(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غنې خان ملاچرگك يا د..؟

[12.Dec.2015 - 22:06]

غنې خان ملاچرگك يا د سير وسلوك مرغه

لیک: اکبر کرګر

غني خان په خپلو اشعارو كې دالوتونكو ،خزنده وو اوحيواناتو په اړوند يو لړ طنزيه اومزاحيه شعرونه هم لري·   ددغه طنزونو شاته ژوره مانا هم پرته ده · په دې شعرونو كې اساطيرو اوعرفاني مسايلو ته هم اشاره شويده · خو دا ټولې څرگندونې دغني دهستوونكي فكر په انداز اودهغه دمشخص نظر تابع دي·دغني خان په اشعارو كې يو شعر دملا چرگك په نوم هم شته چې دشعر پيل ،منځ اوپای دپوره غور اودقت وړ دي · ددی له پاره چی دشعر محتوا ته داخل شو اړه ده چې دملا چرگك په هكله دافسانو په بنياد څه ووايو ·

په عرفاني اوتصوفي فرهنگ كې دملا چرگك تعبير اوتفسير ډير ځله راغلي اويادونه يې شوی ده ·خو دغني په شعر كې ملا چرگك سمبول هم اواسطوره وي مرغه هم دی · ملا چرگك مشهور مرغه دی چی د سر له پاسه د ارې په څير قرقره لري · دا دسليمان دمرغه په نوم هم ياديږي · په كلاسيك عرفاني ادب كې بيلابيلي ماناوي اودمختلفو حالاتو اوشيانو كنايه اوسمبول دی · په منطق الطير كې دسير وسلوك كنايه ده اوهم په سلوك كې دسيمرغ په لور دمرغانو لارښود دی ·

مرحبا ای هُد هُد هادې شده

درحقيقت پيك هر وادې شده

ای به سرحد سبا سير تو خوش

با سليمان منطق الطير خوش

مشهور اشراقي فيلسوف اوعارف شهاب الدين سهروردي وايي :

كله چې هُد هُد يا ملا چرگك دبومانو په منځ كې دلاروي په څير دهغو په تم ځای كې نزول وكړ · ملا چرگك په زيات بصيرت لرلو مشهور دی ،بومان په ورځ ړانده وي · دا په عرب افسانو كې هم زياته مشهوره كيسه ده ·

دسهروردي په اثارو كې راغلي چې هُد هُد په خپل سير كې پر مخ ولاړ يعني الهام اوزموږ پر سر لمر شو · كله چې دسيورې غاړې ته ورسيد هيولا لا هم غوښتل چې له صورت نه ليرې اوگوښې شي · دليل دادې چې لمر اوتورتم هيولا اوصورت غواړي ·

دغني خان دملا چرگك په شعر كې دسليمان اوملكه سبا ذكر هم شویدی ·دا په اسلامي تمدن اوفرهنگ كې دا مشهوره كيسه ده چې په ځانگړي توگه په عرفانې برخه كې دتمثيل له پاره راوړل كيږي · په فارسې ادب كې عطار نيشاپوري څو ځايه يادونه كړې ده اوپه دې اړوند اشعار لري · خو دغني خان دملا چرگك شعر توپير له هغو سره په دې كې دی چې دی ملا چرگك دپښتنې فرهنگ په چوكات كې تمثيلوي · اودهغه عرفاني پيغام را برسيره كوي ·

دپښتو دكلاسيك عرفاني ادب نامتو شاعر ميرزا خان انصاري هم څو ځايه يادونه كړي ده·

دا گويا هُد هُد چې راغی له سبا     ومشتاق ته يې ووی له هبا

ده عجب دحال په ژبه ځواب ورکه     راشه راشه بلی بلې مرحبا

کل جهان له محبته پيدا شوی     دا رښتينی عشق دکل جهان ابا

دغافلو ناپوهي توره تياره شوه     دعارفو فهم سپين لکه صبا (۲۳-۲۴)

