(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د غنى خان يادونه

[15.Mar.2017 - 10:40]

د غنى خان يادونه 
لیک:ارواښاد ډاکټر خالق زيار 
دا د کال ۱۹۷۶ خبره ده . زهٔ د ايډورډز سټوډنټيس يونين نائب صدر وم . د يو هړتال په نتيجه کښې د يونين صدر خالد عمرزۓ د کالج نه وايستلے شو او د صدر اختيار او ذمه وارۍ د قائم مقام صدر په حېث ما ته حواله شوې . 
راج ولي شاه خټک صيب زمونږ د جونئير ھاسټل وارډن وهٔ. ما يوه ورځ هغه ته ووئيل چې زهٔ غواړم چې يوه ورځ د جونئير ھاسټل په هلکانو د يونين له اړخه فلم وګورم ” هغه راته ووئيل چې که فنډ درسره وي نو ښهٔ به دا وي چې په کالج کښې يوه مشاعره وکړو “ ما ورته ووئيل چې زهٔ خو د مشاعرې په چل نهٔ پوهېږم “ . هغه ځواب راکړهٔ چې دغه زما کار دى ، تهٔ بس د پرنسپل سره خبره وکړه . پرنسپل فل ايډمنډٔ اجازت راکړهٔ . خطونه مو چاپ کړل او غنى خان ته مو پکښې د مشاعرې د صدارت دپاره بلنه ورکړه . 
لس اتهٔ خطونه مو د ځان سره واخستل او زهٔ راج ولي شاه صاحب او اجمل خان چې د ډاکټر خان صاحب نوسے دى او دغه وخت زمونږ د سينئير ھاسټل وارډن وهٔ ، محمد ناړۍ ته لاړو .
غني خان زمونږ ډير دارمدار وکړهٔ او د چائ سره يې حلوه او نور ډير د خوراک څيزونه راوړل . او دا يې هم ووئيل چې ” چې زهٔ دومره نر نهٔ يم خو دا د فريدون د مور خپل سود دے “ راج ولي شاه صاحب ورته ووئيل چې ” خطونه مو ډير راوړلي دي که فريدون يا بل څوک ملګري د ځان سره راولئ نو هغوي له يې ورکړئ “ 
غنى خان ووئيل چې “ فريدون خو ليونے دے په دې کاتو کښې نهٔ دى “ چې څنګه يې دا ووئيل نو مسکے شو او ويې وئيل چې” تاسو به وائې چې دا تهٔ د کومې روغ يې “
بحرحال دعوت يې قبول کړهٔ او چې مونږ يې رخستولو نو ماته يې ورو غوندې ووئيل چې ” هلکه دا ولي دلې څهٔ پټاخې مټاخې چوي ، خيال به کوىٔ هسې نهٔ چې څوک ما په دغه تيلو کښې وسېزي “ ما ورته ووئيل چې ” جي تاسو بې فکره شئ دغه زما کار دے “ دې مشاعرې له د سائل صاحب نه واخله تر حمزه بابا پورې لوئ لوئ شاعران راغلي وو . د سټيج سيکټر چارې راجولي شاه خټک صاحب ته حواله وې . ما په ړومبي سر کښې د راغلو شاعرانو او ميلمنو شکريه اداکړهٔ او د يونين د صدر په حېث د غنى خان خوا ته په سټيج کښيناستم . مشاعره شورع شوه ، ما په يو وخت کښې غني خان ته ووئيل چې ” مونږ خو چېرته په کالج کښې مشاعره نه ده کړې په چل يې نهٔ پوهېږو که څهٔ کوتاهي رانه کېږي نو بخښنه به کوئ . ” هغه راته ووئيل چې  “ دا چل خو ډير اسان دے بس چې کوم شاعر شعر وائي نو وائې چې ډير ښهٔ او که لاورپسې خوږېږئ نو خپلو لاسو له يې ورو غوندې پړق ورکړهٔ ، داسى ورسره هم کوئ ” ما ورته ووئيل چې ” ښه جي بيا خو واقعي چې کار اسان دے “ 
چې مشاعره سر ته ورسېدهٔ نو غنى خان ووئيل چې زما شپه به د اجمل خان په کمره کښې وي . ماسخوتن زهٔ او سائل صاحب د ډوډۍ خوړو نه وروسته د اجمل خان کمرې ته د غنى خان خواله لاړو . هلته د مخکښې نه هم لس اتهٔ کسان ناست وو چې د پېښور پوهنتون نه راغلي وو ، مونږ چې ورغلو نو غنى خان سائل صاحب ته ووئيل چې ” هلکه سائله تاسو چې دا خپل کلامونه په خوږ اواز وايئ نو زما دا پکښې هم وايئ کنه “ 
سائل صاحب ورته ووئيل چې ” جي ستاسو کلامونه به خوږ اواز نهٔ وئيلے کېږي “ غنى خان ووئيل چې “ ښه ٔ وئيلے کېږي خو حراميانو تاسو يې نهٔ وايئ “ 
بايد ذکر شي چې تر هغه وخته زمونږ د صوبې يو سندرغاړې هم د غنى خان کلام د ساز سره نهٔ وهٔ وئيلے .
