(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له سولې تېښته

[17.Oct.2016 - 02:16]

لیک ډاکټر فیض محمد ځلاند

اشرف غني ارگ ته په ننوتو د سولې په سر د معاملې فکر وکړ، کیدای شي د غبرگ عبدالله اغیز به و، د ولسمشرۍ نشه، د بهرنیانو د ملاتړ اوازه او یا هم دا چې فکر یې کاوه چې په زور کلي کیږي. له همدې امله هغه ژمنه یې چې د ټاکنیزو مبارزو په اوږدو کې له طالبانو سره کړي وه چې په شپږو میاشتو کې به له دوی سره سوله کوي، هغه یې له یاده وویستله. اشرف غني چې له ولس نه رایه غوښته نو سوله یې لومړیتوب و، چې کله ارگ ته ننوت، جگړه یې لومړیتوب شو. لومړی خو دا پوښتنه را ولاړیږي چې له ولس سره د کړو ژمنو تلوسه یې څنگه ژر بدله شوه، دویم دا چې د حالاتو نا خبري یې څومره ژوره وه چې سوله یې په جگړه بدله کړه، په هر صورت! اشرف غني جگړې ته لومړیتوب ورکړ او په ښکاره یې د سولې په سر معامله د راحیل شریف (د پاکستان د لوی درستیز) تر دفتره ورسوله.

غني د خپل کار شاوخوا یو کال د پاکستان او امریکا سره د بې پایلو معاملو، خبرو اترو او د بندو دروازو تر شا په د سیسو کې تیر کړ، چې بلاخره یې پایله دا شوه چې پاکستان نه شي کولای طالبان سولې ته حاضر کړي، د سولې د څلور اړخیزو (پاکستان، امریکا، افغانستان او چین) له خبرو په څلورم پړاو کې په شا شو، ځکه چې پاکستان دوه مخی سیاست کاوه، د امریکا او چین د فشارونو باوجود یې طالبان د سولې میز ته را کش نه کړل، حال دا چې د همدې بحثونو په پیل کې د ای ایس ای مشر (رضوان اختر) په مري، اسلام اباد کې د طالبانو تش په نامه استازي یې له افغان حکومت سره کینول، او ارگ ډنډوره جوړه کړه چې دوی ډیر ستر پرمختگ کړی، طالبان یې مات کړل، سوله به د طالبانو په تسلیمۍ بدله شي او غني به افغانسستان غني کړي.

د همدې لانجو په اوږدو کې موږ له غني سره د ۱۳۹۳ کال جدي میاشت کې ولیدل، غني لالهانده او لارورکی ښکاریده، له ورایه یې په څېره کې وارخطايي تمثیل وه. موږ په تذکره کې د (افغانیت او اسلامیت) د ملاتړ په سر بحث ورسره کاوه، غني د جگړې موضوع را مخته کړه، وايی زما لومړیتوب جگړه ده؛ ځکه چې د ژمي په تیریدا طالبانو هوډ کړی چې جگړه تر کابله را ورسوي، ځينو ولایتونو ته سقوط ورکړي او په دې توگه د غني د اقتصادي پلانونو د ناکامولو کوښښ وکړي، ما سره پوښتنه را پیدا شوه چې کیدی شي غني به دا د ژوند لومړی کال په افغانستان کې وي، یا به غني د افغانستان د تیرې څه د پاسه یوې لسیزې څخه ناخبره وي ځکه چې په افغانسان که له تیرې یو لسیزې را هیسې موسمي جگړه روانه ده ـ د پسرلي په راتگ سره جگړه گرمیږي او د ژمې په راغبرگیدو، جگړه سړیږي.

