(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ک‌‌‌‌‌‌ډوال او د

[04.Sep.2016 - 04:39]

افغان  ک‌‌‌‌‌‌ډوال او د بی غوری پټ لاسونه

لیک: محمد یونس
طالبانو سقوط  څخه وروسته د کابل ښار جوړښت بدل شو، د شورای نظار ځینی غړو د کابل لوی لوی سیمی غضب کړی او د خپل ګوند غړی یی هلته ځای پر ځای کړل، امان الله ګذر چی خلک یی د ځمکو پر غضب تورنوی دومره هوښیار انسان نه دی چی همغه مهال د داسی لوی پروژی په اړه لوی ذهنیت ولری ترڅو په راتلونکی کی کابل کی خپل زور او نفوس په هغو خلکو وښیی چی غضب شوی ځمکی د دوی له لوری ورکړل شوی. دا پلان بی شک چی د بهرنیو استخباراتو له لوری جوړ شوی خو د شورای نظار په لاس عملی شوی.
همداسی ایران شیعه هزاره وګړو لپاره د هیواد په لوی لوی ښارونو کی لوی لوی ښارګوټی رامنځته کړل، د دوی نفوس یی کابل ښار کی ډیر کړ،ترڅو دوی څخه په راتلونکی کی استفاده وکړی، لکه څنګه چی ګوری هزاره اوس د ایران په غوښتنه ټول کابل رخصت کولی شی، د ارګ پر دیوالونو اوړی، لوی لوی مدرسی لری او د کابل ښار ټول جوړښت یی بدل کړی، دوی د توتاپ پروژی په اړه د ایران غوښتنی پر مخ بیایی ترڅو دا پروژه ترسره نشی.
په هر حال اوس چی افغان مهاجرین پاکستان څخه خپل هیواد ته ستانه کیږی او د دوی تعداد دری میلیون اټکل شوی، د دوی په اړه ډیره زیاته بی توجهی کیږی، ملی امنیت شورا ،شورای نظار، ایران پلوه ډلی کوشش کوی چی دا مهاجرین چی اکثریت پښتانه دی په ټول هیواد کی وویشل شی، د استوګن مشخص ځای ورنکړل شی، ترڅو د ښارو جوړښت د دوی په خوښه پاته شی. ایران په دی هکله ډیر کوشش کوی ترڅو افغان چارواکی په دی اړه بی غوری وکړی.
تیرو ۱۵ کالو ته په کتلو سره په یقین سره ویلی شو چی د جنګ ټول زور په هغو سیمو کی وو او دی چی هلته اوسیدونکی ټول پښتانه ول، ۹۵ فیصده بیندیان پښتانه دی، اصلی واک په ملی امنیت او ملی اردو کی غیر پښتنو سره ده، کوشش هم کیږی چی پښتانه ملامت وګڼل شی، حال دا چی هر انسان تعلیم،امنیت،پرمختګ،سولی ،او… سره مینه لری. د دی پر ځای چی د دی سیمو اوسیدونکو سره همدردی وکړی او ورته ووایی چی جنګ پر تاسو تحمیل شوی برعکس دوی د دهشت ګر په نامه او د دهشت ګر ملاتړ په نامه ملامت کیږی!!
هیله دا وه چی پښتانه له خپل قوم سره همدردی وکړی، د افغان مهاجرینو ستونزو ته توجه وکړی او پخپل چارواکو فشار راوړی ترڅو مهاجرینو ته په هیواد کی دننه استوګن ځایونه ورکړی. استوګن ځایونه باید ښارو ته نژدی او داسی سیمی چی هلته نسبی امنیت موجود وی افغان مهاجرینو ته ورکړل شی، یواځی ځمکه ورکول نه لوی امتیاز دی او نه حکومت مالی ستونزو سره مخ کوی،بلکه دا باید د مهاجرینو حق وګڼل شی، د