په هغه وخت کښې مذهبي تنګ نظري دومره ډيره نهٔ‌ وه . د غنى خان سره د پوهنتون نه راغلو کسانو پدې موضوع خبره کوله چې ستا په خيال ” خداۓ شته او که نا “ 
د غنى خان خيال دا وهٔ چې خدائے شته خو زما او د ملا په خداۓ کښې فرق دے . په دې خبره ډېر اوږد بحث وشو . په اخېره کښې ورته غنى خان په خپلو وريځو لاس کېښودهٔ چې ګوره دا ويښتهٔ نهٔ اوږديږي او بيا يې سر له لاس ويوړهٔ اږ دا ويښتهٔ اوږديږي نو دا دى مطلب دا دى چې ” 
When there is a design, there must be a designer .
بيا ترې هم هغه تن چې ډير ډير سوالونه به يې کول تپوس وکړهٔ چې ” چې دغه Designer هم چا Design کړى دى او که نا ؟
نو غنی خان ورته ووئيل ” چې زما خبره هم د دغه ځائے پورې وه نور اخوا پسې پخپله ګرځه “
بيا يې ورته ووئيل چې هلکه تهٔ څوک يې او څهٔ کار کوې ” هغه ورته ووئيل چې “ زه په پوهنتون کښې د فلسفې لکچرر يم “ غنی خان ورته وخندل او ويې وئيل چې ” ښه دا ځکه داسې پاخهٔ پاخهٔ سوالونه کوې فلسفه دې وئيلي ده “ 
ما د غنى خان دپاره د ګرين هوټل د بار نه د واټه ون د يو بوتل سره سره د کالج د هلکانو په کچ د ستار منګې تابيا هم کړې وه . 
غنی خان د فلسفيانه خبرو په اخيره کښې ووئيل چې اوس به پټلۍ بدله کړو . په ستار به يوڅو نغمې واورو ، چې لږ ساعت يې ستار واورېدهٔ نو بيا يې ووئيل ” چې دلته څومره کسان ناست دي هر يو به ورسره وار په وار ټپه کوي . اوله يې پخپله وکړه . ماته ياده ده خو دلته يې راته ليکل مناسب نهٔ ښکاري ‘ په هغهٔ پسې د سائل صاحب نمبر وهٔ چې ټپه يې وکړه نو په غنی خان ډيره ښهٔ ولګېده او ورته يې ووئيل چې سائله جارى يې وساته ، پدې د پاسه د بل چا اواز نهٔ خېژي .
