(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خوشحال خان خټک

[23.Feb.2017 - 11:08]

خوشحال خان خټک
لیک:قاضي  احمد جان

خوشحال خان په پښتنو کښ د تکړه قام يعني د خټکو مشهور تورزن، جنګيالي او شاعر وۀ. په 1022 هجري (1613ء) کښ پيدا شوي وۀ. د دۀ پلار شهباز خان چه د پښتنو زورور قام يوسفزو سره جنګيدۀ هغي کښ زخمي شۀ او څو ورځې پس هم هغه پرهار نه مړ شۀ. د دۀ له مرګ پس خوشحال خان چه هغه هم دغه (د 1050هجري يا 1645ء په) جنګ کښ په سر او زنګون باندې ژوبل شوي وۀ د خپلو خپلوانو او دوستانو په رضا مصلحت باندې سردار شۀ. د مغلو شاهجهان بادشاه د دۀ و پلار جاګير د دۀ په نوم کړ او هم ئي له اټک نه تر پيښور پورې د بادشاهي سړک حفاظت د دۀ په ذمه کړ او نور ډير کارونه ئي ورته په غاړه کړل څکه چه شاهجهان د دۀ ډير عزت کاوۀ. په 1645ء کښ د دي بادشاه زوي شهزاده سلطان مراد بخش سره خوشحال خان د بدخشان په لام تلي وۀ. او د دغي مدي نورو جنګونو ته هم ليږلي شوي وۀ.
د شاهجهان له مرګ پس د هغه د زوئي اورنګزيب بادشاه ئي هم لکه د پخوا په شان خدمتونه کول. ولي څه مده پس د دښمنانو په چغلو چه يو په کښ د کابل د صوبې امير خان ګورنر هم وۀ اورنګزيب د دۀ نه خفه شو. او د ګواليار په مضبوطه قلا کښ ئي قيد کړ. آخر اوۀ (7) کال پس د محبت خان په سفارش بادشاه پريښود او محبت خان سره ئي خپل وطن ته راوليږۀ. محبت خان په هغه ورځو کښ د کابل صوبه دار مقرر شوي وۀ او د پيښور د ضلعي ځنو ماتو ګوډو کارونو سمولو د پاره بادشاه راليږلې وۀ. ولې د جيلخانې زنځيرونو د خوشحال زړۀ داسې تور کړې وۀ چه وطن ته راورسيد نو په خلوت ننوت. دۀ د صوبې ګورنر او نوړو وړو وړو حاکمانو سره خبرې اترې بند کړې او د بادشاه د فوځونو د هر قسم مدد نه ئي لاس واخست.
د خوشحال خان قام د پيښور ګير چاپير نورو قامونو سره ډير جنګيدۀ چه يو په کښ يوسفزي هم وۀ او هر وخت به يو يا دوه قامونه سره نښتي وٌو. ولي اپريدو سره ئي چه ډير زورور وٌوتل روغه وه. و اورنګ زيب او د خوشحال خان خفګان دې حد ته راورسيد چه خبره سم په جار ميداني جنګ ته جوړه شوه. خوشحال خان هم د همت توره تر ملا کړه او د ايمل خان او د دريا خان په ملاتړ ئي بادشاه سره اوۀ (7) کال ښه تود جنګ وپالۀ. په دې کښ به مغلو تل ماتي کوله.
د بنو او د جلال آباد په مينځ کښ ټولو قامونو چه د اولسي عالمو ئي په مغلو باندې دا بريد وليد نو هغوئي هم رو رو د قامولي په مزي کښ وپيرلي شول. د هغو مطلب دا وۀ چه مغل د افغانستان نه بالکل وځي. ليکن يوسفزي جدا وُو ځکه چه د خټکو د دښمني په وجه ئي پښتنو ته مدد نۀ ورکاوۀ. سره د دې چه خوشحال خان پخپله تر سوات پورې تلې وۀ چه د دښمني اور مړ کړي او د دوئي په زړۀ کښ هم د ځان په شان د وطن مينه پيدا کړي، ولي يوسفزي کانړي وُو په هغو جوکه ونۀ لګيده. دا واقعه هغۀ پۀ خپل غزل کښ ليکلې ده.
ولې د پيښور حال داسې خراب شوي وۀ چه اورنګ زيب ورته په ځان راوخوڅيد او دوه کال پورې په اټک پروت وۀ د جنګ تماشه ئي کوله. دي چالاک بادشاه ته چه دا خبره معلومه شوه چه په دې سخت ملک کښ فوځونه هيڅ نۀ شي کولې نو زر ئې وړاندې کړل او په دې خبره د هغه د زړه مراد پوره شۀ. په دې چل باندې څه قامونه بيل شول او د اورنګزيب طاقت ئې ومنۀ. خوشحال خان نه خپل خوا خوږي ياران جدا شول او د ډيرو په کړو وړو داسي شکمن شۀ چه د هغو له اخلاص نه ئې ويسا پاڅيده. ايمل خان او دريا خان د هغه اعتباري او تکړه مددګار وُو خو هغوئي وړنپي سر نه جنګ کښ مړۀ شوي وُو. دي ټولو خبرو خوشحال خان باندې ډير ناکاره تاثير وکړ عن چه بالکل نا اميد شۀ او ځان ئي ګوښي کړو.
