(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لرې پښتونخوا ملګرو ته

[17.Jun.2016 - 07:18]

د لرې پښتونخوا ملګرو ته د سرخلاصي لیک، ځواب

لیک: محمد عثمان ستومان

پښتنو نیوکې کوو، د ژوند لار ه ورښیو، له ځانه مو مشر ورور یا پلا ر جوړکړیدی، بس څه مو چې زده دي، هغه بل ته پیغور ورکول دی او بس. په خپل ځان د پریښتو پکر کوو او پکر کوو چې یوازې موږ یو چې  په سمه لاره روان یو او دا نوره ټوله نړۍ ملامته او ګرمه ده. 
راځه د لرو پښتنو په نمائیندګي به اوس  زه  یو څو سپینې خبرې درته ولیکم  او هیله لرم چې، پرې غور به وکړې او خوا به پرې نه درنوې. 
تر ټولو  د مخه راځه چې  ستا پدې خبره وغږیږو چې لیکې: (د ډیورنډ کرغیړنې کرښې زما او ستا منځ کې دیوال جوړ کړی، کنه ژمې به مو لر او اوړۍ به مو بر تیراوه)،  هو د لر پښتون  زړه به هم همدا غوښتی او ورته خوشاله به وای، خو دا امکان او حق  ورنه زما او ستا میړاني او باتور، غیرتي واکمن ، بر پښتون او افغان،  عبدالرحمان خان واخیست، هغه د خپلې ګډۍ د ساتلو لپاره، دوی لدې نعمته بې برخې کړل او اوس نو مجبور دي چې اوړی د پيښور او ...په سره تنور کې تیر کړي . یاني، دوی له موږ څخه  ندي  بیل شوی ، دا انتخاب د دوی نه وو، بلکې ما او تا ورته ټاکلی وو.  
تا سو په بل ځای کې لیکئ :( رښتیا ووایه تا ته د دویمې درجې د اوسیدونکي په سترګه نه کتل کیږي؟ کوم ځوان چی په اردو او انګریزې نشي غږیدای د وحشي یا ناپوه اطلاق پرې نه کیږي) ، هو همداسې به وي، خو دا هم مه هیروه ، چې ما او تا ته هم زموږ کشرو  وروڼو د (افغان غول) له درناوي ډک لقب راکړی او زیاتره لیک او لوست مو په پښتو ندی، بلکې  مجبور یو چې، ، د خپل کور په دننه کې، د همدغو خوږو  وروڼو په ژبه زده کړې وکړو.  دا هم باید په نظر کې ولرو او هیر یې نکړو چې ، انګریزي یا اردو په پاکستان کې د میشتو قومونو نه ، د کوم یوه قوم ژبه نده چې، پر یو یا بل یې تپلې وي، بلکې پنجابی، سنیدی  او بلوچ هم همدغه ژبه پر ځان منلې ده او بله دا چې پښتانه په پاکستان کې اکثریت نه دي،  چې  ژبه یې باید رسمي او سرکاري واوسيږي، خو راځه خپل ځان او حالت ته خو هم لږ نظر وکړو او بیا یې د لرو پښتنو سره پرتله کړو.
زه او ته د افغانستان د نفوسو د ۶۵- ۷۰ ٪ دعوا کوو، دهغه ورځې نه چې احمدشاه بابا  د افغانستان د بنسټ تیږه ایښې ده، یوازې ده پخپله په پښتو خبرې کولای شوې، تر هغه را وروسته کابو د دوه نیم سوه کالوپه اوږد وکې مو ټولو پاچا هانو چې ځانونه یې پښتانه بلل، پښتو نه وه زده او په پښتو یې نه لیک کولی شو او نه هم لوست. بلکې د یوه کوچني اقلیت ژبه ده چې،  تر ننه هم پر هیواد مسلطه ده او که خدای مکړه کومه لوحه دې په پښتو ولیکله ، نو  د دفاع وزارت د لوحې غوندې یې، بیرته درباندې کوزوي، او زه او ته خړې سترګې ورته ګورو او ځان ته تسلي ورکوو چې ، خیر دی چې ملي یوالی خراب نشي. زه او ته باید د پښتنو په ولایت کې هم پاړسي ولیکو، خو په هغه ولایتو کې چې دوی پکې اکثریت دی، د پښتو نوم به هم څوک نه اخلي. که لرپښتون د پنجابي غلام دی ( اودې غلامۍ ته ما او تا مجبور کړیدی)، نو زه او ته هم پخپل کور کې په ډیر احتیاط او پام سره ژوند تیروو، د پنجشیر کوچنۍ ولسوالي چې ټول نفوس به یې څو زره کسان وی، پر ما او تا واک چلوي او زه او ته خړې سترګې ورته ناست یو . هزاره، ازبک او... هم باج رانه اخلي ، توهین مو کوی، خو زه او ته باید ددې لپاره چې ، په اصطلاح ملي یوالی مې ساتلی وي، باید په هره بیه چې وی ، هغوی خوشاله وساتو. زما پښتون که په غونډه، ټلویزیون ، راډیو یا کوم ځای کې خبرې کوي نو باید چې د ژبو انډول وساتي او هرو مرو به پاړسي هم  ورسره وايي، کنه نو د غټې ګناه مرتکب به وي او ملي وحدت ته به يې زیان رسولی وي،  خو پاړسیوان او نور خواږه وروڼه مو بیا هیڅ مجبور ندي  او اړتیا نلري چې، د پښتو یوه دوه کلیمې هم له خپلې خولې وباسي. 
