(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

نړیوالې اړیکې او افغان حکومت

[06.Oct.2015 - 17:05]

لیک: عبدالقدیر مطفي

د نړیوالو اړیکو لپاره د سیاست بنسټ د هېوادونو د ملي منافعو، ارزښتونو نړیوالو اصولو او مختلف افکارو پر بنیاد یو ښکاره دريځ د نړیوال سیاست په برخه کې دیو هېواد له خوا بل هېواد ته وړاندې کیږي. په عمومي توګه د نړیوال سیاست تجزیه هم کله نه کله د سیاسیونو د افکارو په بنیاد مخکې راځي، چې په پشپړه توګه دغه تجزیه له ستونزو ډکه وي کله نه کله سیاسیون د نړیوال سیاست استازي په توګه داسې یو څه وایي، چې د هېواد د سیاسي او اقتصادي ارزښتونو سره په ټکر کې وي. په نړیوالو اړیکو کې د هېواد سیاسیون بنسټیز رول لوبوي، خو که چیرې د دغو سیاسیونو دریځ د ریاست او د هېواد ملي ګټو په بنیاد وي.

 په ټوله نړۍ کې دا یو معمول دی چې د یو هېواد کورنی سیاسي کشمکش یو خوا ته خو بهرنی سیاست په یو دریځ او موقف سره په مخ وړل کیږي. په همدي ترتیب یو تعداد سیاسیون د هېواد کورنیو ستونزو ، بحرانونو او دعامه اذهانو د اړولو لپاره یو داسې سیاست غوره کوي، چې موخه یې یوازې د عامه اذهانو انحراف کول وي. ممکن دا وضعیت دهېواد په بهرني سیاست هم اغیزه ولري او د دې په پایله کې ممکن یوه نوې ستراتیژۍ ته ضرورت شي او دغه کار ددې سبب هم کیدای شي، چې ترڅو د هېوادنو ترمنځ په اړیکه کې یوه تشه راشي او ددې لامل شي، چې د دوه او یا زیاتو هېوادنو ترمنځ ستونزې زیاتې شي.

په ټوله کې د نړیوالو اړیکو موخه د هېوادنو ترمنځ سیاسي ، اقتصادي، او کلتورې اړیکو ټینګښت دی، ځکه هېوادونه په مختلفو برخو کې اړتیا لري ترڅو د نورو هېوادنو سره په نړیوالو اړیکو کې همکار پاتې شي. د کورنیو غوښتونو ، امینت ، اقتصادي پرمختګ او سوداګرۍ په برخه کې د هېوادونو ترمنځ اړیکه د نړیوال سیاست په برخه کې مهم فکټورنه ګڼل کیږي.

دولتونه بهرني سیاست په برخه کې اړتیا لري ترڅو د خپل هېواد موقعیت، جغرافیه، ژيوپولیتیک او دنورو هېوادنو ورته موارد تربحث لاندې ونیسي او دخپلو اهدافو لپاره منظمه استراتیژي او پالیسي ولري ترڅو وکولی شي د ممکنه فرصتونو ګټه پورته کړي.

افغانستان هم په نورو برخو کې ورته په نړیوالو اړیکو کې ستر بنیادي مشکلات لري موږ ترواسه پورې یو ښکاره او د افغانستان ملي ګټو پر بنیاد بهرنی سیاست نه لرو موږ تل د بهرني سیاست په برخه کې د هېوادونو او په ځانګري ډول  د قدرتونو ترمنځ خپلې ګټې ورکې کړي دي او یا مو هم د نړیواال سیاست په برخه کې افرادو د هېواد سیاست محور دخپل فکر پر بنیاد جوړ کړی، چې ددې سره زموږ اصلي غوښتنې د هېوادونو سره نه مطرح کیږي او همدا لامل دی، چې اړیکې خرابې شي.

 بل خوا افغانستان کورني مسایل هم بهرنۍ پدیده لري، چې عمده مثال یې ترهګري ده، ترهګري د هېواد سیاسي ، اقتصادي، او ټولنیز نظام له جدي خطر سره مخ کړی دی.

د امنیت نشتون د حکومتدارۍ په وړاندې یو جدي او نه جبرانېدونکی ګواښ دی چې افغانستان ورسره په تېرو ۱۴ کلونو کې او له هغې مخکې لاس او ګریوان دی. موږ ترواسه پورې د ترهګرۍ سره په مقابله کې ځاني او مالي تاوانونه ورکوو مګر ګټې او منفعتونه یې نور هېوادونه ترلاسه کوي.

موږ د پاکستان او امریکا سره د اړیکو په برخه کې د افغانستان ملي ګټو پر بنیاد یو غوڅ او ښکاره دریځ  نه لرو زموږ اړیکې د دواړو هېوادونو سره د جذباتو او احساساتو په بنیاد ولاړې دي.

