پانه واړوې، ته چې د تاريخ دغه باب راواړوې، ته به خبر شې چې ستا د دغه “جهاد“ تابيا د شلمې پېړۍ په اوومه ليسزه کې شوې وه…. مؤرخ به دروغ وايي خو تاريخونه دروغ نه وايي، ستا د دغه “جهاد“ باقاعده پيل د امريکې له خوا د لوى روس د تباه کولو دپاره شوى وو. د امريکې رياست څه د عمر فاروق رياست خو وو نه، چې د اسلامی امارت د پاره يې کار کولو او نه يې داسې څه عقيده وه چې د دغه رياست د پراختيا او لا خپرېدو د پاره به يې هلې ځلې کولې، د امريکې يو مقصد وو، د امريکې يو مرام وو چې څنګه وکړاى شي روس د خپله برمه پرېباسي او د روس د کميونيزم لويه اتحاديه له خاورو سره خاورې کړي او په نړۍ کې د پانګوال نظام جرړې مضبوطې کړي او ځان د پانګوال نظام د مشرتابه په حيث نړۍ ته معرفي کړي .

 

دغه “جهاد“ د امريکې په ډالرو، د سعودي عرب په ريالونو او د ساده باده افغانانو د مذهبي عقيدې په بنياد پيل شو. د دغه “جهاد“ د دوامدار ساتلو دپاره ضيا الحق د امريکې په اشارو، کومک او مرسته ټوله پاکستاني ټولنه د انتهاپسندۍ (افراطيت) او بنسټپالنې په کلکو رسيو ګپ ګېپ وتړله، چې په شا يې د دغه ساده باده خلکو د مذهبي عقيدې ناوړه کارونه وو.

 

دغه مهال د افغانانو په کېمپونو کې په سکولونو او مکتبونو کې د سي ايې ای CIA خوښ کړاى شوى هغه نصاب تدريس کېدو چې د امريکې د نبراسکا پوهنتون له خوا ترتيب کړاى شوى وو، چې په دغه نصاب کې به د رياضي سوالونه څه دا رنګه وو. دوه او دوه کلاشنکوفونه څو کېږي؟؟ که په يو سنګر کې د کافرو اتلس عسکر وي، يو اتل مجاهد ترې درې مردار کړي، نو وواياست څو پاتې شو؟؟ د پاکستان اخبارونه، د اخبارونو اداريې، د نوموړو صحافيانو ليکونه د مولايانو د کرکې په اور لړلې او د نفرت په لمبو کې نغښتي تقريرونه، د رېډيو له خوا خپرې شوې ترانې، د ټيليوژن د لارې د خپرو شويو ډرامو په وسيله يې دغه جهادي رومانس د ساده باده خلکو په زړونو او ذهنونو کې ور انجکټ کړل.

 

د پښتونخوا دېوالونه په جهادي نعرو باندې وپوښل شول، د جماعتونو منبر او محرابونه د الجهاد الجهاد په شعارونو کې انګې انګې کړاى شو .همدغه د 1983- 1984 کلونه وو، زه د شانګلې (سوات) په يو ډېر لرې کلي شاپور کې هم د دغه اغېز نه بچ پاتې نه شوم. زما محترم استاد چې د پنجپېر مکتب سره يې ذهني اړيکې درلودې او ماته به يې د قران شريف ژباړه او درس راکاوه، د يو استاد په حيث هغه به د خپل درس په دوران کې په درې څيزونو زور اچاوه او په شعوري توګه به يې دا هڅه کوله چې څنګه وکړاى شي، چې دغه درې نکتې د زده کوونکو زړه او ذهن ته کوزې کړي. ړومبنۍ دا چې زه دې د خداى پاک په يووالي پوخ باور ولرم او د بدعت نه ځان وساتم، دويم دا چې په هر آيت پاک کې چې ممکن وي زه دې مولانا مودودي ته بدې ردې ووايم او هغه د اسلام نه خارج وګنم او وروستنۍ يا دريمه نکته دا چې زه دې د جهاد په جذبه خپل ذهن او زړه سنبال کړم. زه دغه مهال د خپل استاد د دغه درس نه دومره اغېزمن شوى وم، چې ما به باقاعده توګه د خپل نوم ضياوالدين سره “پنجپيري” ليکل پيل کړي وو او دا به مې دعا وه چې خداى دي راله همت، حوصله او توفيق راکړي چې د کافرو سره جهاد وکړم او شهيد شم!!!!

