(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پير روښان او مبارزه یې

[20.Oct.2015 - 16:54]

پير روښان اوویاړلې مبارزه یې

لیک : قاضي اسدالله عزت
بایزید، چې مشهور په پیر رواښان باندې و(له۹۴۰ـــ۱۰۴۷ه) کاله پورې د خپلې میړنۍ کورنۍ او د ننګیالیو پښتنو ملګرو په ګډون (۱۰۷)کاله پرخونخوارو اواشغال ګرو مغلو په پښتونخوا اوهند کې خوراک، څښاک اوخوب حرام کړی وه.

پیر روښان پرلوی افغانستان باندې دمغلو د وحشت اودهشت پرمهال دسوونو کلونو ځپل شوی پښتون قوم په یومذهبي ډوله اوپښتني تحریک کې دمغلو پرضدسره راټول کړ.

پير روښان ډیر یو فرهیزګار، روحاني او روشن فکره شخصیت وه، چې دځوانۍ له پیل څخه یې داسانو تجارت کاوه؛ ځکه خو دلوی افغانستان په زیاتو برخوکې  ښه بلد وه، پیر روښان دخپل تجارت پرمهال باندې دخپلو ګراکانوسره خورا ښه اړیکې درلودې، دهمدې نیک نوم او ښه اړیکو سبب وه، چې د سفرونو پرمهال باندې به یې د خلکو له ټولو حالاتو څخه لیدنې کتنې کولې او خلکوبه هم ورته خپل حالت بیانولو، پير روښان دخپل تجارت په ټول دوران کې پر مظلومو پښتنوباندې دظالمو اوجابرو مغلو ظلمونه له نږدې څخه لیدل، دی په لوی افغانستان کې دسفرونو پرمهال دډېرو ظلمونو شاهدوه، نوموړی د مغلو د ظلمونو څخه دنمونې په ډول سره یوه واقعه اودسترګو لیدلی حال داسې بیان کړی دی.

یوې پښتنې ښځې کومه غلطې کړې وه، پرکلي باندې حاکیم ظالیم مغل دا پښتنه ښځه را وغوښتله اودسر په وېښتانو یې دژرندې په پل پورې کلکه وتړله، دژرندې دپل له څرخېدا سره سم به مظلومه پښتنه ښځه هم له عذر، زاریو اوبغارو سره ګرځیده راګرځېده؛ خوجابرو مغلو به ددې مظلومې پښتنې ښځې له نارو، عذر او زاریو څخه خوند اخست اوپه دې مظلومه ښځه به یې خندا، خوشحالي اوپسخند وهلو.

ځکه خوپیر روښان دظلم یو قوي اولویې زلزلې وخوځاوه اودظلم دقبلولو له خوبه یې را ویښ کړ، یادې زلزلې د ده مغزوته یوه علمي، قومي اومنطقي خبره ورتیره کړه، چې تل ظلم، بربریت او ناروا په خپل مقابل کې اتلان زېږوي؛ ځکه خونوموړي هوډ وکړ، چې دخپل علم، پوهې اوباتور احساس په مټ باندې به ننګیالی، توریالی او ویاړلی پښتون قوم دظالم اوجابر مغل  په وړاندې دلوی افغانستان د ادازي اخستلو په موخه سره راټولوي.

ارواه ښاد پير روښان دخپل کارپه پيل کې پښتنوته داسلام پښتو اوپښتونولي دقانون مطابق دپښتنو دبیا ازادۍ او واکمنۍ فکر جوړول پيل کړ، په ترتیب سره یې خپل قوم ته دازادۍ او خپلواکۍ فکر وکړ اویولوی ازادۍ غوښتونکی عظیم پښتني لښکر یې داشغال ګرو مغلوپه مقابل کې ترې جوړ کړ.

د یاد پښتون لښکر دفعالیتونو پرمهال باندې مغلوله دوو جبهو څخه دپښتنو پرضد باندې کار اخست، چې لومړی یې مسلح فوځونه ول، ددې فوځ نده دهرهغه چا وژل وو، چې دمغلو په مقابل کې به یې سرپورته کاوو، دویم  یوتعداد هغه بې ننګه، غدار، قومي، مذهبي مشران اوجعلي روحانیان ول، چې دمغلو لخوا جوړ، دپښتنو دبې اتفاقه کولو اودمغلو له پاره دجاسوسې دنده یې په غاړه لرله، چې دیادې ډلې مشري ګوډ تیمور اودبابریوه دوست سید علي ترمذي کوله، په ځانګړې توګه بیا دسید علي ترمذي، چې په  پښتنو سیموکې یې د (پيربابا) په نوم سره شهرت درلو،دنده داوه، چې داصلي روحانیونو، عالمانو او قومي مشرانو په څېره کې دپښتنو په منځ کې دبې اتفاقي ټغر خپور کړي، ترڅوله پوهې، ملي مبارزې اودمغلوله نفرت کولو څخه پښتانه لرې وساتي، دا دمغلو رشته دار اوځانګړی جاسوس سیدعلي ( پيربابا) دپښتنو په اکثره سیموکې داصلي پيرپه نوم خورا زیات محبوبیت درلوداوهرچیرته، چې به یې وغوښتل، نوهلته به بېتاجه پاچا وه کله، چې روښاني تحریک دپښتنو دازادۍ له پاره منځته شو، همدې ټګمار پيربابا(سیدعلي ترمذي) دپښتنو دساده توب اوبې سوادي څخه استفاده وکړه، یوتعداد ساده پښتانه یې دپير روښان پرضد وردول اودملي مبارزینو دقطار څخه یې بیل کړل.

