(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمرګ له زندۍ دپښتو ژبی ازادول

[13.Dec.2016 - 10:03]

دمرګ له زندۍ دپښتو ژبی ازادول
لیک: رڼا ګل اریوبزی
د خدای دمخلوق په خدمت کی دفخر افغان ژوندون او دخدایی خدمتګارو بی تاوه پاڅون
ژبه دهر کام یاملت دخپلمنځی پوهاوی ـ راپوهاوی او په ټوله کی دپو هیدنی تر ټولو مهمه او اغیزناکه لار ده.انسان دژبی په واسطه او دهغی له لاری پیچلی موضوګانی پوهولی شی او په پیچلو موضوګانو پوهیدلی شی.هره ژبه زده کړه غواړی او زده کړه بیا هلی ځلی غواړی.هغه ژبه چی زده کړه یی ډیره اسانه ده او ډیرو تنظیم شوو هلو ځلو ته اړتیا نه لری مورنی ژبه ده.د مورنی ژبی زده کړه چی ډیر ځله خپله ژبه یا کورنی ژبه هم ګڼل کیږی دمور په غیږ کی پیل کیږی او دکو چنی دلو یید وسره سمه پراخیږی او ژوریږی.لکه څنګه چی دمورنی ژبی زده کړه اسانه ده په همدی توګه په مورنی ژبه زده کړه هم اسانه ده. که د زده کوونکی،ښوونکی اودزده کړی دمتن ژبه یوه وی نو په متن یا موضوع باندی پوهاوی ـ راپوهاوی هم اسان او روان وی.که دزده کوونکی ژبه یوه وی،دمتن يا ښوونکی او یا ددواړو ژبه بله وی نو پوهاوی ـ راپوهاوی هم دوه او یا دری ځله ستونځمن کیږی.
ددی لیکنی په لومړی برخه کی مو په ګوته کړه چی دپا چاخان دکوچنیتوب او ځوانی په دوره کی په ټول لراوبر افغان کی پښتو نه دمدرسی اونه د د ربار ژبه وه او نه د دفتر اویا داخبار ژبه وه.دا ژبه هلته او دلته د مرګ په تلک کی بنده وه،دساه ایستلو امکان یی نه درلود،پښتو اوورسره سم دپښتون هو یت د پنا کیدو په لور روان وو.تراوسه پوری موپه ملیونو ماشومان په مورنی ژبه زده کړی نه بی برخی دی.فخر افغان چی په خپل ماشومتوب کی له دی ستونځی سره مخامخ و لیکی چی:«ماته دپیښور دسکول نه دخپل کلی سکول ښه و،ځکه دتعلیم ذریعه خوپه دواړو کی اوردو وه،خو په اتمانزو کی به استاد پښتون و،موږ به یی په پښتو ژبه پوهولی شو،او په پیښورکی دسکول استاد دپنجاب و،هغه له پښتو نه ورتله او یو شپږ کلن اوه کلن ماشوم ته دا ډیره ګرانه شی چی په یو وخت هم پردی ژبه زده کړی او هم په هغه ژبه علم زده کړی.»[ عبدالغفار خان....۲۱م]په دی توګه فخر افغان ته دژوند تجربی ورښودلی وه«چی بی دخپلی مورنی ژبی نه تعلیم نشی حاصلیدی او که حاصلیدی هم شی نو هغه دنه تعلیم برابر دی.ځکه نو خپل ازاد سکولونه یی پرانستل او په وړومبی ځل یی په خپله مورنی ژبه کی پښتنو له تعلیم ورکول شروع کړل.»[مشتاق مجروح یوسفزی:پاچاخان او دپښتو صحا فت، دعلومو اکادمی....۱۲۴م] خپله ژبه نه یوازی دزده کړی او پوهیدنی لار اسانوی بلکی د ټولنیز ژوند د بیلا بیلو برخو په پر مختګ کی هم اغیز ناک رول لوبوی.دپښتنوله تاریخه هم دا تریخ حقیقت را ښکاره کیږی چی څوک خپله ژبه نه پالی دتمدن او پر مختګ له کار وان نه وروسته پاتی کیږی.