(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

خيبر ته د پاکستاني پوځ...

خيبر ته د پاکستاني پوځ تگ دڅوارلسمې پېړۍ يوه تکراري لوبه ده د ١٣٨٧ ل هـ کال د چنگاښ پر نهمه ، چې د ٢� � ٨ عيسوي کال د جون ٢٩ کېږي ، پاکستاني پوځ ددې لپاره خيبر ته لاړ ، چې طالبان له سيمې وباسي ، څو په افغانستان کښې پر دولتي ، ناټو او امريکايي سرتېرو بريدونه ونه کړي . پوځي عمليات د پاکستان د حکومت لخوا ترسره شول . يو زرو پنځه سوه سرتېري له ټانکونو، الوتکو سره ورغلل ، د پېښور ښار کښې هم څه بېړني حالات ولگول شول ، دا ،چې دا عمليات ولې ترسره شول ؟ يو اړخ يې څرگندوي او هغه دا ،چې دامريکې د دفاع وزير گېټس ل پاکستان څخه دغه عمليات وغوښتل . د خيبر د درې افسانې لرغونې دي . په څوارلسمه پېړۍ کښې کله ، چې گوډ تيمور په ١٣٩٨ ميلادي کال کښې له خيبره تېرېده او هندوستان ته روان و ، په خيبر کښې د پښتنو مسلمان سلطنت و . گوډ تيمور خپلو پوځيانو ته وويل : کله ، چې له خيبره تېرېږئ ، تاسې به الله اکبر په لوړ اواز وايي ؛ ځکه هلته پښتانه دي ، او هغوى ، چې دالله اکبر تکبير واوري ، جگړه نه کوي ، داقصه روانه ده ، پښتانه داسلام په خلاف جگړه نه کوي ، دا قصه روانه ده ، پښتانه داسلام په خلاف جگړه نه کوي او د اسلام په نوم تل جار وتلي دي. په افغانستان کښې امريکا جوړ کړى دولت غواړي ، چې دغه تاريخي اصول مات کړي او د ډيموکراسۍ په نامه ، چې خلک يې اوس تېلوکراسي بولي ، پښتانه په دې جال کښې واچوي ، گوډ تيمور ډېر هوښيار و ، چې خپلو خلکو ته يې دا وروښودل ، چې د پښتنو سيمو ته به له الله اکبر سره ورځئ . گوډ تيمور په غور کښې ، چې زر جنگي کلاوې وې ، دالله اکبر په تکبير ننوت ، او هغو سره يې روغه وکړه بيا کله ، چې هندوستان ته لاړ ، غوريان ورسره ول ؛ ځکه ، چې غوريانومسابقه هلته وه ، پښتانه تل په اتفاق گټلې او په نفاق يې بايلودې ده : که توفيق داتفاق پښتانه مومي زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان ددې خبرې تکرار ډېر شوى ، پښتانه اوس دې ته رسېدلي ،چې ځان راټول کړي او يو پښتون شي اوس افغان طالبان او پاکستاني طالبان ويل کېږي په افغانستان کښې ،چې ټول افغانان بلل کېږي ،گاونډيان غواړي ،چې ازبک ، تاجک او شيعه ته بله مفکوره ورکړې او افغان يو افغان دى ؛ ننگ ، ناموس او غيرت ، مېلمه پالنه او سيمه ورکول د افغانستان په ټولو قامونو کښې يوشانې دي ،چې هغه ته افغانيت وايي. دا د کمونستانو کار و ،چې غوښتل يې د افغانستان ملت په مليتونو بدل کړي . بيا يې په تاجکستان ،ازبکستان ، ايران ورپسې او دا ترخه تجربه وکړي. دلته يوه بله خبره دا ده ،چې لوى افغانستان د لوى افغانستان په توگه له اسلام له مبارک دين څخه وړاندې او وروسته لس وارې جوړې شوي او وران شوي دي ، دا يوه تلپاتې روحيه ده . سوريان ، پاکتيان ، ساکان ، کوشانيان ، يفتليان د اسلام له مبارک دينه مخکې، صفاريان ، غزنويان ، غوريان ، هوتکيان او ابداليان وروسته څرگند شوي دي ، په دې تاريخي اوږده بهير کښې کوم خنډ ، چې موندل شوى ، هغه اروپايان دي ، په تېره بيا انگليسان ، چې وروسته له ابداليانو يې آسيا ، افريقا او امريکا نيولې وه ، اوس هم داروپايانو ، امريکايانو، هوډ دا دى ، چې د پښتنو تاريخ او شتون ورک کړي ، دا دى ټوله نړۍورته راغلې ده ، له هرې خوا بريدونه او يرغلونه روان د ي. يو پښتون ، چې بيت الله محسود نومېږي د ١٣٨٧ ل هـ کال د چنگاښ په اتمه وويل ، چې هر څه روان دي ، د پاکستان پوځونه هم راغلل ، مونږ بله لارنه لرو ، پرته له دې ، چې مقاومت وکړو او ځانونه ټينگ کړو ، د بيت الله محسود خبره ټولې نړۍ کښې خپره شوه او ټولو واورېده . دا خبره اوس اوڅاره ده ، چې د پښتون په تاريخ کښې دا دوره ډېره غوره دوره ده . د څښتن تعالى چارې نورې دي ، د ٢� � ٨ ع کال د جون پر نهه ويشتمه په شمالي کليفورنيا کښې د ځنگلو داور اخستو له کبله بېړني حالات اعلان شول ، په هغو ځايو کښې چې سېلابونه دي ، نور بارانونه راغلل ، ډېرو خلکو کورونه پرېښودل او سېب (محفوظ) ځايو ته لاړل. د تېلو بيعه نوره هم جگه شوه . رحمان بابا ، چې حکيم دى پښتنو ته يې هره خبره کړې ده ، بيا داسې پښتانه هم شته ، چې اروپايي ، خبرې اوري ، دا که خپلې خبرې وشي بيا به هېڅ نه کېږي ،او که نه وېجاړتيا به ډېره شي. په اميدد زلفو و نښتم په دام کښې روهيلي وم ساده دل په هندوبارگډ د مغلو ، انگليسانو ، روسانو او امريکايانو په دام کښې ، چې نښتې وي ، يو له بله يې نه زده کوي ،هره پلا به پر دوى دا حالات راځي او خپل ښکلي ځوانان به له لاسه ورکوي. د پښتنو لپاره ښه مثالونه دا دي ، چې دوى شپږ پېړۍ په هند کښې پادشاهي کړې وه ، بهلول دي ، سکندرلودي ، شېرشاه سوري ، او ډېر نور له دوى نه اصول پاتې دي ، خوشحال خان خپله مبارزه د هغو په لاره پيل کړې وه ، چې ډېر ژر ميرويس نيکه او احمد شاه بابا هغه تللې دورې بېرته راوگرځولې . اوس يې د ډيموکراسۍ په اميد خپل تاريخ او تاريخي مشران هېر کړي دي . خوشحال بابا : د بــــهلــو ل او د شــېـــرشــــاه خــبرې اورم چې په هد کښې پښتانه ول پــادشـاهان شپږ اووه پېړۍ يې هسې پادشــاهي وه چې په دوى پورې درست خلک وحيران (scprd.com) - بېرته شاته