(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پېښور پښتو اکا‌‌‌‌‌‌ډمي...

[14.Sep.2016 - 08:54]

لیک:ډاکټر لطیف یاد 
دپيښور پښتو اکیډیمۍ کله جوړه شوه او موخې او هدفونه یې څه دي ؟
په پښتونخوا کې پښتو اکیډیمي هغه ستر علمي مرکز دی چې دتیریوشپیتو کلونو راهیسې دپښتو ژبې ، ادب ، دپښتنو دتاریخ او د د پښتنو دکلچر او ثقافت په اړوند څيړنې کوي اودخپل جوړیدو نه تراوسه پورې یې دپښتو ژبې او ادب لپاره دقدر وړ خدمتونه کړي دي .دغه اکیډیمي دپيښور پوهنتون په چوکاټ کې خپل فعالیتونه پر مخ بیایی.
دلومړي ځل لپاره د پيښور دپښتو اکیډیمۍ دجوړلو مفکوره او سوچ ددغې اکيډیمۍ دلومړني مشر ( ډایرکټر) ښاغلي ارواښاد مولانا عبد القادر له خوا په ۱۹۴۸ زیږدیز کال کې په هغه غونډه کې رابرسیره شو چې دښاغلي فضل اکبر بینوم په مشرۍ دپيښورد اسلامیه کالج په لوی هال ( سالون) کې جوړه شوې وه ، نوځکه دوخت دنا مساعدو شرایطو په وجه دمولانا عبدالقادر دغه سوچ دعملي کیدلو جامه وانه غوستله ،خو مولانا عبد القادر نا هیلی نه شو او خپلو هلو ځلو ته یې دوام ورکړ څو په ۱۹۵۵ زیږدیز کال کې په دې بریالی شو چې ددغې اکيډیمۍ بنسټ کښیږدي او دی یې لومړنی مشر یا ډایرکټر وټاکل شو.
ددې اکیډیمۍ مشر ددې اکیديمۍ تر جوړیدو وروسته دا مناسبه وګڼله چې دغه اکیډیمي دې دپښتو په نامه یوه مجله ولري چې په هغه کې دپښتو ژبې، پښتو تاریخ اونورو موضوعاتو په اړوند علمي او اکیډیمیکې مقالې چاپ شي چې له نیکه مرغه دغه کار هم ترسره شو. 
دپښتو مجلې دنورو علمي او اکيډیمیکو مقالو تر څنګ دپښتو اکیډيمۍ دموخواو هدفونو لپاره یو پروګرام درلود چې په اووه ویشتو مادو (نکاتو) کې په یوې رسالې کې چاپ شو او هم یې لنډیز ددغې اکیډيمۍ په علمي مجلې پښتو کې خپورشو.دپښتو اکیډیمۍ دغه ځینې مهمې موخې ( هدفونه) په لاندې ډول وو:
۱-د پښتو اکيډیمۍ تر ټولو ستره موخه د پښتو د علمي، ادبي او فني صلاحيتونو رابرسېره کول او په کار اچول دي، څو پښتو او پښتانه د نړۍ په بېلابېلو ژبو او ولسونو په کتار کې سم ځای ونيسي.
۲- ددې موخې لپاره اړينه ده چې په پښتو ژبه کې د نويو او زړو علومو او فنونو کتابونه تيار کړل شي، اکېډیمۍ به د تاليف او ژباړې څانگې جوړوي او هغو ته به د پښتو ژبې، ادب، تاريخ او نورو علومو ماهران راغونډیږي او څېړنې به کوي.
۳- د پښتو ژبې د علمي معيار د اوچتوالي او يووالي لپاره به دا ضرور وي چې ټول نوي الفاظ يا اصطلاحات د اکيډيمۍ تر خوښی وروسته دود شي لکه چې د فرانسې، دمشق او مصر، ايران او کابل پښتو اکيډیمۍ د خپلو ژبو په اړوند د نویو ویو ( لغاتو) او اصطلاحاتو د وضعه کولو مستندې ادارې دي، داسې دې دلته دا اکېډیمۍ هم وي.