مهاجرینو بد وضعیت ،مشکلات او غربت ته باید چارواکی توجه وکړی. دوی اکثره د لاری کرایه نه لری، په هیواد کی نه ځمکه لری او نه کور. د دوی اکثرو په سیمو کی بی امنی او جنګ روان ده. خو خبره سرچپه ده، دوی د همدردی احساس نه لری، له تیرو ۱۶ کالو یی څه نه دی زده کړی،کله چی هزاره د لس نفرو لپاره ټول کابل سړکونه بند کړی،د ارګ پر دیوالونو واوړی او ډاکټر اشرف غنی ته مخامخ تندی خبری وکړی بیا پښتانه یواځی وایی چی دا ولی داسی او داسی کوی، خو اوس چی د دی پر لس افرادو نه بلکه په دری میلیونو ظلم کیږی ،بی ځایه کیږی،هیواد کی د اوسیدو ځای نه لری ،حتی یوه کرښه همدردی هم افغان مهاجرینو سره نه کوی. نو په داسی صورت الله تعالی به څنګه د دی قوم برخلیک بدل کړی!!
حال دا چی پخپل هیواد کی دننه تقریبا دوه میلیون پښتانه بی کوره او بی ځایه شوی.او دا دری میلیون نور هم خپل هیواد ته ستانه کیږی خو د دوی مشکلاتو په اړه او هغه ستونزی چی په پاکستان کی ورسره مخ دی ،ولسمشر یوه ورځ د یوی دقیقی لپاره هم غبرګون و نه ښود!!! پښتانه نه دا چی عبرت نه اخلی، پخپلو رحم نه کوی او د مشکلاتو په ورځ ورسره نه ودریږی بلکه ترټولو ډیری ملنډی او بی غوری د مهاجرینو په هکله نن سبا همدا پښتانه کوی!! د افغانستان تلویزیونی شبکو په دی اړه مطلق چوپتیا اختیار کړی.
مهاجرینو ته عمدا بی توجهی کیږی ترڅو پښتانه یوځای استوګن نشی،ترڅو د ښارو جوړښت د شیعه هزاره او شورای نظار په تاوان رامنځته نشی چی ترشا د ایران لوی لاس هم لیدل کیږی. اشرف غنی دی مسئلی ته توجه نه کوی. دا د مهاجرینو انسانی غوښتنی او د دوی حق دی چی خپل هیواد کی استوګن خایو ولری او چارواکی د دی مشکلاتو او ستونزو ته توجه وکړی.
نن سبا چی څوک د مهاجرینو مشکلاتو په اړه حکومت څخه توجه غواړی،د دی پر ځای چی پښتانه له تیر ۱۵ کالو د عبرت درس اخیستی وی پر هغوی د پاکستان مزدور ټاپه وهی!! حال دا چی دوی له خپل چارواکو غوښتنی لری، متاسفانه کوم افراد چی مهاجرین ملامت ګڼی هغه هم د امنیت ملی له لوری استخدام شوی، دوی د دی پرځای چی مهاجرینو ته توجه وکړی کوشش کوی چی له حکومت څخه یی زړه تور کړی او په هیواد کی مهاجرین وویشل شی ترڅو په جریاناتو کی اغیزمن نه وی.
د مهاجرینو ستونزو په اړه او د دیو انسانی حقوقو غوښتنو په هکله یواځی حبیب الرحمن حکمتیار آواز اوچت کړی، ضروری دا وه چی ټول افغان چارواکی په دی اړه غبرګون وښیی خو د ځینو عواملو په وجه چی څنګه ذکر شو دوی ټول بی غوری کوی. د افغان مهاجرینو تر ټولو لویه هیله داده چی افغان ولس دوی سره همدردی وکړی، دوی ته په هیواد کی استوګن ځایونه ورکړل شی، او د دوی انسانی حقوقو څخه دفاع وشی.

-
بېرته شاته