(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راپورټر څه وكړي او څه ونه كړي؟

راپورټر بايد نه قانع کېدونکى کس وي. د نه قناعت مانا دا، چې د مطالبو د غونډولو په پرخه کې بايد پر لږو او لومړنيو توکو قناعت ونه کړي، د هغه لېوالتيا او منډې ترړې کېداى شي د راپور په ارزښتناکتوپ کې رغنده رول ولوبوي. راپورټر د پېښو د سپړنې او وړاندې کولو دنده پرغاړه لري، نه د جوړاوي. ((چټک لېږد)) د راپورټر تر ټولو ستره بريا ګڼل کيږي. په دې توګه راپورټر د موضوعاتو په موندنه او رسونه کې اغيزناک رول لوبوي.مسلکي توب، د اړيکو ټينګښت، اوسېله او ... د راپورټر مهمې ځانګړنې دي. د خبريالۍ کارپوهانو د راپورټر لپاره ګڼې لارښوونې او او ځانګړې په ګوته کړې، چې د راپور جوړاوي پرمهال يې بايد پرځان پلي کړي. دغلته به په لنډه توګه دغه لارښوونې او ځانګړنې را واخلو: ١- چمتو اوسئ: د پېژندګلوۍ ټول توکي درسره واخلئ. ګرځند ټليفون او کارت بايد ولرئ. ټيپ او کوچنۍ هم اړين دي. د ثپت او تصوير لپاره له پرمختللو موبايلونو هم کار اخستلاى شئ. ګواښ لږ کړئ: په کړکېچنو حالاتو کې د دوو کسانو ملګرتيا ياځان ته د ملګري پيدا کول، يوه ډاډينه رامنځته کوي. دغسې د سکالو په مونده کې هم مرستندوى تماميږي. له خپل شاوخوا نه خبر اوسئ او د چټکې پټېدا لپاره ځاى پيدا کړئ. سکالو ته نږدې شئ، خو ځانوژنه مه کوئ: د سوژې يا پېښې ځاى ته نږدې شئ، خو په لوى لاس ځان مرګ ته مه ورکوئ. خبر ستاسو له ژوند نه ارزښتناک نه دى، ځکه مړ خبريال راپور نشي ورکولاى. پر پوليسو هم ډېر ډاډ مه کوئ، هغوى ډېرځله دځانونو د خونديتابه هڅې کوي. که ګواښ نه وي له پوليسو نه پټ د پېښې ځاى ته ځانونه ورسوئ. موټرسايکل په تاوتريخوالي کې ښه کار ورکوي. تاسې کولاى شئ په ډېرو کوچنيو لارو او فرعي کوڅو کې لاره ومومئ او له ګواښونو ځانونه وژغورئ. وارخطا نشئ: په مرکه اخستنه کې مه وراخطا کېږئ. خپلې لهجې ته پام وکړئ. د پېښې له ځايه په ژوندي راپور کې پرځان ولکه راولئ، بېځايه خبره يا تصوير درنه خپور نه شي. په ټلويزيوني ژونديو خپرونو کې دا شونتيا ډېره ده، چې بېځايه تصويرونه درنه خپره شي، يا ستاسې ترشا داسې پېښه وشي، چې په کمره کې راشي، تاسې خپله روحيه له لاسه مه ورکوئ، خو کوښښ وکړئ له سکالو سره بې تړاوه څه درنه خپاره نشي. دقيقه ژبه وکاروئ: په ژوندۍ خپرونه يا راپور کې بېځايه کليمې مه کاروئ، هغه ادبيات مه کاروئ، چې پېښه تر ارې بڼې کړکېچنه وښيي. مخاطبان په بېځايه سپړنو مه اندېښمنوئ.