(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ترهګر قوم نلري

[11.Oct.2015 - 21:47]

لیک: فضل الرحمن عمرخیل
 دطالبانو په لاس دکندز ښار له نیول کیدو څخه وروسته د ایران اوپاکستان داستخباراتي شبکو ګډجاسوسان تور پورې کوي چې په یاده قضیه کې دهیواد دولسمشر په ګډون دحکومت پښتانه چارواکي لاس لري چې زما په آند دغه تور یوازې یوه ادعاده چې دثبوت لپاره یې هیڅ دلایل نلري چې له همدې امله زه نه غواړم دهغوی دتورونوپدغه برخه باندې بحث وکړم خویوڅه چې زما په ګډون دملیونونو افغانانو لپاره جالب دي هغه داچې یوشمیر معلوم الحاله فکري ناروغان ددې لپاره چې دخپل قوم په منځکې خپل بایللی سیاسي اعتباراوحیثیت بیرته ترلاسه کړي ، هڅه کوي ترڅوځان خپل قوم ته ترنورو زیات خدمتګاروښیي چې له هغوی څخه یو هم دبدخشان کثیرالمفکوروي ( پرجمی ، سیتمی ، جمیعتی اوکنګره ای ) عبدالطیف پدرام دی نوموړي دیوې ویدیو له لارې په افغانستان کې تاجکان ، هزارګان ، ازبکان اوترکمنان مخاطب کړي چې ګنې پښتانه په دوی ظلم کوي هغه دخپلو خبرو پرمهال په کندز کې وروستۍ جګړه هم پښتون ویاړلي قوم ته منسوبه کړي.
په افغانستان کې سیاست اوسیاست کول دهرافغان قانوني حق دی خوپدې شرط چې دافغانستان داساسي قانون په ګډون دټولو نافذو قوانینو احکام ومني له هغه پرته ددوی اوهغه چاترمنځ هیڅ توپیرنشته څوک چې همدااوس دافغانستان ددولت پروړاندې په وسله واله مبارزه بوخت دي .
دتاریخ په اوږدوکې دافغانانوبدبختي داوه چې په هیوادکې یې پرون هم یوشمیر داسې منحوسو څیروشتون درلود چې دنورو ډول ته یې نڅاکوله اوله بده مرغه چې نن هم داسې کسان شته چې دافغانستان دسپیڅلي اکسیجن په تنفس سره ژوند کوي ، دافغانستان دکونډو اویتیمانو په پیسو اوامکاناتویې زده کړې کړي ، دافغانستان داسلامي جمهوري دولت ددرې ګونو قواوو په بیلابیلوبرخوکې لوړې څوکۍ اوموقفونه لري خوبیایې هم دایران او پاکستان داستخباراتي شبکودګډوجاسوسانوپه توګه دافغانستان اوافغان سیاسي نظام دتخریب لپاره شپه اوورځ په ځان یوه کړې او په هیوادکې دورونوقومونو د ملي وحدت دونې تاریخي ریښې په تبروهي .
پښتانه ویاړي چې دتاریخ په اوږدوکې یې په هیوادکې دنورومیشتو ورونو قومونو په منځکې دمشر ورور په توګه له هغوی سره اوږه په اوږه دافغانستان له خپلواکۍ ، ملي حاکمیت اوځمکنۍ بشپړتیاڅخه دفاع کړې اوپدغه لرغونې تاریخي جغرافیه کې یې دافغانستان دهردښمن پوز په خاورو موښلی خو کله چې په دولتي ادارو کې دواک اوڅوکیو دویش وخت را رسیدلی بیا نو دغه ستر تاریخي قوم دانعطاف دسیاست قرباني ګرځیدلی ، هیڅکله دخپل نفوس په تناسب ورته په سیاست او اداره کې ونډه نه ده رسیدلې چې ښکاره بېلګه یې داوسني حکومت ترکیب ، په دولتي اداروکې په پښتو ژبه دفتري اجراآت او په ټوله کې دپښتنو کارکونکو د فیصدۍ شتون ده .