دمغلودې مزدور اوټګمار دپښتنوننګیالي ملي مشر(پيرروښان) پیرتاریک بالو، دهمدې ټګمار ترمرګه پورې هڅه داوه، چې خلکوته دا فکر وکړي، چې پير روښان په غلته لار روان دی. دسیدعلي ترمرګ وروسته بیا د ده ترک نژاده شاګرد(اخوند درویزه) دده پرځای کښېناست اودپښتنو دملي مشراو روښاني تحریک په وړاندې یې خپلوټګماریوته دوام ورکړ.

ملي اومبارز مشر پیر روښان په داسې یوحساس اوتاریخي وخت خپله میړانه ښکاره کړه، چې دپښتون ملت مطلق اکثریت دمغلو دجعلې پيرانو دپیرۍ په جال کې راګیرشوي وو.

پير روښان دیومجرب سیاست مدار په توګه خپله سیمه  ژور مطالعه کړه، دسیاست ټولواړخونوته په کتوسره مجبورآ دپیرۍ اومریدۍ دلارې دسیاست میدان ته داخل شو؛ ځکه چې دده په قوم کې دمغلو لخوا دود شوي پیري اومردي دومره پرمخ تګ کړی وو، چې دهرپښتون کورته یې ځان رسولی وو.

نومیالی پیر روښان په دې پوهېده، چې دده قوم هم دنورو محکوموقومونو په شان دمغلودظلمونو په اساس ترک دنیا شوی اوپه فکري لحاظ یې دجعلي پيرانو لمنې ته پناوړې ده اودمغلو دځیره خوارو ټګانو پیرانو په جال کې بند دي، ددې له پاره، چې دده قوم دنوموړې خبرې ته غوږ ونیسي نودی باید دپير په جامه کې دملت منځ ته ورشي، هغوی دپير په حیث پرځان راټول کړي، وروسته به یې داسلام په چوکاټ کې دپښتواوپښتونولي په قانون باندې مجهز اودمغلو په مقابل کې دلوی افغانستان دازادۍ فوځ ترې جوړ کړي.

پیر روښان مظلوم، ځورېدلی اولوټلی پښتون قوم سره راټول کړ اوپه خورا مېړانه په تش لاس خوپه عالي، اسلامي اوپښتني جرئت اومتانت سره دمتجاوزو، خونخوارو اوظالمو مغلوپه مقابل کې ودراوو.

پير روښان خپل قوم ته خپل سیاسي اهداف په لاندې ډول بیان کړل.

لومړی:pir roshan rokhan

پښتونخوا باید دمغلو او ایرانیانو څخه په بشپړه ډول ازاده شي.

دپښتنو دبشپړې ازادۍ اوخپلواکۍ په خاطر پیرروښان په لاندې ستراتیژیکو اهدافو باندې کار وکړ.

الف: ددې له پاره، چې پښتنوته دازادۍ پیغام په سم اواسانه ډول سره ورسول شي؛ نوپښتانه باید پریوسیاسي مرکز سره راټول شي.

ب: پښتنوته باید دپښتو اوپښتونولي درسونه ورکړل شي، ترڅوددې له لارې په پښتنوکې دپردیو دظلمونواوغلامۍ په مقابل کې نفرت او کرکه را پيداشي.

ج: پښتانه باید په دې پوه شې اوقناعت ورکړل شي، چې دمغلو دظالمي ادارې سره هرډول تعلقات اوهمکارې  قطع شي؛ ځکه چې داعمل دبې ننګۍ ده.

د: پښتانه باید د خپلواکۍ په خاطر دسر اومال قرباني اوهرډول جګړې اوسرښندنې ته اماده شي.

دوهم:

پیر روښان په دې عقیده و، چې په پښتونخواکې باید داسې پښتني دولت جوړ شي، چې لاندې ملي وظایف په ښه ډول سره سرته ورسوي.

الف: پښتني باکیفایته دولت باید خپل ولس ته لازم خدمات وړاندي کړي.

ب: پښتني دولت باید دمالي اړخه په خپل ځان بسیا وي.

ج: پښتني دولت باید داسې دفاعي قوت ولري، چې دخپل هیواد او ولس څخه دپردیو یرغلګرو په مقابل کې ددفاع وړتیا ولري.