خان عبدالغفارخان کا ږی چی:« په جیلونو کی ما دخپل قام په حالاتو باندی په ښه شان سره غور کړی و،زه په دی نتیجی ورسیدم چی په دنیا کی هیڅ قام بغیر دخپلی ژبی ترقی نشی کولی او په هغوی کی علوم او فنون پیدا کیدای نشی.»[عبدالغفار خان....۳۳۲ـ۳۳۳م] نو ځکه«دهری ژبی ویونکو خپلی ژبی ته ترقی ور کړی،پښتنو چی خپلی ژبی ته ترقی نه ده ورکړی،دی کی دپښتو څه ګناه ده.»[عبدالغفار خان....۲۸م] هو، په دی کی دپښتو ګناه نشته او په دی کی دبل چا ګناه هم نشته.دا په حقیقت کی دهغو پښتنو ګناه ده چی ددی ملت په مټو دټولواکی،صدارت او وزارت مقامونو ته رسید لی اویا یی په علومو او فنونو کی درجی تر لاسه کړی دی خو خپل کلتور او ژبی ته یی شا کړی ده او د خپل ولس پر مخ یی دپو هی او پر مختګ لاره تړلی ده،په رښتیا چی دخپل ملت سره یی بی مثله جفا کړی ده او لا لګیادی کو ی یی.پاچاخان په ۱۹۲۰م کال کی د خلافت دنورو مهاجرو سره کابل ته لاړاو دغازی امان اله خان سره یی وکتل.په دی کتنه کی یی امان اله خان ته ور په ډاګه کړه چی:«تاله ترکی درځی،فارسی درځی او نوری ژبی هم درځی،خو خپله ژبه نه درځی.»[عبدالغفار خان....۱۷۰م]په رښتیا چی دلویو شخصیتونو لوی والی او زړورتیا په دی کی دی چی له نیوکی نه ډاریږی،غوږ ورته نیسی،غور پری کوی،دنیوکی په مرسته خپلی تیر وتنی او نیمګړتیاوی لټوی،نه یی پټوی،خوشی اوتشی وعدی او بهانی نه کوی،د تیروتنی درغونی او د نیمګړتیا د له منځه وړنی لاری چاری سنجوی اوپه عمل لاس پوری کوی.غازی امان اله خان همدغسی لوی شخصیت و.ده د پاچا خان یادونه په غور واوریده،په ارزښت او اهمیت یی زرپوه شو،اراده وکړه چی خپله ژبه به زده کوی او زده یی هم کړه.
ژبه نه یوازی دیوه ولس د علمی ،فنی او کلتوری پر مختګ اړینه لار ده بلکی دملی یوالی،دملی هویت دساتنی او په نړی کی دملت داعتبار دو چتولو ضروری بنسټ هم دی،نو ځکه فخر افغان د مرګ نه دخپلی ژبی دساتنی او دهغی دپر مختګ په هیله د پښتون ملت په تاریخ کی دلومړی ځل له پاره د«پښتون»اخبار په خپرولو لاس پوری کړاو لیکی چی:«ما دا اراده کړی وه چی ضرور به یوه رساله په پښتو کی دخپل قام دپوهولو،د دنیا دحالاتو نه خبرولو او خپلی ژبی ته دمایل کولو(مخ کولو) دپاره جاری کوم.......او په ۱۹۲۸ع کال کی می د«پښتون»په نوم یوه رساله په پښتو ژبه داتمانزونه جاری کړه.»[عبدالغفارخان.....۳۳۳م]
