(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتو اولسی سندرې

[29.Jun.2016 - 21:39]

ليک: قلندر مومند.    ژباړه: ډاکټر زبير حسرت
يادګيرنه: (د محترم قلندر مومند (مرحوم) دا مضمون په (اټک کےاس پار) کښې چاپ وو، ما د پښتو د طالبانو د علمی، ادبی او تدريسی ضرورتونو تر مخه د اردو نه پښتو ته را اړولے دے . {حسرت} 
دَ يوې علاقې دَ اوسېدونکو دَ ټولنيځو رجحاناتو او دَ هغوی دَ مورنۍ ژبې دَ فنی رجحاناتو اندازه د هغې علاقې دَ اولسی سندرو نه په اسانه لګېدے شی ځکه چې دَ مشرقی خلقو دپاره دَ هغوی دَ داخلی جذباتو دَ اظهار يواځينۍ ذريعه عوامی شاعری ده او هم دَ عوامی شاعرۍ نه دَ معياری يا سنجيده عوامی ادب دَ کره کوټه پته لګېدے شی. ځکه نو دَ يوې ژبې دَ معيار او کره کوټه معلومولو دپاره او دَ عوامی ادبی معيار صحيح اندازې لګولو دپاره واحده لار دا ده چې دَ هغې ژبې دَ اولسی سندرو کره کتنه اوشی . 
لکه دَ نورو مشرقی ادبياتو په پښتو ادب هم دَ ګُمنامۍ پرده وه چې وجه ئې دَ قومی جمود او بې حسۍ نه علاوه بل هيڅ نۀ وه. دَ پښتو ويونکو يوې لويې ډلې دا ګڼله (دَ پښتو ليکونکو يوه خاص طبقه اوس هم دا ګڼی) چې پښتو ادب چې دَ (( علامه محمد هوتک)) په زمانه کښې کومه ارتقايی درجه حاصله کړې ده دوباره هغې درجې ته رسېدل نا ممکن دی. له دغې وجې نه دَ پښتو دَ هنرمندانو او اديبانو په اعصابو چې دَ احساس کمترۍ او بې اسرې کېدو کوم پېرے ناست وو هغۀ دوی مخکښې تلو يا ودې کولو ته پرې نۀ ښول، هم دغه وجه ده چې پښتو ادب هغې معراج ته اونۀ رسېدو  دَ کوم چې دا مستحق وو . 
پښتون يو پسمانده قوم دے او دَ دنيا دَ نورو قومونو په نسبت په تعليمی لحاظ لږ وروستو دے نو ظاهره ده چې دَ تعليمی پسماندګۍ ردِ عمل دَ دوی فنی اقدار متأثره کړل او پۀ دغه وجه مونږ پښتو شاعرۍ ته عوامی شاعری وئيلے شُو ځکه چې دَ پښتنو اديبانو کومه طبقه چې دَ ادب برائے ادب په فرسوده نظر يې روانه وه هغوی په خلقو کښې څۀ خاص نوم پېدا نۀ کړو او دَ دوی ادب آفاقی ادب ثابت نۀ شو. دَ دې بر خلاف هغه اديبان چې ادب ته ئې دَ ژوند دَ مختلفو اړخونو نه اوکاتۀ او دَ ژوند دَ بدلونونو سره سره ئې ادب هم په بدلېدو مجبوره کړو، ټولو ډېر زيات شهرت ترلاسه کړو او دَ صالح او صحت مند ادبی خدمت په وجه ئې ژوند سره نزدېکت بيا موندو . 
دَ پښتو اکثر اديبان دَ ژوند نه فرار يا تېښته نۀ کوی بلکې په هر ګُټ پير دَ دوی مخې ته هنداره ږدی په کومه کښې چې دوی په هر قدم د خپل ادبی او ټولنيځو کړۀ وړو جاج اخلی. عسکريت چې دَ پښتون ماحول نه يو نۀ جدا کېدونکے جز دے په هره مناسبه موقع دَ ادب سره وی. دا خو ظاهره خبره ده چې ادب دَ ژوند دَ تقاضو او ضرورتونو مطابق جوړول دَ ادب برائے ژوند اصلی معنی ده. په دې لحاظ زۀ په دې وئيلو مجبور يم چې پښتو په حقيقت کښې يوه ډېره ترقی پسنده ژبه ده کومې له چې دَ دې رجعت پرستانه ماحول دَ رجعت پرستۍ رنګ ورکړے وو . 
دَ پښتو اولسی سندرې اکثر دَ سيمه ايزو ضرورتونو مطابق وئيلے شی. دَ دې سيمو اکثر خلق نالوستی وی ځکه نو دَ دوی سندرې دومره ترقی يافته نۀ وی چې په فنی معيار پُوره اوخېژی خو کۀ اولسی سندرې دَ عوامو دَ عقلی مزاج سره سمون خوری نو بيا دَ هغې دَ خپلولو نه علاوه بله لار نۀ وی . 
(( ټپې، لوبې، چاربېتې او بدلې)) دا دَ پښتو اولسی سندرو اصناف دی . 

