(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نورستاني د استعفا تر شا

[30.Mar.2016 - 03:04]

 نورستاني د استعفا تر شا د سیناریو نورې برخې

لیک: سرلوڅ مرادزی

که څه هم په ښکاره ښاغلي یوسف نورستاني وویل چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه يی په خپله خوښه استعفا کړې او هیچا استعفا ته نه دی اړیستي، خو ایا د نورستاني په خبرو کې په خپله خوښه د استعفا کلمه ریښتیا ده؟
په خپله خوښه د استعفا له کلمې پرته، که نورستاني بل هرڅه ویلای وای، په ټولنه کې څو تنو ښايی باور پرې کړی وای، خو د ۲۰۱۴ کال د تولټاکنو له پیله تر ننه، له هغه شرغوبله چې د ټاکنو د خپلواک او څار کمیسیونو پر وړاندې په ټاکنو کې د ناکامې ډلې له لوري ادامه لري، هیڅوک باور نه کوی چې نورستاني دې په خپله خوښه استعفا کړې وي!
په خبرو کې په خپله خوښه د استعفا د کلمې په مهال هم د نورستاني ژبه تړتړۍ او شونډې وچې ښکارېدي او دا د هغه فشار څرګندویه ده چې نوموړی يی استعفا ته اړیستی دی.

د کومې بلې دندې خبره چې نورستاني يی خپله وینا کې د شوې ژمنې له مخې یادوي، هم دا رسوي چې د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه د هغه ایسته کېدا په خپله خوښه د استعفا له کبله نه ده، بلکې د هغه سیاسي معاملې برخه ده چې ولسي ټولټاکنې يي په بډه ووهلې او زیاتې ورانی او ویجاړی به يي د وخت په تېرېدو نورې هم څرګندې شی.

بلخوا د نورستاني د استعفا په تړاو د اجرایه ریاست ویاند مجیب الرحمان  رحیمي هم وايي هرڅوک دې درغلي وکړي او بیا دې د مجازاتو پرځای، پر لوړه چوکۍ وګمارل شی، دوی ته د منلو وړ نه ده.
خو دا چې د اجرایه ریاست ویاند د ټولټاکنو او  د هغه د کمیسیونو په اړه د ځانګړې سیاسي سیناریو سربېره، د نورستاني په تړاو د مدعي او څارنوال په رول کې له لاسوندونو پرته د درغلۍ کلمه کاروي او په ورته وخت کې  د محکمې او قاضی په نقش کې پرې سملاسي د مجازاتو پریکړه کوي، بېل بحث دی چې دلته يي څېړنې ته فرصت نشته.
election (3)پوښتنه دا ده، د ټاکنو په خپلواک او څارکمیسیونو کې د کمیشنرانو د بدلون او په ټوله کې د روڼتیا په نوم په ټاکنو کې د سمون له غوړو خبرو د اجرایه ریاست او د هغې شا کې د نظارشورا او جمعیت موخه څه ده؟
اجرایه ریاست ولې د ملي یووالي د تېر یو نیم کال حکومت به پیر کې چې خپله هم د دې حکومت غټه اوغوښنه برخه جوړوي، هېواد کې د امنیت، د جګړې د پای، د فساد د مخنیوي، ځوانانو او وګړو ته د کار د پیداکولو او داسې نورو مبرمو چارو پرځای، یوازې د ټاکنو په کمیسیونو کې د کمیشنرانو  په بدلون او یا په ټوله کې په ټاکنو پورې نښتي دی؟

په ټوله کې د اجرایه ریاست  او د هغه په ترکیب کې د ګډونوالو کړیو موخه دا ده چې د حکومت هغه برخه چې  دوی يي د ځان نه بولي، د ټاکنو په اړوند چارو کې  دومره بوخته وساتي چې فرصت پیدا نه کړي د افغانانو د امنیت، او د ژوند  د نورو برخو په سمون کې یو ګام قدرې واخلي. بلخوا دوی هڅه کوي مرکزي حکومت دومره ذلیل، کمزوری او مړژواندی وساتي چې د دوی د ملي ضد سیناریو د پاتې برخې د پلیتوب مخنیوي  ونه کړای شي.

لکه څنګه چې ډیرکي افغانان په دې باور دي، د اجرایه ریاست لخوا د ټولټاکنو په کمیسیونو کې تغییر او بدلون تر ټولو لومړی په دې موخه ترسره کیږي چې افغانانو او نړیوالو ته وښۍ چې د ۲۰۱۴ کال په ټولټاکنو کې د دوی ماتې، د وټونو د کمښت له کبله نه وه، بلکې د ټاکنو کمیسیونو د دوی حق اشرف غني ته ورکړی او اشرف غني د وټونو د ډېرښت په لامل نه، بلکې ټاکنو کې د نوموړي په ګټه، د د دغو کمیسونو د لاسوهنې له کبله ولسمشر شوی دی.

