(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

٢٣ سپتمبرد پښتنودکلتورورځ

[23.Sep.2015 - 16:52]

لیک:حزب لله پښتونيار

کلتور په ټولنه کښي د ژوند د تېرولو طرېقه ده چې انسانانو تخليق کړې ده.  د ژوند د تېرولو لپاره انسانانو ته د مختلفه شيانو ضرورت وه د هغه ضرورتونو د پورو کولو لپاره انسانانو په ټولنه کې ډير داسي شيان تخليق کړي دي، لکه د تن پټولو لپاره جامې، د تحفظ لپاره کور، د ژوند د بقا لپاره خواړه، د نظم او ضبط لپاره قانون او د پرمختګ  لپاره يې نظريات تخليق کړي دي.

   د کلتور دوه قسمونه دي مادي کلتوراو غېر مادي کلتور.  په مادي کلتور کښي دانسانانو لخوا تخليق سوي هغه ټول شيان شامله دي چې موږ لاس وراوړلى سو يا يې ليدلى سو لکه جامې، خواړه، بلډنګونه، موټران مشينان او ډېمونه.  په غير مادي کلتور کښي هغه  شيان شامله دي چې موږ نه لاس وراوړلى سو او نې ليدلى سو بلکې په زهنو کې موجوده وي لکه خيالات، نظريات، تصورات افکار، علم، عقېده، اخلاقيات، ژبه، رسم رواج او قانون.

    دا وار د پښتونړیوال سېمینار چې د سپتمبر پر ١٢، ١٣ او ١٤مه په کوټه کې تر سره شودا پرېکړه يې وکړه چې د سپتمبر ۲۳مه نېټه به هر کال په پښتونخوا ، افغانستان او د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د پښتنو د کلتور ورځې په توګه لمانځل کېږي. دې سېمينارکې د پښتونخوا او د پاکستان د نورو ښارونو تر څنګ له افغانستان او د نړۍ له نورو هېوادونو هم ليکوال، اديبان  او پوهان هم ورته را بلل شوي وو.

     دغه پرېکړه په يو داسي حالت کې وسوه چې پښتو ژبه نن په نورو هېوادو کښي نه بلکې په خپل افغانستان او په پښتونخوا کې د ورکيدو سره مخامخ ده.  پښتو د سيميزو او نړېولو ژبو تر تسلط لاندې ده له شمال او لوېدځ لخوا د پارسي له جنوب او خطيز لخو د اردو او د انګريزي ژبي تر ير غل لاندې ده.  او بيا د مزهب په نامه د عربي تر غلبې لاندې ده زموږ مزهبي ورړه و پښتو د دوزخ ژبه وايي او د جنت په لالچ  کښي پر پښتو ژبه او کلتور عربى ژبه او کلتور غالبه کوي.

     هم داغه وجه ده چې د پښتو کور ورځ تر بلي په کمزوره کېدو دى  او مزکه يې د وختو تېرېدو سره په کمېدو ده.  اوس هم په افغانستان کښي په سلو کې ١٢ پښتانه پښتو نسي ويلى. د پښتونخوا په مياوالى او اټک کښي پښتنو پښتو او کلتور بېخې هېر کړى دى په پنجابيانو او سرايکيانو کښي بدل سوي دي. په جنوبي پښتونخوا کښي د سيوى او مستونګ پښتنو پښتو هېره کړې ده کلتور او ژبه يې په بلوسي او سندهي کښي بدل سوي دي. دا نور پښتانه چې سه وايي په پښتونخوا کښي هغه هم د خېبر ټي وي پښتو ده چې نه پښتو ده بلکې هڅي ګډوله ده.

    د نړى هر قوم د نورو قومو سره پر څنګ ژوند کوي خو اغو خپله ژبه  کلتور،روايات اورسمونه ژوندي ساتلي دي.   په نړى کښي ډير داسي قومنه سته  چې ٢ او ٣ ملينه دي خو خپل  کلتور او ژبه يې د خطره څخه مخامخ نده.  موږ ٥٠ ملينه خلګ په يو ځاى کښي هوسو چې ده هر کلتور څخه مې سرحد راغلى دى زموږ پر کلتور مسلط سوى دى.