سائل صاحب شپږ اتهٔ ټپې وکړې او بيا د ادب او ژوند په حقله نور بحث شروع شو ‘ تر درې بجو ورسره زهٔ ناست وم ، بيا چې خوب ټالۍ راکړې نو خپلې کمرې ته لاړم او اودهٔ شوم . د سحر نهه بجې د غنى خان نه د ځان د خبرولو په نيت د اجمل خان د کمرې په لور  روان وم چې غنى خان ، اجمل خان او راجولى شاه خټک صاحب مخې له راغلل . غنى خان چې زهٔ وليدم نو ويې خندل او راته يي ووئيل چې ” شابه نره مېلمانهٔ راولي او بيا دې پته نهٔ لګي “ ما ورته ووئيل چې ” جي زما خو دا خيال وهٔ چې تاسو شپه خوړلي ده چېرته لس دولس بجې به راپاڅئ “ 
هغهٔ ووئيل چې زهٔ د سره اودهٔ شوے نهٔ يم اوس چې کور ته لاړ شم نو بيا به اودهٔ کيږم “ 
مونږ ورسره تر موټره پورې لاړو او هغه مو رخصت کړو . د دې نه ورسته د پوهنتون هلکانو غنى خان د بيلا بيلا ډېرو پروګرامونو دپاره راغوښتې وهٔ خو د بده مرغه زهٔ په يو کښې هم نهٔ وم شريک شوے .
يو ځل په نشتر هال پېښور کښې د باچاخان د ړومبي يا دويم تلين په لړ کښې چې تابيا يې ملګري ډاکټرانو کړې وهٔ يوه مشاعره راجوړه شوې وه . اجمل خټک صيب يې صدارت کاوهٔ ، غنى خان يې مشر ميلمه وهٔ او د سټيج سېکتر چارې ماته حواله وې . ډېر زيات شاعران راغلي وو ، څلويښت پنځوس نومونه ماله راکړي شوي وو او نور هم وخت په وخت راتلل . غنی خان چې شل پنځويشت شاعران واوريدل نو زهٔ يې په اشاره راوغوښتم او راته يې ووئيل چې ” بس دے نور شاعران مه راغواړه . ما ورته ووئيل چې ” جي بس يو څو پاتې دي زر به ختم شي “ 
څلور شپږ شاعران چې يې نور واوريدل نو بيا يې راوغوښتم ، هغهٔ بيا خپله خبره وکړه او ما بيا خپل زوړ ځواب ورکړهٔ ، دغسې چې څو پېرې وشو نو په اخيره کښې يې راته ووئيل چې ” اۓ هلکه تا خو د مشاعرې نه زما زړهٔ تور کړهٔ ” ما ورته ووئيل چې ” جي که نهٔ يې راغواړم نو د مشاعرې نه پس مې دا شاعران روغ نهٔ پرېږدي “ هغهٔ راته ووئيل چې صدر راوغواړې نو پدې شاته دروازه ووځه او وتښته . لوې ښار دے دوي به تا کوم ځائے ګوري . ” ما داسې خو ونهٔ کړهٔ خو ډېر شاعران پکښې پاتى شو او بلها ګيلې مانې راله جوړې شوې . 
غنى خان له چې مې د خبرو بلنه ورکړه نو هغهٔ ووئيل چې ” سياسيان ناست دي سياسي اړتو پړتو به درته هغوى وجنګوي او زهٔ درته يو نظم وايم “ 
هغه نظم زما نه هېر دے خو دومره مې ياد دي چې پوهېدل پرې د هر چا د وس کار نهٔ وهٔ . د اوريدونکو لخوا د نورو نظمونو غوښتنه وشوه نو يو نظم دوه يې نور هم واورول . 
بايد ذکر شي چې په دې موقعه ولي خان او نسيم بي بى هم موجود وو . 
اجمل صاحب چې د صدارتي خطبې دپاره راوبللے شو نو ډېر د جوشه ډک او تيز تقرير يې وکړهٔ . ځينې شاعرانو چې د ANP په رول يې په خپلو شعرونو کښې ټکونه کړي وو ، په حقله يې ځيني ټکي لکه تورمخې او داسې نور وپکارول .
