(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ځوانان داروپاپه لور

[24.Mar.2016 - 18:02]

لیک: استاد عمر پاڅون -  شتوتګارت،   جرمني

په دې وروستیو کې افغان ځوانانو د مرګ او ژوند لاره غوره  کړې د اروپا په لور روان دي.

دا چې ولې افغان ځوانان خپل هېواد پریږدي او د سر په بدله اروپآ ته رسېدل غواړي؟ ډیر لاملونه لري چې موږ به په دې لیکنه کې وار پّ وار دا لاملونه راوڅیړو او پرې وبه غږیږو.

تر ټولو څخه لومړی په ۲۰۱۴م کې چې امریکایي او ناتو قواوو او په مجموع کې ډیرو لویدیځو قواو خپلې ښپې زموږ د هېواد څخه سپکې کړې هغو افغانانو چې دې قواوو یا داسې ووایو چې دې بهرنیانو سره یې کار  کولو، بې کاره شول. بې کارۍ سره د طالبانو د ګواښ سره هم مخامخ و نو د سرد خوندي ساتلو له پآره دې ځوانانو د هېواد څخه د تېښتې لاره غوره کړه.
دوهمه ډیره اهمه دا چې په ۲۰۱۴م کې د ولس مشرۍ کمپاین پیل شو اشرف غني د خپل کمپاین له پاره داسې شعارونه ورکړل کوم چې د ولس اهمې غوښتنې وې. وایي ښه سیاستوال هغه دی ((چې د خپل ملت دردونه او ستونزې درک کړي همدا ستونزې او غوښتنې د ملت د خپل کمپاین  د بریالیتوب  له پاره شعارونه کړي)).
زموږ وتلی او ټاپ مفکر هم داسې شعارونه لکه د سر په بدله کې سوله، فاسدینو سره حساب او کتاب، حکومت او دولت نه سهامي کېدل، د اداري فساد جرړې ایستل، د مخدره توکو  په مقابل کې کلکه مبارزه، کار اهل کار ته سپارل، ځوانانو ته د کار زمینه برابرول، د وطن بیا ابادي دا او داسې نور غوړ شعارونه یې ملت ته ورکړل.
ملت په دې باوري شو چې که د خیره اشرف غني ولس مشر شي هېواد به مو ګل او ګلزار شي.
دا دی د یو نیم کال په تیرېدو سره په هېواد کې د ولسمشر یو شعار هم نه یواځې په عمل کې پلی نه شو بلکه جګړې، ناامنۍ، اداري فساد، بې کارۍ، د مخدره توکو قاچاق دا او داسې نورې ستونزې لاپسې زیاتې شوې نو له دې امله ملت مو ناهیلی شو. د همدې ناهیلۍله امله مو ځوانانو د هېواد د پریښودلو په سیلاب کې لاهو شول.
دریمه دا چې د المان لومړۍ وزیرې  اغلۍ انګیلا میرکل دا وینا چې ((المان به سیاسي پناه وړونکی مني)). افغان ځوانان یې لاپسې راوپارول چې المان ته رسېدلو سره به یې د ژوندانه ټولې ستونزې حل شي.
هو، افغان ځوانانو دې فزیکي، سیاسي او اقتصادي ستونزو سره روانې او روحي ستونزې هم سرباری شول هغه دا چې داعش په افغانستان کې سر راپورته کړ چې ورسره دا ګونګسي هم په ولس کې خپرې شوې چې دا یوه امریکایي پروژه ده. ګونګسی دومره وړاندې لاړلې چې داعش یو نیم ساعته پښتو او دري راډیوي تبلیغات پیل کړ. خلکو به ویل چې دا رادیو په ننګرهار کې د امریکا نظامي هډې څخه خپرونې کوي.
امریکا غږ، بي بي سي او زموږ تالي څتې ځینې میډیا ورته خورا ډیر تبلیغ وکړ. ځینو سیاسي شننونکو دا هم وویل چې افغانستان یوې بلې جګړې ته ټیل وهل کیږي، دا اوازې هم خپرې شوې چې امریکا غواړي چې طالبان په داعش بدل کړي، دا اوازې هم اوریدل کیدې او کیږي چې امریکا او ناټو غواړي چې د داعش پواسطه دا ټوله سیمه لکه مرکزي اسیایي هېوادونه، پاکستان، ایران او هم د چین یوغور ایالات نارامه او بحراني کړي چې د داعش مرکز به افغانستان وي.