۴- اکېډیمۍ به د پښتو د ټولو ټبرونو او سيمو دځانګړو لغاتو او محاورو يو جامع قاموس تيار وي .
۵- د علمي معيار، لوړتيا او يووالي دپاره د پښتولیکدود ( رسم الخط) يووالی هم اړین دی، اکېډیمۍ به ددې ستونزې د حل لپاره د داسې لارې ايستلو هڅه او کوښښ کوي چې د هغې له برکته د پښتو ليک او لوست آسان او عام فهمه شي.
۶- اکېډيمي به د پښتو د حروف تهجي يو مخصوص او ځانګړی ټايپ هم وضعه کوي چې ځينې کتابونه په لږ وخت کې او په ښه توگه چاپ شي.
۷- د پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې د ځينو مشرانو او يا د دوی کورنيو په سره د پښتو ډېر زاړه کتابونه د قلمي او چاپ دستاويزات شته، اکيډیمۍ به دا هڅې کوي چې په پښتونخوا يا بل هیواد کې داسې څه وي ترلاسه کړي، او د څېړونکو په واک کې يې کښېږدي.
۸- اکيډیمي به د پښتو د زړو او نوو کتابونو د راغونډولو له پاره هڅه کوي او کتابتونونه به جوړوي او چې کوم کتابونه ورک يا کميابه وي او يا لا چاپ شوی نه وي د هغو د تصحيح کولو او چاپولو په کار به هم لاس پورې کوي .
۹- دکتابتون سره به اکېډیمي يوه دارالمطالعه هم جوړوي چې د پښتو ژبې او پښتون تمدن او تاريخ د محققينو او مینه والو لپاره پکې د مستندو کتابونو زیرمه شتون ولري چې د نړۍ د هرې برخې نه به مینه وال ورته راځي .
۱۰- اکېډیمي به د تر خپله وسه د پښتو ليکوالانو او د هغوی د کار ستاینه کوي او د دوی د آثارو او مقالو د معيار او چاپ په هره برخه کې چې څه کېدای شي مرسته به ورسره کوي.
۱۱-د پښتو ولسي ادب د خوندي کولو لپاره به اکيډیمي د پښتو زړې نوې ټپې، چاربېتۍ، لوبې، غزلې،بګتۍ ، بدلې، نيمکۍ، کیسې ، ټکونه اړونه، کليوالي سندرې او نور راغونډوي او له ترتيب، تدوين او تصحيح نه وروسته به يې د کتاب په بڼه چاپوي.
۱۲- پښتو اکیديمي به د پښتو د هرې سيمې د متلونو د راغونډولو او د هغې د پس منظر توضيح او تشريح او دچاپولو په برخه کې مرسته کوي .
۱۳- اکېډیمۍ به هر کال ددغې کال د بهترينو ليکل شوو کتابونولیکوالانو ته مناسب انعامونه ورکوي او نښانونه او ستاینلیکونه به تياروي.
۱۴-اکېډیمي به خپله يوه مجله هم جاري کوي چې هغه به د علمي، ساينسي، او فني تحقيق په لړ کې معياري مضامين خپروي . 
۱۵- داکيډیمۍ په دندو کې به دا هم شامله وي چې د کومو ژبو د پښتو سره د څڼې د اوربل تعلق دی لکه عربي، پارسي، اردو، ترکي، سنسکريت، اوستا او نورې ډېرې ژبې، ددغې په اړه داسې مالومات راغونډ وي چې د پښتو ژبې د يوه متخصص يا څیړونکي په کار راشي.
