(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د سقاو زوی حبيب الله په تړاو

[03.Sep.2016 - 16:51]

د سقاو زوی حبيب الله په تړاو، د کيڼ اړخو اوښي اړخو بنسټپا لو ګډ دريځ
لیک: شهسوار سنګروال

تاريخ له چا سره د مور او ميرې سلوک نکوي چې څوک سکه اوڅوک ناسکه وګڼي. بلکې تاريخ هغه هنداره ده چې بې پرې سترګو ته هر څوک پخپله رښتینې بڼه څرګندېږي…

همدارنګه تاريخ دسقاوزوې حبيب اله په اړه هم خپل قضا وت کړيدی اوپخپلو پاڼوکې یې د هغه د رښتنې څېرې رښتنی انځورکښلی دی . . . اوس که هرڅومره،څوک دتوکميزوناندريو پربنسټ له يوه غله نه اتل جوړوي، راته بې ګټې ځکه برېښي چې بېلارې وګړي تاريخ نشي بېلارې کولی .

Saqaoمير محمد صديق فرهنګ، چې ددغه مهال پېښې خوله په خوله راخستي دي داسې کاږي: ‘ د 1925 او 1928 کلونو ترمينځ د نوروغلو او لاره شکوونکو په څېرحبيب اله دغلاو له با بته ډېر نامتو شو او د يوه زړور شخص په توګه يې شهرت وموند…”

دده د لا شهرت لومړی پړاوهغه وو چې دی پکتيا ته د نورو احتياطي جلبېيانو په څېرواستول شو اودهغه اړودوړ، په کرارولوکې چې دمنګلودشورش په نوم نامتو دی برخه واخلي .

دسقاو زوې په دغه جګړه کې ښه وځلېد، ان تردې چې د جګړې پوځي چا رواکوورسره ژمنه وکړه،چې ده ته به پوځي رتبه ورکوي . خو سيد مهدي فرخ په دې تړاو کاږلي دي چې هغو په خپلو ژمنووفا ونکړه، نوځکه حبيب اله بېرته غلاو ته مخه کړه .نوموړي له غلاو او جګړه ييزو فعاليتونو سر بېره د عبدالحی پنجشېري په ملتيا فرغانې، بخاره اوکولاب  ته هم سفر وکړ. ده هلته دجمال پاشا، انورپاشا، فيض اله، اوابراهيم بېک ځواکونه وليدل چې د ده جګړه ييز مهارت يې لاپيا وړی کړ.

دحبيب ا له دغه مهارت او زړورتيا نه د درباراو سلطنت غلوهم ګټه واخسته، چې پا چا امان اله پرې وګواښي. تاريخپوه ميرغلا محمد غبا ر،دميرغلام حسن هزاره له خولې ليکلي دي چې : “دا علی احمد خان وو، چې حبيب اله اوسيد حسين يې دراتلونکو عملياتولپاره هغه وخت هڅولی وو،چې دی کوهدامن ته دتحقيق لپاره تللی وو”.

يوازې علي احمد خا ن نه وو چې له ده يې استفاده کوله بلکې محمد ولي خان هم حبيب اله دخپلوشخصي ګټو لپا ره استعما لوه .

د دوی تر مينځ اړيکه هغه مهال ټينګه شوه چې حبيب اله د محمد ولي خان په باغ اوځمکه کې کار کاوه .دا هغه ځمکه وه چې پا چا امان اله دمحمد حسين خان مستوفي (د استاد خليلي پلار) له اعدام وروسته د ده د دپلوماتيکو خدمتونوله امله ور کړې وه.

استا د خليلي ددې خبرې پخلی کړې اودخپلو څرګندولو پر بنسټ ډاګيزه کړېده،چې حبيب اله او پلار يې دوه درې کاله ددوي په باغونو کې کار کوه.

وروسته چې د دغو باغونوڅښتن محمد ولي خان شو نو دسقاو زوې ترې څو وارې وغوښتل چې پاچا امان اله ته دده سپارښتنه وکړي.

ددې خبرې مانا داوه چې د دغه لوټمار او لاره وهونکې کيسې تر پاچا هم رسېدلې وې چې له محمد ولي خان نه يې هيله درلوده،چې دده دبښنې په تړاو له اما ن اله سره وغږيږي.

