(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پټه خزانه فی الميزان

[07.Jun.2016 - 07:31]

«پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کې

کانديد اکادميسين محمد صديق روهي

يادونه: دغه مقاله به د استاد روهي د «ادبي تحليلونه» نومي کتاب کې هم ډير زر له چاپه راووځ
پس منظر:
د شلمې پيړۍ په دريمه لسيزه کې دنشنلزم څپې د نړۍ ګوټو ګوټ ته ورسيدې. نشنليزم مثبت او منفي اړخونه درلودل. دلته د مثبت او منفي يو يو مثال وړاندې کوم. د مثبت اړخ مثال يې دا دی چې نشنلزم په قومونو کې کهترۍ (inferiority complex) احساس له مينځه يوړ او هغوی يې له استعمار سره د مقابلې او د خپلو فرهنګي مواريثو د راژوندي کولو د پاره چمتو کړل. منفي اړخ يې دا و چې د قومي تفوق او امتياز غوښتنې د پاره يې ځمکه هواره کړه.
افغانستان هم له دغې منفي اغيزې څخه بې برخې پاتې نشو، خو د افغانستان په لويديځ ګاونډي هېواد کې افراطي تفوق غوښتنه له پراختيا غوښتنې سره ملګرې شوه. د پراختيا غوښتنې د سياست له امله د دغه هېواد خلکو د خپل هېواد نوم د دې د پاره بدل کړ(۱۹۳۵ ع کال) چې د يوه بل هېواد پر خاوره، تاريخ، ژبې او ثقافت باندې غيږه راوګرځوي. هغوی په پښتنو دا هم نه لوريده چې په خپله ژبه ليک او لوست وکړي. نو کله چې «پټه خزانه» رابرسيره شوه، دوی د هغې پر ضد د تبليغاتو خزانه په کار واچوله او هغه يې جعلي اثر وباله.
دوی هيڅ سند نه درلود، ځکه چې هغوی نه پښتو پوهيدل او نه يې د پښتو ادب په باره کې معلومات درلودل.
د هغوی د تبليغاتو محرک يو ړوند ايتنو سنټريزم (ethno centrism)  و. خو دا هم بايد وويل شي چې د دوی پرله پسې تبليغات د زيات تکراريدو په وجه بې اغيزې پاتې نشول او د هغو خلکو په مغزو کې يې د شک تخمونه وکرل چې د بې سنده او بې دليله تبليغاتو تر اغيزې لاندې راځي. سره له دې، د اکثره پښتنو دا خيال و، چې د نوموړي کتاب پر ضد پروپيګنډه د پښتنو د مخالفانو کار دی، پښتانه فرهنګيان د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باره کې شک نه لري.
په ۱۹۷۶ ع کال کې يو پښتون ليکوال د پښتو اکيډيمۍ په میاشتنۍ مجله کې يوه مقاله خپره کړه او په هغه کې يې د «پټې خزانې» د صحت او اصالت په باب شکوک ښکاره کړل.
د تعجب خبره ده چې د دغې مقالې په باره کې چا کومه تبصره ونه کړه. زه چې په هغه وخت کې د پښتو ټولنې رييس وم، د نوموړې مقالې له خپريدو څخه خبر نشوم. په ۱۹۷۹ ع کې هماغه ليکوال په هماغه سلسله کې يوه بله مقاله هم نشر کړه. په دغه وخت کې د افغانستان فضا د سياسي بحران په تورو لړو پټه شوې وه او د فرهنګي اختناق په وجه اکثر فرهنګي شخصيتونه د دغې مقالې له خپريدو څخه ناخبره پاتې شول. د پښتو ادب دوو يا دريو تنو محققانو چې د «پټې خزانې» په باب يې د ښاغلي قلندر مومند مقالې لوستي وې، د علمي سمينارونو په جوړولو سره يې په غير مستقيم ډول د نوموړي اعتراضونو ته ځوابونه ورکړل. ښايي دا پوښتنه وشي چې ولې غير مستقيم ځوابونه ورکړل شول؟
لومړی دليل دا دی چې تقریباً پنځوس کاله پښتو ادبياتو او محققانو له «پټې خزانې» څخه د پښتنو د دښمنانو په وړاندې دفاع کړې ده او دغه کتاب پښتنو فرهنګيانو ته د ملي وثيقې او ملي وياړ حيثيت غوره کړی دی. هيڅوک نه غواړي چې د خپلو مقدساتو او يا افتخاراتو په باره کې د چا اعتراضونو ته هرکلی ووايي او يا ورباندې زيات بحث وکړي. دا البته منطقي دليل نه دی، بلکې سايکالوجيک يا روحياتي دليل دی.
دوهم دليل دا دی چې په کابل کې هغه وخت موجود حکومت په پښتو پسې راخيستې وه، پښتانه روښان فکران يې ځورول او بدنامول؛ د پښتنو پر ضد يې داسې کتابونه چاپ کړل چې په هغو کې پښتانه د افغانستان په اشغال متهم شوي. پښتانه يې د افغانستان اصلي اوسيدونکي نه ګڼل، دوی يې بې فرهنګه بللاو پښتنو ته سختې کنځلې په کې شوې وې.
که پرچميان د ښاغلي قلندر مومند مقالو ته متوجه شوي وای نو هغه مقالې به یې د لکونو په تيراژ چاپ کړې وای او ترجمې به يې همسايه ملکونو ته استولې وای.
هدف:
د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکی زيار ايستلی دی دا خبره ثابته کړي چې «پټه خزانه» د ارواښاد پوهاند عبدالحی حبيبي تاليف دی.
زما د مقالې هدف دا دی چې د محترم قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» د نقد او تحقيق اسلوب وڅېړم چې آيا ده خبره د شک نه ايستلې ده که نه؟ زما په نظر، د علمي تحقيقاتو په نړۍ کې هر څوک د شک کولو حق لری، خو شک کول د ثبوت معنا نه لري.
لومړی انسان شک کوي، له شک نه وروسته يوه فرضيه (hypothesis) جوړوي، د فرضيې د اثبات د پاره کافي مواد (data) برابروي، له ازموينې وروسته د خپلې فرضيې په صحت او سقم پوهيږي.
که د سياسي تبليغ خبره وي نو د خلکو په اذهانو کې شک پيدا کول ډيره موثره وسيله ده. که د عقيدې خبره وي نو دين يا عقيده هيچا ته د شک کولو حق نه ورکوي. خو کله چې د علمي تحقيقاتو خبره وي هلته شک د علم د پاره ضرور دی. خو، لکه مخکې مو چې اشاره ورته وشوه شک کول د ثبوت معنا نه لري.
د دې خبرې د توضيح لپاره به يو مثال راوړم: ښاغلی غني ښاغلی قلندر ښه نه پيژني او د ده له علمي تحقيقاتو څخه ناخبره دی، خو کله چې ښاغلی غني د ښاغلي قلندر «پټه خزانه فی الميزان» لولي نو تعجب کوي چې ده دا دومره معلومات له کوم ځايه پيدا کړي دي.
په پای کې ښاغلی غني شک کوي چې «پټه خزانه فی الميزان» به د ښاغلي قلندر د څېړنو او پلټنو محصول وي. ليکن د ښاغلي غني شک د ثبوت د پاره کفايت نه کوي، هغه بايد داسې فاکټونه او معلومات راغونډ کړي چې د ده د شک د ثابتولو د پاره کافي وي.
دلته دا هم بايد وويل شي چې د ښاغلي غني شک په عمل کې چندانې ارزښت نه لري ځکه چې دا د يوه شخص د پوهې په باره کې دی. خو کله چې «پټه خزانه» مجعول او له ځانه جوړ شوی اثر وګڼل شي هلته د يوه ملت د فرهنګي خزانې د مينځه تللو مساله مطرح کیږي.
ښاغلی محقق قلندر مومند د «پټه خزانه فی الميزان» لومړي مخ کې ليکي: «ما په افغانستان کې چې کومو وروڼو سره په دې سلسله کې د بحث کوشش کړی دی، د هغو اصرار دا و چې د دې کتاب د صحت په هکله شکوک ښکاره کول د قومي مصلحتونو سره سمون نه خوري. د دوی په ځواب کې زما موقف تل دا و چې هغه قومي مصلحت چې د انتقاد نه اوچت وګڼلی شي، په حقيقت کې د قومي مفاداتو خلاف وي.»
زه پخپله هم په دې عقيده يم چې مونږ بايد د خپل فرهنګ بنسټ په درواغو او جعلياتو بنا نه کړو خو د دې تر څنګ دا خبره هم بايد هيره نه کړو چې د شهرت او ځان ښودلو په خاطر د خپل قوم په افتخارانو لوبې کول د قومي مفاداتو خلاف عمل ګڼل کيږي.
د متنني کره کتنې ميتود:
متني کره کتنه (textulal Criticism) د نړۍ د فرهنګ په تاريخ کې اوږده سابقه لري. له ادبي کره کتنې سره د متني کره کتنې توپير دا دی چې ادبي کره کتنه د يوه اثر هنري ارزښت څېړي، په داسې حال کې چې متن کره کتنه د يوه اثر اصالت او صحتاو د اعتبار يا وثوق اندازه معلوموي. کله چې د يوه اثر لومړۍ نسخه په لاس کې نه وي، متني کره کتنه د اصلي (original) نسخې د احيا کولو د پاره هم زيار باسي.