باید هیر نشی چی په پښتو ژبه لومړی رساله دازاد افغانستان پلازمینه کابل اویا کوم بل ښارکی نه بلکی دمحکومی سرحدی صوبی داتمانزو په کلی کی جاری شوه چی اوسیدونکی یی دخپلواکی دګټلو له پاره دنړی تر ټولو لویی او مکاری امپراطوری سره لاس او ګریوان وو.د«پښتون» دمالی لګښت سرچینه کومه دولتی خزانه او یا موسسه نه وه،پاچاخان یی پلان په زندان کی جوړکړی واو مالی لګښت یی هم په ځان منلی و.ده دپښتون دخپرولو له لاری په ډاګه کړه چی ولس او ملک یی په خپله ژبه دلیک او لوست تږی وو،پښتون دترقی او پر مختګ سره ‌ذاتی دښمنی نه درلوده او نه یی لری،دا ولس دزړه سواندی سیاسی لار ښوونی نه بی برخی و اولا پاتی دی.د«پښتون» سره د پښتنو دمینی او په پښتنو ددی اخبار داغیزو په هکله پاچاخان لیکی چی:« دی رسالی دپښتنو په نرو او ښځو کی یوه نوی زند ګی پیداکړه او دا رساله په پښتنو کی ډیره دلعزیزه شوه.دا خپل ملک خو پریږده پښتانه چی یوروپ،امریکه او استرلیا کی له دی نه خبر شو نوهغوی به غوښته او امداد به یی هم ورسره کاوه. دپښتنو یی دپښتو طرف ته شوق پیداکړاو په افغانستان کی هم ښه لوستل کیده.عبدالهادی خان داوی ماته کیسه کوله چی«پښتون» اخبار به کابل ته راغی په قومیت(ملیت) چی به کوم مضمونونه لیکل شوی وو هغه به یی موږ لوستل او دافغانستان په خلکو کی هم پښتو طرف ته رعبت زیات شو او په امان اله خان خو یی دومره اثر وشو چی هغه اعلان وکړچی خلکو ته په کار دی چی پښتو ژبه زده کړی،دری کاله پس به په دی ملک کی پښتو تعلیمی او سرکاری ژبه وی او عبدالهادی خان دا هم راته ووی چی موږ هم دیوی رسالی بنا وکړه او دهغی نوم مو هم پښتون کښیښود.»[عبدالغفار خان.....۳۳۴م] یا نی کله چی په اتمانزو کی دپښتو دژوند ډیوی بلی شوی رڼا یی کابل ته هم ورسیده.
پاچاخان که له یوی خوا هڅه کوله چی پښتو فنی او پوهنیزه ژبه شی او له دی لار ی د پښتون ولس او پوهی اوفن ټر منځ پروت خنډ له منځه ورک شی له بلی خوا یی دی ته هم پام و چی شعر او ادب دژبی په ښکلا او جذابیت او په همدی توګه دفکرونو په روښانولو او دولس په را بیدارولو کی اغیزناک رول لوبولی شی.له همدی امله یی دخپلی ژبی دشعری او ادبی اړخ دځواکمنی له پاره د انجمن اصلاح الا فاغنه له لاری د مشاعرواوډرامو په جوړولو لاس پوری کړ چی په زړه پوری پایلی یی در لودی.پاچاخان کاږی چی:«زموږ انجمن دپښتو دترقی له پاره او دشاعرانو دخیالاتو دبدلولو له پاره دمشاعرو اتنظام وکړ.او دښوښو نظمونو او بیتونو له پاره یی انعامونه مقرر کړل او په کال کی یوځل چی د مدرسی کالیزه جلسه به کیده ورسره دمشاعری له پاره به هم انتظام کیده.ددی په وجه په پښتنو شاعرانو کی یو عظیم الشان انقلاب راغی او دخال او خط په ځای داتفاق،وروری او قومی ترقی دور شروع شو. په قام او ملک کی یی دانقلاب له پاره یوه جذبه پیداکړه او په ښځو او نرو کی یی داسی جوش پیداکړ چی دجلسی په ورځ به دجلسی په ځای کی ځای موندل ګران و،او دملک دهری علاقی او تپی خلک که خان که غریب و دانجمن په جلسه کی یی شرکت خپل فرض ګڼلو.»[عبدالغفارخان......۳۳۵م] دوخت په تیریدو سره دا ډول مشاعری دننی پښتونخوا کلیو ته هم وغزیدی.
