(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د عبدالصمد "روحاني" شهادت

د عبدالصمد "روحاني" شهادت : حقيقتونو له مرگ نشته د ١٩٣٣م کال د مئ او اگست په مياشتو کې په جرمني کې د هټلر نازيانو په زرگونو هغه کتابونه وسوځول چې وروسته يې د گردې نړۍ په فکري، سياسي، ادبي، علمي او اقتصادي مېدانونو کې د ودې او پرمختگ لارې پرانستلې او په انساني ژوند يې ژورې اغېزې پرېښودې. نازيانو دغه کتابونه په دې موخه سوځولي وه چې جرمني د دغو کتابونو د فلسفو نه پاک وساتي، ځکه چې جنگسالارۍ او ديکتاتورۍ ته تل تر ټولو ستره خطره د علم او پوهې څخه پېښه وي او هټلر خو نو هر چا ته معلومه ده چې د نړۍ په مخ د ظلم او ديکتاتورۍ يو سمبول گرځېدلى دى. مگر حقيقتونو له مرگ نشته او د علم و پوهې په وړاندې څوک دېوال نشي جوړولى. پوره پنځه اويا کاله وروسته د ٢� � ٨م کال د مئ په لسمه نېټه د جرمني په هماغو ځايونو باندې په زرگونو ښوونکي، زده کوونکي، سياست پوهان، ليکوالان، شاعران او د ژوند د هر اړخ سره تړاو لرونکي خلک راغونډ شول په کومو ځايونو کې چې هغه کتابونه سوځول شوي وه، هلته يې د هماغو سوځول شويو کتابونو څخه اقتباسات ولوستل، د هغوى د ليکونکيو عظمت ته يې سرونه ټيټ کړل، د هغوى د ستاينې سندرې يې زمزمه کړې او چا چې دغه کتابونه سوځولي وه په هغوى يې لعنت ووايۀ. د علم او شعور په کاليو سمبال قامونه د دې تاريخي پېښو نه درس اخلي، خپل فکرونه د علم او منطق په رڼا منور کوي او د خپل راتلونکي د روښانه کولو لپاره بريالۍ تگلارې جوړوي، خو متاسفانه چې افغانان لا دغه پړاو ته نه دي رسېدلي. کومو خلکو چې څو ورځې مخکې عبدالصمد روحاني شهيد کړ او چا چې له هغه وړاندې د رڼا نور لارويان شهيدان کړي دي، که دوى په دې فکر کې وي چې دا ډول کړنې به د دوى جنايتونه پټ کړي او کرغېړنې څېرې به يې په پرده کې پاتې شي نو دا د دوى خام خيالي ده. د عبدالصمد روحاني نوم او د هغه د ژوند هدف به ژوندي وي او تر هغې به دا جنايتکاران تعقيبوي تر څو چې يې د دوى د وحشتونو نه پردې راښکلې نه وي او نړۍ ته يې د دوى تور مخونه ښکاره کړي نه وي. په هغه ورځ چې دغه وحشي څېرې ښکاره شي نو تاريخ به د عبرت يو نوى درس وړاندې کړي: په هغه ورځ به د هلمند باشعوره خلک لښکرگاه سره نژدې د (بولان) په سيمه کې راټول شي، د افغانستان د ودانۍ او سوکالۍ لپاره د شهيد "روحاني" پوره شوي ارمانونه به د رڼا د مشعلونو په توگه ياد کړي، د هغه راپورونه به يو ځل بيا د سندرو په ډول زمزمه کړي او په هغو سپېرو لاسونو به لعنت ووايي چې د هغه د روح او جسد ترمنځ يې بېلتون راوستى دى. د افغانستان خلک به دا شعور خامخا مومي او جنايتکاران به په خپلو کړنو خامخا شرمېږي. که په جرمني کې دغه ورځ پنځه اويا کاله وروسته راغله نو خداى دې وکړي چې په افغانستان کې زر راشي. د دې موقعې نه په استفادې سره بې ځايه نه ده چې که د افغانستان په روانه لانجه کې د ښکېلو اړخونو نه يوه غوښتنه هم وکړم، او فکر کوم چې دا غوښتنه به د ډېرو خلکو غږ وي: څرنگه چې دې ټولو اړخونو ته دا معلومه ده چې ژورنالستان د حقيقت لټوونکي دي او په دې کار سره نه يواځې خپل سپېڅلى رسالت پوره کوي بلکې د دولت او نورو مسوولو اړخونو لپاره د حقيقتونو په رڼا کې يو لارښود هم برابروي. هم دا ژورنالستان دي چې د خلکو غږ دولت او د دولت امر خلکو ته رسوي، چې د طالبانو ادعاوې نړۍ او د نړۍ تگلارې دوى ته په ډاگه کوي. نو دا ټول اړخونه په خپل خپل ځاى مسووليت لري چې د "روحاني" قاتلان معلوم کړي او جزا ورکړي. دولت او طالبانو د روحاني د وژنې غندنه کړې ده خو يواځې دا غندنه کفايت نه کوي. دولت خو هسې هم مسوول دى چې د ټولو وگړيو او په ځانگړې توگه د ژورنالستانو او پوهانو د ژوند او حقوقو د ساتنې لپاره د خپلو ټولو وسايلو څخه کار واخلي. خو د دې تر څنگ طالبان دا دعوه لري چې د هلمند په شاوخوا نوي فيصده برخه د دوى واک دى. که چېرې د دوى دا دعوه سمه وي او دوى د "روحاني" په وژنه کې لاس هم نلري نو بيا د دوى مسووليت جوړېږي چې د خپل نوي فيصده واک څخه کار واخلي او د هغه قاتلان په هماغه ډول زر تر زره ونيسي او محاکمه يې کړي څنگه چې دوى وخت په وخت د دوى په وېنا د دولت او بهرنيو ځواکونو جاسوسان نيسي او وژني يې. - بېرته شاته