(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خیشکي څوک دي او کوم ...

[19.Nov.2016 - 13:49]

خیشکي څوک دي او کوم ځای کې میشت دي

لیک: ډاکټر لطیف یاد


خيشکي يا خويشکي په پښتنو کې يوه مشهوره قبیله ده٠ که چیرې ددغې قبیلې د نسب ونه ( شجره) په غور سره وګورو، نو جو ته به شي چې دوی د پښتنو دسړبن په ټو لنیز ګروپ او ډلې پورې اړه لري او په همدې ټو لنیز ګروپ کې د ځمند اولا ده ده٠

تاريخ حيات افغاني د خيشکو د قبيلې په اړ وند داسې ليکلي دي :” د ځمند قبيله په پيل کې دکند هار په شا او خوا ار غستان ته نږدې میشته وه او د٨٠٠-٩٠٠ هجري کلو نو تر مينځ د پښين يا پشين سيمه چې پشنګ هم بلل کيد له د همدې قبیلې په لاس کې وه، چې ورو سته بيا د پښتنو يوې بلې قبیلې ترین دغه سیمه په زور له دوی نه ونیو له او دوی يې له دغې سیمې نه بیوا که کړل٠ په دغه وخت کې دځمندو او لاده خيشکي هم چې دلته او سیدل کډوالۍ او مها جرت ته اړ ويستل شول ٠ په دغه وخت کې د خیشکو د قبيلې يو شمیرخلک د پشين نه ملتان ته لاړل او هغه ځای يې دخپلې استو ګنې له پاره غوره کړ، خو يو شمیر نور خيشکي غز ني او بيا پر هغې لار کا بل ته را غلل او له دغه ځا يه بيا د غو ر بند درې ته ولیږ دېدل او دغه سیمه يې د خپلې استو ګنې له پاره غوره کړه چې تر اوسه پورې هم ډېر شمیر خيشکي د پروان ولايت دغو ربند د ولسوالۍ په بیلا بیلو درو کې میشته دي٠
هغه وخت چې د هند مغو لي واکمن ظهير الدين محمد با بر ٩٣٢- ٩٣٧ هجري کا بل ونیو او تر څه مودې ورو سته يې پر هند با ندې د ير غل تکل وکړ، يو شمیر هغو خيشکو ته چې په غور بند کې ور ته او سیدل ګران ښکاره شول نو دخپل يو پير په لا رښوونه د هندوستان خواته رهي شول ٠ دافسا نوي روايتو نو له مخې ددوی پير دوی ته د او سپنې يو ميخ ور کړ او ورته يې وويل په هغه ځمکه کې چې دغه ميخ ننوزي ،نو هغه به ستا سو سیمه او ملک وي٠ کله چې زيا تره خيشکي او ځمند په ډله اېزه تو ګه له کا بله پیښور او له هغه ځا يه هندو ستان ته روان شول ،نو په دغه وخت کې ددوی دقبيلې مشر سليم خان ځمند نو ميد او په هغه وخت کې چې بابر دهندو ستان د لودي پښتني واکمنۍ د وروستي واکمن سلطان ابر اهيم لودي سره په پا ني پت کې په جګړه بو خت و،نو دغو خيشکو دسليم خان ځمند تر مشرۍ لا ندې د بابر په پلوۍ جګړه کو له چې ويل کيږي چې په دغو جګړو کې ددوی ٧٠٠ تنه ووژل شول ،همداوجه وه چې بابر او دهغه زوی هما يون پر دوی ډېره لو ریینه درلو دله٠ دوی بيا په هغه ځای کې میشته شول چې نن ورځ د قصور ښار پروت دی او دلا هور ختیزې بر خې ته مؤ قعيت لري او نن ورځ يې د خلکو شمیر ٢٣٧٦٠٠٠ تنو ته رسيږي چې زيا تره يې خيشکي پښتا نه دي٠ د غه خيشکې چې په قصور کې او سيږي نو دوی ته افا غنه قصوريان يا دقصور پټا نان وايي چې دتا ريخي ر و ايتو نو سره سم دوی د١٥٢٦ ميلادي کال راهيسي په دغه سیمه کې او سيږي چې ددوی دسیمې رقبه١٨٩١ کيلو متر مر بع ښودل شوې ده٠ دغو خيشکو يا قصو ريه پټا نا نو تر ١٨٠٧ ميلادي کا له پورې پر دغې سیمې واکمني او راج کاوه چې شهنواز خان خيشکی د مغو لو په پوځ کې ستر جنرال تیر شوی دی٠بيا وروسته کله چې رنجيت سنګ د قصور سیمه ونيوله نودوی ته وويل شول چې دستلج دسيند کیڼه بر خه پريږدي٠
هغه وخت چې خيشکي او ځمند په قصور کې میشته ول، نو دسپره په نا مه يو تن بلوڅ د خپل قوم له يوې ډلې سره ددوی سیمې ته راته او ددوی په سیمه کې به يې لو ټماري کو له، ددغې لو ټماريو دمخنيوي له پاره ددوی ځينې څا نګې او خيلو نه لکه بټک زي، شها بن زي، سلماک او کز لا ني د قصور دسېمې لو يدېز ته میشته شول او دوی ددغه لو ټمار د برېدونو مخه ونیوله چې ورو سته يې دوی ته د بر يا پور تني کلي استو ګن ويل٠
خيشکي زړور، جنګيالي ،ميلمه پال او په علم او پو هې با ندې مين خلک دي٠
د خيشکو د استو ګنې سېمې :
په او سني وخت کې خيشکي په لا ند نيو سيمو کې استو ګنه لري :
١- دافغا نستان د پروان ولايت دغوربند په ولسوالۍ کې:

په دغه ولسوالۍ کې خيشکي د تيخان، يخدرې او سيدانو په درو کې استو ګنه لري چې په دغه ولسوالۍ کې دخيشکو شمیر د٠ ٢٥٠٠ تنو په شا او خو اکې ښو دل شوي دي٠ خلک يې اکثره د کر کيلې په چا رو بو خت دی او د با دامو، مڼو، زرد الو، توتانو، ګيلا سو او الو با لو با غو نه لري٠ په غور بند کې دخيشکو ښا خو نه دادي:
شا هي خيل، ملي خيل،علم خيل چې بيا علم خيل دبارخيل، سليمان خيل، خليل خيل او يا روم خيل په څا نګو ويشل شوي دي٠
٢- په کند هار او پښين کې:
که څه هم په نو موړو ځا يو نو کې ددوی شمیر زيا ت نه دی ، خو دوی هلته زيا تره د سو داګرۍ په چا رو بو خت دي٠ د کند هار ولا يت دار غنداب ولسوالۍ په پو رتنۍ بر خه کې د خيشکو په نا مه يو کلی شته چې د مشهور ستانه با با ولي صا حب دمزار نه چې د خا صو و عا مو ز يا رتځی دی څلور کيلو متره واټن لري چې تقر يبا د لسو کو رنيو په شا او خواکې خيشکي هلته میشته دي٠
٣-په پښتو نخوا کې :
خيشکي د پښتو نخوا په لا ند نيو ځا يو نو کې استو ګنه لري:
– د پيښور په ګينټه ګهر کې چې هلته د خيشکو په نا مه يو ه محله شته٠
-په چا رسده کې هم د خيشکو څو کو رنۍ شته٠
-په هزاره کې هم د خيشکويو شمېر کو رنۍ میشته دي٠
– په خيشکي پايان او خيشکي بالا کې٠
– د نو شهره کلان په شمال کې د لنډي دسيند پر غاړه د خيشکي په نا مه کلی شته٠
– په اشنغر کې هم ددوی يو کلی شته چې دشجا عت خان شموزي له خوا اباد شوی دی٠
-د کابل سيند شمال ته د مو مندو په غر نيو سيمو کې هم يو شمیر خيشکي میشته دي٠
– د خيبر دتا ريخي درې په مينځ کې هم يو شمیر خيشکي استو ګنه لري٠
– په دېره اسما عيل خان کې٠
-په بنو کې٠
-په لکهي مروت کې٠
٤-په پنجاب کې :
-خيشکي د لا هور په قصور کې مېشته دي چې هلته ورته قصو ريه اافغانان يا پټا نان وايې چې د پا کستان يو پخوانی د بهر نيو چارو وزير خو رشيد احمد خان قصوري هم د همدې قصو ريه پټا نانو ځيني يو پښتون دی چې د خيشکي په قبيلې پورې اړه لري٠
-په ملتان کې ٠
– په هيرو وال کې٠
– ه تانده کې٠
٥- په هندو ستان کې :
