(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د شينوارو په هسکه مېنه کې پر زيارتونود ...

د شينوارو په هسکه مېنه کې پر زيارتونود خلکو گروهه زه له ډېرې مودې په دې فکرکښې کوم، چې د خپلې سيمې د زيارتونو په اړه گروهنې او عقيدې راټولې او روښانه کړم، چې ولې خلک پرې پر بېلابېلو بڼو خپله گروهنې( عقيدې) څرگندوي؛ د دې سيمې يا د نورو سيمو خلک پر ټاکلې ((ورځ)) پر ځانگړي اصل د خپلو ستونزو او ناروغيو د ليرې کېدواو رغېدو په هيله، د خپلو خپلو سيمو د دود او عنعنې له مخې، چې د تېرې زمانې ور پاتې دي، ورځي او خپلې عملي غوښتنې څرگندوي؟! هر زيارت خپله ځانگړې ورځ او ځانگړى اصل لري. يو زيارت د پنجشنبې (زيارت) ورځ لري او بل يې د دو شنبې (گل) ورځ لري او په همدې ترتيب سره بعضې زيارتونه د هفتې (اوونۍ) نورې ورځې لري. دغو اولياوو ته خلک د ځانگړيو مراسمو د تر سره کولو لپاره ورځي. د بېلگې په توگه په يو شمېر زيارتونو کښې اور بلوي او يا خپلې نذرانې په کښې پخوي او وايي، چې نن د دغه يا هغه بابا د زيارت د تودېدو ورځ ده؛ راځئ، چې ور شو او زيارت تود کړو، که خداى (ج) مو سوال قبول يا غوښتنه قبوله کړي. بايد وويل شي ، چې په ورته دود دغو زيارتونو ته د بېلابېلو سيمو ښځې هم ورځي او خپلې هيلې په کښې څرگندوي . دغه راز ځينو زيارتونو ته په عادي توگه هم خلک ورځي ؛ ناستې، غوښتنې او سوالونه په کښې کوي او يا يې د ملنگۍ وياړ ته غاړه ږدي . په دې هيله، چې د خلکو گروهنې خوندي او وساتل شي؛ خپلې هيلې او غوښتنې له درنو لوستونکيو سره گډوم ، څو ددغو تاريخي قبرونواو زيارتونو په اړه اسناد او دې ته ورته څرگندونې خپرې شي او تر لوستونکيو ورسيږي . د معلوماتوله مخې دومره زيارتونه ، چې په هسکه مينه کښې دي ، د ننگرهار ولايت په نورو سيمو کښې په دې شمېر تر سترگو شوي نه دي . دا خبره هم ديادونې وړ ده، چې په دې ولسوالۍ کښې بېلابېل ټبرونه ژوند کوي. يو شينوارى ددې سيمې اصلي اوسيدونکى ټبر دى ، چې منديزي گڼل کيږي او نور له بېلابېلو سيمو څخه په بېلابېلو نومونو د وخت او زمان د غوښتنې له مخې راليږدېدلي دي. شينواري يا منديزي د يو پلار اولاد دى، چې منديز يې نوم و. دې پلار (منديز) درې زامن درلودل : حسن خېل ، حمزه خېل اولياس خېل . اوس ترې ستر ټبرونه جوړ شوي او ديو ې ولسوالۍ پوره ډيرکي دي . د نفوسو شمېر يې تراوسه معلوم شوى نه دى ، خو کيداى شي، چې په تخميني توگه د ٦� – ٧� زرو په شاوخوا کښې وي . نور په کښې هغه ټبرونه دي، چې له بېلابېلو سيمو را ليږدېدلي دي. لکه : ميران، سيدان، پاچايان، مياگان، ستانه دار او ملتاني . دوى هر يو خپل ځان ته خپله شجره او نسبي شمېره لري . دوى ځانونه د ځانگړې برخې لرونکي بولي او دسيمې خلک ورته ډېر درناوى لري . دوى د نورو ټبرونو او خېلونو ترمنځ ناپېيلى ژوند غوره کړى دى. دوى ته خلک((پيرخانه)) وايي ، چې تل يې د ټبرونو تر منځ د سولې او روغې درناوى کړى، ټبرونه يې يوالي او اتفاق ته رابللي او دخپلمنځيو جگړو د لمبو مخې ته سپر شوي دي . دځانگړي تاوتريخوالي په له منځه وړلو