(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کډوالۍ ملي ربړه

[04.Jul.2016 - 10:16]

لیک: استاد عبدالغفور لیوال
په دې ورځو کې دوښمنو ګاونډیو، یوځل بیا د افغانستان پر زاولن او زاړه زخم ګوته ایښې او له دغه جګړه ځپلي هېواده پرې جزیه اخلي. دغه زخم هغه کم وزیات پینځه میلیونه افغان کډوال دي، چې په پاکستان وایران کې اوسي. افغانستان ښايي د نړۍ په لومړنیو هېوادونو کې وي، چې ډېر زیات کډوال لري او تر دوو ګاونډیو هېوادونو پرته یې په سلګونو زره نور کډوال د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم خواره دي. افغان کډوال له جغرافیايي او سیاسي ـ اقتصادي  پلوه په درېیو برخو ویشلای شو: 
په ګاونډیو هېوادونو کې مېشت کډوال، چې د شوروي یرغل یا تنظیمي جګړو پرمهال کډه شوي او  د ګاونډیو له خواڅخه یې له یوې برخې نه، په افغانستان کې د نفوذ، لاسوهنې، ویرې اچولو، د اړتیا پرمهال دسیاسي فشار راوړلو او افغانستان ته د ګواښ په توګه کاراخیستل کیږي. 
دوهمه ډله هغه کاریګر ځواک کډوال دي، چې دخلیج په عربي هېوادونو، اروپااو نورو سیموکې اوسیږي، انګېزه یې یوازې او یوازې په کار پسې سرګرداني ده، دغه شمېر کډوال نه یواز ې داچې دسیاسي ستونزې په توګه نه ګڼل کیږي، چې لا اقتصادي سرچینه هم ګڼل کیږي، البته په دوی کې هغه ځوان کاریګر پوړ چې ایران ته ځي، له بده مرغه، په بد حالت کې دي. 
درېیمه ډله کډوال په اروپا، امریکا،کاناډا،  استرالیا، روسیه او نورو هېوادو کې مېشت افغانان دي، چې هلته منل شوي او یا هم له نړیوالو موازینو سره سم هلته کومه لویه ستونزه نه ګڼل کیږي، په دوی کې استثنا هغه شمېر کورنۍ یا جره کډوال دي، چې په وروستیو کلونوکې اروپا ته رسېدلي او پرته له دې چې برخلیک یې څرګند شي، په کمپونو کې سختې ورځې شپې تېروي. 
کډوالي د بشریت یوه لرغونې ربړه ده، تر ټولو لویه شمېره ډله ییزه کډوالي د یهودو( بني اسراییلو)  وه، چې تر میلاد سلګونه کاله وړاندې د بابل، مصر، ایران او اوسنۍ تورکیې سیمو ته په زوره کډوال شوي وواو په وروستیو پېړیو کې یې د کډوالۍ لیکه تر اروپا او امریکا هم وررسېدلې وه. د کډوالۍ د ډله ییزه بېځایه کېدو نړیواله اصطلاح (Diaspora ) هم د همدوی د کډوالۍ له تاریخي پېښې څخه رااخیستل شوې ده. 
د ډایاسپورا یا ډله ییزې کډوالۍ په اړه ټولنپوهنیزې، سیاسي، اقتصادي او تر ټولو مهمې کلتوري څېړنې شوې دي، چې د کډوالیو ډولونه، ربړې او ګټې راپېژني. په دې اړه نړیوال کنونسیونونه، هوکړه لیکونه، موازین او مقررات رامنځته شوي دي او د ملګرو ملتونو یوه لویه څانګه ( UNHCR) او نورې نړیوالې موسسې لکه ( IOM ) او نورې یې په برخه کې کار کوي. 
یوشمېر څېړنې ښيي، چې د کډوالۍ اوږدمهالې او ټولیزې عقدې ددې لامل هم شوي، چې ځینې قومونه خپل تاریخي برخلیک ته متوجې کړي او په لوی سر کې قومي شعور راویښ کړي.  یهود همدغو پوښتنو او عقدو دومره سره نږدې کړل، چې یو پیاوړی قومي شعوري خوځښت یې رامنځته کړ، چې بیا وروسته د نولسمې پېړۍ په پای کې  ( صهیونیزم ) وبلل شو.     په دې توګه یې نه یوازې ځانته بېرته هېوادترلاسه کړ، چې لا د نړۍ په اقتصاد، پوهنه، پوځي – ستراتیژیک انډول کې یې هم ځان دیوه ټاکونکي ځواک په توګه مطرح کړ.