ولې دا  چې محمد ولي خان د کومو لاملونو له مخې دا کارونکړ دپوښتنې وړدی ؟ ښايي ددې خبرې يولا مل داوي چې د پاچا پر وړاندې د ده دجرمونو کچه دومره لوړه وه ، چې دغه محافظه کار چارواکي ددې جراأت نه درلود چې د بښنې هيله ترې وشي، او يا ښايي ده ځانته په يوه بڼه نه،يوه بڼه کار کاوه،لکه،چې ښکاره شوه وروسته به محمد ولي خان په قلعه مراد بېګ کې په پټه له هغه سره ليدل.

“فکر هرکس به قدر همت اوست” خو د حبيب اله دکړو وړو په تړاودا يوه خبره څرګنده ده،چې دی څو وارې دغلا په تورزنداني شوي و. ان تردې چې له زندانه هم وتښتېد…دغلاو پرلپسې پېښو نه يوازې ولس ګواښه بلکې حکومت يې هم وننګوه. د بېلګې په توګه کله چې د خزانې لېږد له کابل نه مزارته په لاره دحبيب اله د داړې تربريد لاندې راغله ،اند ېښننې نورې هم ډېرې شوې.

سره د دې ،چې دی يو څرګند غل و،بيا هم يو شمېر کين اړخي اوښي اړخي بنسټپال “اخوانيان اوکمونستان” د ده د کړو وړو ستا ينه کوي…

ښه مې په ياد دي چې زما يوکتاب (شمله) د ليکوالو اتحادیې د پرېکړې له مخې پام کې و چاپ شي، خو د غلام دستګير پنجشېري  امر ځنډېدلی و.

زه په همدې موخه د ښاغلي پنجشېري دفتر ته لاړم چې لاسليک ترې واخلم. د ده په دفترکې له ده  سره استاد پوهاند الهام، اسد الله حبيب، غلام سخي غيرت اونايبي ناست ول…خبره دسقاو زوی حبيب الله په سر وه.  پنجشېري ده ته د “بچه خلق” کليمه څو وارې وکاروله او دی يې په افغانستان کې دسلطنتي کورنۍ، د چپه کولو اتل وګاڼه…که څه هم پنجشېري له دې دمخه د نورمحمد تره کي د واک اوځواک په مهال له نوموړي اجازه ترلاسه کړې وه چې مجيد کلکاني يې دښونې او روزنې په وزارت کې په دنده وګماره.

ببرک کا رمل هم څو وارې د افغانستان په معا صرتاريخ کې دطبقاتي مبارزې په لړکې حبيب اله کلکانی د دهقاني غورځنګ يولاروی ګاڼه او دده سره جوخت يې محمد عثمان پروانی هم ستايه.

په ښي اړخو بنسټپالو کې اسلا مي جمېعت، اسلامي ګوند، اتحادې اسلامي اونورو تنظېمونو يو شمېر غړو په سرکې احمد شاه مسعود، يونس قا نوني، سياف، عبد الله، صالح، محمدي او په لسګونو نورو په ځانګړي ډول توکمپالو، کلکانی يورښتنی مسلمان ګا ڼه  او ګڼي یې. د ده پا څون يې دکفر پر وړاندې رښتنی باله…ددې خبرو وروستی ثبوت دملا صبورهغه څرګندونې وې چې نږدې يوکال دمخه يې وويل :

امان اله کافر بود،اولين حکمران بې دين بود …

د جميعت اصلاح دغه مشر، ګوډ ملا، دڅښتن تعا لی ولي ګڼي …

اما ن اله خان کيڼ اړخو په دوستۍ او ښي اړخو په دښمنۍ کې د شوروي دوست ګا ڼه…ولې تاريخي حقيقت دادی چې همدا امان اله وو چې دشوروي پروړاندې د مينځنۍ اسيا د ازادۍ په خاطر انورپا شا، جمال پاشا، ابراهيم بېګ اونورملي ازاديبښونکي وسله وال کړل اود بخارا امير سيد عالم ته يې دمحمد حسين خان مستوفي په يوه باغ کې ځای ورکړ.

هغه وخت چې شوروي چارواکو له پاچا سره منلې وه، چې پنجدې به بېرته افغانستان ته سپا ري، کله چې له خپلې ژمنې په شا شول، د امان اله کرکه نوره هم زياته شوه.