دملا چرگك عرفاني داستان حضرت سليمان پيغمبر ته ورگرځي چې په بيت المقدس كې دانس اوجن پرندو اوچرندو پادشاه وو اوپه هر څه يې فرمان چليده · سليمان خپل قوم توحيد ته را بللو مرغان اوڅاروي خزندې اوڅرندې دهغه تر فرمان لاندې وي · وايي چې يوه ورځ سليمان ټولې پرندې را وغوښتلې چې دسليمان دتخت له پاسه چتر جوړ كړي· پرندو چتر جوړ كړ اودلمر مخه يې ونيوله خو په دغه ورخ ملا چرگك نه وو دهغه ځاې تش وو·له هماغه تش ځايه دلمر څاڅكې په سليمان و لگيده· سليمان دملا چرگك دغيابت په باب وپوښتل· ملا چرگك وروسته حاضر شو اوپه ادب يې وويل :چې زه يوه نوی خبره اونوی پيغام لرم · زه په يمن كې ووم· ديمن په خلكو يوه ښځه يا ملكه حكومت كوي · هغه دلمر پرستش كوي · اولسونه يې فرمان وړي سليمان ملا چرگك ته وويل چې ته به زما فرمان ملكې ته يوسې اودهغې پر تخت به يې واچوې·  هغه هو كړه رقعه يې په مښوكه كې ونيوله اودملكه سبا پر تخت يې وغورځوله په رقعه كې ليكلي وو چې توحيد ومنه الله يو ذات دی ·پيراون وحدانيت ته راوبوله · ملكې سبا له خپلو سلاكارانو سره مشوره وكړه· دجنگ پر خرابۍ يې غور وكړ · پريكړه يې وكړه چې بايد سليمان وازمويل شي · چې كه پادشاه وي سوغات به واخلي اوكه پيغمبر وي نو سوغات به رد كړي · كسان يې له سوغات سره سليمان ته واستول· سليمان سوغات رد كړ اوورته وې ويل زه الله پاك دبحر وبر پادشاه كړی يم· وچه اولنده، پرنده اوڅرنده زما په اختيار كې دي · دسوغات وږی نه يم · ملكه سبا ددې خبر په اوريدو روانيږي اوترمخه چې ورسيږي جنيانو دملكې تخت دسليمان په امر دسليمان دربار ته وړي وي ، ملكه په ورتگ سره خپل تخت ويني اوحيرت كوي په سليمان ايمان را وړي اوورسره واده كوي · ملا چرگك ددې وساطت لوی ريبار اولوی استازی دي · دغه اسطوره په تفصيل سره په قران اونورو مذهبې كتابونو كې راغلي ده ·

خولكه چې په سر كې مو وويل دغني خان دا شعر دا پورته كيسه هم كوي اونوره كيسه هم لري · لومړي به دشعر يوه برخه ولولو ·

ملا چرګک

 

زيړ د ې كميس دی           خړ د خښتګ دی

شمله د ې نيغه ده                او کوټ دې برګ دی

ټوله ورځ کن کن                  په ځان مينه

چا خوار چنجی پسی  کنده کوينه

نمايشی شان يی                  کړی د نخرو الوته

د مشروټو نه ډک                  ستا قدمونه، کاته

پخې پخې د ې سترګې          دې د (پشټو) په شان

په درينجه درينجه تله           دې د ټټو په شان

۱· داسې بريښي چې دملا چرگك دشعر لومړۍ برخه يوه كنايه اوطنز دی · موږ په دې شننه كې ورور ورو اوقدم په قدم ددغه موجود پيژندنې ته ورنيږدې كيږو اوپه پای كې يي په سترگو وينو· ددې طنز كركتر دغني خان دبرداشت او اودشرايطو په چوكاټ كې دهغه درك اوعرفاني پوهه ده · دا كركتر مرغه نه دی بلكې دمرغه په وجود اوكړنه كې ديو موجود تمثيل دی · · دا سې كركتر دی چې دملا چرگك په څير ټوپونه وهل يي عادت دی · ددغه كركتر ترسيم دهغه دكميس اوخښتگ نه پيل كيږي · انساني ټولنه له رنگينيو ډكه ده ·كسان هم دپرندو اوڅرندو دحركاتو په تمثيل كې ترسيم شي كيدای شي · داسې چې ټولې چارې يې نخره بازۍ ته ورته وي · هغه په دې طنز كې خپل يو دوست هم له پامه نه باسي (پشتو ) اودهغه ونه اوقد هم ورته مثال را وړي · ملا چرگك چې كله په ځمكه كښيني نو درينجكي اوټوپونه وهي اودهغو يادونه كوي · چې يابو اوټټو ته ورته دي · خو له دې ځايه وروسته دملا چرگك اسطوره وي نقش هم يادوي ·

 

د سليمان ع د لالی؟             نوم او صافه د امام؟

يو خوا قبا او تسپی ؟            بل خوا پياله او خيام؟

يو خوا سپين روبی ملک       مريئ د رسم او قانون؟

بل خوا د مينی دلال              بندی د رسم او افسون!

