(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ارواښاد ډاکټر کبیر ستوری

کله چې دستوري یا، دستورو ذکر کيږی نو د عام بنده ذهن اسمانی ستوروته لاړ شی او بيا په خصوصی توګه سړی ته دسبا ستوری، ماښامی ستوری،اسمان کټ، د ظفر ستوری، ليلی مجنون او داسی نور ستوري ور په ياد شي، دا هغه ستوري دی چې ځينی پکې د سحر وختی راخيژی، ځينې د ماښام په مهال ځليږی، ځينې پيشمنی کې او ليلی مجنون دواړه پکې د مشرانواوعامو خلقو دوينا ترمخه يو د ختيځ او يو د لويديز دغاړې راخيژی او په مزه مزه د حرکت کولو په نتيجه کې کال پس دواړه يو بل سره يو ځاې کيږی او دا شان په مجموعی توګه دا ټول هغه ستوری دی چې دخپلې ځانګړتيا او زياتی روښانتيا له امله داسمان په بې شميره ستوروکې څرګند او مشهور دی. خو مونږ چې داکوم ستوری خبره کوؤهغه ددې ټولو ستوروڅخه زيات شهرت لری او داسمان په ځای د زمکې ستوری دی او د زمکې د انسانانو په صورت ستورو کې شامل دی چې ډاکټرکبيرستوری ياديږی. ډاکټرکبيرستوری که يو خواداسمان د ذکر شوؤ ستورو څخه په دې وجه زيات توپير او زيات اهميت لری چې يوخو داسمان دغه ستوری په خپل خپل معلوم وخت په نظر راځی او چی موسم د باران وی يا په اسمان ګورې وريځی راخوری شی نو بيا خو داسمان دغه ستوری بيخی د نظر پناه هم شی، ولې ډاکټرکبير ستوری يو داسی ستوری دی چې موسمی بدلونونه خو څه چې هغه مرګ هم پټ نه کړی شو، د کوم په اړه چې دامتل مشهور دی چې «مرګ سړی کوی» او داځکه چې د خپل روڼ فکر، ترقی پسندۍ او دپښتنو د ترقۍ په حواله د خپل رسا نظر او ژوندی ليک په سوب هغه اوس هم دخلفو په زړونو اوپه ښو ټکو کښې يي نوم اخستلی شی او زړونو کې ژوندی دی لکه خوشحال خان خټک چې فرمايي:

مـړ هغه چې نه يي نوم نه يی نښان وی تـل تـر تـله په ښـه نــوم پــايی ښـاغلـی

د ډاکټرکيبرستوری په ژوند، د هغه په فن او د هغه په شخصيت خو د نړۍ په هر ګټ کې ميشتؤ ژبپوهانو او د قلم خاوندانو خپل خپل نظر څرګند کړی او د تاريخی مقالو او ضخيمو او مفصلو ليکنو کولو يی کتابونه چاپ دی ځکه نو زه د ډاکټرکيبرستوری صيب د يو کشر په حیث دروايتی ليک څخه په ډډه کولو دې لنډو پيرايوکې هغه سره صرف د خپلې مينې څرګندونه کوم. ډاکټرکيبرستوری صيب سره په وړومبی ځل زما ملاقات۲۰۰۰ء کې د عالمی پښتو کانفرنس په موقع شوی ؤ بيا څو ورځې پس ګور ګهټړی پيښور کې د پښتنو قامی جرګې په نوم دوه ورځنی سيمينار کې ورسره تفصيلی ليدل کتل وشول. په دغه موقع هغه ماته خپل دوه کتابونه« ژبساپوهنه» او د «هوښيارتيا تله» او د يو سياسی مبارز ليکلی کتاب «زرپاڼه» راکړل. دا شان خو نورو پروګرامونو کې ورسره د ملاقاتونو سره سره ۲۰۰۵ء کې د پښتو عالمی کنونشن د پیښور دستورې په موقع هم ليدل وشول او د نور کله په شان مې د خپل عادت مطابق د ډاکټرکيبرستوری صيب علمی مقاله په غور واوريده اوضروری پواینټونه مې نوټ کړل خو کله چې د کنونشن په بندوبست په بله ورځ د پیښور نه ټل ته د عالمی مشاعرې لپاره شاعران اديبان تلل نو زه هم ورسره روان شوم او دې ملګرو کې ډاکټر صيب هم سره د خپلو زامنونصیر ستوری او بصير ستوری شامل ؤ کله چې د کواټ ټاکل شوی ځاې کې د ماسپښين ډوډۍ لپاره ټول ګاډی ودريدل نودغه وخت زه په منډه منډه ډاکټرکيبرستوری صيب ته ورغلم او دروغ جوړ نه پس مې ورسره په تيروملاقاتونو خبرې شروع کړې، ډاکټر صيب ما ته په دغه موقع خپل «سندريز پيغام» او يو دوه نور کتابونه راکړل، خولږ وخت پس ډاکټر صيب په زړه لاس کيښودو او وې ويل : ٬٬زما يه زړه درد راغی٬٬ دې نه پس د هغه زامنو او محترم لايق زاده هغه د کواټ نه واپس سوزوکی ډبه کې راوستو . ډاکټرکيبرستوری که د زمکی څخه پور ته د اسمان ستوری نه دی خو ولې د ادب د اسمان ستوری ضرور دی او د پښتو ادب په اسمان موجودو ګڼو ستورو کې ور ته د زيات خدمت له امله يو ځانګړی مقام حاصل دی او دا هغه مقام دی چې داسمان د مخصوصو ستورو دمقام څخه هم لوړ معلوميږی ځکه چې د اسمان دغه ذکر شوؤ ستورو کې چې دپښتنو په سيمه کې کوم مخصوص نومونه اخستلی شی شايد چې مغربی او د منځنی ختيز په ملکونو کې ور ته دغه نومونه نه شی اخستلی ولې ددې بر عکس ډاکټرکيبرستوری هغه ستوری دی چې د نړی په هر ملک به صرف هم په ډاکټرکيبر ستوری بللی او يادولی شي. ډاکټر صيب چې په خصوصی توګه د جرمنی څخه د خپل قوم اوخپلې مورنۍ ژبی د پر مختګ اوښيرازۍ لپاره کوم لويي خدمت او کار کړی دی هغه د انتهايی ستاينې وړ دی.

عقل پوهه ستوری دواړه لوګی کړی له پښتونه چــې ارمــان د ازادۍ ته نـوښــتـونه راپـيدا کړي

بايد پښتانه ټول عمر د پښتون سوشل ډيموکريټک پارټۍ د پخوانی مشر، شاعر اوڅيړونکار، ارواښاد ډاکټرکيبرستوری نوم په ښو لفظونو ياد کړی او د هغه زيار ته احترام ولری ځکه چې د پښتو او پښتنو لپاره ډاکټرکيبرستوری ستر خدمت ترسره کړی او احسان يې پرې کړی دی چې : ٬٬پښتانه د چا احسان نه هيروی٬٬. يادونه : دا ليكنه د 2008ع کال د اپریل د مياشتی په څلورمه نېټه په ورځپاڼه وحدت، دارواښاد ډاکتر کبير ستوري د دویم تلین په مناسبت د «وحدت» خصوصي خپرونه، پیښور كې خپره شوې ده. امجد علي خان ژورنالست ، شاعر، لیکوال
Amjad Ali Khan Writer, Poet, Journalist
- بېرته شاته