له دې سربېره پاچا انګرېزانو پر وړاندې هم په افغانستان کې د هند د نيمې وچې دخپلواکۍ په تړاو، د انتقالي حکومت د پياوړتيا لپاره مټې راونغاړلې…

داچې اوس دسقاو زوې کلکا نی د دين خادم، چې يو نالوستی وو او په پاچا امان الله د کفر تورلګول کېږي، د  ډېرې خواشنۍ خبره ده، دا ځکه چې دامان اله خان دښمني له حبيب اله سره شخصي نه وه بلکې دهغه ناوړه کړه وړه وو،چې د پاچا کرکه يې د ده پر وړاندې زياته کړې وه…

يوه ورځ کلکانی په پټه دلکشا ماڼۍ ته څېرمه له محمد ولي خان سره په پټه وليدل اوهغه په ځغرده ورته ووېل:

ستا دګناهونو بښل زما په وسه ندي، د دې واک يوازې يوازې له پاچا سره دی اوبس…کله چې دی نهيلی شو، دغلاو له يوه بل ملګري سره چې سيد حسين نومېده پېښورته لاړل.

دافغانستان حکومت دغلواولاره وهونکو دڅارنې په موخه يوليکلړپه کابل کې دبرېتانيا سفارت ته وسپاره،چې له هېوادنه تښتېدلي غله چې دډيورند له کرښې پورې غاړې استوګن دي ونيسي. په دغه نوملړ کې دسر نوم دحبيب اله کلکاني وو.

استيوارت پدې تړاوداسې ليکلي دي: ؛دپېښور پوليسو محمد عثمان اواعظم په نوم دوه تنه غله ونيول ،سيد حسين وتښتېد.حبيب اله او وروريې، چې دپېښورمالګې مڼډه يې کې کار کاوه، ونه نيول شول .

پدې اړه فرخ مهدي انګېري :

کله چې کلنل لارنس شينواروته ځي، همدارنګه دسقاو زوې هم خپل رول دشينوارو په اړدوړ کې ښيي…

کله چې حبيب اله کلکانی واک ته ورسېد داسې څه يې وکړل،چې تاريخ پرې شر مېږي  .ملا فيض محمد کاتب په خپل نا متو اثرتذ کره انقلا ب کې دسترګو ليدلي داسې بيان کړي ،چې نچوړ يې داسې دی :

حبيب اله،  سيد حسين، سپه سالارپردل خان اوحميد اله ګڼ شمېرکا بليان ووژل. کورونه يې ورته لوټ اوچورکړل.  بې ناموسي يې واړوله غله او نالوستي يې په دندو وګمارل. د بيت الما ل شته اوخزانې یې لوټ کړې، نجونې يې بې پته بې عزته کړې، سرداران اوچارواکي به يې د شپې له کوره ايستل، د ډېروکورونه يې ظبط کړل، نجونو ان زهر وخوړل، ځان وژنه يې وکړه ، د سردار نصر اله خان،امين اله خان او محمد علي خان له مير منو اولوڼو نه يې ناوړه غوښتنې وکړې ،ان تردې چې دسردارمحمد علي خان لور هم زهر وخوړل… د سقاو ملګرو نه هېرېدونکي اونه بښونکي کارونه کړيدي،چې لوستونکي دډېرو معلوماتو لپاره کولی شي د تذکره انقلاب په 69,71,83,118,144,157,161,165,169,مخونو کې ډېر څه ولولئ …

اوس نو هغه بنسټپال اوپه ټوله کې سقاويان، چې غواړي د خپلو غلو درناوی پرځاې کړي  په اصل کې غواړي په دې پلمه خپلو شومو غوښتنو اوتوکمپا لنوته نوی رنګ ورکړي. په توکميزو ناندريو روږدي غله اومفسد ين  غواړي اوس خپل کړه وړه له تاريخه پټ کړي. په داسې حال کې چې په هېواد کې جګړه روانه  ده او هره ورځ په لسګونو افغانان مري، دوي يوځل بيا په کا بل کې دپنجشنبې په ورځ  د سنبلې په يولسمه د تېر په څېر ګډ وډ ي رامينځته کړه . هغه پدې هيله چې غل،اتل کړي .ولې دشرم خبره خوداده،چې سقا ويان خپل مړي د شهراره په کوڅوکې ګرځوي اود جنرال دوستم يې نه پرېږدي چې دشهراره  په تاريخي غونډۍ کې خاوروته وسپارل شي.

-
بېرته شاته