ټپه:
 ټپه دَ پښتو ژبې خپل تخليق دے او دا په نورو ادبياتو کښې بيخی نشته. هم دا هغه صنف دے چې له اټکه تر قندهاره د درستو پښتنو شريکه ملی سرمايه ده. چرته ورته خلق ټپه وايی او چرته لنډۍ. دَ دې وجه دا ښودلے شی چې ((ټپه)) په پښتو ژبه کښې (مُهر) ته وئيلے شی او پښتانۀ چونکه په هره خبره کښې دا دَ متل په توګه استعمالوی نو ځکه ورته ټپه وئيلے شی. بله وجه ئې دا ښودلے شی چې ټپه (لاس پړقولو) ته هم وايی نو چونکه دَ ټپې په وئيلو دَ دې دَ سُر سره لاسونه پړقولے شی نو ځکه دَ دې صنف نوم ټپه اېښودے شوے دے. بله دا چې ټپه ((پټو (مرهم)) ته هم وئيلے شی او دا په خفه او زهير زړۀ باندې د پټۍ (مرهم) غوندې لګی نو ځکه ورته ټپه وئيلے شی. دَ لنډۍ معنی ظاهره ده او هغه دا چې دَ دې چونکه يوه مصرعه لنډه او دويمه اوږده وی نو ځکه ورته لنډۍ وئيلے شی لکه دَ مثال په توګه: 

زما اشنا ګل دَ نرګس دے
 بل ته په ترس دے ماته سم نظر کوينه

زما اشنا ګل دَ لاله دے
 په رنګ اعلی دے بلبلان ورله راځينه

زما اشنا ګل دَ صدبر دے
 په ما خبر دے چې مئين ورباندې يمه

زما اشنا ګل دَ رامبېل دے
 زړۀ مې غلبېل دے ورپسې کړی فريادونه

چې نيمه شپه شی يار راياد شی
 زړۀ پۀ فرياد شی سترګې اوښکې څڅوينه

چې کله کله راپه زړۀ شی
 سر په بازو کړم اوښکې کوزې تويومه

زما دَ زړۀ ارامه راشه
 په تمامی جهان اختر په ما غمونه

زما دَ زړۀ ارامه راشه
 ملهم زما شه چې مې روغ کړې پرهرونه

کۀ دې باڼۀ قاتلان نۀ وے
 په دروازو کښې به دې چا کړل فريادونه

سترګې مې خوږ لاس مې پرې ايښے
 دَ اشنا غم پکښې غړېږی ړوند به شمه 

دَ عشق او محبت او سوز وګداز دَ قدرتی جذباتو او وارداتو نه علاوه هغه ټپې چې سياسی تحريکونو سره تړلې دی، جوش، ژوندون او ولوله ده پکښې. دَ داسې ټپو ټکے ټکے سامراج شکن او زړۀ غټوونکے دے:
دَ ازادۍ ناوې جوړېږی
 هريو زلمے نعرې وهی زما دې شينه