 

بل اړخ ته زما محترم پلار چې د سکول د استادۍ سره سره د جماعت امام هم وو، د جمعې په ورځ به يې باقاعدګۍ سره خطبه ورکوله او د خطبې په دويمه برخه کې به يې مخصوصو کافرانو ته په عربي ژبه کې ښېرې کولې، لکه دا چې:

الهم دمر دیارهم و خرد بنیانهم و شتط شملهم، والروس وسین و سائرہ دہرین

دغه روس چين او نورو خداى نه منونکو ته ښېرې وې. د ښېرو په دغه لړۍ کې به امريکا او د هغې ګوداګي شامل نه وو، ځکه چې د هغوى په سرپرستۍ او مشرۍ کې جهاد روان وو، د جنرال ضياوالحق د عالمانو په کانفرسونو د تقريرونو نه نيولې د جماعت د امامانو د خطبو پورې دولتي او غيردولتي ټولې نشرياتي ادارې د دغه جهاد تبليغ ته وقف وې. دا د اتيايمې لسيزې هغه دوره وه چې جېمي کارټر د افغانستان د آزاد اسلامي امارت تر ټولو لوى مبارز وو !!!!

 

دا هغه زمانه وه چې رونالډ رېګن به د افغان جهاد مشران سپينې ماڼۍ ته وربلل او د هغوى په درناوي کې به يې لويې- لويې غونډې کولې. دا هغه زمانه وه چې مارګريټ تهچر د مجاهدينو د حوصلې د لوړتيا په خاطر د خپل هېواد نه لرې ډېر لرې تر لنډي کوتله را ورسيده او پخپله جذباتي وينا کې يې دا وويل چې:

 

“د ازادې او خپلواکې نړۍ زړونه تاسو سره دي”

چې په دغه وينا د خيبر غرونه د الله اکبر په اسمان څيرونکو نعرو انګې انګې شو .

 

لنډه دا چې د دغه جهاد د لومړي قطار مشران جېمي کارټر، رونالډ رېګن او مارګريټ تهچر وو او د هغوى مقامي قومندان امير المومنين مدد مومن مرد حق ضياوالحق وو. پاتې شو افغان جهادي مشران چې نن يې څوک هم د ناز نخرو اوچتولو واله پاتې نه دي او د ګمنامۍ په کندو کې د ورکېدو په حال کې دي …

 

زما ساده باده مومنو مجاهدو! امريکې جهاد په اتيايمه لسيزه کې ګټلى وو چې د دغه جهاد پايله د لوى روس ماتې او ټوټه- ټوټه کېدل وو. امريکا د خپل جهاد د ګټلو سره په خوشالۍ لاړه او د يوولسم سپټمبر نه پس چې بيا بېرته راغله نو ستاسو د کومک او همکارۍ نه بغير يې اسامه ژوندى تېر کړو .

 

عجيبه خو دا وه چې تاسو هم هاغه مجاهدين وۍ چې د افغانستان د اسلامي امارات په ژغورلو کې پاتې راغلئ، زه درته پېغور نه کوم، يواځې دومره قدرې ويل غواړم چې ستاسو جهاد اوس داسې دى چې هيڅ لاس ته راوړنه نه لري، تاسو تر اوسه په افغانستان کې په لکونو خلک مړه کړل او دې سره سره مو د پاکستان په پښتنو سيمو کې هم په زرګونو خلک د مرګ کومې ته واچول، ستاسو د دغه لاحاصله جهاد په نتيجه کې څومره پلرونو د خپلو تنکو ګلالو زامنو جنازې اوچتې کړې، څومره ميندې بورې شوې، څومره خويندې بې وروره او څومره ناوې مو کونډې کړې.

 

پټه دې پاتې نه وي چې تاسو کې زيات شمېر د پښتنو دی او ستاسو د جهاد ښکار خلک هم پښتنانه دي، قاتل او مقتول دواړه پښتانه ..

