(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شربت ګله او

[27.Oct.2016 - 11:04]

لیک: عبدالغفور لیوال
د شربت ګلې د سترګو جذابیت او نړیوال شهرت پرځای پریږدئ !  
هغه اوس د ( افغان ښځې) د سېمبول په توګه پېژندل کیږي.
 پاکستان د هغې په نیولو، سپکولو او ځورولو، غواړي افغان ملت ته پېغور ورکړي : 
ستا ښځه، ستا ناموس او ستا حیا زما په لاس کې ده ! 
دا زه یم چې ستا پرده، حیا او عزت هغه ډول ګډوم، چې زه یې غواړم. درنول او سپکول یې زما په لاس کې دي. 
اې غیرتي ټوپکواله ! 
د غیرت او ناموس دارۍ په بنګاوه مسته  افغانوژونکیه ! 
تاریخ او ویاړونه دې څنګه یادولای شې؟ چې شربت ګله دې، د پنجابي کوتک تر دربا لاندې د بې کسۍ تر ټولو سختې شیبې تېروي.
شربت ګله خو نه سیکولره وه، نه کمونیسته او نه هم سرلوڅې، دا خو د کډوالو د کېمپ یوه خواره محجوبه او بېخبره (عاجزه، کډه، تورسرې، مال، کوچ، اوزه، د اولادونو مور، کوروالا.... ) وه . 
هغوی به له ځانه سره څه فکر کوي، چې د همدې هېواد د استخباراتو په فرمان خپل هېواد ته باروت، اور او مرګونه راچلوي؟ 
کاشکې پوهېدلای شوای، چې د پنجاب په فرمان جنګېدونکي به اوس د خپل ملي ناموس داسې برخلیک ته څه ډول پرتوګ ګنډي؟ 
یو دلیل خو به یې دا وي، چې پروا نه کوي، پاکستان یو مسلمان هېواد دی او مسلمان حق لري، زموږ په ناموس هر ډول لوبه وکړي....؟! 
ایا تر دې وروسته به ځينې دې باورته ونه رسیږي، چې په خپل هېواد کې له ولږې، بې کورۍ او بې کارۍ څخه مرګ، سل ځله په پاکستان او ایران کې تر داسې بې عزته او بې غیرته ژونده ښه او غوره دی؟
 

 

-
بېرته شاته