(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په هسکه مېنه کې څه تېرشول؟

(Tolafghan):دچنګاښ دمياشتې په شپاړسمه ديکشنبې په سهار چې تازه دلمر سترګې څرک وهلى ودننګرهار ولايت دهسکې مېنې داوغز دغرنۍ سيمې استوګنوهم ورځنۍ چارې پيلولې .چاخپلو پټيو ته قولبه روانوله ،چا خپلې ميږې او وزې دڅريدو لپاره بيولې.او چاهم دخرڅون لپاره دلرګيو دراوړلو تابيا کوله .خو ددوې په منځ کې يو څوک داسې هم و چې دخپلې خټينې کلا په بريد يې دپورې کنډو نه راغلې نرۍ لار څارله .ددې دا څارنه دخپګان لپاره نه بلکې دخوشالۍ لپاره وه کلونه پس يې کور ته خوشالي راروانه وه.داسې خوشالي چې ده يې ډير ارمانونه کړي و.خو درېغه چې داټول دخپل تقديرنه بې خبره و.او په دې نه پوهيدل چې شېبه پس به ورسره تقدير څه لوبې کوي.دوى دا هم نه انګېرله چې داوغزشنه او زړه راښکونکې دره به دامريکايي الوتکو نه درالويدلو بمونو په لوګيو پوښل کېږي او دانسانانو غوښې به دغره دځناورو او دهوا دمرغانو خوراک ګرځي.داوغز دسيمې د(کلاو)دکلي يو اوسيدونکي لال زرين په يوه بل کلي کڅونو کې خپل زوى ته دخپلې لور په بدل کې ښځه کړې وه او چې تېرکال يې خپله مېرمن په حق ورسيده نو په کورکې يې داخلي پخلي لپاره څوک نه و دهمدې امله اړ شو چې دخپل ديارلس کلن زوې عتيق الله کور ودان کړي او دخپلې لور په بدل کې چې يو کال وړاندې واده شوې وه خپله انګور هم رادکوره کړي.ده دخپل زوې دخسرګنۍ سره ديکشنبې شپه دواده نيټه ايښې وه دهمدې لپاره يې دخپلو خپلوانو دکور مېرمنې ،پيغلې انجونې او واړه هلکان دکليوالي دود سره سم دناوې دراوستو لپاره وراستولي و.او دې ورته دهمدې مخامخ کنډو لار څارله ،دزوى خسرګنۍ يې هم دوعدې سره سم خپله لور ناوې کړه ،لاسونه يې ورته په نکريزو سره کړل،سر يې ورته غوړ او چوټي کړ او دواده جوړه يې ورواغوسته او دده پسې دورغلې ډلې سره يې کړه .دوتو په وخت به يې مور يو جام اوبه هم دبرکت لپاره پسې خامخا شيندلې وي.ددې سره يې دناوې لپاره جوړه شوې بستره او جامو او سينګار يو بکس هم په خره وتړل،دناوې قافله په خوشالۍ سره راروانه شوه تر څو دلمر خاته سره سم ناوې دخپل بخت کورته ورسوي .هلته ورته زرين کاکا لار څارله.
خو دريغه چې لال زرين او نور اوغزوال نه پوهيده چې دامريکاړندې الوتکې به ددوې دا ښادي په غم اړوي او ټول به دوېر پر ټغر کينوي او دلال زرين کاکا دانتظار شيبې به دډولۍ دلېدو پرځاى ديوې نه دلسګونو جنازو په ليدو پاى ته رسېږي.امريکايي الوتکو په دې پلمه چې ګواکې دلته القاعده او طالبان دي دواده په ورا بمونه وغورځول.او دسترګوپه رپ کې خوشالي په خپګان واړوله او ټولو هغو چې دواده دوريجو خوراک ته په تمه ودانسانانو دغوښو په راټولولو بوخت شول.لال زرين کاکا چې په دغه پېښه کې يې يوه واده شوې لور،زوم او ناوې انګور او دکور څو تنه نور لوې او واړه له لاسه ورکړي و راته وويل چې کله دپېښې سيمې ته ورسيدم نو يو وړوکې لمسې مې دغټې ډبرې لاندې و ماته يې نارې کړې چې بابا زه جوړ يم ما له دې ځايه وباسه.خو ما دهغه سره هېڅ مرسته ونکړه يوازې همدومره مې وکړل چې يوه اندازه سوزيدلې ټوټې مې دهغه دسر لاندې کېښودې او په خداې مې وسپاره.هغه وويل زه نه پوهيدم دبدن کوم غړى لومړى راواخلم هر لورته غوښې او اندامونه پراته و.يوه ځلمي راته ويل چې دانسانانو غوښې دهغه خره دغوښو سره ګډې شوې وې چې دناوې بستره او دواده بکس ورباندې تړل شوي و.په دې انځور کې چې تاسو څوک وينۍ دادواده ځلمى دى چې دديا رلسو کالو دى او په اوم ټولګي کې زده کړه کوي .ده دپلار دخوشالتيا لپاره واده ته زړه ښه کړى و.خو اوس نه پوهېږي چې داڅنګه هر څه دسترګو په رپ کې بدل شو ده په مخامخ ډول خپله ناوې ونه ليده او نه په دې پوه شو چې چې واده څه ته وايي.
