(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو سفرنامې

[31.Dec.2016 - 21:56]

د پښتو سفرنامې صحيح صورتحال

لیک: صابر شاه صابر
ځنې خلق د لرې نه ډير لوئې پوئى خواږۀ او ښائسته ښکاريږى. خو چې نزدې ورله ورشې په غور ئې کارونو، حرکتونو، څړنو پلنو ته غوږ سترګې شې خندا درله در ولى. دا د ټى وى، ريډيو دنيا هم څه ډيره عجيبه ده. د غوشى نه به غر، او د مولخ نه به ديو جوړ کړى. زمونږ په دې ټىوى کښې د شروع لۀ سره داسې خلقو پنجې ښخې کړى دى چې کۀ د ټى وى د سکرين د کمپير، شاعر ليبل ترينه لرې کړے شى او بهر ادبى دنيا ته دې راويستو نو د خپل قلم، فکر، کړاو آئينه دے ورته مخامخ کړه او خپل ځان ئې پکښې وليدو نو ډيره په اسانه به ورته د ابو د ناپ او خپل قدر اندازه وشى.
خو دا خودى هغه پروډيوسرانو او سکريپټ ريټرانو ته دعا ګانې کوى چې په دوى وخت په وخت کال وسر د خپلو کرمونواو مهربانيو بارانونه کوى او د دوى د ((دوستۍ)) او خپلوۍ حق پوره کوى اګر چې د ټىوى په دغو موسمى کرسيو ناست ښاغلى هم د خپل کار او خدمت لۀ برکته په بهرنۍ ادبى دنيا کښې نۀ ((تين)) دى نه ((تيره)) او ګنې کۀ دا خلق د دې چوکيو نه پاسيده ريټائرډ شو نو د خپلو ځانونو فکرونو او قلمونو له توله پارسنګه به خبر شى او مثال ئې دا دے چې داسې ډير د خپل وخت د کرسو لويان نن په ادبى دنيا کښې چرته څوک په بې خيالۍ کښې هم نۀ يادوى. دټى وى په نسبت ريډيو بيا لږه د زړه د خوږيدو (معيارى) اداره ده. خصوصاً د پښتو د ډرامې سندرې اوغزل په ترقۍ او د ډيرو وړو خلقو په لويولو کښې د دې ادارې خدمات د ډيرې ستاينې دى خو افسوس چې اوس د دې ادبى پروګرامونه دومره کم شوى او کمزورى شوى دى چې عام اولس خو څه يو ډير مصروف اديب ورته هم ځان اوزګارول اوريدل د خپل وخت ضايع ګڼى.
ادبى کاروان، هم يو داسې پروګرام دے چې په غونډه هفته کښې صرف شل منټه وى او هغه هم هاغسې په مښلو موضوعاتو اډاڼه يو څو ((غوړ)) اوازونه پکښې بيا بيا وريدل کيږى اګر چې د دې پروګرام پروډيوسر يو ډير ياد شاعر، اديب او کالم نګار دے خو هغه د ((ډمامو)) په نورو پروګرامونو کښې دومره مصروف دے چې اوس ترې د دې پروګرام د واک او معيار واګې تقريبا ً خطا شويدى. د ريکارډنګ په ورځ دپښتو اکيډمۍ يا کومې بلې تعليمى ادارې يو ((پروفيسر)) ډاکټر ته فون وکړى ((هله کړه په دې عنوان څه اووايه)). دغسې خپل مطلب پرې بار کړى. د هغه چيک وشى او د دۀ بوج سپک شى. د ښاغلى عنايت الله ضياء په وخت کښې خو بيا بيخى دا پروګرام تر څلورو پنځو کسانو محدود وؤ. يو ځوان ئې ساتلے ؤهغه به په هر پروګرام کښې په کتابونو تبصرې کولې. ( اوس هم د لائق په دور کښې هم تقريبا ً دا روښانه روښانه څهره وى))
ما ضياء ته ووې دا ولې؟ دۀ له موټيکه ورکړې؟ ده وې نه اشنا دے. بې روزګاره دے په دې ئې څه د ژوند ګاډے روان دے))
دادے زمونږ د ادب معيار او د ليکوالو حق! په يو کس د ټولې پښتونخوا د ليکوالو شوملې راکاږى او نورو ته په سپورو سپورو نظرونو ګورى. يو خوا دا حال دے او بل پله دا اوګورئ چې څه دوه مياشتې مخکښې مې هم دغه پروګرام اوريدلو. يو پروفيسر صيب په پښتو ((سفرنامه)) خپله مقالګۍ اوروله شروع ئې داسې وه :
(( دپښتو ژبې بدقسمتى ده چې دې کښې ډيرې کمې سفرنامې ليکلے شوى دى. په اوچ زور ئې شمير لسو دولسو ته ر سيږي))
او بيا هغه د عبدالاکبر خان اکبر او حمزه شينوارى (مرحوم) نه تر طاهر اپريدى خبره راورسوله.