    بل لور ته پښتون تاريخ په پښتونخوا کښي په مکمله توګه د ورکېدو سره مخامخ دى او پردى تاريخ پر پښتون مسلط کيږي چې پکشي  محمد بن قاسم ته اتل وايي، احمد شاه ابدالي ته ډاکو وايي. باچا خان او خان شهيد د غدارانو په نوم نومول کيږي اقبال او جناح ته د اتلانو نومونه ورکول سوى دي.

     په هندوستان او کشمير کښي ډير پښتانه پراته دي خو د پښتنو سره په غم او خوشحالي کښي ځان ګډ نه بولي مسله يې داده چې خپله ژبه او کلتور يې هېر کړى دى.

    قام په خپل ژبه، کلتوراو تهزيب پېژندل کېږي د کمو قومونه چې د غه درې شيان نه لري هغه بيا د نورو غه خپلوي هغه خپل بقا قايمه نسي ساتلى بلکې ورکيږي  او په نورو قومو کې ضم کيږي لکه د مياوالى، اټک او د هندوستان پښتانه.  په نړى کښي ډير قومونه داسي سوي دي په پېړى پېړى يې پر اولسو باچاهى کړې ده خو اوس يې نوم او نشان نسته پدې چې خپل د  ژبي، کلتور او تهزيب تحفظ يې نکړى وه.

    ژوندي قومونه خپل د کلتور احترام کوي او د هغه د حفاظت لپاره ګامونه پورته.  کلتور د قوم په يوالي کښي ژور رول لوبه وي.  موږ خپل د کلتور سره دومره ناولده سو چې  زيات قوم په خپل او د پردو په کلتور کښي توپير نسي کولى.  د انګريزي ژبي په تعليمي ادارو کې روزل سوي محصولين خپل کلتور په خپلولو کې شرم احساسوي او انګريزي کلتور خپلول فخر ګړي.

     که موږ و خپل کلتور ته وګورو نو ډير شيان داسي  زموږ په کلتور کې ګډ سوي دي چې زموږ د کلتور څخه هيڅي تعلق نه لري لکه ټې شرټ، جينز، ټايي سوټ، ډايننګ ټېبل، مېز، کرسى، بيډ،  (Happy new year) (Happy birth day)  او velantine day لمانځل کيږ ي دا ټوله د مغربي ټولنو کلتور دى.   داغه رنګه د مېرمنو سکارپ اغوستل او نارينه چې په لاس کې تسبېح ګرزوي ايرانى کلتور دى  اولس مشر چې جبه اغوندي عربى کلتور دى.   فاسټ فوډ، پيزا برګر ټوله د نورو ټولنو کلتورونه دي خو لېکن دا ګرده اوس زموږ په کلتور کې شاميله سوي دي.

   خپل کلتور ژوندى ساتلو لپاره ميوزيم ضروري وي چې کلتوري اثاثې پکې پراتې وي خو موږ په ټوله جنوبي پښتونخوا او وزيرستان کښي يو ميوزيم هم نه لرو.

    بلي خوا ته پداسي ګډوډ ماحول کښي پښتو او د پښتنو د کلتور ورځ لمانځل د پښتنو د يووالي، د پښتو ژبې، پښتني ارزښتونو، دود دستور، کلتور او پالنه زياته وي. د کلتور ورځ د پښتنو پرمختګ ګړندى کوي،مينې او محبت  زياته وي.  د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه سره نږدې کوي،  د پښتو او پښتنو له روانو  ناورينونو نه د خلاصولو لپاره د عمل او خدمتونو ډګر پيا وړى کوي.

      نن زموږ د کلتور ورځ با يد د قديمه سره په جديده ښکل کې هم ولمانځل سي د نوي دور د تقاضو او ضرورياتومطابق هر هغه شى بايد خپل کړو چې د ټولني د پرمختګ په ګټه کښي تمامېږي.

      د پښتون کلتور لمانځل خالي دا ندى چې لنګوټه پر سر سي، کندهارى غاړه واغوستل سي ،سواتى پکول پر سر کېښول سي په تقريبواو تڼو کې برخه واخستل سي بلکې پر هغه تصوراتو، افکارو، علومو او نظرياتو باندي هم پروګرامونه جوړ سي چې پښتنو تخليق کړي دي. دانشوران، روشنفکران، اديبان، تاريخ دانان، محصلين او په بېلابېلو ډګرونو کې وتلي کسان ونازول شي او انعامونه ورکول سي

-
بېرته شاته