دریمه اهمه  دا چې امریکایی باتورانو، سناتورانو څخه یو وویل چې افغانستان کې به یوه لسیزه جګړه لا نوره هم روانه وي.
دوهم پسې لا زیاته کړه امریکایان او ناټو به یوه نه بلکې لسیزې به په افغانستنا کې پاتې کیږي.
امریکا او ناټو قواو قوماندان دا ویر هم وکړ که ((سوله رانشي روان کال به ډیر خونړی وي)).
زموږ سیاسي شننونکي او سیاستوال درګرده په رادیو ټلویزیونونو، اخبارونو او مجلو کې دا شننه کوي چې دلته نیابتي او استخباراتي جګړې روانې دي چې سونګ مواد یې افغانان دي.
زموږ مظلوم ملت د سولې او ارامه ساه اخیستلو هیله نه دولتي حکومتي جګپوړو چارواکو ورکړه او نه زموږ سیاستوالو مشرانو.
ملت او ولس ورځ تر بلې ناهیلی کیږي.
په نورو ملتونو کې سیاسي مشران او جګپوړي چارواکي خپل ولسونه په دې باوري کوي چې صبا مو د نن څخه بهتره ده. زموږ مظلوم ملت د ځنو تالی څټو غلامو سیاسي مشرانو په نامه رهبرانو د لاسه له تیرو څلورو پنځو لسیزو راهیسې له بارانه وتښتی د ناوې لاندې یې شپه شي.
دا او داسې نورې نظامي، رواني، تبلیغاتي او استخباراتي جګړې د دې لامل شوي دي چې زموږ نوي ځوانان (بشري قوت) داسې لارې خپلې کړي چې بالفعل سر خطر پکې وي.
اوس به د هغو ځوانانو سره چې د مهاجرۍ او مسافرۍ لاره غوره کړي د زړه خواله وکړو.
په دري کې یو متل دی وایی ((علی اباد شهر است))
اروپا ته په مجموع کې لویدیز ته رسېدل بیا سړی د داسې ستونزو سره لاس په ګریوان کوي چې تیرې ستونزې ترې هیرې شي.
لکه د سیاسي پناه قبلېدلو ستونزې  د کار پیدا کولو ستونزې ځکه چې زموږ ځوانان لومړی بې هنره دی. ډیرې لابې سواده دی او هغه څوک چې لږو ډیر تعلیم لري هغوئ یواځې قلم لري چې قلم دلته کم و زیات پکار نه راځي. د تحصیل او ژبې ستونزې دا او داسې نورې وړې او غټې ستونزې سره کله ناکله افغانان مهاجر په دوو کې پاتې شي. بیرته خپل هېواد ته ستنېدنه یا په زور ستنونه یوه ستونزه  او پاتې کېدل یې بله.
ګرانو ورنو! هر چیرته چې لاړ شئ (بې زحمته راحت نشته) په لویدیځ کې ډیری افغانان پدې ارمان دي چې نسوار مو خرڅولی خو چې په خپل وطن وي.
د پښتو لنډۍ ده:
د وطن ترخې مې خوراکه وی
خوراک مې نه وی د پردي وطن ګلونه
یو شاعر څه ښه ویلي دی!
راشه پردی وطن دې ورک شي
چې سړی دروند وي هلته سپک شي

په نولس سوه اتیاومو کلونو کې چې افغان کډوال لویدیځ ته راغلی دي پدې ژاړي چې نیمایی عمر خو يې په مسافرۍ ، مهاجرۍ، دربدرۍ کې تیر شو اوس په دې ارمان دی چې مړی خو یې خپلې پلرني ادیره کې ښخ شي چې دا هم شک کې دي.
ګورۍ که په هېواد کې یوه نسبي سوله او امن هم راشي د لویدیځ څخه به ډیری افغانان  ډلې ډلې خپل هېواد په لور سرازیر شي.
درنو د سترګو تورو ځوانانو هرې شپې پسې صبا راځي، امید دی چې دا بدی ورځې به هم تیرې شي. د لوی الله تعالی (ج) څخه هیله من یو چې یوه ورځ به سوله زموږ په هېواد او ملت هم خپل سیوری وغوړوي. انشاالله
خپله لیکنه د خپل شعر په یو بیت پای ته رسوم:

چا چې اور دی لګولی زموږ کور کې
لوی الله (ج) دې لولپه کړي په همدې اور کې

-
بېرته شاته