په اجتماعي علومو (social sciences) کې ډيره ځله له احصاييوي قانون ګټه اخيستل کيږي او د يوې فرضيې د احتمال درجه اهميت پيدا کوي، خو په متني کره کتنه کې د يوه اثر د صحت او اصالت د تثبيتولو د پاره کله کله يو مهم دليل د برهان قاطع درجې ته پورته کيږي. سره له دې، په اجتماعي علومو کې د برهان قاطع پيدا کول ډير مشکل کار دی.
اجازه راکړئ دا خبره د يوه مثال په ترڅ کې بيان کړم:
«پټه خزانه فی الميزان» په (۱۷۰ ـ۱۷۲) مخونو کې ليکي: « پوهاند رشاد وايي: د (ځ) اوسنی مروج شکل چې د (ح) پر همزه (ء) کښلي دي، د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد دی چې وروسته عام شو او په لروبر پښتونخوا کې رواج وموند (۲۸) د فاضل پوهاند دا تحقيق په دې لحاظ ډير اهم دی چې دوی په کوم کتاب کې دا تحقيق کړی دی، د هغه په تاليف کې ورسره په مشرانو کې مرحوم حبيبي او مرحوم بېنوا هم شامل دي او تر اوسه د دې مشرانو له خوا د دې مقالې د دې حصې واضح ترديد نه دی شوی. ځکه نو موږ مجبور يو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليک دود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.
که د (ځ) دا توری د وزير محمد ګل خان مومند ايجاد وي نو د «پټې خزانې» د حقانيت او قدامت د حاميانو په خدمت کې زه دا حقيقت پيش کول غواړم چې وزير محمد ګل خان مومند عين په هغه کال کې پيدا شوی دی، په کوم کال (۱۳۰۳ هـ) چې د پټې خزانې دوهم کاتب «محمد عباس کاسي» خپل کار «باستعجال تمام» خلاص کړی ... نو د پټې خزانې په املا کې د (ځ) استعمال د دې نه بغير بل هيڅ تشریح نشي کیدای چې «پټه خزانه» د محمد ګل خان مومند د سن شعور ته د رسيدو نه پس ته دور کې ليکلی شوی کتاب دی او ځکه نو دا سروپ دروغ دي چې دا کتاب په (۱۳۰۳) کې ليکلی شوی شوی دی.
د خيرالبيان په چاپ کې برخه اخيستونکي مهربانان ... د کتاب د چاپ کيدو نه پس تر اوسه يعنی تر ۱۹۸۶ ع د فاضل پوهاند رشاد په تحقيق خاموشه پاتې شوي دي او ځکه د خپلې خاموشۍ په وجه يې دا ثابته کړې ده چې دوی ورسره متفق دي ... د فاضل رشا دا بيان د «سلطانی ګواه» د بيان حیثيت لري.
د دغه اوږده اقتباس نه څرګنديږي چې د ښاغلي قلندر مومند «سلطانی ګواه» هماغه برهان قاطع دی يعنی د ده په عقيده همدغه يو دليل کافي دی چې «پټه خزانه» يو جعلي اثر وګڼل شي. ما وويل چې د «سلطانی ګواه» موندل ډير مشکل کار دی. په پورتني مثال کې دغه پوښتنې راولاړيږي:
۱ ـ فاضل استاد پوهاند رشاد په رښتيا لوی عالم او ستر محقق دی. آيا دا ناممکنه ده چې عالم دې هم کله کله اشتباه وکړي؟
ما د «وفا» په جريده کې ولوستل چې استاذ خپله خبره تيروتنه ګڼلې ده. يو رښتوني محقق ته نه ښايي چې د مشهورو عالمانو خبره د کاڼې کرښه وبولي، حتی د کاڼي کرښه هم ويجاړيږي.
۲ ـ ښايي ارواښاد محمد ګل خان مومند د (ځ) ليکدود خپل ایجاد بللی وي، خو وروسته داسې آثار لاس ته راغلل چې د وزير محمد ګل خان له زيږيدو نه مخکې ليکل شوي وواو (ځ) يې په همدغه بڼه ليکلی و. د دې خبرې معنا دا نه ده چې د ارواښاد وزير صاحب به هغه آثار ليدلي وي، کیدی شي دغه يو توارد وي.