دغسې چا ته بېځايه د امنيت او کرارۍ انګيرنه هم مه ورکوئ. اټکلونه مه کوئ: په ژونديو رپوټونو کې کېداى شي له پېښې ډېر لږ مالومات ولرئ، خو ويندويان مو ډېر پرکرښه يا پرده وساتي، دغه مهال ستونزمنه ده، چې تاسې شمېرلې خبرې وکړئ. په دغسې حالاتو کې ښايي ستاسو له خولې نه داسې څه ووځي، چې حقيقت به نه لري يا په ګومانونو او اټکلونو به ولا ړ وي، کوښښ وکړئ د شونتيا تر بريده له دغسې څه ويلو ډډه وکړئ. پر خپلو سرچينو ډاډه اوسئ: د عيني شاهدانو خبرې بايد ثابتې کړئ، له ډاډ او ثبوت پرته د چا پر خبرو ډډه مه کوئ. که تاسې خپله هم څه ليدلي وي، د ثبوت لپاره يې يو بل کس هم وغږوئ، چې خلک باور پرې وکړي. د خلکو زړونه مه ماتوئ: ستاسې خبرې ټول خلک اوري. کوښښ وکړئ د پېښې د قربانيانو بشپړه پېژندګلوي ونه کړئ، په دې به ډېرې کورنۍ په وير او ماتم کې ډوبې کړئ. له خلکو سره وغږېږئ، خو هغه ځايونه، چې د قربانيانو خپلوان پرې ځوريږي، مه خپروئ، يايې خبرې ورپرې کړئ. په ښکاره بايد بې احساسه نه وئ. ژر پر موضوع پيل وکړئ: ښه پيل پيدا کړئ. که خبري غونډې ته ځي، لږ د وخته لاړ شئ، چې ښه ځاى پيدا کړئ او مايک او ثبت مو کمزورى رانشي. سکالو په ذهن کې و ارزوئ او له ځانه وپوښتئ، چې د مرکې لپاره څوک غوره کړئ. تر مرکې مخکې په ګرځند له خلکو سره وغږېږئ، داسې نه، چې په مرکچې پسې ورشئ او هغه له ځايه پښې سپکې کړې وي. نوې څېرې پيدا کړئ: په خپري غونډه يا مراسمو کې داسې کسان ولټوئ، چې ه موضوع سره په تړاو نوې څېرې وي. دا ډېرى برخه وال وي، نه د غونډې مسوولان. ګوښه ځاى وګورئ، چې کړپ او کړوپ پکې نه وي، بيا نو خپله مرکه ترې واخلئ. که سکالو مو د يوې ځانګړې سيمې د خلکو په اړه وي، په همغو خلکو پسې لاړ شئ. د خوست په خلکو پسې خوست ته مه ځئ، هغه د خوست د موټرو په اډه کې موندلاى شئ. يا که موضوع د ريړۍ چلوونکو په اړه وي، هغوى ستاسې ښه مرکچيان دي. له هغو خلکو سره اړيکي ټينګ کړئ، چې په لرې پرتو سيمو کې روږدي دي. هغوى تاسې ته لارښوونه کوي. قوي فاکټورونه ولټوئ: وړ پوښتنې له وړ کسانو وکړئ. په داسې ځايونو کې مرکې وکړئ، چې مخاطبانو ته د موضوع په لېږد کې اغيزناک تماميږي. د بېلګې په توګه، له مجرمانو سره په زندان کې. وخت مه ضايع کوئ: له هغو کسانو سره مرکې مه کوئ، چې پر موضوع نه پوهيږي. د خپري غونډې ټول پهير مه ثپتوئ، مهم ځايونه يې ثبت کړئ، نور پر حاشيوي مسايلو کار وکړئ. تسې اړنه ياست، چې يوازې چارواکي وغږوئ. د مالوماتو غونډولو لپاره ډېرې نورې سرچينې هم شته. که مرکچي مو فني نومونې کاروي، پرې روښانه يې کړئ، چې خلک پرې وپوهيږي. د راپور له پيل نه ترپايه پورې يوه سناريو ولرئ. ښه خبريال( راپورټر) څوک دى؟ د رويټرز د خبريالۍ لارښود کتاب د يوه ښه خبريال لپاره دغه ځانګړنې وړاندې کوي: پاملرنه په لوړ اوازه خپله تېروتنه ومني او سمه يې کړي له اړخنيوي نه په ډډه او د انډول ساتونکى وي مدير ته وښيي، چې په خپلو رپوټونو کې ((منافقتيا دوه مخي)) نه کوي د چارواکو پر وړاندې خپلې سرچينې خوندي کړي خپل نظرونه ونه ليکي او له راپور نه سرمقاله جوړه نه کړي درواغ ونه ليکي او يا د نورو خبريالانو توکي پټ نه کړي په انځورونو کې بېځايه او منفي لاسکاري ونه کړي د راپور لپاره چاته بډې ورنه کړي او له چا بډې وانخلي - بېرته شاته