کۀ مې فيرنګ چوره چوره کړی
 دَ قام دَ ننګ نه به څنګ اونۀ کړم مئينه

سورے سورے په ګولو راشې
 دَ بې ننګۍ آواز دې رامۀ شه مئينه

که دَ وطن په ننګ شهيد شوې
 په تار دَ زلفو به کفن درله ګنډمه

که دَ زلمو نه پوره نۀ شوه
 فخرِ افغانه جينکۍ به دې ګټينه

لوبه:
دَ ټپې نه پس دَ لوبې درجه راځی دا هم لکه دَ ټپې دَ پښتو خپل تخليق دے او دَ تحقيق نه معلومه ده چې دَ نن نه تقريباً نيمه صدی وړاندې لوبه نۀ وه (البته دَ دې يو نيمګړے شان شکل يعنی نيمکۍ) هغه وخت هم موجوده وه . له دې وجې مونږ دا وئيلے شو چې په پښتو کښې تخليقی صلاحيت ډېر زيات دے او دَ دې دپاره دَ علامه هوتک، خوشحال بابا، عبدالحميد بابا يا دَ علی خان دَ دور او يا دَ يو شخصيت دَ مشرۍ او ملاتړ څۀ ضرورت نشته. بلکې په پښتو کښې فی نفسه داسې څيژونه شته چې هغه دا دَ نوی ماحول سره اشنا کوی او دې ته دوام ورکوی. دا خبره زمونږ په دې دعوی هم دلالی کوی چې پښتو په حقيقت کښې يوه ترقی پسنده ژبه ده او په دې کښې دومره زور شته چې دَ نورو ترقی يافته ژبو سره اوږه په اوږه ادبی مېدان ته را اوځی ځکه چې کۀ دَ بې وسۍ باوجود په يوه ژبه کښې دومره لچک وی چې په خپله شاعرۍ کښې دَ نوی اصنافو اضافه کولے شی نو يقيناً چې دومره صلاحيت به پکښې هم وی چې دَ ژوند دَ بدلېدونکو رجحاناتو هنداره شی او په نړۍ کښې ځان له يو مقام پيدا کړی . 
(لوبه) دَ څۀ نه وتې ده؟ په دې حقله څۀ وئيل ګران دی خو ذهن ته دا خبره ضرور راځی چې (لوبه) چې اردو ژبه کښې ورله (کهيل) ټکے استعمالېږی اکثر دَ عاشق او معشوق ترمينځه مکالمات (خبرې اترې) (DILOGUE)  پېش کوی او کېدے شی چې په دې وجه لوبه دَ (پلے) (PLAY)  نه وتې وی . 
دا دَ مستزاد دَ قسم يو صنف دے چې وړومبۍ دوه مصرعې ئې هم قافيه وی خو بحر ئې يو شان نۀ وی. وړومبۍ مصرعه ئې اکثر اوږده او دوېمه لنډه وی. دې پسې دَ راتلونکو مصرعو شمېره دوه يا درې او بعضې وخت څلور هم وی. اخری مصرعه دَ مطلعې دَ مصرعې سره تړلے شی او دغه شان وړومبے بند چې (کړۍ) ورته وئيلے شی، مکمل شی.
دا خبره دَ يادولو وړ ده چې لوبه چرې هم دَ (کاميډی) جذبات نۀ وړاندې کوی بلکې اکثر په (ټرېجډی) اړه لری او يا دَ نورو مشرقی ژبو په شان مدحيه وی. (چې زما په خيال ورته دَ خپلې خودۍ وير وئيل پکار دی) دَ دې صنف دوه مشهور استاذان (استاد رحيم جان او استاد مطهر فدا دی). وړومبے استاد ډېر وخت اوشو چې وفات شوے دے. دوی دَ سوړيزی مومندو علاقې پېښور ضلعې اوسېدونکے وو نالوستے وو او دغه وجه وه چې دَ اولسی جذباتو او عوامی مزاج مطابق به ئې لوبې ليکلې. دَ دوی لوبو ته په مومندو کښې په خاصه او په ټوله پښتونخوا کښې په عامه توګه ډېر دَ قدر په نظر کتلے شی. دَ دوی دَ ژوند دَ واقعاتو مونږ ته مکمل معلومات نشته خو دومره پته ئې لګی چې په غربت کښې پيدا او لوئے شو او هم دغه ماحول کښې ډېر په تکليف مړ شو. داسې ښکاری چې دوی څۀ ليکلی دی هغه ئې په خپل ځان تېر شوی حالات قلمبند کړی دی دَ کومو نه چې دَ دې سيمې دَ اکثرو اوسېدونکو دَ غربت، لوږې او بدحالۍ اندازه کېږی او دَ دې ځائے دَ اوچتې طبقې لکه خانانو، اربابانو او لويو لويو جاګيردارانو او سرمايه دارو دَ اجاره دارۍ تصويرونه دَ لوستونکی مخې ته راشی . 
استاد رحيم جان دَ پښتو يو لوئے اولسی هنر مند وو. دا لوبه هغوی ليکلې ده:

دَ غم دَ لاسه مې پۀ زړۀ باندې خفګان راځی

نوے طوفان راځی
يو دَ فيرنګ ظلمونه
غټ خېټی لا وسونه
هائے دَ غريب ژوندونه
يو ستم تېر نۀ وی چې بل پرې له اسمان راځی

نوے طوفان راځی
ځائے په سمک نشته دے
دّ کار درک نشته دے
دَ ژوند مو حق نشته دے
په دې حالت مې سېلابونه له چشمان راځی

نوے طوفان راځی
باړه پټے کوو مونږ
يوې مالې کوو مونږ
بيا هم فاقې کوو مونږ
چې دَ غوبل په وخت کښې وېش لره خانان راځی

نوے طوفان راځی
خان ته ارذل وی غريب
دَ ګاڼۍ نل وی غريب
ترڅو به غل وی غريب
په معتبر به اخر قهر دَ سبحان راځی

نوے طوفان راځی

 استاد مطهر فدا (جون (۱۹۱۱) ـ ۲۸، نومبر ۱۹۷۱) هم دَ دې طبقې سره تعلق لرونکے يو انسان دے څوک چې دَ وخت تراخۀ ګوټی اوپښتانۀ دَ خپلو لوبو په ذريعه ګرمولو دپاره تراوسه ژوندے دے . (فدا مطهر هم پۀ ۱۹۷۱ کښې وفات شوے دے . (مترجم)) 
 دے دَ علاقه خليل په يو کلی پشته خره کښې پېدا شو او هم هلته ئې اولنۍ زده کړه اوکړه او وروستو ئې ډېر زيات شهرت ترلاسه کړو. داسې څوک پښتون به نۀ وی دَ چا په ژبه چې دَ دۀ يو شعر نۀ وی راغلے. ما اکثر په لارو کوڅو کښې دَ وړو ماشومانو له خلې دَ دۀ پوره غزلونه او دَ لويو او مشرانو نه دَ دۀ ليکلې لوبې اورېدلې دی. ولې دَ علمی کموښت له وجې دَ دوی په لوبو کښې هغه زور نشته چې تعليم يافته طبقه متاثره کړی . 
اکثر پکښې دَ روزګار نۀ ملاوېدو ذکر وی او دغه شان دَ ستړی ستومانه زميدارو، بدحاله مزدورانو محنت کشو خولو کښې ډوبو انسانانو دپاره پکښې  دَ سکون او تفريح له پاره ډېر څۀ وی:

دَ اوښکو ډکې سترګې چاته واړومه
 غمَ په زړۀ دننه زۀ تېرومه

هر نوے غم زما مېلمه وی
 وېش کښې اول مې په نامه وی

په مېلمستيا کښې دَ تن غوښې ورکومه
 غم په زړۀ دننه زۀ تېرومه

لوټ ئې زما دَ زړګی کور کړو
 وطن ئې ټول راته سور هور کړو

فکر کوم چې کوم طرف ته اوتښتمه
 غم په زړۀ دننه زۀ تېرومه

په کور کښې غم بهر مې غم وی
 چې چرته ځم راسره سم وی

يو تلے نۀ وی چې بل غم ته غاړې شمه
 غم په زړۀ دننه زۀ تېرومه

چاربېته:
 دا دَ پښتو شاعرۍ يو ډېر زوړ صنف دے. دا صرف متقدمينو يا متوسطينو ليکلے دے. متاخرينو دې طرف ته پام نۀ دے ګرځولے. دَ پښتو ترقی پسندو شاعرانو کښې يو هم په دې صنف طبع ازمايی نۀ ده کړې. دَ پښتنو تاريخی او هنګامی څيزونه په دې صنف کښې زيات دی او خلق اکثر دا زمزمه کوی . 
 په دې کښې دَ مصرعو شمېر دَ درېو نه واخلې تر نهو پورې وی او وړومبنو ټولو مصرعو ته مطلع وئيلے شی. دَ مطلع نه وروستو راتلونکې ټولې مصرعې خپلو کښې برابر وی او دې مصرعو کښې اخری مصرعه دَ مطلعې وړومبۍ مصرعې سره تړلے شی. دويم بند دَ مطلعې دويمې مصرعې سره په تړلو ختمېږی. علی هذا القياس چې کله دا کړۍ پوره شی يعنی دَ مطلعې په هره مصرعه بند اولګولے شی نو يوه کړۍ جوړه شی. کړۍ پښتو کښې دَ اردو دَ (بند) په معنی استعمالېږی. دَ دې صنف دَ استاذانو نومونه په ګوتو شمارلے شی. په دوی کښې دَ خليلو دَ علاقې اخوند نور الدين (اګر چې امی وو خو په اخوند مشهور وو)، دَ مومندو دَ علاقې صاحبزاده سېف الرحمان او دَ ادينا (صوابۍ) صاحبزاده غلام قادر دَ يادولو وړ دی . 
اخوند نور الدين ډېر پُرګو شاعر وو. في البديهه شعرونه وئيلو کښې کمال ته رسېدلے وو. دوی اکثرې چاربېتې فی البديهه وئيلې دی، په خاصه توګه دا چاربېته. 
دَ زاغ  دواړه څانګو نه دې دَ مخه کړۀ چاپېره
 جمال په شش  کښې ګورې

تا بيا په سرو لبانو دنداسه مښلې ډېره
 ليلی له خياله ښورې

 صاحبزاده سېف الرحمان صاحب دمومندو علاقه بازيد خېل ضلع پېښور کښې پېدا شو . (صاحبزاده سېف الرحمن صاحب د قلندر مومند صاحب والد محترم وو) دَ دوی په چاربېتو کښې تنوع زيات دے . 

ګرځم جدا زړۀ مې هر دم کښې دَ شارو سره وی

دَ خدائے په در کښې مې همېش لاس په دعا نيولے

ګرځم جدا ستا په يارۍ کښې مې طاعون شو جينۍ

دَ رب دپاره لږ په سترګو دَ کرم اوګوره

سترګې مې سپينې په ژړا حال مې زبون شو جينۍ

يمه رنځور راله دَ سرو شونډو ملهم اوګوره

ستا دَ فراقه مې قد کوږ لکه دَ (نون) شو جينۍ

کوم به ساعت وی چې صحبت به دَ ماه رُو سره وی

سر مې په لاس کښې ګل صنم له تا فدا نيولے

 صاحبزاده غلام قادر صاحب ډېره موده مخکښې وفات شوے دے. دوی دَ مردان ضلعې ادينا نومې کلی کښې پېدا شوی وو. دوی پښتو له ډېر نوی رنګونه ورکړی دی، دَ دوی يوه مشهوره چاربېته داسې ده:

دَ دلبر بشر به کله زما هېر شی
چې بېلتون راته وهی په کټارۍ لاس

نېک نظر به په ما کله دَ ګل څېر شی
عزرائيل راته وهی په ککرۍ لاس

دَ دلبر بشر مې ليک دَ زړۀ په سر دے
مطالعه لکه مُلا کوم مدام پکښې

زلفې جيم خلۀ ئې ده ميم مخ ئې دفتر دے
دا نرۍ پوزه ئې بې شکه الف لام پکښې
د (نونونو) ئې په ورځو کښې اثر دے
دَ (صادونو) شته ورلاندې هم مقام پکښې

يا به دا سبق زما زهرو ګنډېر شی
يا به تاؤ کړمه دَ مستۍ دَ مرۍ لاس
په مرۍ کښې مې دَ سرو ګلونو هار دے
لکه لښته ده چندڼو ده ځوانی زما
تل سرونه پرېکوی ظالم مې پلار دے
ستا پۀ شانې خلق ډېر دی ارمانی زما
دَ  سينې په منجرو مې نوبهار دے
پس له دې کوه په باغ کښې باغوانی زما
دَ زړګی زخم به هله دې کوشېر شی
کۀ دې پورې کړو زما په نوکرۍ لاس

چونکه دَ پښتنو جبلی انفراديت يعنی عسکريت دَ دوی دَ ژوند په هر اړخ غالب دے ځکه نو دَ مُلا مقصود (دا اولسی شاعر دَ قلندمومند صاحب په نيکونو کښې راځی) هغه مشهوره جنګی چاربېته کومه چې هغوی دَ انګرېزانو په چترال دَ فوج کشۍ په وخت وئيلې وه دلته رانقل کول ضروری دی. دا چاربېته په کلی، کوڅو، حجرو او چوپالونو کښې وئيلے شی. اګر چه اوس دَ دې چاربېتې ځائے نوؤ چاربېتو نيولے دے خو بيا هم زاړۀ خلق اوس هم کله کله هغه وخت يادوی:

انګرېزو بيا تړلے لام دے نه
څنګه جنګونه په چترال کوی
پروت په درګۍ ورته ګودام دے نه
اَخَلی سوات دَ بونېر خيال کوی
انګرېزو بيا جمع لښکر کړو نه
حېران په فکر کښې ډوب لاړمه زۀ
په مالاکنډ ئې حکم ورکړو نه
تل دَ اسلام برے به وايمه زۀ
غازيانو داؤ پرې مال و سر کړو نه
غنچې ژړېږی څۀ به ژاړمه زۀ
دَ شهادت عالی مقام دے
مخ ئې رنا لکه مشال کوی
دَ باجوړو په حال اګاه يمه زۀ
عمراخان داؤ تر کابله کوی
په بهادرانو کښې (ئې) نۀ ستايمه زۀ
چې زوے ئې نۀ وو فساد ئې څۀ له کوۀ
رحمت په ښار بټ خېله وايمه زۀ
سر ئې کړو داؤ جنګ ئې پخپله کوۀ