په معاصر تاریخ کې په تېره بیا تر دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته ترټولو لویه ډله ییزه کډوالۍ د افغانانو ګڼل شوې ده، چې پیل یې پر افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل څخه وشو او وروسته د سړې جګړې په ټول بهیر کې د یوې نړیوالې سیاسي سیالۍ په یوه ستراتيژیکه اجندا او وسیله بدله شوه. افغان کډوال د ګاونډیو لپاره د ګټې او سیاسي پانګونې په یوه لویه کارخانه بدل شول، په لومړي سر کې یې میلیاردونه ډالر د دوی د کوربتوب له درکه ترلاسه کړل،  د کډوالو له ارزانه بشري ځواک څخه یې پوره ګټه واخیسته او دخپلو هېوادونو فزیکي بېخبنا یې پرې ورغوله. دخپلو ګټو لپاره یې په افغانستان کې وجنګول او دخپلو راتلونکیو سیاسي اجنداوو لپاره یې پرې پانګونه وکړه. دوی چې لیدل، افغانستان د جګړې په بهیر کې ویجاړ شوی دی، نو پوهېدل، چې یوه برخه کډوال د اوږدې مودې لپاره له ځانه سره ساتلای شي، نو په دوی کې یې ( له ځینو استثنأتوپرته ) د ډلو ټپلو جوړولو ته دوام ورکړ، مذهبي افراطیت یې په کې وروزه، له بېپایه فقر او محرومیت څخه یې په کې عقدې رامنځته کړې اوپر خپل هېواد او هېوادمېشته هېوادوالو یې په غوسه کړل. د وسلوالو ډلو نوي نسلونه یې په کې وروزل او د اړتیا پرمهال یې څپه څپه د تاوتریخوالي لپاره په هېواد راننه ایستل. له پیله تر پایه یې د دوی کولتوري روزنه د استخباراتي کړیو له خوا ترڅار لاندې ونیوله اوپه ګواښمنو مذهبي یاقومي تعصباتو یې ککړ کړل، نوې مذهبي ډلې یې ترې جوړې کړې، په تېره، دې ته په پام، چې نیم کډوال شیعه ایران او نیم یې نور د ګڼو سني مذاهبو خاوند پاکستان کې اوسېدل، د مذهبي تقابل او قومي اختلاف روزنه په کې ښه ترسره کېدلای شوه. 
د ګڼو منفي اړخونو ترڅنګ ، ځینو کډوالو دا چانس هم وموند چې په دغو ګاونډیو هېوادونو کې زده کړې وکړي، حرفې زده کړي، په آی ټي برخه کې وروزل شي او پوهنتونونه ولولي، سوداګري او نورې چارې زده کړي، چې البته دایې مثبت اړخونه ګڼلای شو. 
لویه برخه افغان کډوال چې د پیاوړې هېوادپالنې، غرور او پرخپلو ملي ارزښتونو د درېدلو ځانګړې وړتیا او ښېګڼې درلودې، د ګاونډيو د زهرجنو پلانونو په وړاندې حساس شول او یو شمېر یې، چې خپل هویت او هېواد ته د وفادارۍ ارزښت یې له ګواښ سره مخامخ لیده، په بېړه راستانه شول او له ګاونډیو څخه یې ګواښمنې عقدې او کرکې هم له ځانه سره راوړې، په دې توګه په ځینو برخو کې دګاونډیو غشي په ډبره ولګېدل، خو په ډېرو برخو کې دوښمن ګاونډیان خپلو شومو موخو ته ورسېدل، ځکه خو لاهم په افغانستان کې دهمدوی په لمسون د وینو ویالې بهیږي. ګاونډیو لویه برخه افغانان په خپله خاوره کې په جنګ کې ښکېل کړل او یوه برخه یې په نړیوالو جګړو کې دخپلو ګټو لپاره وجنګول، چې بېلګې یې په تېرو لسیزو کې د پاکستاني ګټو لپاره په کشمیر، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو کې د پاکستان او همدا اوس دایراني ګټولپاره په سوریه، عراق او نورو سیمو کې د افغانانو جنګول دي. 
همدا اوس هم دواړه هېوادونه له افغانستان سره په تعاملاتو کې دکډوالو له شتون څخه د فشار په وسیله کار اخلي، هرکله چې په افغانستان کې د مداخلې او لاسوهنې له اعتراض سره مخامخ شي دکډوالو د ځورولو او راشړلو ګواښونه کوي او په دې توګه نړیوال او افغان عامه ذهنیتونه له اصلي ستونزو څخه منحرفوي. 
له دې امله د افغانستان لاس تر ډبرې لاندې دی او د کډوالو له مجبوریته  یې د سیاسي شکنجې په توګه کار اخیستل کیږي. 
وخت یې دی، چې دغه شکنجه پای ته ورسول شي او په هرقیمت چې وي باید کډوال راستانه شي. 