۳ ـ د يوې موضوع په باب څه نه ليکل او خاموشه پاتې کيدل د اتفاق معنا نه لري. د پښتنو ځينو مشرانو، لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی او وزير محمد ګل خان مومند پر ليکدود باندې ما پخپله کوم انتقاد نه دی ليدلی خو د دې خبرې معنا دا نه ده چې پوهانو د هغوی ليکدودونه منلي دي. ښاغلی قلندر مومند وايي: «نو مونږ مجبور يوو چې د فاضل پوهاند رشاد دا تحقيق د ليکدود په باره کې د افغانستان متفقه موقف وګڼو.»
تاسې مجبور نه يئ چې دا د افغانستان متفق موقف وګڼئ.
۴ ـ د «پټه خزانه فی الميزان» ليکونکي «سلطاني ګواه» غلط ثابت شواوس بايد بل «سلطاني ګواه» پيدا کړي.
د اصلي او جعلي اثر د تشخیص د پاره باید ټول کتاب په مجموع کې د زمان او مکان سره په ارتباط کې وڅېړل شي. که څه هم په دې برخه کې ځينې اصول او موازین شته، خو د نقاد د لياقت او فراست د تشخيص په برخه کې مهم رول لوبوي. د کتاب نوم، رنګ او کاغذ، املا، ژبه (لغات، ترکیبونه د جملو جوړښت، سبک style )، محتوا او مضمون (مفکورې، ارزښتونه، عقايد، د تمدن سطح) د خپل وخت او چاپيريال له متداولو معيارونو سره سمون خوري؟ دا ډول پوښتنې مهمې دي، بايد ميخانيکي شکل هم و نه لري.
د مثال په توګه خوشحال خټک ځينې ډيرې لوړې مفکورې درلودې چې د ده د عصر نه اوچتې وې. نو که څوک د خوشحال بابا «سوات نامه» يا «دستار نامه» د خپل عصر له معيارونو سره وڅېړي نو کیدی شي چې ليکونکي نوی سبک ايجاد کړی وي، يا يې له ځانه جوړ کړي لغاتونه استعمال کړي وي.
«پټه خزانه فی الميزان» د کره کتنې په تله کې:
کله چې يو کتاب د چا لاس ته ورشي، نو لومړی د کتاب نوم او د مولف نوم له نظره تيروي اغلب احتمال دا دی چې ورپسې به د موضوعاتو فهرست ګوري ـ څو په دې وپوهيږي چې کتاب له څه شي نه بحث کوي او د لوستونکی اړتياوو ته ځواب ويلی شي که نه ؟ اکثرو لوستونکو ته د کتاب د چاپيدو نېټه او د چاپ ځای هم ارزښت لري خو زه پر دغې موضوع بحث نه اوږدوم.
لومړۍ پوښتنه د کتاب له عنوان نه پیل کوم، د کتاب نوم دی : «پټه خزانه فی الميزان» په دغه نامه کې «پټه خزانه» خاص اسم دی چې ليکونکي دغه نوم ته تغيير نشو ورکولای. د دغه ټکي په پام کې نيولو سره، ويلای شو چې «پټه خزانه فی الميزان» د عربي ژبې ترکيب دی. که چيرې په راتلونکې زمانه کې دغه عربي نوم د يوه ادبي مؤرخ له نظره تير شي، نو هرو مرو به له هغه سره دا پوښتنه پيدا شي چې آيا دغه نوم د طنز او ملنډو د پاره انتخاب شوی دی او که په دغه وخت کې د پښتو کتابونو د پاره دغه ډول نومونه مروج وو؟ که دغه کار د طنز د پاره شوی وي، نو بيا د مؤلف دغه خبره سمه نه ده چې وايي:
«که زما په نيت څوک حمله کوي يا زما خبره بې دليله ګڼي، نو دا به له ما سره ډيره لويه بې انصافي وي.» د يوه سړي نيت خو د ده د عمل نه معلوميږي دا خبره به يوې خوا ته پريږدو چې مؤلف نوموړی کتاب په څه نيت ليکلی دی. خو د ده دغه ادعا چې هيڅوک بايد د ده خبره بې دليله و نه ګڼي، د تحقيق له اصولو سره سمون نه خوري. يو محقق هيڅکله په دغسې الفاظو له ځانه دفاع نه کوي چې ځان «عقل کل» وبولي.
بله خبره دا ده که د کتاب عنوان د طنز د پاره نه وي انتخاب شوی نو بیا دا نوم غريب شانته ښکاري. اوس به راشو د کتاب فهرست ته. د کتاب له فهرس (!) نه په لومړي نظر دا څرګنديږي چې د ليکلو ډيزاين يې منطقي تسلسل نه لري او له فهرس نه د کتاب محتوا هم په روښانه توګه نه معلوميږي.
پاتې په بله برخه کې...

-
بېرته شاته