(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د قامي شعور مهم اجزاء

[29.Oct.2016 - 11:19]

لیک: خادم حسین

ادب، فرهنګ او جمالیات
 شاعري، فکشن، داستانونونه، ډرامه (تهیټر)، فوالکلور، موسیقي، اتڼ، آرکیټکچر، د زده کړې نظام، جامه پیزار، کالي پتري او دود دستور د یو قام په اجتماعي توګه د ژوند لیدلور، د انساني قدرونو تعین او کائنات ته د کتلو انداز او زاویه په ګوته کوي. 

ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام د اجتماعي احساساتو د سر چینې نه د بهیدونکي تخیلاتي تخلیق اظهاریه تشکیلوي. دوي د یو قام د ښکلا د اجتماعي تصور هنداره وي. دوي د یو قام د بیلابیلو جغرافیائ ټکړو او د زمان و مکان په حساب د بیلا بیلو نسلونو تر منځه د نه پریکیدونکي پیوستون کار کوي.

ادب، فرهنګ او جمالیات د یو قام اجتماعي جوهر څرګنده وي. ددوي ارتقاء کښې د یو قام د پیړو د اجتماعي ریاضت څریکې بریښي.  

د قامي شعور د پرمختګ د پاره دا ضروري ده چې یو خوا قامي ادب، فرهنګ او جمالیات د اجتماعي رویو برخه اوګرځي او بل خوا ددوي پنګه کښې مسلسل اضافه اوشي. د قامونو د خپلواکۍ د مبا رزي د پاره د استعمار په ضد په تاریخي توګه ادب، فرهنګ او جمالیاتو د مزاحمت مهم رول لوبولے دے او دادے اوس هم لوبوي. 

د تاریخ مطالعه دا ښائ چې د اولسونو د ژوندې او سوکاله پاتې کیدو د پاره د دؤ فکرونو ضرورت وي. قامي شعور او تهذیبي شعور. 
اجتماعي حافظه برقرار ساتل' د اجتماعي وسیلو لټول، ساتل او روزل' د خاؤرې او مزکې جمالیات خوندي کول او په مخکښې بوتلل او ټولتیز ژوند کښې د منصفانه تقسیم په بنیاد وګړو د پاره اسانتیاوي پیدا کول د قامي شعور رختونه وي. دا ټول عمل د قامي خپلواکۍ محتاجه وي.
روحِ عصر پیژندل او د هغې سره څنګ تر څنګ تلل' د انساني ارتقا بیلا بیل پړاؤنه پیژندل او د تخلیقي او ایجادي صلاحیتونو د وړاندې تلو د پاره سیاسي او سماجي ماحول سازګارول د تهذیبي شعور علامتونه وي. دا هم د خپلواکۍ نه بغبر ممکن نه وي.

د قامي شعور بیلا بیل اجزاء

۱- اجتماعي حافظه: د یو قام اجتماعي حافظه قامي تاریخ کښې خوندي وي. د هر قام تاریخ دوه بیلا بیل نیریټیوز یا بیانئے لري چې دوه بیلا بیل مآخذونو نه راؤځي. 

د قامي تاریخ یو مآخذ هغه وي کوم چې په یو قام بهرني حاکمانو، قبضه ګرو او استعمار ګرو په قام د حاکمیت د جواز د پاره جوړ کړے او خپور کړے.وي.استعمار ګر د دغه تاریخ د خپرولو د پاره اوږد محال پلاننګ کوي. د علمي نظام او د زده کړې د نصاب برخه ې اوګرځۍ او دغسې یو خوا د قام اصل تاریخ د وخت ګردونو کې غیب کړے شي او بل خوا د قام اجتماعي حافظه په ورک شوي ډګر واچوي. د پښتون افغان قام په حواله د حاکمییت او استعمار دغه تاریخ د ایرنیانو، مغلو،پیرنګیانو او د هغوي اتحادي لیکوالانو د لیکونو نه څرګند مخښې ته راځي. دغه تاریخونو کښې پښتون افغان قام یو وحشي، جنګیالے، بې سواده، او بې تهذیبه قام ښکاري.

د قامي تاریخ دویم مآخذ هغه وي کوم چې د یو قام د لرغون پوهنې(آرکیالوجي)، بشر پوهنې (انتهروپولوجي)، فوالکلور، کلاسیکي ادب او قامي دستاویزاتو د سائنسي تجزیئ پر اساس ولاړ وي. 