آخر ئي د خټکو سرداري خپل مشر زوې اشرف خان ته پريښوده او پخپله ئي علم ادب ته مخه کړه. چه اشرف خان سردار شۀ نو د دۀ ورور بهرام چه خوشحال خان ترې نه په سپکو کارونو ډير خفه وۀ، ځان سره ډير خلق جمع کړل او په مشر ورور باندې تيارۀ راوستو ته ئي ملا وتړله. ډير ځلې يو بل ته جنګ د پاره مخامخ شول. يو ځل بهرام نيولې شوې هم وۀ ليکن په خپل مکر او چلول باندې د اشرف خان زړۀ نرم کړ او ځان ئي خلاص کړ. خوشحال خان د اشرف خان په دې کار باندې ډير خفه شۀ ځکه چه هغه د بهرام په طبيعت باندې ډير ښه پوه وۀ او د هغه دا غصه بېځايه نۀ وه ځکه چه بهرام سره د خلاصيدو بيا د ورور برخلاف شيطاني راوخستې. آخر په 1093هجري يا 1681ء کښ د ده مراد حاصل شۀ او اشرف خان ئي په ټګي مغلو ته لاس نيولي ورکړ. اورنګ زيب دې د بيجاپور په قلا کښ قيد کړ او هم هلته لس کال پس په قيد کښ مړ شو. د دې سردار ډير حال د دۀ د غزلو نه معلومېږي ځکه چه دې هم د خپل پلار او ورونړو په شان شاعر وۀ.
اوس د اشرف خان زوي افضل خان وسله تر ملا کړه او د خپل نيکه له لاس په ګدئي کښيناست. د قوم اکثرو خلقو تر اوس پورې خوشحال خان خپل رښتنې سردار او حقدار مشر ګنړۀ ليکن د اولسو (17) کالو هلک او ناتجربه کار افضل د بهرام غوندې چلولي نوک ته هم نه شۀ رسيدې. بل مغلو د بهرام مدد کاوۀ. خوشحال خان د افضل خان هلکتوب ته وکتل او بل په دې خيال چه د خلقو وينه عبث تويه نه شي، دښمنانو سره ئي دښمني سسته کړه او دا فکر ئي وکړ چه هسې نه خلقو ته افضل خان هلک ښکاره شي او د دۀ مخالفت ته راپاسي. بهرام ئي د سردارئي مزو ته خوشې کړ او افضل ته ئې د صبر نصيحت وکړ او دښمني ته ئي نۀ پرېښودۀ چه د پلار قيد ئي اوږد نه شي. ځکه افضل خان اپريدو ته لاړ چه د هغه دوستان وُو. سره د دې چه د بهرام ټول مرادونه حاصل شوي وُو خو بيا ئي هم په زړه دا خبره سمه نۀ وه چه د بوډا پلار شپې ورځې په آرام تيرې شي. څو ځلې ئي د هغه د وژلو کوشش وکړ. يو ځل ئي خپل زوي مکرم خان سره د يو څو سپاهيانو د خپل پلار نيولو د پاره وليږه ليکن دا بوډا سردار چه دغه وخت د اوۀ ؤ اوياؤ (77) کالو وۀ چه خبر شۀ نو توره ئي لاس کښ راواخسته او نيغ دوئي پلو راغې او په زور ئي وُوِ چه که په تاسو کښ څوک نر وي او څه جس لري نو ځما تورې ته رامخامخ شئې ليکن د هر يو په زړه کښ د بوډا سردار قدر دومره وۀ چه چا لاس اوچت نه کړ.
بهرام په دې کار سره سکروټه شۀ او مکرم خان ته ئي په قهر وُوِ چه پخپله ور پسې لاړ شه، که خوشحال خان توره کيښوه او ځان ئي درته وسپاره خو خير کنې په خپله توره ئي ووژنه. چه مکرم د دې نالائق پلار حکم پوره کولو د پاره بيا نيکۀ پسي لاړ نو خوشحال خان هم ورته د خلوت نه راووت او توره په لاس د عزۀ يوې غونډي ته وخوت. او توره ئي پښل کړه په زور ئي هم هغه خبره بيا وکړه چه که څه ايمان در کښ وي نو راشئي. په دې شان اوۀ ورځې پله پې لکه د سنتري په شان خوشحال خان په هغه غونډي پهره ورکوله ليکن چا دومره زړه وُنه کړې شۀ چه هغه ته رامخکښ شوي وي. اوس هغوئي دې خپل سردار ګنړه. بهرام چه خوشحال خان په داسې حال لکه د لښتي مرغي وليد نو ورپسې ئي يو ايلچي د پيښور مغل ګورنر ته وليږه چه هغه يو څو تکړه ځوانان راوليږي چه دا مزرې ونيسي ځکه چه آخر به نيوې شي او پيښور ته ئي بوځي. خوشحال خان په دې چل باندې په څه شان خبر شه نو څه چل ئي وکړ چه سرې ماښام وتښتيد او سحر د نمر وڅړيکي نه وړښې په اپريدو کښ ناست وۀ چه د اکوړي نه نوي (90) ميل لرې دې.
