(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونولي څه ته وایي

[04.Jul.2016 - 14:04]

لیک:ډاکټر لطیف یاد 

پښتونولي څه ته وایی او پښتونو لي په کومو بنسټونو او ستنو ولاړه ده ؟
پښتانه هره ورځ په خپلو خبرو اترو کې دپښتونو لۍ یا پښتونوالې کلمه ډیره یادوي او وایي چې پلانکي ډیر په پښتو کلک دي یا پلانکی سړی پر پښتنوالې ولاړسړی دي .کله کله دغه پښتانه په پښتنواله سوګند هم خوري او وایي زما دې پر پښتو او پښتنولۍ سو ګند وي او هر هغه چا چې دپښتونولۍ د بنسټونو او اصولونه انحراف کړی وي نو وایې دی پښتون نه دي او په ده کې پښتنواله نشته .دغه پښتنواله په پښتنو کې دغیرت سره هم مترادفه کلمه ده.
اوس به راشو چې په پښتنو کې دپښتنوالې تعریف څه دی؟
پښتانه دلرغونو زمانو نه راپه دیخوا یو نالیکل شوی عنعنوي او دودیز قانون یاپه بل عبارت یو ( Code) یا دود اودستور او کړنلار ه لري چې ددغو دودونو او دستورونوپه رڼا کې چې دوی یې پښتنولي بولي خپل ټولنیز مسایل پرمخ بیایی. ددغو اصولو دعملي کولو لپاره یوه پښتون ته په کاردي چې غوره اخلاق ، رښتینولي ، حلم او عدل او نیاو ولري او دهرډول ظلم او زور نه کرکه وکړي . 
لاندیني اصول او دود او دسنور یا کړنلاره دپښتنولۍ اساسي بنسټونه او ستنې جوړوي :
۱-میلمه پالنه :
دپښتنو تر ټولو یو غوره صفت دادی چې په دوی کې دمیلمه پالنې دود او دستور ډیر بیاوړی دی. ددوی په دیرو او حجروکې هر وخت دمیلمنو لپاره کټونه پراته وي او دخپلو میلمنو ډیر قدر او درناوي کوي .پښتون که شتمن وي یا غریب نو دخپلې وسې اوتوان په اندازه دخپل میلمه قدر کوي اوپه دوی کې دامتل دی چې میلمه دخدای دوست دی.
دپښتنو ستر شاعر خوشال بابا په خپل کتاب دستارنامه کې لیکي : چې پښتانه دخپلو میلمنو دومره درناوی کوي که ددوی کورته کوم غیر مسلمان شخص هم ورشي نو دهغه درناوی کوي او میلمه پالنه دپښتنولۍ په اصولو کې یو مهم اصل دی.
۲- عزت یا ناموس:
په پښتني ټولنه کې د نورو عزت ته درناوی ډیر اهمیت لري او هغه پښتون پښتون نه دی چې دبل چا عزت ته په سپکه سترګه وګوري ، دا دپښتنولۍ یو مهم اصل دی چې چاته اجازه نه ورکوي جې څوک یې په عزت تیری وکړي او یا هم پخپله دنورو بې عزتي وکړي .
۳- ننواتې :
که چیرې کوم پښتون بل یوه پښتون ته کوم زیان او نقصان ورسوي نو هغه تیری کوونکی چې دا کاریې کړی دی دمشرانواو یاهم دجرګې دبریکړې له مخې دتاوانی شوي شخص حجرې او کلي ته ورځي اوپه خپل ناروا کړنو پښیماني څرګندوي او ترې بخښنه غواړي او درسیدلي تاوان ایښودلو ته غاړه ږدي .په دې توګه دننواتې په برکت ددغو ددووتنو بدي او دښمني پای ته رسیږي .
۴- بدل یا پور اخیستل:
په پښتنو کې دبدل یا پور اخیستنې دود ډیر پیاوړی دی .که یوه چا دچا زوی ، ورور ، پلار او تره په ناحقه وژلی وي نو مقابل لوری دبدل اخیستلو په لټه کې وي اوتر څو یې خپل بدل یاپور نه وي احیستلي په کرار نه کښیني . دا دپښتنو بدمرغي ده چې په دوی کې دلانجو او شخړوله کبله وژنې او قتلونه کیږي چې د ښمني یې پیړۍ په پیړۍ زامنو او لمسیانو ته پاتې شي .له نیکه مرغه اوس دغسې مسایل زیاتره دجرګو په ذریعه حل او فصل کیږي او دغه پور او بدل په ډیرو مواردو کې بخښل کیږي .
۵- بخښنه او عفوه :
دپښتنولۍ یو مهم او غوره اصل بخښنه او عفوه ده ، که چیرې یو څوک پر چا ظلم وکړي او بیا ترې بخښنه وغواړي نو مقابل لوری ورته عفوه او بخښنه کوي او په دې توګه لانجه اواریږي .دا ډیرښه اصل دي چې باید پښتانه یې په خپل ورځني ژوند کې عملي کړي ،لکه چې وایی هغه خوند چې په بخښنې او عفوه کې دي په بدل اخیستلو او انتقام کې نشته،
۶- د جرګې سیسټم :
په پښتنو کې یو مهم دود او اصل جرګه ده او دایو ډیر لرغونی دود دی چې په پښتنو کې پاتې دی.کله چي په پښتنو کي کومه مهمه پېښه او ستونزه رامینځ ته شي نو مشران سره راټوليږي او د هغه مشکل او ستونزې د حل لپاره يوه غونډه جوړوي او په هغه غونډه کي پر هغې ستونزې او لانجې خبري کوي او د ټولو په خوښه يو تصميم او پریکړه نيسي د جرګې فيصله او پریکړه د جرګې د ټولو غړو او بيا دواړو خواووته د منلو وړ ده .
په پښتني ټولنه کي د جرګو ډیرې بیلګې ليدلې کيږي چي د هغو نه لومړی د قام د مشر په توګه دميرويس نيکه ټاکل کیدل او ورپسې دهیواد د خپلواکۍ لپاره دګورګین او ګورګیانو پر خلاف دمانجې تاربخي جرګه او بله بیلګه یې د کندهار د شير سرخ بابا په زيارت کي د افغانستان د واکمن د ټاکلو جرګه چي احمد شاه بابا پکې پاچا شو .
همدارازپښتانه په کلیو او بانډو کې هم دخپل منځي ستونزو دحل لپاره جرګې لري چې دکلي مشران او سپین ږیرې پکې راغونډیږي او بریکړې کړې او دسیمو او ولسونو دخلکو تر مینځ لانجې او شخړې دجرګو له لارې اواروي .
داو دپښتنولۍ یو څو اصوله او بنسټونه 
‌ډاکتر لطیف یاد

-
بېرته شاته