(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اسټیبلیشمنټ څه شې دی؟

[05.Dec.2015 - 05:15]

لیک:شاهین بونیری
هر ریاست د خپلو ستراتیجیکي ، سیاسي او اقتصادي ګټو لپاره خپل نظام او خلک لري ــــــــ خپله نظریه او فکر لري ــــــــــ خپلې لښکرې لري ـــــ خپله ؛ټپه چاربیته؛ لري ــــــــــ چې په وار وار يي د میډیا په بیلا بیلو چینلونو ، د نصاب په کتابونو ، د ځني سیاسي ، وسله والو او مذهبي ډلو په قوي کولو او د ځنو په وهلو اولس ته رسوي. دې ټول نظام ته په ساده ژبه کې ؛اسټیبلیشمنټ؛ Establishment وايي.

په پاکستان کې دا اسټیبلیشمنټ د پنجاب د سیاستدانانو، جرنیلانو، ملانو، صنعت کارانو ، خبریالانو او سرکاري او غیرسرکاري ادارو د مشرانو په لاس کې دی. هسې خو دوي وايي چې مونږ ټول مسلمانان یو او ټول پاکستانیان یو خو په عمل کې هره هغه پالیسي ، نظریه او د پرمختیا هره هغه منصوبه چې د پنجاب په ګټه نه وي نو د پاکستان په ګټه هم نه ده. پنجاب او پاکستان د یو هیواد دوه نومونه دي. د اردو او انګلیسۍ د نوموړي لیکوال محمدحنیف په خبره په پاکستان کې پنجاب یواځیني بیلتون پاله صوبه یا ایالت دی.

ددې مثالونه مونږ د پاکستان په سیاسي او اولسي تاریخ کې کتلې شو ـــــــــ باچاخان ، عبدالصمدخان اڅکزی ، اکبربګتي ، ذوالفقار علي بهټو او نور یو شمیر ملت پاله مشران ځکه غداران دي چې د پنجاب د ګټو په ځاي د خپل اولس او خپل قام د ګټو خبره يي کوله. په دوي کې بیا په ځنو د کفر فتوې هم لګول شوي دي.

د دریو صوبو منتخبې اسمبلۍ وايي کالاباغ ډیم زمونږ په ګټه نه دی او خاوره او اولس راته بربادوي خو یو پنجاب وايي چې کالاباغ ډیم سره به د پنجاب زمکې سیرابې شي او ؛پاکستان؛ به وده اوکړي نو څوک چې کالاباغ ډیم نه مني ـــــــــــ هغه د هیواد دښمن دی.

دغه شان د پاکستان او چین تر مینځ د اقتصادي راهدارۍ په معامله د پاکستان اسټیبلیشمنټ هغه سیاسي او اولسي مشران غداران ګرزولي دي کوم چې ددغه کوریډور په اقتصادي ګټو کې د خپل اولس لپاره برخه غواړي.

د نصاب په کتابونو کې زه میرتقي میر ، میرزا غالب ، مومن خان مومن او ډاکټر محمداقبال خو وایم ـــــ او څه اعتراض پرې نه لرم ځکه چې ددغه د اردو ژبې لوې لیکوالان او شاعران وو خو که زه وایم چې زه خوشال خټک ، رحمان بابا ، غني خان او حمزه شینواري هم ویل غواړم نو بیا ماته د تنګ نظره او پرشاتللي پښتون نوم راکول کیږي. او د خیبرپښتونخوا د وزیراعلا پرویزخټک غوندې سیاسي مشران چې د پښتنو په ووټونو د اقتدار څوکۍ ته رسي په دې وینا هم نه شرمیږي ؛چې پښتو واورم نو په مازغو کې مې ډز کیږي.؛

د دې اسټیبلیشمنټ د کار انداز ډیر عجیبه او خونړې دی. دا د شطرنج لوبه ده ـــــ دا اسټیبلیشمنټ زورور په دې دی چې ټوپک هم لري او فتوا هم. ددې ؛دیو؛ یا بلا یو سر نه دی بلها سرونه يي دي. کله د پوځي ډکټیټر په شکل کې ، کله د طالب کماندانان په شکل کې ، کله د سیاسي مسیحا په شکل کې ، کله د دیني مدرسو او سکولونو په شکل کې ، کله د لښکرو په شکل کې ، کله د کلتوري غونډو په شکل کې او کله د میډیا په چینلونو د نوموړو خبریالانو په وسیله خبره هم ددې اسټیبلیشمنټ چلیږي.

قیصه ، فکر او منزل یو دی ، انداز او اواز يي بدلیږي.

دا اسټیبلیشمنټ سندره هم وايي او مرثیه هم ، کور درته هم ورانوي او اوښکې درسره هم تویوي ، اتڼې درسره هم کوي او په حجره درته بمباري هم کوي ، جرګه هم درسره کوي او جنګوي دې هم.

سبا که چیرې زمونږ په ملت پاله مشرانو کې څوک د اسټیبلیشمنټ نوم واخلي او د وطن د هر مصیبت ذمه واره يي ګڼي نو باید په مونږ کې ترې څوک دا پوښتنه اوکړي چې مشره دا خو سمه ده چې دا بلا ډیره زوروه او مکاره ده خو په دې سیمه کې ددې ؛اسټیبلیشمنټ؛ د هرې تجربې ؛فاتحین؛ هر وخت نور خلک ولې دي او غازیان او شهیدان یوازې مونږه ولې یو؟

زما نصیب کې جانان نشته

که د تعویذ په ځاي ُملا په غاړه کړمه

-
بېرته شاته