(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ژبني حقوق اوکه مشرتوب

دنړۍپرمخ دپښتون کام اوژبې شته والى هغه څه دي چې هيڅوک سترګې نه شي پرې پټولى،همدغه خلک به وي چې په دغه سيمه کې به ژوندکوي اوهمدغه ژبه،به وي چې ددغې سيمې خلک به پرې خبرې کوي دهمدغې سيمې خلک اومشران به وي چې په پېښواوکارونوباندې به پوره اوبرلاسى اغېزولري دهمدغې سيمې خلک اومشران ووچې دسيمې په پېښوباندې يې پدل اوپوره اغېزدرلودلى وو.الوبل. پوښتنه دستونزوپه اړوندراپورته کېږي چې ولې داخلک په ستونزوکې ښکېل پاتې شوي دي اوداسې به ښکېل پاتې وي،اوداچې له نوروخلکوسره به ستونزې ولري ځواب يې ډېراسانه اوسوکه ده هغه داچې په سيمه کې تل ګوتې په مشرتوب اومشرانه باندې شمېرل شوې دي يامشرتوب په ګوته شوى دى ددغوخلکوژبنۍبرخې ياحقوق په پام کې نه دي نيول شوي ګواکي مشرانه ورکول شوې ده،خوله بده مرغه نه ددغوخلکوخپلومشرانوداسړيتوب کړى دى چې ددغوخلکوژبنۍبرخې ياحقوق په پام کې ونيولى شي اونه خوپه سيمه کې نوروچاداسړيتوب کړى دى چې ددغوخلکوژبنۍبرخې ياحقوق په پام کې ونيسي له همدې امله ده چې ستونزې راپورته کېږي اودغه ستونزې به ترهغه پورې روانې وي ترڅوچې ددغوخلکوله ټولنيزوبرخوسره سره ددوى ژبنيوبرخوته پاملرنه ونه شي. دلته بېلبره په دوولوريوپورې اړونده پاتې کېږي يولورى باندېني خلک اونړۍده چې دپېښوپه اړوندپښتنومشرانواوپښتون کام ته لاس راغځوي په کارونوکې ونډه ورکول کېږي،هغوى دسيمې په نمايندګۍڅوکسه پښتانه مشران ګوماري چې ګواکي دچاروپه سمون ياوراني کې به ددغوخلکوملا تړترلاسه کړي دخپل يوډول اغېزدپياوړله پاره شونې هلې ځلې کېږي،ترڅوخپلوګټوته پراختياورکړي اوددغه کام ملاتړورسره وي. له بل پلوه پښتون کام هم خپلې هلې ځلې ياالون بلون کړى دى اوکوي يې چې پېښې ترخپل پدل اواغېزلاندې راولي اوداسې به دتل له پاره وي چې ددغوخلکودپدل اواغېزمخه به هيڅوک ونه شي نيولى. که په غورسره وويل شي ياوکتل شي نوسړى ويلى شي چې ترډېره ځايه پورې دغوخلکوخپلې ټولنيزې برخې ياحقوق ترګوتوکړي يااخيستي دي ددغوخلکوپراخه شته والى داسې لارې چارې برابروي چې خپلې ډېرې برخې يادحقونوډېره برخه ترخلکوراواخلي ياپه يوډول سره دټولنيزوچاروپه مرسته خپلې برخې راواخلي اوداچې خامخابه داکارکېږي خپلې برخې به راخلي. ستونزه داده چې ددغوخلکوژبنۍبرخې ياحقوق پاتې ياله پښوڅخه لاندې شوي په نه سترګه ياپه وړه سترګه ورته کتل شوي دي اوپوره پاملرنه ورته نه ده شوې ياددغوخلکودژبنيوبرخوپه وړاندې ستونزې راپورته کړل شوې دي ددوى له ژبنيوبرخوسره بېباکي اوبېپروايي شوې ده له همدې امله ده چې زموږسيمه اوخلک په يوه شخړه کې سره ښکېل پاتې شوي دي اوښکېل په ستونزوکې به پاتې وي. نوښه خبره به داوي چې زموږدخلکوژبنيوبرخوياحقونوته دلومړيتوب ځاى ياحق ورکول شي ګواکي دپخواپه څېرپه مشرتوب اونوروسياسي لاپوشاپوباندې ګوتې ونه شمارل شي له خپلواوپرديودواړولوريوسره بايدچې په ژبنيوبرخوباندې ګوتې وشمارل شي لکه:څوک زموږدژبې په وده،غوړېدنه اوخونديتوب کې له موږسره مرسته کولى شي؟؟څوک راته په خپله ژبه کې ښوونځى،پوهنتون اوکتاب راکوي؟؟څوک راته په خپله ژبه کې تربيه وي پروګرامونه اوپه خپله ژبه کې خپرونې راکولى شي؟؟څوک زماپه خوږه ژبه له ماڅخه زماويراوژړه اورېدلى شي؟؟دکوم هيواد،کومې خاورې دېوان اودفترزماپه ژبه راسره خبرې کولى شي؟؟څوک راته په خپله ژبه وسايل راکولى شي؟؟دنړۍکوم هيواداوځواک به وي چې زمادژبې ښوونکي اوکارکونکي ته دکارپه بدل کې پينځه پيسې ورکړي لکه دنوروژبوويونکوته چې ددېوان اودفترله لارې په يوډول پيسې ورکول کېږي؟؟له ټولوڅخه دپام وړلاداچې ددغې ژبې له ويونکوڅخه دويلوله امله ژونداوشتمني وانه خيستله شي دغه خلک اوددغوخلکوژبه په نړۍکې دژوندتېرولوپوره حق لري اوداسې نور. ژوند. - بېرته شاته