دپاچا خان او د ده دملګرو په قربانیواو هلوځلو زموږ مورنی ژبه پښتو دکوما حالت نه راووتله،ساه پکی پیدا شوه،راپورته شوه او په پښو ودریدله،وروورو وخوځیده او د دوزخه راووتله، په نوی شعر او ادب یی ځان سنګار کړ او دجنت یانی دولس دراویښولو اوسره یوکولو په لور روانه شوه.په پښتو کی نوی شعر او په پښتون کی نوی روح را څرګند شو او پوه شو چی دملک او ملت سره مینه او محبت وچت انسانی صفت او په دی محبت کی صداقت دزړه طاقت دی.نا هیلی مخ په ځوال شوه ،هیلی او ارمانونه را وپاریدل او په ځان باور پیداشو.پښتون ولس ویښ شو،را بیدار شو او کله چی حمزه دغزل پلار شو نو هوډ یی وکړ چی:
تــل بـه پـه لار د مـیړنـوسـره ځـم
یــمــه پښــتون د پښتـنـو ســره ځـم
وایــی اغــیـار چــی د د وزخ ژبـه ده
زه بــه جــنـت تـه د پښـتو ســره ځـم
څو چی راغونډ په یوه مرکزیی نه کړم
هــری تــپی تــه دجــرګــوســره ځــم
حــمــزه ســفـر که دحجاز وی نوهـم
زه د پښــتون د قــافــلــو ســره ځـــم
داښه شوه چی حمزه شینواری دپښتو سره او دپښتون دقافلو سره جنت ته دتګ هوډکړی دی،ځکه خان غنی خان چی دپښتون اوپښتو په مینه او محبت کی یی دلیونتوب لوړ نښان ګټلی دی،په جنت کی دپاتی کید و له پاره دا شرط وړاندی کړی دی:
چی خړمخی ورورپښتون سینی له درشی
درنه هیر به ټول ښایست د بحر او بر شی
خدایه شــکر چی پــیدا دی له دی قام کړم
د پښــتون د نر وجود دی یـو انــدام کړم
څــه بـه کــړمـه د لـنـد ن لـوی محــلونه
د پــیر یـس جــو نـی ښایسته رومی ګلونه
پــه و الله چـی د جـنـته بـه شـم ســتو ن
کــه کنـځـل پــکی وا نــه ورم د پـښـتون
په کابل کی چی دغازی امان الله خان سره پښتو ژبی ته دخدمت په هکله کوم نوی فکر پیدا شوی وځکه عملی نشو چی انګریزی دسیسو دغازیانو هیواد دغلو او داړه مارانو په لاس ورکړاو دخپلواکی ځای غلواکی ونیو.مسلکی غلوزده کړه،ښوونه اوکلتورد دولتی فعالیتونو له اجنډا څخه وایستل او په ځای یی لوټماری اوداړه ماری ته دلومړی توب حق ورکړ.دغلواکی نه په راوروسته دولتی دستګاکی وزیر محمدګل خان مومند هغه سیاسی او دولتی شخصیت و چی پښتوژبی ته دپاملرنی په برخه کی څه ناڅه دفخرافغان خان عبدالغفارخان په لار روان شو،مومند دخپلی مورنی او دهیواد داکثریت ژبی په وړاندی پخپل مسولیت پوهیده او هغی ته په خدمت کی یی هیڅ دریغ نه کړل.ده په پښتوژبه دپښتواوپښتونولی په هکله پوهنیزی څیړنی اولیکنی کړی دی.په ۱۹۳۶ع کال کی یی«د پښتو ادبی انجمن»جوړ کړاو د«طلوع افغان»اخبار یی په پښتو کړ.د پښتو ادبی انجمن نه بیا «دپښتو ټولنه» جوړه شوه.په حالاتو کی دغه بدلون د وخت صدراعظم سردار محمد هاشم خان وهڅاوه چی په ۱۹۳۶ع کال کی پښتوژبه هم دهیواد درسمی ژبی په توګه اعلان کړی او دا هم په داسی حال کی چی محمد هاشم خان او دکورنی ټول غړی یی نه په پښتو پو هید ل او نه یی زده کړه.لوی پر وردګار پر موږ دومره فضل کړی و چی ټول پښتانه نه و بی پښتو شوی.وتلو او غښتلو پوهانو،ادیبانواو شاعرانولکه عبدالروف بینوا،عبدالحی حبیبی،ګل پاچا الفت،عبدالشکور رشاد،قیام الدین خادم اونوروپښتو ژبی خدمت ته ملا وتړله او دهغی دتاریخ اوادب په هکله یی کره اوژوری څیړنی او لیکنی ترسره کړی.