يو خواتنګی تاريکی             د بل د خيال سودا

د بال او بچ سودا                 د ځان او مال سودا

بل خوا د بل په مينه             ځان او ناموس ورکول

پټ شاباشی له د زړه            د خار جلوس ورکول

يو خوا د بل سترګو کښی      د درنيدو تالاش

بل خوا د ماتو څانګو           د الوتو تالاش

زبرګ او معقول پخڼيه                   پکه په سر ملا

تا کښی ښکاريږی ماته         د ژوند عجبه قصه

۲-په دويمه برخه كې چې پورته شعر كې يې مفكوره حركت كوي · ملا چرگك ته ورته كركتر لږ څه روښانوي ·دسليمان (ع) اودملكه سبا ترمنځ اړيكو ټينگولو ته اشاره كوي · ددې موجود له نوم سره د ملا كليمه هم وصل ده · دامام په څير ملا اوقبا لري · خو دخيام په څير پياله هم پورته كوي · كه له يوې خوا دثواب په لار گام اخلي له گناه نه هم خالي نه دی اودسرغړاوې اونافرمانی جوگه هم دی خيام دبغاوت رمز دی · دا كركتر دملكۍ اودقوم دمشرۍ دعوه گير هم دی يعنې چې لارښوونه كوي امر ونهي كوي · كوم چې دخدای ځانگړنه ده · په ظاهر كې دقانون ساتنه هم كوي چې دقانون ماتوونكي هم دی · متضاد اوجنجالي تركيب لري · په دې موجود كې چې دملا قبا اوتسبيح لري دامامت دعوه هم كوي ·دمشرۍ اورهبرئ دعوه هم كوي · سخت پر ځان مين دی · دخپل ځان اوخپلې كورنۍ په غم كې دی · خو دخپلو گټو دساتلو له پاره دلالي هم كوي ·دزورگيرو اوځانه پورته خلكو خيال هم ساتي دهغه له سترگو نه داطاعت اوكړنو امر اودستور اخلي · دځان دساتلو له پاره په خپل ننگ اوناموس هم اړ نه دی · ددې په خوا كې چې دبل په سترگو كې دځان په نسبت امر لولي اوداطاعت له پاره يې مټې را نغاړلي دا هڅه هم كوي چې دمقابل لوري په ذهن اودماغ كې ځان ديوې مقربې څيرې په توگه رايژندل غواړي · لاس نيوی اوچاپلوسي اوجگي جگي يې دنده وي خو دخپل حقارت دپټولو له پاره دا هڅه هم كوي چې څرگنده والوزي · ددې ټولو هڅو په ترڅ كې داملا چرگك دی· بزرگ دی· دولايت مقام لري· دولايت اوروحانيت دعوه هم كوي · اودملايي پگړۍ هم پر سر كوي · خو انساني روح دهغه په تن كې كښته پورته كيږي هغه چې دروند امانت په اوږو اخلي او دشيطان دوسوسې ښكار هم دی ·خو شاعر دهمدې شعر په دريمه برخه كې په ملا چرگك كې بل داستان لولي اودادهغه عجبه كيسه ده ·

 

چه کله ته والوزی               (ملکه سبا) ووينم

د بحر و بر بادشاه               وړی شان جونی ته

قربانوی خوشحالی              د غم ميرمنی ته

د ګل خندا ووينم                  د لولکئ پرواز

د محمود وږی سترګی          معصومه خُله د اياز

زه د آدم د جوړښت              په وجه رازپوه شوم

په خپل انجام پوه شوم           په خپل آغاز پوه شوم

۳·شاعر دملا چرگك په شعر كې دهغه په الوتلو كې دملكه سبا تصوير ذهن ته راوړي اودده په وسيله دبحر وبر پادشاه يعنې سليمان دهمدغه موجود په څيره كې دمحمود اواياز يعنې دسلطان محمود اواياز مريي عرفاني كيسه ياد ته راوري چې څرنگه محمود ددونيا ټوله ښكلا داياز په سترگو كې ليده · دا مينه په اسطوره بدله شوه خو دشاعر په وروستيو بيتونو كې جوتيږي چې وايي ادم چې كله الله پاك له خټو جوړ كړ په دې كې يو راز وو · ددې را ز څرگند دی · الله پاك دخپل شتون اوځان ښودلو له پاره انسان هست كړ ·انسان ددې له پاره نړۍ ته راغی چې خدای خپله څيره اوخپل قدرت وښايي ·نو دالله خليفه دی · دځمكې پر سر دانسان دراتلو اودهغه دفنا راز ټول په انسان كې دی ·مينه عشق ، اودقدرت ليوالتيا اودهغه د((من)) اوانانيت موجود يت په انسان كې دخدای دموجوديت رازونه منعكسوي  ·

دغني خان ملاچرگك هم يو پرنده نه دی · بلكې انسان دی · هغه انساني روح دی چې دثواب اوگناه ترمنځ واټن كې سر گردانه دی ·

پای

-
بېرته شاته