بدله:
 دا دَ پښتو ژبې ډېر زوړ صنف دے. دَ دې دَ مشهورتيا اندازه له دې خبرې لګېدے شی چې دَ پښتو ژبې ټول لټرېچر په بدله کښې دے. بدله دَ مثنوی په معنی استعمالېږی اګر چه بعضې خلق په هر منظوم څيز باندې دَ دې اطلاق کوی خو لکه څنګه چې دَ دې دَ ظاهری صورت نه ښکاره ده دَ بدلې مطلب دے (بدله شوې). له دې ظاهرېږی چې په اصل کښې دا دَ مثنوۍ دويم نوم دے او هغه خلق چې دا په نورو معنو کښې استعمالوی سراسر په غلطه دی . 
 دا صنف دَ پښتو شاعرۍ دَ دواړه قسمونو کۀ هغه رزميه ده او کۀ بزميه، مکمل هنداره ده. مذهبی کتابونو مثلاً (اسرار العارفين او قصص الانبياء)،ناول يعنی ممتاز شهزاده، ليلی مجنون، ادم درخو، فتح خان رابيا، جلات محبوبه، جنګنامې مثلاً جنګ نامه امام حسين، جنګ نامه حضرت علی، جنګ نامه امير حمزه او جنګ نامه انور بے پاشا ټول هم په دې صنف کښې دی .
 په دې صنف کښې احمد جان کمال ته رسېدلے وو او لاندينۍ بدله دَ هغوی ده:

يو تربله واړه خلق غولول کړه
لاس به درنۀ کړی کوهی ته غورځول کړه
لار دَ خلې دَ زړۀ ئې يو نۀ وی دلبنده!
ورور دَ ورور په مرګ خوشحاله وی له ژونده
امان غواړه دَ دې دهر له يارانو
احمد جانه په خوئ زيات دی له مارانو
په شا بېرته لکه مار کوی ګذار
پټ دښمن دے په ښکاره به دې وی يار
نن مې بيا په زړۀ بلېږی هور دَ عشق
ځکه خېژی مې له خلې نه شور دَ عشق
 هور دَ مينې مې دَ زړۀ په سر بلېږی
لکه کب دَ زړۀ په وينو کښې تلېږی
کبرژن اشنا مې نۀ کوی پښتنه
ولې شور فرياد کوی په زړۀ دردمنه!
دَ يار مينې رانه شرم حيا يوړه
دَ اوبو په سر ئې اوچه ګياه يوړه
خبر نۀ يم چې په څۀ ګناه مې نيسی
چې په هور مې وريتوی دَ سترګو کسی

الله هو:
 له دې ټولو اصنافو علاوه يو بل صنف (الله هو) هم شته چې اردو کښې ورته (لوری) وئيلے شی. دا واحد څيز دے چې تقريباً په ټولو پښتنو کښې دَ څۀ لږ ډېر تغير سره رائج دے او په حقيقت کښې دَ پښتو اولسی سندرو اصلی شکل هم دا صنف دے . 
  

الله هو شه الله هو زما جانه الله هو
زما بچے داسې اودۀ دے لکه پنډ دَ پتاسو الله هو
په کوزه چنه مۀ راځه په بره چنه ورو
په دې لارې مۀ راځئ غلو، الله هو
الله هو شه الله هو، زما جانه الله هو
للے للے للے للو، الله هو
پلار دې تلے دے په جنګ
ښۀ تېره تُوره ترڅنګ
سر به ورکاندی په ننګ
په وطن راغے فېرنګ

 دَ خدايی خدمتګار تحريک رسالې (پښتون) کښې دَ (الله هو نظمونو) مقابله شوې وه چې زنانوؤ ليکلی وو. يوې زنانه سيده قرة العين په دې لړ کښې يو پوره نظم ليکلے وو چې دَ پښتون فطرت بيان ئې پکښې کړے وو او دَ دوی دَ مثبتو جذباتو عکاسی پکښې شوې وه. نظم دا دے:
الله هو شه الله  هو

تۀ نمسے يې دّ خالد
غزنوی دې دے والد
ولې زړۀ لرې جامد
الله هو شه الله هو
تۀ زلمے شه د کرنګ
له دښمن اونۀ کړې څنګ
ملک نه لرې کړه فېرنګ
الله هوشه الله هو

-
بېرته شاته