داښاغلې يار محمد مغموم، او د دې نه مخکښې سپينه خبره دا ده چې ماته مغموم ډير عالم سړے ښکاريدو او شايد د دې وجه داوى چې مغموم د هلک توب د وخت نه زمونږ دټى وى په سکرين ډير خور وى. د هر پروګرام کمپير تقريباً هم د دۀ وى او دا د دۀ د هاغه اشنا مهربانى دے چاچې په ټى وى کښې دا د ((رور ورورکى)) لوبه شروع کړې ده او چاچې پخپله خپل ټول ادبى ژوند کښې صرف د څلويښتو صفحو يوه بيخى ډيره کمه کمزورې او غير معيارى (ترڅه ځايه مزاحيه) شعرى مجموعه ليکلې او چاپ کړې ده. او هم د هغې له برکته او حيثيته خپله ګيره او بريت غوړ ګرځوى. اګر چې د دۀ په نسبت د مغموم صيب خدمات زيات دے او کۀ نور هيڅ نۀ وى نو صرف د هغه هاغه مقالې او سريزې هم د يادونې وړ دى چې ښاغلے يو وخت کښې په چرت کښې ليکلى دى خو د ريډيو دې مقالګۍ ئې زۀ دومره مايوسه کړم چې دادے په دې ليک مجبوره شوم. بيخى ځان ئې ترينه خلاص کړې دے او څه پنځلس کاله مخکښې ئې چې څه زده و څه ئې لوستى وؤ. هغه ئې ليکلى دى هغه هډو د نوې دنيا نوؤ فکرونو نه ئې ځان نۀ دے خبر کړے. او بيا هر کله چې د دې پروګرام نه يوه هفته پس موصوف په چوک يادګار کښې ما وليدو او مونږ زما ديو بزرګ اشنا حاجى رحمان دوکان کښې قهوې ته کښيناستو نو هغه هم دا اعتراف وکړو ((د ريډيو داووه وړوکى چيک په بدل کښې هم دومره ليک کيدے شو))
زما په خيال دا دريډيو غوندې ادارې سره هم خيانت دے. او خپل قلم احساس او ضمير سره هم! داوينا اوخبره خو تقويم صيب (مرحوم) غوندې لوئې سړى سره شايد له خو مغموم لا دومره لوئې نۀ دے او نۀ د ټى وى په يو څو پروګرامونو څوک لويدے شى) چې دپيسې په مقدار دې ليک وکړى بيا ما ملګرى لائق زاده ته فون وکړو او هغه ووئيل چې ((زۀ د ريکارډ په ورځ نۀ وم، مدين ته تلے وم. دا بل کوم پروډيوسر ريکارډنګ کړے دے))
زمونږ د ټى وى او ريډيو ملګريو کۀ د انصاف نه کار اخستے نو د موضوع په مناسبت متعلقه کس به ئې خپل پروګرام ته راغوښتے ضرورى نه ده چې چاسره ډيرې ډيګرۍ وى هغه دې هر فن مولاوى. په دې موضوع ملګرى احمد على عاجز کار کړيدے او بايد چې هم هغه ورله راغوښتے شوے وے بيا قدرمنو لائق او مغموم دواړو ته څه دوه کاله مخکښې ماخپل کتاب ((سپينې سپينې)) (دويمه برخه)) ورکړے دے. خو لکه چې دوى ئې پاڼې هم نۀ دى اړولى. د دغه کتاب په يو کالم کښې ما په وړومبى ځل د پښتو سفرنامې په څرنګوالى او شمير کافى باعث کړيدے او دامې ثابته کړې ده چې د سرکار په اصطلاح د پاکستان علاقائى ژبو کښې چې د سفرنامې پحقله په ټولو کښې مړۀ ژبه ده، هغه هم پښتو ده او دا ښاغلے وائى ((دا خواره او بدقسمته ژبه ده ټولې پکښې لس سفرنامې چاپ شوى دى)).