۱۶-لکه څرنگه چې به اکيډیمي په پښتو کې د نورو ژبو د ښو ښو کتابونو دژباړې کار لاس پورې کوي ، دغه رنگه به د پښتو معياري کتابونه په نورو ژبو لکه اردو، پارسي، انگرېزي اونورو ژبو کې ترجمه کولو ته هم لاندې وزي. د پښتو ژبې تاريخ يا پښتون کلچر په اړه که په نورو ژبو کې د څه تحقیقي کتاب يا مقالو ليکلو اړتیا پېښه شي نو اکېډیمي به ددغې کار د سر ته رسولو فرض پوره کوي.
۱۷- د ادبي او علمي معيار اوچتولو په غرض به اکېډيمي د ميټرکوليشن (لسم ټولگي)، ايف اې (Fine Arts)، بي اې (Bachelor of Arts)، ام اې (Master of Arts)، او آن تر پي ايچ ډي (دکتورا) پورې امتحانونه اخيستل يا سند ورکولو دپاره ضروري اقدامات کوي او د تولو تعلیمي نصابونو جايزه به هم اخلي چې په مدرسو، ښوونځيو، پوهنځيو او پوهنتونونو کې دود وي.
۱۸- د پښتو هغه آزموينې چې د پوهنتون ترڅارنې لاندې اخيستل کېږي، اکېډيمي به دا کوښښ کوي چې د هغو معيار دومره اوچت کړي لکه د يوې پرمختللې ژبې دپاره چې ضروري وي.
۱۹- د اکيډیمۍ د نشر و اشاعت د ضرورياتود پوره کولو لپاره به د پېښور د پوهنتون د چاپځي نه کار اخيستل کېږي، او که لازمه شي اکېډمۍ به پښتو د يوې مخصوصي چاپخانې په جوړولو هم غور کوي.
ددغې آکیډیمۍ ډایرکټران :
دپیښور پښتو اکیډیمۍ دخپل جوړیدو له وخته تر ننه پورې داسې ډایرکټران درلودلي چې پښتو ژبې ته یې دقدر وړ خدمتونه کړي دي .زه دلته دپیښور دپښتو اکیډیمي دهغو ډایرکټرانو نومونه راوړم چې ددغې اکيډیمي مشري ورپه غاړه وه .
۱-ښاغلي ارواښاد مولانا عبدالقادر 
۲- ښاغلی ارواښاد میا سید رسول رسا 
۳-ښاغلی ارواښاد سید عظیم شاه خیال بخاري
۴-ښاغلي ارواښاد پروفیسر عبدالعلي خان 
۵-ښاغلی ارواښاد ډاکټر غوث محمد خټک
۶-ښاغلی ارواښاد پروفیسر پریشان خټک 
۷- ښاغلی پرو فیسر محمد نواز طا ئر
۸- ښاغلی ارواښاد ډاکټر راج ولي شاه خټک
۹-آغلې پروفیسر ډاکټر سلما شاهین 
۱۰-ښاغلی پروفیسر ډاکټر نصرالله جان وزیر
په اوسني وخت کې دپيښور په پښتو اکیديمي کې دغه لاندیني کسان په علمي تحقیقاتو بوخت دي :
۱- ښاغلی ډاکټر نصرالله وزیر دپښتو اکیډیمۍ ډایرکټر 
۲- آغلې ډاکټر فرخنده لیا قت 
۳- اسو شییټ پرو فیسرښاغلی ډاکټر دانش بیټنی 
۴- جونیر ریسرچ آفیسر ،اسسیټینټ ښاغلی پروفیسر ډاکټر سیماب 
۵-جونیر ریسرچ آفیسرآغلې ډاکټر بشرا خاتون
دپښتو اکیډیمۍ کتابتون:
د پیښور پښتو اکیډیمي ډیر شمیر پښتو ، فارسي ، اردو،انګریزي او عربي کتابونه لري چې دغه کتابونه زیاتره ادبي ،علمي ، تاریخي کتابونه دي .ددې برسیره ۱۵۰۰ پښتو خطي نسخې لري چې دپښتو ډډیرو کلاسیکو شاعرانو خطي نسخې او دیوانونه هم پکې شته .