په هر صورت، غني ویل چې سر له اوسه د جگړې د پاره تیاری نیسي، خو کله چې پسرلي را برسیره شو، غني به کله په پاکستان کې کرکیټ میچ ته ناست و، کله به یې د سعوې په گرمه هوا کې ځان خولې کاوه، کله یې د چین په لور دانگل او کله هم روسيې ته، ټوله سیمه یې په دې بوخته کړي وه چې گواکي افغانستان کې جگړه ده او د جگړې حل سوله ده، خو دا لار ترې ورکه ښکاریده چې سوله له چا سره؟؟ او سوله چیرته؟؟ او سوله څنگه؟؟

طالبانو په وار وار اعلان کړی چې موږ جگړه د حل لار نه گڼو، سوله غواړو او د سولې د پاره خپل شرایط لرو د پگواش د تیر کال د دوحې، قطر په غونډه کې (چې ما هم گډون کړی و) طالبانو خپل د سولې پلان اعلان کړ، حکومت پرې هیڅ سر ونه گرځاوه، موږ چې کابل ته راغلو او له حکومت سره مو تماسونه ونیول چې طالبانو د قطر په ناسته کې د سولې په اړه خپل رسمې دریځ اعلان کړ، حکومت وویل چې طالبان به د پاکستان له لارې دې ته اړ کړي چې د سولې له عالي شورا سره تماس ونیسي او په دې توگه به د پگواش هڅې، د افغان سوله غوښتونکې هڅې او د هر بل چا غوښتنه ځواب شي.

خو داسې ونه شول، جگړې دومره زور واخیست چې طالبان وتوانیدل کندوز سقوط کړي، د کندوز سقوط د غني حکومت ته یو لوی شرم و، خو دوی د دې دپاره چې له حقیقته تیښته وکړي، غني کندوز ته سفر وکړ د کندوز امنیه قومندان، ملي امنیت مشر، د امنیت امر چې له طالبانو سره یې په جگړه کې شکست خوړلی وو، مډالونه ورکړل، عمر ساپی، د کندوز پخوانی والي، چې د غني نژدې ملگری و، په کور کیناوه او پر ځای له هر بل چا ډیر کمزوری کس وگوماره، کال پوره نه شو چې د کندوز د سقوط پيښه بیا تکرار شوه.

له سولې تیښته د افغان وژنې په پراخو عملیاتو کې تته شوه، د هلمند جگړه د ښار تر سقوطه را ورسیده، ترینکوټ محاصره شو، فراه محاصره شوه، بغلان محاصره شو، حتی داسې ویل کیږي چې د کندهار، مزار، ننگرهار او کابل محاصره هم د طالبانو په لاس شونې ده، په دې مانا چې دې ولایتونو ته لویې ِغځیدلي لارې د طلبانو په ولکه کې دي، هره ورځ د ملي اردو، پولیسو، امنیت په لیکو کې په لسگونه ځوانان ژوند له لاسه ورکوي، یواځې د اگست په میاشت کې ۲۵۰۰ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي، په تیرو لسو ورځو کې له کندوز ښار څخه ۱۴ څوارلس زره کورنۍ کډه شوي دي، د بیځایه شویو افغانانو ستونزه په یو بشري ناورین بدلیدونکي ده، دا چې ژمی رانژدې دی، یو لور ته د طالبانو د زور زیاتوالی، د ښارونو محاصره، د لویو لارو بندیدا او بل لور ته د زرگونو افغانانو په خیمه کې ژوند د دې دلیل گرځیدلی چې سوله نوره د جگړې حل لار نه ده، بلکې جگړه به گټونکی او بایلونکی ټاکی.

د حکومت لوړ پوړي چارواکي چې د جگړې د تلفاتو او د بشري ناورین په اړه له رسنیو څخه حقیقت پټوي، د سولې په هر امکان سترگې پټوي او په دې توگه د سولې بدیل جگړه گرځوي.

پوښتنه دا ده چې تر کله جگړه؟ د څومره نورو ځوانانو وژنه؟ او د دې قتلونو هدف او موخه د څه او چا د پاره !!

-
بېرته شاته