پښتو ژبه ددی زمانی دپوهانو او ادیبانو دکار اوزیار په برکت دنور کمال او جمال په لور وخوځیده،اخبارونو،راډیوګانواو کتابونو ته یی لار پیدا کړه او په دی توګه دخپلی ژبی سره دپښتنو مینه مخ په زیاتید و شوه.په اتمانزو کی دپیل شوی ویښتوب وړانګی کابل ته هم راورسیدی او دهیواد نورو برخو ته یی ریښی وغزولی.دټولوګډوډیواو ځورونکو ستونځوسره سره د خپلی مورنی ژبی سره دپښتنو مینه ورځ په ورځ زیاتیږی او په ژوند کی دهغی په ار زښت اواهمیت پوهیږی،دځوانو لیکوالانو،شاعرانو او ادیبانوشمیرکال په کال ډیریږی او په دی هم پوهیږی چی په ارګ او نورو دولتی اداروکی دپښتو سره تر اوسه پوری جاهلانه توپیری چلند کیږی.د دی ستونځو عاملان د پخوا په شان دټولو دمخه هغه پښتانه سیاستوال  دی چی پخپله ژبه نه یوازی نه پوهیږی بلکی په وړاندی یی ګیډی هم له عقدو ډکی دی او ځنی که په پښتو غږید لی هم شی خو دپښتو سره نه بلکی په هغی باندی دتجارت له لاری لوړ سیاسی مقام ته رسیږی او کله چی مقام ترلاسه کړی نو بیایی د واک په چاپیریال کی نه په پښتو څه لیکل کیږی او نه په جلسو،کنفرانسونو او مرکو کی په پښتو غږیږی.ژوبل شوی وجدانونه،بی فکره اوبی روحه جسدونه په دی کله پوهیږی چی پښتو سپکا وی یی دخپل ولس په حق تیری دی.څوک چی په دی لاره ځی هیروی چی نورنو په لوی لاس ځان د ولس له لیکو ګوښی کوی او څوک چی په خپل ولس کی اعتبار له لاسه ورکړی یا یی سیاسی ژوند پای ته رسیږی او یاپلورل شوی ګوډاګی تری جوړیږی. په دی ډول نه یوازی دځپل ولس بلکی له ځان سره هم جفا کوی او خپل تاریخ تباکوی.پښتنی پیغلی اوزلمیان بیدار شوی او بیداریږی او دحمزه شینواری ددی پوښتنی په رازهم پوهیږی چی:
په خوله خوواړه پښتانه دی ښه دی
وایه چی څومره دی له زړه پښتانه
چــی پـښـتـنه پښتو یی هیره کړ لــه
د  د او لــه یــا  ده  و واته پښتا نه
کله چی دحمزه شینواری او دخپلی ژبی نورو شاعرانو او ادیبانو ته ګورم نو د ډاکتر خالد خټک دا نظر تاییدوم چی پاچا خان« په پښتنو کی دا احساس راژوندی کړ چی پښتون قوم د دغی سیمی یو مهم قوم دی او داقتدار په تقسیم کی دا قوم نطر انداز کیدای نشی»[خالد خان خټک:پاچاخان دتیر زرکلن دور یو لوی شخصیت،دعلومواکاډمی.....۲۵م] په ځان دپښتون ولس را پیدا شوی باور او دپښتو په هکله دهغه راژوند ی شوی احساس بیا هم حمزه شینواری دغزل په ژبه داسی بیان کړی دی:
پټـی داشـنـا ســره یو څوخــبر ی کــړم
و یره د افشــا د ه پــه لیــمو خــبری کــړم
زه دزمانی ســره په روغــه راضی نه یــم
وی دی کــه دا زه دلــیونــو خــبری کــړم
پوه که پری زما هندو اشنا وی او که نه وی
زه خـو به هــغه ته په پښــتو خبری کــړم
هو،په پښتو خبری کول او په پښتو لیکل دنورو ژبو دویونکو په شان د پښتون انسانی حق او ملی مکلفیت دی.په دی کی دپښتو ژبی او پښتون داسی ګټه ده چی بل چاته تاوان نه رسوی،داداسی یو بری دی چی په چا تیری نه دی، نورو ته تاوان رسول اویا په چا تیری کول دسالم او سرلوړی انسان کار نه دی او دا لار دفخر افغان خان غفار خان لار نه ده.پاچاخان د خپل ولس په اقتصادی ژوند کی هم بنسټیز بدلون راوست چی په راتلوکی برخه کی به ورسره اشنا شو.

 

-
بېرته شاته