(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ملي وحدت حکومت پرکومه؟

[14.Sep.2015 - 10:44]

لیک: عبدالقدیر مطفي 
په ۲۱ پیړۍ کې حکومتونه د رفاه او سهولیتونو د برابرلو مسولیت لري، حکومت د نظام دساتنې ترڅنګ دولس دسیاسي شعور او فکري ودې لپاره باید منظم مکانیزم ولري. قوانین جوړول او تطبیق کول د حکومتونو بنیاد تشکلوي، دحکومت په سیاسي جوړښت کې د نظام بنسټونه عمده رول لري. ښه حکومت د بنیادي بنسټونو په نتجیه کې مینځ ته راځي او ښه حکومت د بنسټونو دساتنې او د پیاوړتیا مسولیت لري. په پرمخ تللې نړۍ کې حکومتونه دسیاسي احزابو او سیاسي ګوندنو لخوا تشکلیږي ترڅو یوه مسولیت اخیستونکې ډله موجود وي او دحکومت چارې په مخ یوسي.
په ولسواکۍ نظام کې یو سالم حکومت هغه حکومت ته ویل کیږي، چې ترڅو د ولس په اراده او رایه مینځ ته راشي. ولس د عامه خدمتونو  یا Public Administration  برخه کې دحکومت نه هیلې لري او حکومت مکلفیت لري چې دا چارې په ډیره منظمه او عادلانه توګه سرته ورسوي. افغانستان د دریمې نړۍ دهیوادنو په فقیر ترینه هیوادنو کې راځي په تاریخي لحاظ دافغانستان ډیرو کمو حکومتونو دخپل ولس درفاه لپاره خپل مسولیتونه په منظمه توګه ادا کړي دي.
سیاسي کارپوهان په صورت عموما دښه حکومت حکومتدارۍ تعریف په لنډو ټکو کې داسې کوي، دوی وایي
لمړۍ- حکومت باید دیو شفافه انتخاباتو په نتجه کې مینځ ته راغلی وي
دوهم – دولس غوښتنو سره سم حکومت جوړ شي
دریم – موثریت او مثمریت باید په حکومت کې موجود وي
څلورم – د حکومت قانون او عدلي سیسټم باید منظم وي
پنځم – دحکومت اخلاقي او حقوقي بنسټونه باید فعاله وي
شپږم – حکومت باید دپرمختګ لپاره مهارتونه او نوښتونه ولري
اوم- حکومت باید ولسواکه او د بدلون خاصیت ولري
اتم – حکومت باید پرمختګ او ثبات ولري
نهم – حکومت باید یو منظم مالي سیسټم ولري
لسم- حکومت باید دکلتورنو او بشر حقوقو درناوي او ساتنه وکړي
یولسم –حکومت باید شفافیت ولري
دولسم – یو حکومت باید حساب ورکونکي ووسي
افغانستان هم د ښه او بدو حکومتونو شاهد پاتي شو په ورستیو ۱۴ کلونو کې له سترو او اوږدو جګړو ورسته افغانستان حکومتدارۍ تجربه کوي تیر ۱۳ کاله حکومت د ډيرو سترو مشکلاتو سره سره نسبي توګه د یوې اداري شکل درلود دافغانستان دملي وحدت حکومت تشکیل ۲۰۱۴ کال انتخاباتو ورسته وشو راځئ په لنډه توګه دملي وحدت حکومت په همدغه دولس بنیادي ټکو کې پرتله کړو!
•    ښه حکومت باید دیو شفافه انتخاباتو په نتجه کې مینځ ته راغلی وي!
په تاسف د ملي وحدت حکومت دافغانستان د بنسټونو د بدنامۍ او ددي بنسټونو حقوقي او اخلاقي معیار تر پوښتنو لاندي راوستولو د ۲۰۱۴ کال جنجالي او د درغلیو ډک انتخابات ددي لامل شو چې څه کم یو کال نظام بې حکومته پاتي شو. دولت خزانې ته ستر تاوان ورسیده سرمایه دهیواده بهر لاړه او تجارتي مسایلو کې ولس او حکومت دواړو ستر تاوانونه ولیدل او دفقر او بې روزګارۍ کچه ډيره شوه.
•    باید د ولس غوښتنو سره سم حکومت جوړ شي
په تاسف د ولس دغوښتونو سره سم یو ملي او مرکزي حکومت جوړ نشو ولس رایه د واک دتقسیم لپاره نه وه ورکړي دوه دورې انتخابات او ورسته له دي دیو معاملې او قرارداد په بنیاد حکومت هیڅکله هم دولس غوښتنه نه وه بلکې دا یو سیاسي او دوه اړخیز توافق وو چې پکې واک په دوه حصو تقسیم شو او ددي تقیسم مینځګړیتوب امریکا وکړو.
•    موثریت او مثمریت باید په حکومت کې موجود وي
ددي حکومت د تشکیل نه یو کال کیږي خو تراوسه پوري ېې دملي بنسټونو دبدنامولو په ټول هیواد کې امینتي وضعیت بدتره کیدلو پرته هیڅ کومه داسي موثریت او مثمریت ېې ندي تر سترګو شوي.
•    دښه حکومت قانون او عدلي سیسټم یې منظمه وي
دافغانستان قانون او عدلي سیسټم کې بنیادي مشکلات د تیر حکومت نه په میراث پاتي دي افغانستان د قوانینو په پیاده کولو کې پاتي راغلئ دی او ددي هیواد عدلي سیسټم کې هم بنیادي مشکلات وجود لري چې تراوسه پورې پکې ریفورمونه ندي شوي.
•    دښه حکومت اخلاقي او حقوقي بنسټونه ېې فعاله وي
تر اوسه پوري دافغانستان اخلاقي او حقوقي بنسټونه په طرف کې واقع دي او مستقله ندي.
•    حکومت باید دپرمختګ لپاره مهارتونه او نوښتونه ولري
افغانستان په خارجي مرستو یو متکي هیواد دی چې تر ډيره بریده داخلي عواید نشي کولئ چې د هیواد ټول مصارف دي پوره کړي. موږ په اقتصادي پرمختګ کې تراوسه پوري د یو نوښت شاهدان نه یو پاتي په تیرو ۱۳ کلونو کې تیر حکومت دغه بنیادي فکټور له پامه غورځولی و کیدای شي چې نوی حکومت به د پخواني حکومت نه په دې برخه کې ډير مخکې وي چون دعوا کیده چې پدي حکومت کې به کار اهل کار او مسلکي ګمارنې کیږي خو په تاسف دملي یووالي حکومت د پرمختګ لپاره مهارتونه او نوښتونه نلري.
•    حکومت باید ولسواکه او د بدلون خاصیت ولري
دملي وحدت حکومت ولسواکه نه دی چون چارې د افرادو دفکر په بنیاد په مخ بیول کیږي مګر د بدلون خاصیت فیصله ېې د وخت نه مخکې خبره ده طمعه کیږي چې حکومت به خپل مسیر پیدا کړي او ددې ناخوالو او مشکلاتوته به نور دپای ټکی کیږي.
•    حکومت باید پرمختګ او ثبات ولري
دملي وحدت حکومت دجوړیدو را پدیخوا اقتصادي او سیاسي بحران سره لاس او ګریوان دی دا حکومت هیڅ راز پرمختګ او سیاسي ثبات نلري.