 

“ما په ما وژني کافر هنر دی…. دلته هم زه مرم هلته هم زه مرم”

 

چې د دغه ناوړه عمل ښې بېلګې د آرمي پبلک سکول پېښور او د باچا خان پوهنتون چارسدې هغه تنکي ګلالي ماشومان او ګلالي زلمې دي چې ستاسو د دغه عمل ښکار شول .

 

زما بې نومه سرتېرو!!!! د امريکې په جهاد کې په برخه اخيستو او د روس په ماتې او تېښته خو به څه نه څه سر خلاس کړم، خو د امريکې په دښمنۍ کې د خپلو خلکو وژنه او د دغې وژنې لامل او منطق باندې مې سر نه خلاسېږي، که تاسو دا هر څه له قصده او سره د پوهې کوئ چې ايجنډه بله ده، نو بيا خو تور توتان له تاسو قربان، جنګ ته دوام ورکړئ جګړه لا چټکه کړئ، دغه وژنه دوامداره کړئ، خپله هم مړه شئ او نور هم مړه کړئ، خو که په زړونو کې مو د رتۍ هومره هم انسانيت او يو خس ايمان وي نو پخپله اوږه سور دغه راکټ لانچر ته يو ځل قدرې په غور وګوره، شاهد دا هم هاغه راکټ لانچر وي کوم چې ستا پلار ته د CIA له خوا ورکړاى شوى وو، کوم چې ستا ساده باده بابا په مودو مودو پخپله اوږه ګرځولى وو، خو هغه جهاد بلا موده وشوه پاى ته رسېدلى دی او د هغې نه لاس ته راوړنې تېر پخوا پوره شوي دي، تر دې چې د دغه جهاد دغه لاس ته راوړنې هم امريکا او د هغې لوچکو خپلو کې وېشلې دي او دا سپين ريښتيا دي چې ستاسو د دغه وينې وينې ازغي ازغي لارې او مزل هيڅ منزل پاتې نه دی، علامه اقبال وايي:

 

روم راهِ که او را منزلِ نيست

از آن تخمِ که ريزم حاصلِ نيست

 

ژباړه:

 

پر کومه لار چي ځم منزل نه لري

چي کرم کوم زړي حاصل نه لري

 

تاسو نه هم د خپل کور لاره ورکه ده او زموږ غوندې په زرګونو خلک مو هم بې وطنه او بې کوره کړي يو، موږ د تېرو درې نيمو کالو نه جلاوطن يو، زما مور خپل خپلوان ياران دوستان زموږ د بېلتون ساعتونه شمېري او هم داسې به ستاسو ميندې او نور خپلوان تاسو ته سترګې په لار وي .

 

د مرګ او د وحشت په نامه کوڅه په کوڅه، په هر ګوټ پېر دا ځغل څه مانا؟؟ هله بېرته راستانه شئ، د ژوند نامه شئ، بېرته خپلو کورونو ته راځئ، ….. راشئ راشئ دغه لاره ټوله وينې وينې، ازغي ازغي او زخم زخم ده. هله شابه خپل جنت ته راستون شئ:

 

نور نو د مرګ د کاروباره سټرى شوى يمه

د دغه جنس، دغه بازاره سټرى شوى يمه


تاسو نه هم د خپل کور لاره ورکه ده او زموږ غوندې په زرګونو خلک مو هم بې وطنه او بې کوره کړي يو، موږ د تېرو درې نيمو کالو نه جلاوطن يو، زما مور خپل خپلوان ياران دوستان زموږ د بېلتون ساعتونه شمېري او هم داسې به ستاسو ميندې او نور خپلوان تاسو ته سترګې په لار وي د مرګ او د وحشت په نامه کوڅه په کوڅه، په هر ګوټ پېر دا ځغل څه مانا؟؟ هله بېرته راستانه شئ، د ژوند نامه شئ، بېرته خپلو کورونو ته راځئ، ….. راشئ راشئ دغه لاره ټوله وينې وينې، ازغي ازغي او زخم زخم ده. هله شابه خپل جنت ته راستون شئ: نور نو د مرګ د کاروباره سټرى شوى يمه د دغه جنس، دغه بازاره سټرى شوى يمه -
 بېرته شاته