يو شمير خيشکي هندو ستان کې هم ژوند کوي چې سيمې يې په لا ندې ډول دي :
– په خو رجه کې چې دهند داترا پراديش په ايالت کې مو قعيت لري٠
د خيشکو مشهور نو ميا لي دادي :
١- جنرال محمودخان،جنرال شاه نظر خان او شهنواز خان خيشکي د مغو لو په پوځ کې مشهور جنرالان تیر شوي دي٠ همدراز سليم خان ځمند هم دقصوري خيشکو مشرو٠ همداراز ډاکټر پرویز خان مهجور خیشکی د پښتونخوادپښتو اکیډیمی ډایر کټر جنرال او ددپښتونخوا دمشهور غزلبول سندرغاړی فیاض خان خیشکی نو مونه هم دیاد ونې وړ دي.
د خيشکوستر عارفان او صو فيان :
عبد لله خيشکی قصوري چشتي چې عبدي تخلص يې کاوه او دزوکړې نېټه يې ١٠٤٢ لمريز کال دی٠ دی د خپل وخت ستر عارف، صو في او ستا نه تير شوی دی٠ ده د ٧٠ په شا او خوکې کتا بو نه کښلي وو٠ دده د مهمو اثارو نه يو هم (اخبار الا وليا من لسان الا صفيا) نو ميږي چې د ١٦٣ تنو خيشکي صو فيا نو تذ کره ده٠
د خيشکو نو ر صو فيان دادي: حاجي ګګن شوريا نی خيشکی،شيخ يحيی، مو لا نا احمد، خواجه اويس،شيخ محمد،عبد الله، شيخ نبو کی،حا جي ميا،شيخ متو، شيخ درانی،شيخ الله داد، شيخ با يزيد،ابر اهيم ،شيخ سدو،حاجي محمد چو لي،شيخ مبارک، شيخ پا ينده، شير خان، پير رحمت،محمد خان،پير رحيمدادخان،پير ادم حسين،شيخ ملهي،شيخ حره،شيخ احمد اتوزی، شيخ وتو خيشکی،نتمو، اخوند سعيد، ميان الحق،حا جي رحيمداد،عبدالخالق، حا جي مير، شيخ عالم، شيخ با بر،شيخ بو چه،شيخ هناک،شيخ صا حب،شيخ رکن الدين،شيخ يو سف،شيخ شمس الدين،شيخ خالو،شيخ حسن،حا جي احمد،شيخ لا لو،شيخ عيسی،شيخ ضحاک،معري خان،شيخ حلو،محمد خان،شيخ با يزيد،شيخ ميرک،شيخ جهان،شيخ اسما عيل،شيخ سنګو،شيخ عمر،شيخ ابر اهيم،محمد خان،يار محمد، عا لم خان،شيخ مردان، شيخ جا نو،مو لا نا خواجه شيخ محمد، شيخ داؤد، مو لا نا عبد الو احد او شيخ ډانګ مار٠
د پښتو ژبي مشهور شا عر او صوفي او دديوان خا وند ارزاني چې د با يز يد انصاري (پير روښان) همعصره و هم د خيشکو د عزيززي د څا نګې پورې يې اړه در لوده٠

-
بېرته شاته