(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د لويدیځ پر وړاندې د ختيځ شاهنشاهانو...

[10.Oct.2015 - 04:04]

د لويدیځ پر وړاندې د ختيځ شاهنشاهانو پاڅیدا د وسلو ازمایلو، که د ۳مې نړېوالې جګړې پیلامه!؟

دین او کلیسا سیاست ته ننوته او په سوريه کې د روسيې بریدونه سپيڅلې جګړه وبلل شوه!؟
ليک: صديق انصاري
د افغانستان د مدني ټولنو د فډرېشن مشر

د ختيځ شاهنشاهانو او د سیاسي، پوځي، اقتصادي او انساني ځواک له مخې د سترو قدرتونو تازه خوځښتونه په اسیا او افریقا کې د امن او ثبات لپاره د لويديځ د انسان دښمنه شومو کارنامو د مهار کولو،په اقتصادي، سیاسي او نظامي ډګر کې لويدیځ د پراخې ماتې او تجريد تر څنګ د اسرائيلو او پاکستان دولتونو د له منځه تلو پراخ اسباب او یا هم د شخړو د ناسم مدیریت له امله د خطرناکې ۳مې نړېوالې جګړې امکانات برابرولای شي.
په ختیځ کې له څو لسیزو راهیسي د امريکې او انګرېز په مشرۍ د لويديځ د سپین سترګو لاسوهنو، یو شمیر هیوادونو ته د پوځي لښکرو ليږلو او د یو شمير نورو سرحدونو ګواښلو او د جګړو په عملي میدانونو کې د رنګارنګ زړو وسلو پلورلو او د نویو وسلو، ځواکونو او طرحو ازمایلو د ختيځ ځواکمن هم له اوږده خوبه راپاڅول او د یو پراخ نظامي ائتلاف عملي لارې چارې يې هوارې، توده جګړه پیل او نیږدې سل کاله وروسته د ختیځ کلیسا هم دین په جګړه کې داخل کړ او د بشارالاسد د مخالفینو او داعش پر وړاندې د پوټین بریدونه يې سپيڅلې جګړه وبلله. د ختيځ کلیسا مشرانو دغه کار د روسيې پر وړاندې د سعودي عربستان د علماوو لخوا د جهاد د فتوا له اعلان څو ورځې وروسته وکړ.
د یادولو وړ ده چې تر دې د مخه لويديځ هم هڅه کړې وه او د ۲۰۰۱ د سپټمبر ۱۱مې پيښو وروسته د جورج ډبیلو بش له خولې وتلي وو چې پر افغانستان به برید کوي او صليبي جګړه پیليږي، چې وروسته يې بیا دغه خبره غلې کړه. دا دی نن د ختیځ د کلیسا مشرانو په ښکاره ډول د دین له نظره د پوتین جګړه سپیځلې جګړه اعلان کړه.
دا چې پر ۱۹۷۸ کال پر افغانستان د شوروي لښکرو له بريد وروسته د لومړي ځل لپاره روسيې تیره اونۍ د لويې لښکر کشۍ اعلان وکړ او د اکټوبر په پیل کې يې د سوريې جګړې ته يې په عملي بڼه ورودانګل، الوتکو يې د داعش د ګڼو مرکزونو په ګډون د بشار الاسد د مخالفینو ( آزادې سوريې پوځ) مرکزونه هم بمبارد کړل، د اکټوبر پر ۷مه يې له ۱۵۰۰کیلو متريز واټن کې له کسپین سمندرګي له څلور بیړیو ۲۶ کروز ميزایل وویشتل او د ۱۶۰زرو ځانګړیو ځواکونو د ليږلو خبرداری يې ورکړ. دا هم وویل شول چې د ایران سپاه پاسداران او د لبنان ایران پلوه حزب الله به هم د یاد ائتلاف په چوکاټ کې د پلیو ځواکونو په توګه د بشار الاسد له مخالفینو او داعش سره منظمه جګړه پیلوي، چې ایران تر دې پخوا هم کله پټ او کله ښکاره د افغانستان، عراق، سوريې، یمن او یو شمير نورو هیوادونو په جګړو کې رنګارنګ ونډه درلودله. د دې تر څنګ دا خبر هم خپور شو چې د اکټوبر په لومړۍ اونۍ کې چین هم خپلې پوځي بيړۍ، الوتکې او سنبال ځواکونه تیارسی حالت ته راوستل، چې په دې سره معلومه شوه چې ختیځوال هم نور غلي نه پاتې کيږي.