خوله دې ټولو سره سره که چیرې سړی په تاریخي لحاظ دافغانستان په بیلابیلوحکومتونوکې دپښتنو برخه په پام کې ونیسي هیڅکله دهغوی له قومي تناسب سره دپرتله کیدووړنده خوبیاهم پښتنوافغانستان خپل هیوادګڼلی اوهیڅکله یې دخپل نظام دسقوط اراده نده کړې ، دافغانستان دښمنان یې خپل دښمنان بللي اودهیواددوستان یې خپل دوستان بللي ، له افغانستان سره ددوستۍ اودښمنۍ لپاره یې معیار یوازې دهیواد لوړې ګټې ګڼلې او په اړه یې ټولې قومي پولې نړولې دي ، هیڅکله یې هیوادته ددوستۍ په برخه کې دپښتون محمد جانخان وردګ او عثمانخان تګابي ترمنځ توپیرندی کړی اوهمدارنګه یې افغانستان ته ددښمنۍ په اړه هم هیڅ وخت دشاه شجاع اوببرک کارمل په اړه دتبعیض سیاست نه دی غوره کړی .
افغانستان دټولو افغانانو ګډ کوردی لکه څرنګه چې دهیواد دملي اردو تاجک او هزاره سرتیري دننګرهار په آچین اوشینوارو کې دداعش پرضد جګړه کوي او دهیواد ختیځې پولې ساتي په همغه ډول دملي اردو پښتون سرتیري دبدخشان په وردج او دسرپل په کوهستاناتو کې د طالب مرمیو ته خپله سینه سپرګرځولې ده .
لکه څرنګه چې دبدخشان د طالبانوکړنې اود پدرام وروستۍ څرګندونې دتاجک شریف قوم استازیتوب نشي کولی ، په همغه ډول دهلمندي طالبانو کړنې هم دپښتون قوم داحساساتوڅرګندونه ، نه کوي دپدرام په ګډون دهیواددټولو قومونو سیاستمدارانوته لازمه ده چې دیوې ډلې اویافرد کړنې اوانګیرنې په ټول قوم پورې غوټه نکړي ، خاین خاین دی که هغه هرقوم ته منسوب وي ، په هره جامه کې وي اودهرسمت وي، دکندز لپاره دمیرعلم ملیشې هومره مضرې دي لکه دچاردرې طالبان چې ورته مضردي دپروان لپاره دجان محمد سلاکوټ اووسله والې ملیشې هومره خطرناکې دي لکه دغوربند دشینواروطالبان یې چې امنیت ګواښوي ځکه چې ترهګري قوم ، سمت اوژبه نلري .
نوپدې توګه افغانانوته لازمه ده پرته لدې چې دقوم په نوم په کوچنیو دایرو کې را ایسارشي ، ملي فکروکړي دخپل دوست اودښمن په انتخاب کې دهیواد لوړې ګټې په پام کې ونیسي نه داچې د کوچنیوقومي عینکودلیدپواسطه دلویو ملي مسلوپه هکله قضاوت وکړو.
په پای کې دافغانستان د ولسمشر په ګډون افغان حکومتي چارواکو ته په ډاګه وایو چې دهیواد له ځمکنۍ بشپړتیا اوملي حاکمیت څخه ددفاع ترڅنګ دامسولیت هم لرۍ چې له توپیر پرته دافغانانو له مادي اومعنوي ارزښتونو څخه ننګه وکړۍ ، اجازه مه ورکوۍ چې پدرام اوپدرام ډوله کسان دهیوادنیوملي ګټو پروړاندې خنډ واقع شي، خپلو افغان ضد څرګندونو ته ملي کمیس ورواغوندي اوتردې زیات زمونږ ملي ګټو ، ملي ارزښتونو اوملي مصالحوته سپکاوی وکړي .

-
بېرته شاته