د تېرې پېړۍ د اخيري لسيزې په سر کښې ” پښتو ادبي جرګې مالاکنډ “ د مردان په کميونټى کونسل هال کښې د سائل صاحب د يو کتاب د مخ کتنې تابيا کړې وه . اجمل خټک صاحب يې د ددغه تقريب د صدارت دپاره خوښ کړے وهٔ او غنی خان د مشر مېلمه دپاره . خطونه چې چاپ شو نو دا ذمه واري ماته راپه غاړه شوه چې ددې دوو مشرانو خطونه به وړم او پروګرام له د راتلو يا نهٔ راتلو خبره به ورسره سر ته رسوم . زهٔ پدې لړ کښې د غنى خان حجرې ته لاړم . نوکر يې کور ته ورغے او ورته يې ووئيل چې ” 
د درګۍ نه مېلمانه راغلي دي ، خطونه يې راوړي دي او ستاسو سره ليدل غواړي ” چې واپس راغے نو ماته يې ووئيل چې ” خان وائي چې ” رادې شي خو صرف د پنځو و منټو دپاره “ 
دا خبره په ما لږه درنه ولګېده ځکه چې زما سره زما ورارهٔ او د جوهر لونګين مشر ورور  فضل رازق هم وهٔ ، او ما ته د هغهٔ په مخکښې په دى ځواب ځان کچه غوندې ښکاره شهٔ . 
کور ته چې ورغلو نو د برې ګړې نه پس ورته ما ووئيل چې ” غنی خان تاسو پنځه منټه ياد کړي وو خو زه خپله خبره په دوه منټه کښې ختموم . د سائل صاحب د کتاب مخ کتنه ده او تاسو له مو پکښې د مشر مېلمه په حيث د ګډون بلنه راوړې ده که ستاسو سره وخت وي او صحت اجازت درکوي نو چې زمونږ دې پروګرام ته درناوې وبخښئ ”
غنى خان راته ووئيل چې ”تاسو چې په خط کښې زما نوم د مشر مېلمه په حېث ليکلو نو پکار وه چې اول مو زما نه تپوس کړے وے “ ما ورته ووئيل چې ” ستاسو او د سائل صاحب د تعلق مونږ ته پته وه نو په دغه ډاډ مو د مخکښې نه د تپوس ډېر ضرورت محسوس نهٔ کړهٔ . بيا هم ستاسو خوښه ده که راتلې شئ هم ښه او که نهٔ شئ هم ښه “ 
غنى خان ووئيل چې  ” زما مردان ته د بوتلو به څهٔ پروګرام وي “ ما ورته ووئيل چې ” زهٔ به درپسې په دغه ورځ راشم هلته به مو ورسوم او چې پروګرام ختم شي نو بېرته به مو راولم ” په مېنځ مېنځ کښې ځېنې خبرې نورې هم وشوې .
غنى خان خپل نوکر ته د چاۓ وينا وکړه . ما ورته ووئيل چې ” جي زمونږ په سر نور کارونه هم دي چاۓ نه څښو “ 
هغه ووئيل کښينه مړه کارونه چا سر ته رسولي دي “ په خبرو خبرو کښې سره خواږهٔ شو . ما به ترې هر پنځلس شل منيټه پس د تلو د اجازت اخستو غوښتنه کوله او هغهٔ به وئيل چې ” کښينه لاړ به شي “ په دغه وخت کښې ډېرې خبرې د پښتو ادب او سياست د يو لوې شخصيت په باره کښې وشوې چې غنى خان د هغهٔ په حقله ښهٔ رايې نهٔ لرله نو ځکه يې دلته ليکل ماته مناسب نهٔ‌ ښکاري . 