ځکه پاکستان د ترهګرۍ دملاتړ او بیا امریکا د پاکستان د ملاتړ په کولو سره زموږ ملي ګټې او زموږ په مقابل کې ستر خنډونه جوړ کړي دي.

حکومت مکلفیت لري ترڅو د هېواد د ګټو لپاره د یو داسې دریځ ملاتړ وکړي ترڅو د بهرنیو هېوادونو فشار ملت احساس نکړي مګر په تېرو څو کلونو کې د ترهګرۍ تر عنوان لاندې جګړه، چې په افغانستان کې یې شدت اخیستی دی اکثره د جګړې منفعت نورو هېوادونه وړی، خو په نتیجه کې یې جنګ یوازې زموږ په نصیب کیږي چې دا هم زموږ د بهرني سیاست ضعف ګڼل کیدای شي.

د ترهګرۍ ترعنوان لاندې جنګ کې افغانستان تراوسه پورې ددې جنګ د مرکز په توګه ګرځيدلی دی هیڅ هېواد حاضر ندی، چې ددې جنګ دخاتمې لپاره د افغانستان سره مرسته وکړي چون په منطقي لحاظ دغه جنګ په موږ را تپل شوی د ترهګرۍ مرکزونه په افغانستان کې نشته خو د ترهګرۍ جنګ په افغانستان کې په شدت سره روان دی، د یو دولت په جنګ کې شامیلېدل د هغه هېواد د قدرت او اقتصادي پرمختګ پر بنیاد وي افغانستان د نړۍ فقیر ترینه هېواد دی خو ددې ترهګرۍ ترعنوان لاندې د جنګ میدان ګرځيدلی دی. د نړیوالو اړیکو په برخه کې افغانستان تراوسه پورې نړۍ ته دا قناعت ورنکړو، چې دغه مرستې چې دافغانستان سره روانې دي یوازې دجګړې  د دوام مرستې دي.

که چیرې نړیوال په رښتیا هم د جګړې خاتمه غواړي نو بیا دې هغه هېواد چې په مستقیمه توګه د ترهګرۍ ملاتړ مرکزونه لري هغه مرکزونه له مینځه یوسي.

افغان دولت ته پکار ده چې د هېواد دملي ګټو پر بنیاد خپله بهرنۍ پالیسي جوړه کړي او په ټولو سیاسیونو دې غږ وکړي، چې د نړیوال اړیکو په  برخه کې دې ذاتي دريځونو نه لاس واخلي. موږ پدې برخه کې جدي کار ته اړتیا لرو. افغانستان بهرنۍ پالیسي باید پدې خبره ټينګار وکړي، چې افغانستان د فرصتونو تجارت او منابعو مرکز دی.

نه د جنګ او د جګړې موږ باید د امریکا متحده ایالاتو او پاکستان سره په اړیکو کې خپل سیاست غني کړو. موږ سره بهرنۍ مرستې باید نورې پر بنیادي او بنسټیزو برخو کې وشي. موږ د هېواد د دفاع لپاره  جنګي وسایلو ته اړتیا لرو او دغه اړتیا زموږ نړیوال قدرتونه پوره کولی شي. نه یوازې دا چې موږ د بنسټیزو پروژو لپاره کار وکړو بلکې په نړیوال سیاست کې هېوادونه او په ځانګړي توګه  د ملګرو ملتونو امینت شورا راتلونکې غونډه کې هغه هېواد نه شکایت وکړو کوم چې د ترهګرۍ مرکزونه لري او ترهګر زموږ هېواد ته رالیږي.

نړیوالو سره زموږ اړیکې زموږ اړتیا ده او دا اړتیا د ټولو ده موږ باید په سیمه کې دمتحدینو ترڅنګ دسترو سیاسي قدرتونو سره هم د دوستۍ لپاره اړتیا لرو ترڅو د هغوي ګټې او خپلې ګټې سره د اړیکو برخه کې ثابتې وساتو.

افغانستان اوس هم ستر فرصتونه لري موږ اوس هم د خپل جیو پولټیک موقعیت په مرسته کولی شو چې ټول مسایل د خپل هېواد په ګټه تمام کړو او ددې فرصتونو نه د ګټې اخیستلو لپاره پکار ده، چې سیاسیون په یوه خوله او د یو متقابل احترام په درلودلو سره له یو بل نه مرسته او مشورې وغواړي.

موږ د نړیوالو اړیکو برخه کې د سترو امکاناتو ترڅنګ د سترو چلینجونو سره مخ یو او ددې فرصتونو نه ګټه اخیستل او ددې چلینجونو سره مقابله یوه سیاسي ملي اراده غواړي.

-
بېرته شاته