(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا وطن، دیو ترابان

[17.Sep.2016 - 10:27]

پښتونخوا وطن، دیو ترابان او ګل اندامه ښاپیرۍ
لیک:شاهین بونیری
له آمو نه تر آباسین دا ټوله خاؤره ــــــ دا ټول غرونه ، سیندونه ، ورشوګانې او ګودرونه ــــــــ له امیرکروړه تر باچاخانه د خپلواکۍ ټول اوازونه ــــــــ د میوند د ملالې نه تر سوات د ملالې د قربانۍ او ننګ ټول داستانونه ــــــــــ د ۵۰ ملینه نه د ډیرو خلکو په زړونو کې راولاړ شوي ټول دردونه ــــــ ټول ارمانونه ـــــــــ دا هر څه چې راټول شي ـــــــ د زمکې یوه ټوټه ترې جوړه شي ــــــــــ د احساس یوه نغمه ترې جوړه شي ـــــــــــ یوه استعاره ترې جوړه شي ـــــــــــ او چې بیا دا هر څه یو بل ته ورترغاړه وځي نو پښتونخوا وطن ترې جوړ شي.

دا وطن ښایسته دې ، موړ دې ، غني دي او خلک يي خپلې سادګۍ او اخلاص خوړلي دي ــــــــ په دې خاوره کله د چنګیزخان پوځونه یرغل وکړي او کله د ګل خان! کله د اخونانو او پیرانو په شکل کې زبرګان راشي او خلک د وهمونو تیارو ته واچوي ـــــــ کله کماندانان او جرنیلان راشي او د وینو سیلابونه توي کړي ـــــــ ددې خاورې د خلکو فکرونه بیلارې او خوبونه شوریدلي دي ــــــ دا خلک په خپلو چړو لږیدلي دي ــــــــ دوي وخت په وخت ځانله خپله قبرونه کنستي دي.
کله چې د مینځنۍ ایشیا نه وایټ هنز په دې خاوره قابض شو نو دهغوي یو باچا وو چې د ؛ترامانه؛ په نوم پیژندل کیده ــــ هغه دلته د بدهایانو د عبادت ځایونه ، پوهنتونونه ، یادګارونه ، او د جرګو مرکو ځایونه او کلي کورونه وران کړل ، د خاورو سره يي خاورې کړل ــــ دومره ظلم يي وکړو چې بیا ددې سیمې خلکو د ترابان دیو په نوم پیژندو ـــــــ دغه ؛دیو؛ ترابان د دوي د فوکلوري تاریخ ، د دوي د نفسیاتو او د دوي د کیسو او داستانونو یو مهم کردار وګرځیده.
پیړۍ تیرې شوې ــــــ زمانې واؤړیدې خو ددې خاورې اولس د دیوترابان د پنجو نه ازاد نه شو ـــ ګو چې وخت په وخت ددغه دیو د سرچقولو لپاره د بهرام غوندې ځوانان او ننګیالي هم زیګیدلي دي خو دغه ؛دیو؛  سل سرونه کړیدي ـــــ کله د چنګیز خان په شکل کې راڅرګند شي او د انسانانو د سرونو نه منارې جوړې کړي ــــــ کله شیرعالم شي او د شک په چاړه د میمونۍ مرۍ پرې کړي ــــــــ کله اخوند اوپیر شي او د وهمونو جال خور کړي ــــــ کله طالب او ملا شي ـــــــــ کورونه وران کړي ، بازارونه وران کړي ، ګلونه خاورې کړي ، خوبونه خاورې کړي او بیا يي ښه په ډاګه اومني چې دا هر څه ما کړیدي توره مو تیره او لاس مو خلاص .
دې ؛دیو؛ ددې خاورې د هر ماشوم او هرې ګل اندامې د تن وینې وڅکلې ـــــــــ دا دیو په زړونو کې وسیږي او په مزغو کې ټوپونه وهي ـــــــ دا ؛دیو؛ د بې اتفاقۍ ، جمود او ناپوهۍ دی ـــــ دا ؛دیو؛ به هله مري ــــــ کله چې په تیارو تیاره مازغه روښانه شي ـــــــــ کله چې ددې خاورې بچي د پوهې او شعور په کالو ښایسته شي ــــــــ کله چې د شیرعالم لاس مات شي او میمونۍ ته د خپلې خبرې حق تر لاسه شي ــــــــــ کله چې د عبادت ځایونه د تنګ نظرۍ او تعصب پر ځاي د علم او مینې مرکزونه شي ــــــ کله چې د مرګ د عظمت په ځاي د ژوند عظمت خبره اوشي ـــــــــ او دا څه اسان کار نه دی ـــــــ ددې لپاره به د وطن هر بهرام کار ته ملا تړي ـــــــ خپلې وښکې به وچوي او د خپلواکۍ د ګل اندامې د سرې ډولۍ لپاره به د مینې بیرغ په لاس د ترابان ګریوان ته لاس اچوي!

اوښکې مانځي دي که بیلمازه
زما په سیري ګریوان ځي مونځ پرې کومه

-
بېرته شاته