په دغه ورځ يې راته دا خبره هم وکړه چې دا سندرغاړي زما او د سائل کلامونو ته ورلاندې وتي دي . که ماله څهٔ نهٔ راکوي نو خېر دے ګزاره مې کېږي خو پکار ده چې سائل له خو يې څهٔ ورکولے . ماورته ‌ووئيل چې ” جي سائل صاحب يو خوداره سړى دے خو مونږ نورو ملګرو د خپله وسه پدې لړ کښې کوښښ کړى دے . تر اوسه ورته نهٔ سندرغاړي غاړه ږدي او نه ورتهٔ کېسټ کوونکي تيار دى “ په دى وخت کښې زما په ذهن کښې د ايډورډز کالج د شپې هغه خبره وګرځيده چې غنى خان سائل صاحب ته وئيل چې زما کلام هم درسره په خوږ اواز ووايئ او سائل صاحب ورته وئيل چې ستاسو کلام په خوږ اواز نهٔ وئېلے کېږي . نن هغه وخت راغے چې د غنى خان کلام د سردارعلي ټکر نه واخله د هر کليوال سندرغاړي په خولهٔ دے او خلک که پرې پوهېږى او که نه خو خوښوي يې .
په دى موقعه يې په خبرو خبرو کښې د اجمل خټک صاحب په يو شعر تبصره هم وکړه . هغه شعر ماته پوره ياد نهٔ دے خو مطلب يې څه داسې وهٔ چې غنی خم تش کړي نو شاعري کوي او خوار خټک تشو اوبو شعرونه ليکي .
غنى خان پدې لړ کښې ووئيل چې ” ما چېرې هم د نشې په حالت کښې شاعري نهٔ ده کړې او زما په خيال د نشې په حالت کښې شعرونه ليکلے کېږي هم نهٔ “ 
ګنټه دوه پس يې د تلو اجازت راکړهٔ او راته يې ووئيل چې ” ته راپسې مه راځه زهٔ به په خپل موټر کښې درځم “ ما ورته ووئيل چې تاسو که په هر څهٔ کښې راځئ خو زهٔ درپسې خامخا راځم “ هغهٔ ووئيل چې ” نا داسې ونهٔ کړې “ خو ما هم دغسې وکړل او په هغه ورځ ورپسې لاړم . هغه په خپل موټر کښې کښېناستو او زهٔ ورپسې د پروګرام د ځاۓ پورې شا شا ته تلم . 
زمونږ د جرګې د ملګرو خيال وهٔ چې شپږ اتهٔ ليکوالو ته به د مقالو دپاره وېنا وکړو . درې څلور به پکښې ليک وکړي . بس دغه پوره دي خو د پروګرام په ورځ پته ولګېده چې کومو کسانو ته د مقالو دپاره وئيلے شوي وو ټول راغلي وو او د ځان سره يې ليکونه راوړي وو . ددې نه علاوه اکبر سيال پکښې د سائل صاحب سره د خپلې مينې په اساس بې وېنا هم ليک کړے وهٔ او په ضد وهٔ چې ماله به ارومرو وخت راکوئ . 
په دغه ورځ د بده مرغه د سټيج سيکتر چارې بيا زما په غاړه وې . د غنى خان سره خواته ناست وم. غنى خان چې ” درې څلور مقالې واورېدلې نو تنګ شو تو ماته يې ووئيل چې ” بس دى نور مهٔ راغواړه “ ما ورته ووئيل چې ” جي بس يو څو تنه پاتې دي زر به ختم شي “ . کله چې حميدالله جان بسمل صاحب مقاله اوروله نو په نوذو پاڼو کښې ترې يوه پاڼه ګډه وډه شوه او ويې وئيل چې يوه پاڼه رانه ورکه شوه . غنى خان ورته په زوره اواز ورکړهٔ چې ” شکر دى چې ورکه شوه “ زه د ډانګ او پړانګ په مېنځ کښې ګېر وم . نهٔ مې غنى خان ته سپينه خبره کولے شوه او نهٔ مې ليکوال خفه کولے شو . خو بيا هم ټولو ليکوالو سره د اکبر سياله خپل ليکونه واورول . چې د غنى خان نمبر راغے نو بس دومره يې ووئيل چې ” د شاعر پته د دوه درې شعرونو نه لګي چې دے په څومره اوبو کښې دے . د دومره اوږدو پړ پړو ليکلو حاجت پرې نهٔ وي “ په خپلو مقالو کښې ځېنې مقاله نګارو وئيلي وو چې د سائل صاحب شاعري کښې د اجمل خټک صاحب د شاعرۍ نه متاثره ده يا د هغهٔ د شاعرۍ تسلسل دے . نو پدې حقله يې ووئيل چې ” د سائل شاعري د هېچا نه هم متاثره نهٔ ده . سائل بس سائل دے “ او بيا يې خپل نظم واوراوهٔ.