د قامي خپلواکۍ د مبارزي د پاره چې د کوم قامي شعور او احتماعې احساس ضرورت وي د هغې له پاره د خاؤرې د اصل تاریخ لټون، څیړنه او کره کتنه د یو شرط حیثیت لري.

۲- قامي ژبه: که دا اوویلے شي جې قامي ژبه د قامي شعور د پراخه عمارت د ژور بنیاد وړمبۍ ښښته وي نو مبالغه به نه وي.

قامي ژبه د خپل ایجاد، ساخت، نوعییت او ارتقاء پر اساس د یو قام اجتماعي فکر، اجتماعي پوهه او احتماعي نفسیات په خپل لړمون کښې ساتي هم او نسلونو ته ې منتقل کوي هم.

ژبه د اطلاعاتو د ترسیل ذریعه هم وي، د قامي کلتوري شناخت علامت هم وي او د قامي کلتور د ملا تیر هم وي خو ژبه د اجتماعي سوچ او فکر بنیادي ساختونه هم ر غوي. اجتماي سوچ او قامي شعور لازم او ملزوم وي. ځکه دا نا اشنا خبره نه ده چې اسعمار ګر او قبضه ګر چې کله هم په یو قام سیاسي قدرت حاصل کړي  نو وړومبے کار دا کوي چې د هغه قام ژبه مختورنه کړي. دغسې د قام د سوچ کولو اجتماعي صلاحیت متآثره شي او په فکري توګه داستعمار ګرو محتاجه شي. 

دا خبره دې باید واضحه وي چې د نورو قامونو ژبې زده کول د قامي شعور پرمختګ کښې نه مزاحم کیږي که چرې هغه د قامي ژبې په قیمت نه وي. 

۴- د قامي وسیلو اختیار او قدرت:
وسیلې په دوه قسمه وي. طبعي یا فطري وسیلې او مادي یا کسبي وسیلې. وسیلې که فطري او که مادي، دا دیو قام د مادي ژوند د بقا او ارتقاء ذریعې هم وي او د یو قام د سماجي ادارو د نظام په ښه ډول په مخکښې د بوتلو بنیاد هم ګرځي. په قامي وسیلو قامي اختیار د یو قام د سیاسي اختیار بنیاد ګرځي. 

سیندونه، دریابونه، چینې، درې، د غرونو څوکې او سلسلې، ګلونه، ځنګلونه، مارغان، ځناور، معدنیات، فصلونه، کاڼي بوټي (فلورا او فانا)، جغرافیائ مقامیت او ابادي (یاده دې وي چې لر او بر پښتانه په شمیر کم و بیش پنځوس ملیونه یا پنځه کروړه نفوس دي) د یو قام د فطري وسیلو غټ غټ قسمونه دي. 

هنرونه، لارې ګودرې، د جرګو مرکو مرکزونه، د تنازعاتو د هوارولو ادارې، د زده کړو ادارې، د انتظام ادارې، روغتونونه، د پیداوار ادارې، د پنګې ادارې، د نکاس نظام او د استوګنې ټول انتظام د یو قام د مادي یا کسبي وسیلو غټ غټ قسمونه دي. 

چي کله هم یو قام په طبعي او مادي وسیلو قامي اختیار او قدرت تر لاسه کړي نو د اجتماعي ژوند د اسانتیاوي د پاره درې قسمه کارونه اوکړي. وړمبے خو د قامي وسیلو د لټون او تخمینې د پاره یو بشپړ تحقیق پیئل کړي او هغې ته ادرتي شکل ورکړي. دویم وسیلې پیداوار کښې بدلولو د پاره د زرائع او آلاتو ایجادولو د پاره د پوهې او هنرونو ادارې اودره وي. او دریم د پیداوار بیلابیلو پرګنو، ډلو ، کلو، ښارونو، چمونو او کوڅو کښې د منصفانه تقسیم اجتماعي ادارې جوړې کړي. 