•    حکومت باید یو منظم مالي سیسټم ولري
پدي برخه کې د ملي وحدت حکومت په ورستیو کې ځينی کارونه وکړه لکه د دفاع وزارت برخه کې قراردادونه او د تدرکاتو برخه کې دولسمشر مداخله چې هیله شته دنړیوالو مرستو دجذبولو لپاره دغه فکتورته بنیادي کارو شي.
•    حکومت کې دکلتورنو او بشر حقوقو درناوي او ساتنه وشي
په تاسف افغانستان کې دکلتور وژنې او بشر وژنې تاریخي سلسله روانه ده او ترو اوسه پورې دې سترې ترايژیدۍ ته د پای ټکی نه دی کیښودل شوی.
•    حکومت باید شفافیت ولري
افغانستان اوس هم سترو مفسدو هیوادنو په قطار کې په سری فهرست کې راځي او دملي یووالي حکومت هم البته په دې برخه کې هیڅ کومه مثبته نتیجه او لاسته راړونه نلري.
•    یو حکومت باید حساب ورکونکي ووسي
حکومت باید دنړیوالئ ټولنې سرسره خپل ولس ته هم حساب ورکړي او دهر اقدام په هکله خپل ولس باخبره کړي چون دچارو تاثیر مستقیم د ولس په ژوند لري مګر په تاسف سره افغان ملي وحدت حکومت پدي برخه کې هم پاتې راغلي دی. حکومت ته پکار ده چې دغه یاد فکټورنه په پام کې نیولو سره دولس د رفاه سوکالۍ، اقتصادي پرمختګ او دسیاسي ثبات لپاره کار وکړي ترڅو د ښه حکومتونو په قطار کې راشي.

-
بېرته شاته