باید زیاته کړو چې وخت په بېلابېلو پړاوونو کې پښتو اکيډيمۍ څه دپاسه ۷۵۰ بېلابېلې خپرونې خپرې کړي دي، چې په دغو کې لرغوني، کلاسيک او نوي ادبيات، تنقيدي کتابونه، ساينسي څېړنې، ژباړې، پښتو پوهنغونډونه، څېړنيزې خپرونې، رسالې او مجلې په پښتو ژبه خپرې کړي دي. پښتو اکيډمي د پښتو ژبې په اړه د څېړنو او گروېږنو يو ځانگړی کتابتون هم لري چې په دغه کتابتون کې گڼ شمېر بې ساري پښتو کتابونه، خطي نسخې، فلمونه، غږيز او ليديز فيتې، د عالمانو، ليکوالانو او شاعرانو انځورونه شته. په دې وروستيو کالونو کې د پښتو ژبې د تورې او قلم شاعر ارواښاد خوشحال خټک د ژوند او کارونو په اړه يوه ځانگړې څېړنيزه څانگه ځانگړې شوې ده.
داخبره به هم زیاته کړم چې دپښتو اکیډیمي داوسني ډایرکټر ښاغلي ډاکټر نصرالله جان وزیر صیب ددغې اکیډیمۍ تکړه ډایرکټر دي چې دپښتو ژبې سره ځانګړې مینه لري ، دده په وخت کې پښتو اکیډیمۍ څلور رسالې چا پ کړي دي ، همداراز دپښتو ډیکشنري چې د۱۹۵۵ زیږدیز کال راهیسې یې شپږ ټوکه چا پ شوي وو اوسی ېې په دیارلس ټوکونو کې دغه لړۍ بشپړه کړې او چاپ ته چمتو ده . ده داکیډیمۍ ټول هغه بورډونه ( لوحې ) چې دمخه په اردو ژبه لیکل شوې وې په پښتو کړي دي چې دا کار هم دستاینې وړ دی.
دښاغلي وزیر صیب په وخت کې پښتو اکیډیمي څو سیمینارونه جوړ کړي دي چې په دغو سیمینارونو کې دغه لاندیني سیمینارونو یادونه کولی شو چې ګڼ شمیر لیکوالو او شاعرانو پکې ګډون کړي وو. 
۱- درحمان بابا او حافظ شیرازي مشترک اړخونو په نامه سیمینار
۲- دپښتو ژبې د نا متو لیکوال ښاغلي همیش خلیل سیمینار 
۳- دخوشال خان خټک او فردوسي سیمینار 
۴- دپښتو ژبې او ادب کشالې سیمینار 
د پيښور پښتو اکیډیمي اکیډیمي سره له دې چې دپښتو ژبې ته ډیر خدمتونه کوي نو دپښتونخوا صوبه یې حکومت ورته لازم فنډ نه ورکوي ، دبیلګې په تو ګه دخیبر پښتونخوا صوبايي حکومت دهندکو اکیډيمۍ ته سږکال اووه کروړه روبۍ فنډ ورکړی و ، خو دپيښور دپښتو اکیډیمۍ ته یې هیڅ فنډ نه دی ور کړې .
--------------------------------------------
په دې لیکنه کې مې له لاندنیو ماخذونو نه ګټه اخیستلې ده :
۱- ویکیپیډیا https://en.wikipedia.org/wiki/Pashto_Academy
2- http://www.uop.edu.pk/departments/?q=Pashto-Academy 
یادونه: د پيښور دپښتو اکیديمۍ دعلمي غړي ښاغلي پروفیسر ډاکټردانش بیټني نه ځانګړې مننه کوم چې زما سره یې د پيښورپښتو اکیديمي په اړوند یو شمیر معلومات شریک کړل

 

-
بېرته شاته