په دې انځور کې تاسې وينۍ چې عتيق اله په هغه هديره کې چې په هر قبر کې څلور او پنځه تنه خښ شوي دخپلې ناوې قبرمالوموي .يو بل کليوال راته ويل چې دوه مېرمنې له خپلو تي خورو ماشومانو سره يوځاې په داسې حال کې شهيدې شوې وې چې خپل ماشومان يې په ځانو پورې کلک نيولي و.هغه وويل دکلي خلکو هغوى له خپلو ماشومانو سره يو ځاې خښې کړي.
داماشوم چې تاسې وينۍ له پېښې په داسې حال کې ژوندى راوتلى چې ټپي شوى و کله چې موږ ته کليوالو دشهيدو مېرمنو او ماشومانو پاتې شونې څپلکې او جامې راوښودې نو دې ناببره چيغې کړې بابا ،بابا زما څپلکې ترينه راواخله.،
په دې بل انځور کې تاسو يو تنکى ځلمى وينئ چې يوه ماشومه يې تر څنګ ولاړه ده ددې ځلمې مېرمن او يو ماشوم په دې پېښه کې وژل شوي همدا يوه لور ورته پاتې ده خپلوانو يې قصه کوله چې داماشومه دومره وېريدلې چې يوه شيبه هم دخپل پلار نه نه بيلېږي،
دکليوالو په وينا په دې پيښه کې په ټوليز ډول (٤٧) تنه ښځې او ماشومان وژل شوي او (١١)تنه نورټپيان شوي دي.په لاندينې انځور کې چې تاسو کوم وېستل شوي قبرونه وينئ دا دهغه (١١) تنو لپاره دي چې په دې پېښه کې لادرکه شوي دي.دپېښې په درېمه ورځ راته يو ځلمي وويل چې ديوه ماشوم يوه پښه او يو لاس يې موندلې و،همدارنګه دپېښې په څلورمه ورځ هم ديوماشوم مړى وموندل شو.
اوس به راشو دې ته چې ټولې رسنۍ ،سيمه ييز افغان چارواکي او ولسي وګړي چيغې او سورې وهي چې داټول ولسي وګړي دي .خو دامريکايانو لکه چې خوا نده يخه او همدا چيغې وهي چې دلته القاعده او طالبان و .ددوې يوه ويانديوې نړيوالې رسنۍ ته ويلي چې مونږ ته دې په دې پېښه کې داسې شواهد وړاندې شي چې وښايي هلته ملکي وګړي وژل شوي.دلته څو داسې انځورونه ليدلاى شئ چې ډيرويده ضميرونه راويښوي.ښايي ددې نه نور پوخ او کره ثبوت ته اړتيا هم نه وي.
دکلي خلکو دا ثبوتونه له کابله راغلي پلاوي ته ورکړل چې دښاغلي کرزي مخې ته يې کېږدي،اوپلاوي ته يې داهم وويل چې ښاغلي کرزي ته دا هم ووايي چې دا دهغه کليوالو امانت دى چې مېرمنې يې په لوڅو پښو او وږي نس له هر ډول ګواښونو سره سره درايو صندوقونو ته راغلې او تاته يې خپله رايه درکړه اوس تاته ددې سوغات په درلېږلو سره له تانه دهغوى دپوښتنې کولو مننه څرګندوي. داوغز په پېښه کې دهغه کورنيو په پرتله چې غړي يې پکې له لاسه ورکړي دنورو کورنيو مېرمنې خورا خواشينې دي او هرسهار چې لمونځونه وکړي نو دهديرې په لور مخه کړي او دشهيدانو روح ته ددوعا تر څنګ دا ټپه هم له ځان سره زمزمه کوي چې ، په مادې وکړل په تا وشه ----- په کور دې راشه بې بارانه سيلابونه - بېرته شاته