هر کله چې د کډوالو د راستنولو خبره راپورته شي، نو لومړنۍ ستونزه چې یادیږي، د کار، کور، ځای، زمکو، زده کړې، روغتیا او نورو خدماتو تشه ده. ځېنې ښاغلي وايي : هېوادمېشت نفوس ډوډۍ، کار، کور او د انساني ژوند سم شرایط نه لري او تاسو نور هم راستنوئ؟ 
له یوه اړخه خو ویلای شو، افغانستان ته ثبات، امنیت، کار او اقتصادي پرمختیا نه شو راوستلای،مګر داچې له ګاونډیو هېوادونو څخه خپل ټول کډوال راستانه کړو. 
د یادولو وړ خبره دا ده، چې په دواړو هېوادونو کې ټول افغانان ښه ژوند نه لري، بلکې په کمپونو کې په ډېر سپکاوي او بده ورځ کې د محرومیت او وزګارتیا ژوند تیروي، باور داسې دی، چې دوی به له راستنېدو سره په هېڅ صورت ترهاغه حقیر ژوند څخه بدتر حالت ونه ویني. دوهمه داچې افغان حکومت او نړیواله ټولنه کړای شي د معقولو او سنجول شویو میکانیزمونو په وسیله دغه کډوال داسې راستانه کړي، چې له یادوشویو ستونزو سره مخامخ نه شي. 
د راستنیدو لپاره موږ باید ترهرڅه مخکې په ایران وپاکستان کې مېشت افغانان په درېیو برخو وویشو: 
لومړی : زده کړي، حرفوي، مسلکي او ښارمېشته افغانان. 
دوهم : سوداګر او پانګوال افغانان
کمپ میشتي وزګار، نازده کړي او احتیاج افغانان 
هره ډله دیوه ډول اقتصادي ارزښت خاوندان دي: 
لومړۍ  ډله په دولتي او خصوصي برخو کې ډېر ژر په کار ګومارل کېدلای شي. په تېره بیا چې د خصوصي حرفوي سکتورونو د رامنځته کېدلو له پلان شویو پروګرامونو څخه ګټه پورته کړای شي. 
دوهمه ډله کړای شي له خپلو پانګو او تولیدي ـ سوداګریزو سکتورونو سره راستانه شي او دلته یوازې د امنیت، برېښنا او مارکیټ لپاره ورسره حکومت د نړیوالو مرستندویو په ملاتړ مرسته وکړي. 
درېیمه برخه یې ( چې لویه برخه هم ده) د بشري ځواک په توګه د کارځواک ( قوای کار) په توګه ګومارل کېدلای شي، چې تردې وروسته په لویو ملي او سیمه ییزو انکشافي پروژو کې ورڅخه کار واخیستلای شي. 
همدا راز د یوه ملي پلان په پایله کې په ټولو ولایتونو کې د زمکو په ځانګړي کولو سره دوی د یوه کرنیز تولیدي ځواک په توګه هم ګومال کېدلای شي. 
همدغه برخه افغانان چې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکي دي، که په خپلو ولایتونو کې د روانو اوبو او شاړو زمکو له مدیریت څخه ګټه واخیستلای شي او هریو څه زمکه د کور او کر لپاره ترلاسه کړي، هم به د ملي تولید کچ لوړ کړي او هم به له کډوالۍ خلاص شي. نور سکتورونه لکه کانونه، ترانسپورت، لویې لارې او کوشنۍ حرفې ( غالۍ اوبدنه، کتاني صنعت، څاروي روزنه  او نور) یې ښې بېلګې دي، چې دوی په کې بوخت شي.
دا به ومنو چې په یووار د څو میلیونه نفوس راتلل به یوه لنډ مهالې او تېریدونکې کړکېچ وزمه  څپه رامنځته کړي، خو که نړیوالې موسسې په تېره بیا UNHCR ، IOM او نور مرسته وکړي او د افغانستان حکومت یې په سمه مدیریت وکړای شي،نو دغه لنډمهالی کړکېچ به ډېر ژر له منځه ولاړشي او راستانه شوي کډوال به په یوه لوی ملي اقتصادي فرصت بدل شي. 
تر ټولو لویه ګټه به یې دا وي، چې  دګاونډیو خوله به په خاورو ننوځي، نه به نور وړیا وسلوال رالېږلای شي او نه به هم په سیاسي تعاملاتو کې پر افغانستان فشار راوړلای شي. مهمه دا چې زموږ لویه برخه هېوادوال به د کډوالۍ له سپک او تل محتاج ژوند څخه وژغورل شي. موږ بایدپه کور دننه په کډوالو پسې د منفي تبلیغاتو مخه ونیسو او له تاریخي پلوه دهغوی مجبوریتونه درک کړو، باید ومنو، چې کډوالي بده ده، خو کډوال بد نه دي. 
بیا هم اراده، پاک لاس او سم مدیریت په کار دی او که نه ستونزه دومره لویه نه ده.
لیوال
(سرخط ورځپاڼه)

 

-
بېرته شاته