کله چې پروګرام پاې ته ورسېدهٔ او غنى خان تلو نو ما ورته ووئيل چې ” جې د وعدې مطابق درسره تر کوره پورې زهٔ هم ځم “ هغه راته وران وران وکتل او ويې وئيل چې ” هلکه تهٔ خو ډېر ضدي يې که راپسې راغلې نو هلته دې حجره کښې تړم “ ما هم د ځان سره فکر وکړهٔ چې د خانانو سره په سر نهٔ رسي . په مخه ښه مې ورسره وکړل او د نورو مېلمنو سره پاتې شوم . زه څو پېرې د سائل صاحب سره د غنى خان کور ته تلى يم . هغوي به خبرې کولې او زهٔ به زيات وخت غلے ناست وم . يوه ورځ ترې سائل صاحب د صحت په حقله تپوس وکړو نو هغهٔ ورته ووئيل چې ” زما دا يو سږے يو انګريز ډاکټر د سياسي مخالفت په وجه قصدً پچق کړى دى او ددې سره اوس هېڅ نهٔ کېږي . زهٔ بس پدې يو سږي ژوند کوم خو بيا هم ښهٔ يم ګزاره مې کېږي “ په سائل صاحب به يې هره پېره څهٔ نظم يا غزل ضرور اوراوهٔ . د غنى خان دا خبره مې هم ياده ده چې سائل صاحب ته يې وئيل چې ” شاعر له پکار دي چې خپله شاعري د اولسي شعوري کچ نه لږه بره وساتي د دې سره عام اولس په دغه شاعرۍ د ځان پوهولو هڅه کوي او شعري شعور يې مخ په وړاندې ځي .
 يو ځل زهٔ او سائل صاحب پېښور ته تلو نو سائل صاحب راته ووئيل چې غنى خان ته به لاره کښې ورګرځو . مونږ چې ورغلو نو غنى خان د سائل صاحب په ليدو ډېر خوشحاله شو . نوکر ته يې د چاۓ دپاره ووئيل او بيا يې ورته په ګوتو څه اشارې وکړې . هغه ټيپ ريکارډ راوړهٔ او د سائل صاحب مخې ته يې په ميز کېښودهٔ . غنى خان سائل صاحب ته ووئيل چې “ زما دا سړى غواړي چې هغه تا چې په ما کوم نظم ليکلے دے هغه ستا په خپل اواز کښې ريکارډ کړى “ 
سائل صاحب نظم راواخستهٔ او په خوږ اواز يې د هغهٔ فرمائش پوره کړهٔ . 
بايد ذکر شي چې په غنى خان د لرې او برې پښتونخوا ډېرو ليکوالو ليکل کړي دي . خو په دى ټولو کښې چې ورباندى د دير د خزانې عابد جان ، چا چې پخپله هم په جرمنی کښې د فلسفې زده کړه کړې ده ، کوم کتاب ليکلے دے ” فلسفه د جنون او جانان “ زما زړهٔ ته زيات پرېوتے دى او د عابد جان شاعري چې په ” وجدان “ نومې کتاب کښې چاپ ده ، ما ته د غنى خان د انداز تسلسل ښکاري 
ډير وخت وشو چې عابد جان د خپل وطن نه بهر دے او زما سره يې رابطه هم د نيش برابر ده نو ځکه زهٔ نه يم خبر چې نوره شاعري به يې څومره کړي وي !

دا نور خانان خو ټول دي خداۓ  هوښيارو له ورکړي 
بس دغه يو ” غنى “ وهٔ پکښې خان د لېونو . 
                       پاې 
           ډاکټر خالق زيار

-
بېرته شاته