د قامي خپلواکۍ د مبارزې مهم پړاؤ د قامي وسیلو لټون، تخمنه

اا- تهذیبي شعور
۱- روحِ عصر پیژندل

د تهذیبي شعور وړومبے جزو د عصر روح پیژندل، د هغې تر سنګ تلل او د هغې بشپړتیا کښې اضافه کول دي. د خپلواکۍ او سوکالۍ د قامي تحریک د پاره دا ضروري ده چې د عصر روح په سائنسي توګه اوپیژني ځکه چې د عصر روح په یو دور کښې د بیلابیلو قامونو، اولسونو او جغرافیو تر منځه ابلاغ تشکیلوي. که یو قام روحِ عصر په سائنسي توګه اونه پیژندے شي نو که یو غاړې ته د قام وګړي د ژوند د هغه دور اسانتیاوي تر لاسه نکړے شي نو بلخوا دغه قام یا خو نورو قامونو سره مسلسل تنازعه کښې وي او یا د یوازې والي غاړې ته لاړ شي.

د زمان و مکان د مادي تصوٌر تر مخه هر عصر چې په پیړو خور وي معلوم خصوصیات لري. دغه خصوصیات د انسانیت فکري، مادي  او جمالیاتي ارتقاء څرګنده وي.

دغه خصوصیاتوکښې یو مهم خصوصیت د یو عصر د علم تخلیق او د هغې د منظٌم کولو ادارې او د پوهې رسمي او غیر رسمي مرکزونه شامل وي. یو قام د پاره دا د شرط حیثیت لري چې کوم دور کښې چې اجتماعي ژوند کوي چې د هغه دور د علم د تخلیق کولو آلاتو باندې عبور اولري. 

د روحِ عصر دویم مهم خصوصیت د یو خاص دور د علم د تخلیق افادي اړخ پیژندل د ي. دغه افادي اړخ ته مونږ ټیکنالوجي هم وئیلے شو. د یو دور ټیکنالوجي پیژندل، د هغې افادي استعمال او هغې نوره توانمندۍ او افادو کښې برخه اچول د یو قام خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره مهمه ده. لکه چې موجوده دور کښې انفارمیشن ټیکنالوجي، جینیاتي ټیکنالوجي او خلائ ټیکنالوجي پیژندل، ددوي په استعمال عبور حاصلول او ددوي مخکښې بوتلو کښې برخه اچول د عصر د روح د پیژندګلو غټ ثبوت دے.

د یو عصر د روح پیژندګلو د پاره چې کوم دریم خصوصیت پیژتږندل ضروري دي هغې ته مونږه د یو دور د انساني ژوند مشترکه اقدار وئیلے شو. د مثال په توګه د انساني جسم د برقرار او توانمند ساتلو د پاره فعالې ادارې او په عمومي توګه قابلِ قبول رویئٌے او د انساني ژوند د ښکلا، جذباتي ترفع او انفرادي خوند او خوشالۍ د پاره د فنون اصول خپله ول د انساني ژوند مشترکه اقدارو کښې شمارلے کیدیشي. دغه قدرونو نه خبریدل او د قامي شناخت مناسبت سره دغه خپله ول د عصر د روح د پیژندګلو مهم خصوصیت دے.

د عصر د روح د پیژندلو څلورم مهم خصوصیت د بین المللي اړیکو اصول او تصوٌرات او د بین المللي اختیار مرکزونه پیژندل او دا دواړه د قامي اجتماعي ګټو د پاره استعمالول دے. 

لنډه د ا چې د قامي خپلواکۍ او سوکالۍ د پاره تهذیبي شعور د بنیدي شرط حیثیت لري. د سماجي شعور یو مهم جزو د عصر د روح پیژندل دي. د روحِ عصر مهم  خصوصیات د یو دور د علم د تخليق اداري او د پوهې رسمي او غیر رسمي نظامونه، د یو دور ټیکنالوجي، د یو دور د ژوند مشترکه اقدار او د یو دور د بین المللي اړیکو اصول او تصوٌرات او د بین المللي اختیار مرکزونه پیژندل او د قامي ګټو په کار راوستل دي. دغه ټول اړخونه پیژندل د یو عصر د روح پیژندل دي د کوم نه بغیر چې قامي خپلواکي او سوکالي ممکن نه شي کیدے.  
خادم حسین پیداواري عمل او د پیداوار د منصفانه تقسیم د پاره د قامي وژن د وضاحت په شکل کښې مخښې ته راځي. 