د راتلونکو ټولټاکنو د روڼتیا او په دې اړه د ټاکنو په کمیسیونو کې د کمیشنرانو له قانوني وخته مخکې  د بدلون رابدلون او بیا بیا چاڼ په تړاو، د اجرایه ریاست پرلپسې غومبر، پر ګردي میزونو د نظارشورا د خواخوږو د دیموکراسۍ د پلیتوب په نوم لاپې باټې او د جهادي مافیا په لاړو لمدو په اصطلاح د مدنې ټولنو غورځې پرځې او ګریوان څېرونه، ټول د دې لپاره ترسره کیږي چې د ۲۰۱۴ کال ټولټاکنې چې د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د افغانانو د ګڼو پرګنو په ګډون  ترسره شوې بې اعتباره کړي، د بدلون او سمون لپاره د هغه خوځښت مخه ډب کړي چې د ټاکنو په مهال راپیل شو او د هغو غوښتنو او موخو د پلیتوب مخه ونیسي چې ټولټاکنې د هغو لپاره په پام کې نېول شوې وې!

دوی د همدغو درواغجنو دیموکراتیکو لاپو باټو په مټ، ټولټاکنې چې د دیموکراسۍ منځړی جوړوي، په ولس کې بې اعتباره کړی او د هغه غورځنګ مخه يي ډب کړه چې د ټولټاکنو په مټ د دیموکراسۍ د پلیتوب له لارې د ټولنې د بدلون او ټولنیز سمون په موخه راټوکېدلی وو.

لومړی د ضیاالحق امرخېل او اوسمهال به د نورستانی او د ټاکنو په کمیسیونو کې د نورو کمیشنرانو په بدلون ، د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو د تخریب او ویجاړۍ راپیل شوی بهیر بل پړاو ته ورپورېوځی او د نورې سیناریو د پاتې برخې د پلیتوب لپاره به هڅې ګړندۍ کیږي.

د سیناریو د بېلابېلو برخو د پلیتوب په لړ کې د اجرایه ریاست موخه دا ده چې د ټاکنو په کمیسویونو کې د خپلې خوښې کمیشنرانو په ګمارلو سره په راتلونکو ټاکنو کې د نظارشورا، اسلامي جمعیت، د پدرام پشان د ستمیانو او په نورو ډلو ټپلو کې د خپلو نوماندانو د ټاکنو لپاره لار هواره کړي. د ملي شورا په دواړو خونو ( ولسي او مشرانو جرګه) کې غټ ډیرکی ترلاسه شي او په ښکاره،  بویه په اصطلاح له دیموکراتیکو لارو د هغو بدلونونو لپاره لاس پکار شي چې سقاو او احمدشا مسعود يی ارمانونه ګور ته له ځانه سره وړي دي.

په هغه لویه جرګه کې به چې اجرایه ریاست ورته له اوس نه په ټول ځواک او د چلوټوپه بېلا بېلو بڼو تیاری نیسي، اجرایه ریاست به په صدارت او ریاستي نظام به په پارلماني هغه بدل کړي. په اساسي قانون کې به د خپلې خوښې فیډریشن لپاره لار پرانیزي؛ په ملي ترمینالوژي کې به د ایراني هغې لپاره کړکۍ  وازه کړي؛ په عسکري برخه، د ملي سرود او په کاغذي نوټونو کې به د ژبو خبره راپورته کړي؛ د افغانستان نوم به خراسان او یا ختیځ ایران کیږدي؛ افغانان به خراسانیان یا ختیځ ایرانیان شي او کابل به د تهران پشان د ایرانیانو ژمنۍ یا د ایران خاور زمین پلازمېنه شي او عجیبه دا ده اوس هم د دې ټولو پلانونو غټه برخه د ګډې تمدنې حوزې تر نوم لاندې پټ ساتل کیږي.

د داسې ملي ضد موخو د پلیتوب لپاره به ډېر امرخېلان، نورستانیان او کمیشنران د قربانۍ ګډوري وي، دوی به له ځانه نه وي خبر خو د دوی او د کورنۍ په برخلیک به يی لوبه روانه وي. ټاکنو ته به ولسونه راوځي، هلته به د نورو توندلارو په لاس د چا غوږ او د چا پزه پرې کیږي، خو د ټاکنو په پای کې به نظارشورا، جمعیت او د دوی نورګوډاګیان او په پښتنو کې د دوی چړوسان لکه یاسیني، فریدون مومند، ګل اغا شیرزی، رسول زلمی او نور د لويي جرګې په خیمه کې د کودتا ګواښونه کوي، د موازي حکومت په لاپو باټو به د ټولټاکنو پایلې د یوې معاملې ښکار کوي او د یوه منتخب حکومت پرځای به اوه سری حکومت پر ولس تپي!

په داسې وخت ولس ته پکار دي چې د خپلو کارشویو وټونو پوښتنه وکړي او د هغه چا پر وړاندې د مقاومت مورچل جوړ کړي چې د دوی د وټونو پر مټ د منتخب حکومت پرځای يي پرې د معاملې جوړ شوی حکومت وروتپه!

منتخب حکومت د ولس په ویښتیا،هوښیارتیا او د ډیرکیو په یووالي رامنځته کیږی!

د ۲۰۱۶ کال د مارچ ۲۹ مه
سرلوڅ مرادزی

-
بېرته شاته