تا په بل ځای کې لیکلي دی چې،(؟ ښه مې په یاد دي چی د پختونخوا د معتبرې کورنۍ یو ځوان چې به عسکر شو، افتخار به یی کاوه، درز دروز به وو، او دا یې د پنجاب د حاکم نظام تحفه بلله)، زه نه پوهیږم چې موږ افغان په رښتیا هم همداسې پکر کوو ا و که هسې مو ځان بې خبر اچولی دی او د لرو پښتنو د رټلو لپاره مو هسې یوه پلمه جوړه کړیده . د پاکستا ن یا لر پښتانه چې ځانته پاکستانی ونه وايي نو ، څه ځانته ووايي؟؟؟ افغان!؟ ، هغه خو دهند پښتون هم کیدای شي، خو تر څنګه ځانته په ډیر ویاړ سره هندوستانی هم وايي. که افغانستانی یاني د افغانستان اوسیدونکی ځانته ووايي، هغه خو  ندی،  ځکه چې زه او ته یې نه منم او په تورخم چې سر راښکاره کړي ، نو غږ پرې وکړو چې، پاکستانی راغی او همغلته یې بیرته ستون کړو. که هلته یې بیرته ستون نکړو او لږ مراعت ورسره وکړو ، چې ګني پښتون ورور مو دی، نو په پلچرخي ولا ړ پاړسیوان، ازبک ، هزاره ... عسکر خو یې  په لِغتو هم پسې وهی او د پاکستاني دالخور په نوم یې په کوټه کې غورځوي. 
 راځئ پدې اړه لږ په غور سره شوچ وکړو او د تل لپاره ددې پیغور جرړه وباسو ، او هغه دا چې، زموږ په هیواد کې تاجک ، ازبک ، ترکمن او.... اوسیږي، اوس زموږ په هیواد کې میشت تاجک چې ځان ته افغان یا د افغانستان تابع وايي، نو د هغه همقومه او هم ژبه د تاجکستان تاجک باید ورته د افغانانو غلام، وطن خرڅونکی او خائین  ووايي ؟!! او که ځان ته تاجک یا تاجکستانی وايي او له افغانیت نه منکر شي، نو موږ به څه ورته وایو چې دا نو ډیر باغیرته خلک دي، سره لدې چې په افغانستان کې اوسیږي او ژوند کوي، خو ځانونه تاجکستانیان بولي او افغانستان نه مني، که به ورته سل زره سپکې سپورې ، رد بد او کنځلې کوو چې خرڅ شوی ، خائین او جاسوسان دي. همدا حالت د لاندې پښتنو هم دی. نه یې زه را پریږدم چې زما شي او نه خو یې هم پاکستان ته ورپریږدم چې هلته خپل ژوند جوړ کړي.
تاسو پخپله لیکنه کې بیا هم د پلار او یا هم مشر ورور دریځ ځانته غوره کړی دی او ګواکي خپل نااهلو ، ناپوهو ، کشرو وروڼو ته په ډیره مهربانۍ او حق په جانبه لهجه ، د پیغور په توګه ګوته نیسئ چې موږ ستاسو په کورونو ګلونه در پاشو او تاسو په مقابل کې په ډیره نمکحرامۍ سره ، اورونه را غورځوئ...او جګړې د دوی دغسې او هغسې وکړل...
هو ، جناب ساپی صاحب  ، تاسو خو دوی ته د تاریخ د لوستلو سپارښتنه کړیده، خو که پخپله هم یوځل هغه ته سر ورښکاره کړئ ، نو شاید چې ډیر شیان درته بدل بدل ښکاره شي ...
که تاریخ ته وګورو او وجدانا قضاوت او ان اعتراف وکړو ، نو د لاندې یا لرو پښتنو د بدمرغۍ ، تباهۍ اصلي  عاملین پرون هم موږ وو او نن هم موږ یو. دا د ورور وژنې ، ځان وژنې ، ټوپک او کلاشنیکوف دود او رواج ما او تا دوی ته ور وړی دی. کله چې زموږ مجاهدینو وروڼه، پدې پلمه چې غواړي د هیواد او اسلام نه دفاع وکړي، لاړل د ډیورنډ بلې غاړې ته کډه شول، همدا لاندې پښتانه وو،  چې هغوی ته یې مهاجر نه ویل ، ځکه چې ویل یې چې دا د افغانانو خپله خاوره ده  او پخپله خاوره څوک مهاجر نه وي،خو همدا زه او ته وو چې غږ به مو کړ چې ګورئ دغه خائینین، پرموږ یې د هجرت ثواب نه لوریږي... لرو پښتنو دومره مرګ او ژوبله کله هم نه ولیدلې ، ما او تا ور زده کړه، د دوی کور ما او تا د نیابتي جګړې میدان او ډګر  وګرځاوه ، اوس چې دوی پکې تر ستوني کلک نښتي دي او زما او ستا هغه د جګړو دلالان او قاتلان خپل هدف ته رسیدلي دي، شتمنۍ یې تر لاسه کړیدي او غواړي چې خوند ورنه واخلي ، نو وايي چې جګړه نوره ختمه ده، اسلام نور ساتل شویدی، هیواد ازاد دی... خو لر بې وزله پښتون  مو داسې کلک پکې نښولي دی چې که هغوی هرڅومره هڅه کوي چې ځان زما اوستا د خودغرضو مشرانو او کشرانو د تپل شوې جګړې د دلدل را وباسي، زور یې نه رسیږي.
نو ډیر د قدر وړ ساپی صاحت ، راځئ  چې نور لږ لدې مشرۍ ، لدې پیغورونو نه تیر شو او لږ دا خپل سر خپل ګریوان ته کړو...!
محمد عثمان  ستومان

-
بېرته شاته