خوشحال خان اوس په اپريدو کښ استوږنه راواخسته او د خپل پلار نيکه وطن ته چه د خپل ځان نه ورته زيات ګران وۀ چري واپس نه شو او څنګه ئي چه ټول عمر آزاد تير کړي وۀ دغه شان د اته او اوياؤ (78) کالو په عمر کښ د آزادو خلقو په شان مړ شو. او د دې دنيا نه ئي د بېوفائي او د نمکحرامي داغ په زړه يو وړو. ځکه ئي د مرګ نه وړاندې ټولو خپلو خپلوانو ته چه په هر مصيبت کښ به ورسره وُو، وصيت وکړ چه ما په داسې ځي ښخ کړې چه په قبر مې د مغلو د سورو ګړد پرې نه وځي، او ځما آخرين کور يعني قبر په ډير احتياط سره پټ وساتې او چا ته ئي مۀ ښيئي هسې نه چه مغل ئي ومومي او د هغه سړي مړي خاورې بېعزت کړي چه چرې په ژوندانۀ د ده د نوم نه رپيدل او چه د ده او د ده د قام تورې د دغه مغلو ښه ښه ځوانان لکه د ګاځرو کوتره کړي وُو. د دۀ د وصيت درېم مراد دا هم وۀ چه که چرې د ده په وفادارو زامنو کښ د چا لاس په بد نيت بهرام باندې بر شي نو هغه دې په مينځ دوه ټوټي کړي، نيم دې د خوشحال خان د قبر سر ته، او نيم دې ښپو ته وسوزي.
دې د خټکو کوهستان کښ سرآي نوم يو وړوکي غوندې کلي دې هلته ښخ شو او تر نن ورځې پورې ئې قبر شته دې. د هغه د وصيت په خبره د هغه قبر تر هغې پټ وساتلې شو چه څومره پورې د مغلو له لاس د بېعزتي ويره وه.
د خوشحال خان درې شپيته زامن وُو او ډيرې لونړه ئي هم وي ليکن د څلورو پنځو زامنو علاوه نور د پلار د مينې لائق نه وُو.
مختلفو بيانونو نه دا هم معلومېږي چه خوشحال خان ډير لوئ مصنف وۀ چه هغه پنځوس د پاس درې سوه کتابونه جوړ کړي دي. ممکنه ده چه دا مبالغه وي ليکن دا خبره صحيح ده چه ډير کتابونه ئي جوړ کړي دي. کوم چه ما پخپله ليدلي دي د علم طب، د علم اخلاق، د علم فقه، د فلسفې او د شاهين بازي او د نورو نورو علمونو دي. او د خپل عجيبه ژوند حالات ئي هم ليکلي دي. ډير افسوس دې چه د هغه له مرګ پس د هغه جانشينانو د هغه تصنيفونه جمع نه کړې شول. نتيجه دا شوه چه د ډيرو کتابونو ئي تش نوم نوم پاتې شو. کوم کتابونه چه ورک شوي دي هغو کښ د هغه سوانح عمري هم ده.
د خوشحال خان هغه ستائني (نوحي) د صفتونو لايقي دې چه هغه په هندوستان کښ د جلاوطني په حال کښ ويلي دي، يا هغه کلام چه د اورنګزيب برخلاف جنګونو کښ ئي ويلي دي. ځکه چه دا د يو داسې پښتون سردار د قلم نه وتي دي چه د چارلس اول په زمانه کښ وۀ او د وطن د مينې محبت او د وطن سره د دوستې شړلو جذبې په کښ ښکاري. او دا خبرې د مشرقيانو په سينو کښ ډيري کمې راوچتېږي. يا د پخواني زمانې د سکاټ لينډ او د سويټزر لينډ د غرونو خلقو کښ څرګندي وي او پښتانه هم د هغو په شان سخت خلق دي.
د خوشحال خان د سرداري زمانې پورې د خټکو د ملک حد مقرر نه وۀ. قامونه ټيرو ته بيلې بيلې زمکې نه وې ورکړې شوي. خوشحال خان ټوله زمکه کچ کړه او حد بندي ئې وکړه او رجسټرونو کښ ئي وليکله او د هر سړي د ټبر په مناسب ئي د کروندې د پاره د زمکې څه برخه مقرر کړه. دا انتظام نن پرون هم جاري دې او تر اوس پورې څومره چه زه خبر يم دې کښ څه ادل بدل نه دې شوې. او تر اوس پورې د کانړو برجئي چه د حدونو مقررولو د پاره جوړي شوي وي موجود دي.
د خوشحال خان بابا ژوند باره کښ دا مقاله قاضي احد جان صيب ليکلې ده چې کوم د پښتو مجلې (ستړې مشې) کښ په کال 1932 ء کښ خپرول شوې وه. د دې مجلې خپرونکښې هم دوئي  په خپله ول او د مقاله ښاغلي احمد جان صيب راواستولې ده
(خېبر اورګ)

-
 بېرته شاته