زۀ يو ځل بيا د ځنو اصنافو سره دا لاندې تفصيل ورکوم. تاسو پخپله انصاف وکړئ چې کومه ژبه کښې دومره ډير کتابونه ليکلے شوى وى هغې ته مونږ (خواره او بدقسمته)) ژبه وئيلے شو؟!
هندکوه نامه
سوات نامه، د خوشحال بابا
د روسى ترکستان سفر، د عبدالاکبر خان اکبر
د دوستۍ سفر
د حاتم طائى سفرنامه
ناليدلے سوات، د نواز طائر
نوے پښتون، د حمزه بابا
دا ټولې د پوهاند صديق الله رشتين چاپ سفرنامې دى
د شوروى سفر
د مصر سفر
د هيواد نندارې
د الماتا سفر
د بدخشان ننداره
د ننګرهار سفر
د قطغن سفر
د خوست سفر
د علينګار سفر
د هند سفر
د جرمنى سفر، د عرب خان عرب
جانان مې قطر ته روان دے
سفرمدام سفر
سفر پخير، د طاهر اپريدى
اوه ګامه مزل، د افضل شوق
د پښتونخوا سيل او سفر، د سيد صابر شاه صابر
د کشمير سفر، د ډاکټر خالد خټک
زما د حج سفر، د قندهار اپريدى
زما سفر نامه، د بيګم قانته
د جهاد يون ليک، د مرحوم امان الله ساهو
په کويټ کښې مې څه وليدل؟
له کويت نه تر پيشوره، د حاجى فضل الله رښتين
د حج سفر، د سيد جعفر شاه ريښتونى
د اماراتو سفر، د اسير منګل
د علم اوسيلګرۍ شوق، د مولوى محمد اسحاق
د امب سفر، د نصر الله خان سفر
د حج سفر، د فيضان صيب
له مردانه تر مردانه، د زبير حسرت
وطن په وطن ترجمه، د ډاکټر زيور
د خريوا او خريدو د په غاړه
د ګور ګورو او سندرو وطن
انار د قندهار، د لعل بادشاه ازمون
سوزيدلے جنت
سروټکو کښې مزلونه
د مرګ په وزرو، د شهرت ننګيال
د پوړ سفر، دحمزه بابآ
زما د ترکى سفر، د حاجى پردل خان خټک
د بنګال او اسام سفر، ميا محمد سعيد
د ازادۍ تلاش
د جم مينې ګپ شپ، د ميا غلام قادر
ځه چې ځو لغمان ته، د داود وفا
زما د حج سفر، د عبدالوهاب
د ميوند څلے، د لعل بادشاه ازمون
دا پنځوس سفر نامې شوې او زما يقين دے چې د ډير کړاو نه پس هم کيدے شى مانه پکښې پاتې وى او داشمير نور هم زيات شى. اوس تاسو انصاف وکړئ چې لسو دولسو او پنځوسو کښې څومره فرق دے. ايا په دې موضوع هم ماله چپ پاتې کيدل پکار وؤ؟ ايا دا به قلم او کالم سره انصاف ؤ؟ او ايا دڅيړنې پلټنې غوښتنې څه دى؟ 

-
بېرته شاته