په نیږدې راتلونکي کې به معلومه شي، چې دغه تازه پیل شوې جګړې، د لويدیځو هیوادونو سره په همغږۍ او تفاهم پیل شوي، که په سیمه کې د برخې د وېش پر سر د قدرت د مظاهرې لپاره او که په رښتیا هم په ختيځ کې د لويديځ پر وړاندې د یو قوي نظامي بلاک او تړون د رامنځته کولو په نیت!؟ که چيرې وروستۍ فرضيه سمه وخيژي او دلته لويديځ هم له خپلو شومو موخو په شاتګ ونکړي، نو بیا خو له دې کشمکشونو تر ډېره د درېيمې نړېوالې جګړې د پيليدا اټکل کیدای شي.
په ټول ختیځ کې د امريکې په مشرۍ د لويديځ د پراخو لاسوهنو، تپل شویو استخباراتي لوبو او جنګ جګړو، تر افغانستان او فلسطین وروسته سوډان، عراق، سعودي عربستان، کویټ، سوریه، یمن، لیبیا، مصر او د یوکراین په ګډون د سیمې نورو هیوادونو کې هم پراخ ناورینونه، سیاسي او وسله وال خوځښتونه راپیدا کړل او بالآخره دغو تورو لاسونو د خیر پر غونډۍ ناستو سترو ځواکونو روسيې او چین دروازې هم ښې کلکې وروټکولې.
لیدل کيږي چې لويديځ خوځښتونه تل د خپلو پراخو ګټو د خوندیتابه لپاره وو، چې په کې د نفتو او نورو زېرمو د موادو ترلاسه کولو، د جګړو او تاوتریخوالي په خپرولو سره په سیمه کې د لويديځ د وسلو او نورو نظامي سامان الاتو د کمپنیو لپاره د ستر مارکيټ پیداکولو، په توده جګړه کې د هغوی د وسلو، پوځونو او پوځي استخباراتي پلانونو او سټراټیژیو د عملي ازمایلو او تمریناتو او نورو شومو موخو لپاره لارې چارې هوارې کړي.
تر دې د مخه هم د بريطانيې امپراتوري او امریکا وه چې د اتوم بم او کیمایوي او بیولوژيکي وسلو تر کارولو پورې يې د ملتونو د پراخو وژنو او مرئیتابه بې رحمانه هڅې وکړې، کلي، ښارونه او هیوادونه يې وران کړل. کله چې له افغانستانه د بريطانیايي امپراتورۍ ماتې پیل شوه، نو د چین په ګډون يې په منځني ختیځ، مرکزي او جنوبي اسیا او افريقا کې د ( تفرقه واچوه او حکومت وکړه!) فلسفې له مخې د هیوادونو د ټوټه کولو او وېشلو سټراټيژۍ پلې کړې، او د هیوادونو تر منځ يې د دښمنیو د تخم په کرلو او ځمکو او نورو مسایلو پر سر پراخې لانجې پرېښودې چې تر اوسه د ګڼو هیوادونو تر منځ شخړې روانې دي. په دې لړ کې يې د یهوديت د دین په نامه د اسرائیلو دولت رامنځته او د فلسطین ډېرې ځمکې يې لاندې او په سیمه کې يې د خپل ژاندارم په توګه پرېښود، په همدې ډول يې د اسلام دین په نامه خو پر انګرېزي قانون او بیوروکراسۍ سنبال د لوی هند له بدنې د پاکستان په نامه بل دولت رامنځته کړ چې تر اوسه د انګريز او لويديځ د شومو ډرامو د عملیتابه لپاره د ژاندارم او اجرتي مدير په توګه په سیمه او نړۍ کې پرازیت خپروي. د انګرېز او امريکې لخوا په منځني ختیځ، جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا، افریقا او نورو هیوادونو کې د ځمکو او نورو دښمنیو لانجې، د هند او پاکستان تر منځ د کشمير جنجال، د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډېورنډ لانجه، د چین او تایوان تر منځ جنجالونه، د سوډان، مصر او نورو افريقايي هیواونو جنجالونه، د شمالي او جنوبي کوریا شخړې، د جاپان او کوریا، جاپان او چین جنجالونه او داسې نور یادولای شو. په دې ډول غرب تر دې دمه پر اسیا او افريقا د جګړو او شخړو په تپلو سره د هیوادونو د پرمختګونو مخه ډپ کړې او د پراخ فقر لارې چارې يې برابرې کړي، او له دې ناورینونو په ګټې اخیستنې سره پر ټوله نړۍ مرئي او نامرئي پاچاهي کوي.
د پورتنۍ وروستۍ فرضيې له مخې د ختیځ له تازه خوځښتونو داسې ښکاري، چې د سیمې ملتونه او دولتونه نور دې نتیجې ته رسیدلي او فکر کوي چې نور نو د دې وخت رارسیدلی چې په لومړیو کې د ختيځ او ټولې اسیا او ورپسې د افریقا هیوادونه او ملتونه هم یو وار بیا د غفلت او ځان غولونې له خوبه راپورته شي،او د لويديځ د سوله دوستو ملتونو په تشویقولو سره په ګډه د امريکې او انګرېز له شومو لومو، انسان وژونکو کارنامو او برنامو د خلاصون او د مرئیتابه د ځنځيرونو په شلولو سره د سیمې او نړۍ د ملتونو لپاره د پرمختګونو، سوکاله، سرلوړي او پر خپلو مټو بسیا راتلونکي ټولې لارې چارې تضمین کړي.
په دې سره به امریکه او برېطانیه له ګڼ شمير نا اټکل شویو کورنیو اقتصادي، سیاسي او پوځي ګواښونو او ناورینونو سره مخ شي، او کیدای شي چې په منځني ختیځ او جنوبي اسیا کې د هغوی لخوا جوړ شوي دولتونه، (د صهیونیزم په نامه اسرائيل او د اسلام په نامه پاکستان) په سیمه ييزه او نړېواله کچه نه یواځې تجريد، بلکه د پراخو چیلنجونو او ګواښونو ښکار او ورسره پراخ حساب کتاب پیل شي، چې له امله به يې په سیمه او نړۍ کې د ټولو ناورینونو، انسان وژنو، ورانیو او دسایسو د بيو په پرېکولو سره خپل تشخص او آن اوسنۍ تر واک لاندې خاورې او نظامونه هم له لاسه ورکړي او ټوټه ټوټه به شي.
که د لويديځ سوله دوستي ملتونه او دولتونه پخپله د امریکې او انګرېز د شومو بشریت ضد کړنو او جنایاتو او سټراټیژیو پر وړاندې د نړۍ د نورو سوله دوستو هیوادونه او خوځښتونه سره په ګډه راپورته نه شي، په نړۍ کې د کوچنیو او لویو شخړو د هواري سوله ييزې لارې چارې و نه لټوي، او همداسې پرېږدي چې امریکه او برېطانیه کله د اقتصادي او کله د نظامي بلاک په نامه، او کله هم د دین او مذهب په نامه د ختیځ او لويديځ کلیساوې او د اسلام د فتواوو مرکزونه روانې جګړې له ديني نظره توجیه کړي، او په دې اړه فتواوو او پرېکړو صادرولو ته دوام ورکړي، نو په دې سره به د نړۍ باوري او ستر ادیان د نړۍ د یو شمير شومو استخباراتي، اقتصادي او مافیايي سټراټيژیو ښکار وګرځي او د ادیانو او پیروانو پر وړاندې به يې په پراخ ډول د کرکې، نفرت او ګواښونو لړۍ پیل شي، او هم به لرې نه وي چې په دې توګه د ادیانو او نظامي تړونونو تر منځ د لوی ټکر په رامنځته کیدا سره د ټولو انساني ارزښتونو پر وړاندې تر پخوا د ډېرو خطرناکو شخړو او آن د درېیمې نړېوالې جګړې پیلامه او د ستر بشري ناورین سبب شي.
جمعه، د اکټوبر ۹مه، ۲۰۱۵
کابل

-
بېرته شاته