۵- قوم/قام او د قوم پرستۍ/نیشنلزم تصوّر:

اولسونه چې یو مخصوصه جغرافیه کښې د تاریخي ارتقاء تسلسل اولري، اجتماعي احساس مرتٌب کړي، او د یو سیاسي اکاۍ حیثیت حاصل کړي نو هغوي ته نوي سیاسي اصطلاح کښې قام وئیلے شي. د اینډرسن په نزد دا یو امجنډ کمیونټي وي. د غرب او شرق د اکثرو مفکٌرینو تر مخه جغرافیه، تاریخ، مشترکه کلتور، ابادي، سیاسي اختیار، په فطري او مادي وسیلو قدرت او نورو قامونو سره د اړیکو ساتلو په نوعیت د فیصلو کولو اختیار یو قامي اجتماع تشکیلوي. د پیړو راسې د انسان د سیاسي فکر د ارتقاء نچوړ د قام د تصور په شکل کښې مخښې ته راغلے دے. 

دا عین ممکنه ده چې یو
اولس د قام ټول فطري عناصر اولري خو په استبدادي توګه تحلیل کړے شي. په تاریخي توګه اولسونه یا خو په حغرافیاې توګه تحلیل کړے شوي دي او یا په کلتوري توګه. د قامونو ده تحلیل کولو په ترڅ کښې د هغوي نه د هغوي سیاسي اختیار او د هغوي په وسیلو باندې د هغوي قدرت هغوي نه واخستے شي. ددې عمل تر سره کولو د پاره یو خوا د قامونو اجتماعي حافظه اوتروړلے شي او بلخوا د قامونو معتبرې علمي او سماجي ډلې اعتماد کښې واخستے شي. دغه ډلې بیا د قامي اجتماعیت په ځائ د استبداد د زور او طاقت ملګرتیا کوي. ددې عمل لازمي نتیجه دا وي چې قامي اجتماعي احساس وروست شي او قام ته په مجموعي توګه د محکومیت ژوند ورپغاړه شي. دغه محکومیت د ځان سره مرګاني افلاس، بې وسي، تنګدستي او بوږنونکے غربت راؤړي عن تر دې چې د قام عام وګړي په انساني توګه د ژوند کولو جوګه پاتې نه شي. 

دا د یو قام د اجتماعي ژوند هغه پړاؤ وي کوم کښې چې څه ژوندي روحونه د خپلې ژورې مشاهدې، د انساني شرف او جدید سائنسي سوچ په بنیاد د قام ریښې ریښې وجود راغونډول پیئل کړي. د قام اجتماعي حافظه کښې د قام پرون نن سره د تړلو هڅې شورو کړي. په خپله ژبه کښې ورته د سوچ کولو اهمیت په ګوته کړي. د خپلې خاؤرې د پیړو حکمت او دانش د لټون کار په سر واخلي. د مزکې فرهنګ او جمالیات را برسیره کړي. د فطري او مادي وسیلو شمیر ورته اوکړي. د یو ازاد، خپلواکه، او شعوري اجتماعي ژوند افادیات ورته مخښې ته کیږدي. د یو داسې اجتماعي ژوند خوب ورته اوښاې چې پکښې افلاس او بې وسي نه وي. دا حقیقت ورته څرګند کړي چې یو بل قسمه ژوند ممکن دے. دا حقیقت ورته اوښائ چې یو سوکاله او با عزته ژوند ممکن دے. یو داسې ژوند ممکن دے چې هغې کښې انسانان د زړه د خلاصه یو بل سره مینه کولے شي. یو داسې ژوند ممکن دے چې هغې کښې د جنس، طبقې، پیشې، ذات، عقیدې،ژبې او رنګ په بنیاد امتیاز نه وي.

دا تصور چې څومره په مخکښې ځي هغومره یو تنظیمې شکل اخلي. او یو وخت داسې راشي چې د اولس اکثریت دغه ادراک د خپلو زړونو اواز اوګڼي.

دغه مبارزې ته په جدیده اصطلاح کښې قام پرستي یا نیشنلزم واې. دا د بشر دوستۍ د لړمون نه راوتې نتیجه وي. نیشنلزم یا قوم پرستي یو ماډرن تصور دے او د انساني ارتقاء لازمي نتیجه ده. 
(نور بیا)
خادم حسین

-
بېرته شاته