دریم:

پښتانه باید وهڅول شي، چې په هند کې دپښتنوپاچاهیو، لکه: غوریانو، لودیانو، غلجیانو اوسوریانو ویاړونه بیاتازه او راژوندي کړي.

پیر روښان دپښتو اوپښتونولي  دقانون مطابق دپښتونخوا دازادۍ په لاره کې په (۹۸۸ه) کې دننګرهار دشینوارو د(( تور راغه )) پرمقام په داسې حال کې، چې دمغلو سره یې په جنګ کې دپښتنو دلوی لښکر رهبري په غاړه درلودله دشهادت جام نوش کړ؛ خودنوموړې په لاس دازادۍ اخستلو بله شوې ډیوه تراوږدې مودې پورې دده داولادې اومېړنویوملګرولخوا وساتله شوه.

د پیر روښان تر مردانه وار شهادت وروسته بیاهم پښتانه دپیر روښان پرکورنۍ سره راټول وو او دمغلوڅخه دپښتنو دازادۍ له پاره یې خپلې ملي مبارزې ته  دوام ورکړی وه.

د پیر روښان ترشهادت وروسته دپښتنو دازادي غوښتونکي پوځ رهبري د ده  زامنو جلال الدین، شیخ عمر اود ده لمسیانو احداد اوداحداد زوی عبدالقادر کوله.

د تاریخ پوهانو په وینا د ډهلي دمغلو پاچا اکبرڅلویښت پنځوست زره فوځ دزین خان، راجابیربل، فیضي اوسعدخان، چې دا ټول د ډهلي ددربار نامتو، محرب اولوړ پوړې چارواکې وو ، په مشرۍ دجلال الدین مقابلې ته ولیږل.

خو توریالیو پښتنو، چې له اکثرو سره یې وسلې هم نه وې؛ البته یوازي تېره نلان یې له ځانه سره درلودل دمغلوجګړې ته ووتل.

د ډهلي ددربار دتاریخ پوهانو په وینا، چې په ډهلي کې دمغلو دپاچااکبر دغه څلویښت، پنځوست زره سپاره لښکرڅخه یوهم ژوندی پاتې نشو ان تردې، چې داکبر دپاچاهي دټولوچار تنظیم کوونکی اوددربار غوره غړی (راجه بیربل) هم په دې لاره کې خپل سر وبایلواوددربار بل نامتوغړي (زین خان کوکه) له یوتعداد نورو امیرانو سره د اټک پرلور وتښتیداو پاتې کسان یوهم له یادې جګړې او دپښتنو زلمیانو له دې نومیالي ښکار څخه ژوندي ونه وتل.

د متجاوزو مغلو پرضد دازادۍ په دې ملي مبارزو کې جلال الدین د پښتونخوا ټولي غرنۍ سیمې له خیبره ترتیرا، دکابل له جنوب برخې بیا ترغزني پورې د مغلوڅخه ازادې کړې اوپه یادو سیموکې پښتنو دجلال الدین ترمشرۍ لاندي ازاد ژوند پکې پیل کړ.

دې ستر نومیالي اوتوریالي پښتون مشر جلال الدین خان په (۱۰۰۹ه) کې دغزني دښار ددفاع له پاره دمغلوسره اوه ورځې جګړه وکړه دجګړې په اومه ورځ د(( شادمان )) نومي شخص لخوا دجګړې پرمهال باندې ټپي شو او وروسته بیا د (رباط) په غره کې په همدې ټپي حال کې دمغلو دیوبل مزدور(مرادبیګ) نومي شخص لخوا په شهادت ورسید.

نامردو مغلو د جلال الدین او احداد تر شهادت وروسته د نوموړو له تن څخه سرونه بیل کړل او بیایې په ډهلي کې خپلو ظالمو، جابرو او وحشي پاچاهانوته ورولېږل، ترڅوپه دې کاردهغوی زړونه یخ کړې.

د پښتنود دې اوږدې ملي مبارزې په  اوږدوکې په زرګونو پښتنوشازلمو او د دوی باتورو مشرانو لکه پیر روښان، د ده  زوی جلال الدین او لمسي احداد یې دمغلو داسارت څخه دپښتونخوا دازادۍ په لاره کې دشهادت مقام ته ورسېدل.

یادونه:

د دې جګړې په اوږدوکې به د مغلو جاسوسواوټګمارو پيرانو  ساده، بېسواده او مظلومو پښتنوته ویل: (( دا ظلمونه چې پرتاسوباندې کېږي داستاسو دخپلوعملونو نتیجه ده، چې خدای پاک یې درباندې ویني، تاسوخپل عملونه سم کړئ،  ترڅومغل هم پرتاسوباندې مهربانه شي.))

درنښت
۱۳۹۴/۷/۲۷
په دې اړه دنورو معلوماتو له پاره کولی شئ، چې د ( پښتواوپښتونولي دپښتنودنجات لار ) ترمانامه لاندې کتاب مطالبه 
کړی.       

-
بېرته شاته