(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د وررو قوم د وېشلو او پاشلو

[06.Sep.2016 - 12:40]

په ټولیزوشبکو کې د وررو قوم د وېشلو او پاشلو غوړېدلى ټغر

لیک: ایمل خان

په دې وروستيو کې ليدل کيږي چې په ټولنيزو شبکو کې د ساده او جذباتي قوم په نوم هر ورځ په شعوري توګه کله د افغان او کله د پېښوري په نوم داسې پوسټونه کيږي چې دواړه خوا پښتانه سره په خپلو کې مخالف او تربګنۍ په کې پيدا کړي . دې کې شک نه شته چې له يو بل څخه ګيلې او مانې ډيرې لرو، خو دښمن ته نوره نو دا موکه ورکول نه دي په کار چې په موږ نورې لوبې وکړي .

 يو وخت د ساړه جنګ د سيالانو هڅه دا وه چې افغانان زيات مهاجرت ته وهڅول شي چې هغه مهال پاکستان د افغانانو تود هرکلى وکړ او دوى يې خپل مېلمانه وروڼه وبلل ، ځکه چې دا کار هغه مهال د ساړه جنک د رقيبانو د رقابتونو يوه برخه و ، خو اوس افغان ورورڼه له پېښوره په زور شړل او ايستل کيږي . 

 جالبه دا ده کله چې اوس د دنيا او پاکستان حالاتو بدلون کړى او پر پاکستان نړيوالې مرستې بندې شوې دي او يا بنديږي ، نو پاکستان اوس حس کړه چې افغان کډوال پر دې هېواد بوج او د اوږو بار دي .

له افغان کډوالو سره د پاکستان اوسنى ناوړه سلوک ناقانونه ، غير انساني او د نړيوالو قوانينو  خلاف کړنه ده ، خو د ډير افسوس خبره او ځاى دادى چې له افغان کډوالو سره د پاکستان د نورو صوبو په پرتله ډير زور زياتى په خيبر پښتونخوا کې چې د پښتنو علاقه ده کيږي چې زما په باور دا کومه ناڅاپي خبره نه ده ، بلکې په شعوري توګه دغه چلند دلته پرمخ وړل کيږي .

ددې کړنې يوه موخه دا ده چې په تېرو کلونو کې  چې د لراو بر افغان ترمنځ د خپلوۍ ، دوستۍ ، وروګلوۍ او شريک درد کومه اړيکه جوړه او  پيا وړې شوې هغه په بې رحمانه توګه په نښه کيږي ، ترڅو پورته ذکرشوې ګډې رشتې او اړيکې له منځه يوړل شي . بله موخه يې دا ده کله چې افغان وروڼه په خيبر پښتونخوا کې ډير وکړول شي او اړ شي چې خپل ټاټوبي ته لاړ شي، په دې کړولو سره به د هغوى زړه د خيبر پښتونخوا له اوسېدونکو دومره شين او مات وي ، چې بل وخت به بيا راتلو ته زړه ښه نه کړي او همدارنګه که کله د خيبرپښتونخوا کوم اوسېدونکى کابل ته د تګ لپاره زړه ښه کړي ، نو په کابل کې به يې دومره قدر کم او د خلکو به ترې بد راځي چې څوک به په کابل کې ورته ښه راغلاست هم ونه وايي .

 په ټولنيزو شبکو کې دومره د لر او بر افغان ترمنځ د کرکې او بدبنۍ د پيدا کېدو په موخه په شعوري توګه په بېلابېلو ډولونو پوسټونه کيږي او دغې کرکې او افوهاتو دومره زور اخيستى چې اوس يې يو د بل له سيوري هم بد راځي .

اوس د داسې جذباتي فضا د جوړېدو هڅې روانې دي چې ځورېدلي ، خفه او ګيله من افغانان په پېښور کې  يوې جذبې لرونکې کړنې يا غبرګون ته چمتو کړي . 

هغه مهال چې کله افغانانو له خپل هېواد څخه پېښور ته هجرت کاوه ، هغه مهال هم په پېښور کې د مېشتو پښتنو خبره خپلو چارواکو نه اورېدله او اوس هم د پېښور مېشتو خبره خپل حکومتي چارواکي نه اوري . زما په ګومان دښمن اوس په خپل ټاکلي هدف کې تر ډيره بريالى ښکاري ، ځکه اوس  د خيبر پښتونخوا مېشت ځينې پښتانه او ځينې افغان کډوال چې څه يې په خوله راځي يوبل ته يې وايي او يوبل پسې په ټولنيزو شبکو کې پوسټونه کوي او بد ورد سره تبادله کوي ، چې دې کار يوبل ته ان د ښکنځل کولو زمينه هم مساعده کړې ، چې موږ بايد په هوښيارۍ سره د دښمن دې دسيسې ته متوجه او د دغه ډول نفرت او شوم پلان ريښې و باسوو .

زموږ ناپوهه، ساده او جذباتي ځوانان او نور بايد په دې وپوهيږي چې دوى دا يوبل ته بد رد ويل ، ښکنځلې او پېغورونه دښمن ته نه، بلکې خپلو کې يوبل ته کوي او دښمن ددوى له دې وېشلي او نفاق لرونکي حالت څخه ګټه پورته کوي . دښمن هڅه کوي چې دا لر او بر ورور قوم دومره له يو بل څخه زړه توري او متنفر کړي چې ان يو وخت د يوبل ګريوان ته خداى مه کړه لاس واچوي ، رسوايي يې تر نورو ورسيږي او دا کار د همدې ټولنيزو شبکو په وسيله او استفاد کوي ، خو زما پيغام دا دى چې د لر او بر ورور پښتون قوم دې د پرديو او په کمين کې ناست دښمن دغه د نفاق او شقاق تخم ته متوجه او د هغوى دغه پلان او دسيسه دې ، په پوهې ، علميت ، سړه سينه ، تفاهم ، مشوره ، تجربه او هوښيارۍ سره شنډه او په ټولنيزو شبکو کې  دا د ورور قوم د نفاق لپاره خپور شوى ټغر دې د تل لپاره ټول او د ټغر غوړونکي دې سر ټيټي او د تل لپاره شرميده کړي .

-
بېرته شاته