کښې ((پيرخانې)) له خلکو سره د ننواتې دود پاللى او يا يې پالنې ته اړ شوي دي . همدا لامل دى ، چې خلک يې درناوى کوي او ((پيرخانه)) يې بولي . بايد دې خبرې ته هم اشاره وکړم، چې د دې موضوع ليکنې او راټولونې ته زه خپل ترورزي گل وزير اووغزوال شينواري هڅولى ىم او دغه مواد مې راټول کړي او ده ته مې د جوړونې او په ورځ خپرونې کښې د خپرولو په هيله وسپارل . دا ټکى هم بايد له پامه ونه غورځول شي، چې دغه زيارتونه نه کوم ځانگړى ليکل شوى تاريخ لري او نه يې د اوسيدنې اصلي ځاى او ټاټوبى څرگند شوى دى. کومې خبرې، چې تراوسه پورې د دوى په برخه کښې شوي او يا ويل شوي؛ ټولې دوديزې او افسانوي بڼې لري ، چې تر دې دمه دخلکو تر منځ د کيسو پر بڼه اوړي را اوړي او له يوکوله بل کول ته رالېږدېدلي او خوندي شوې دي. که په دې اړه څېړنه وشي؛ نو ور سره به ډېر پټ شوي ارزښتونه د تاريخ پاڼو ته وسپارل شي او تياره گوټونه به مو روښانه شي. د پښتنو غريز ټبرونه نه يوازې دليک، لوست او ليکنې له دوده بې برخې ساتل شوي، بلکې په بېلابېلو سياسي پړاوونو کښې له بهرنۍ وژنې، بېوسۍ او بې ځايه کېدنې سره هم مخ شوي دي. پر همدې لامل په دغو سيمو کښې حتا شاعران هم ژوندي ورک شوي ، چې دم گړۍ د پښتنوستره تشه گڼل کيږي او گڼل شوې هم ده ؛ ځکه ولسي شاعرۍ تاريخي او فرهنگي ارزښتونه کول په کول رالېږدولي دي. دغه راز له هغو تاريخ ليکونکيو او څېړونکيو څخه هم هيله من يم، چې په دې برخه کښې پر ځانگړيو څېړنو اخته دي، خپله پاملرنه د هسکې مېنې او سيمې اړوندو زيارتونو ته راوگرځوي. ما تر خپلې وسې کوښښ کړى، چې په سيمه کښې د زيارتونو په اړه او له دوى سره تړل شوې گروهنې ، چې اوس هم دود دي، وړاندې کړم . که د کوم زيارت يادونه رانه پاتې وي؛ هيله ده، چې پرې وبخښل شم ، خو اړينه بولم که را په گوته شي؛ نو په بله برخه کښې به پرې بشپړې څرگندونې وړاندې کړم : ١ _ نجيب الله : دغه ولي ته ميا جي بابا هم وايي، چې د مرېز د ميرانوکلي دلوى جومات تر څنگه په لوى باغ کښې ښخ شوى دى . د ده مزار ته د ورتگ ورځ د پنجشنبې (زيارت) ورځ ده او د سيمې مشهور زيارت گڼل کيږي . له ليرې پرتو سيمو څخه يې زيارت ته باد او گوزڼ (گوزنډ) وهلي يا د فالج پر ناروغۍ اخته ناروغان تگ را تگ کوي؛ څوک په کښې شپه تېروي ، ځينې په کښې يوه هفته پراته وي، ځينې نور ورته درې پنجشنبې (زيارت) ځي اوراځي . په زيارت کښې ناست ميرصاحب نه يوازې تعويذونه او څاښتونه ورکوي او شکرانه ترې اخلي، بلکې دځانگړي خوراک او څښاک پرهيز هم ورته ښيي. يعنې خلک لومړى تعويذونه غاړې ته اچوي ،کاغذي څاښتونه په اوبو کښې ويلي کوي؛ بيا يې اوبه څښي او خپل خوراک او څښاک څاري . بايد وويل شي، چې غوټه لرونکي يا پيري لرونکي رنځوران هم دې زيارت ته ورځي او ځانونه د مياجي صاحب پر ميرانو دموي. ميران تعويذونه ور کوي ، خو شِفا پاک ا لله (ج) ورپه برخه کړي. ٢ _ د شپولې ميا جي بابا : د دغه ولي زيارت د شپولې خوړ ته نژدې، د ميرانو له کلي لاندې د لمر خاته پرلوري پروت دى . دغه زيارت ته له ډېرې پخوانۍ زمانې څخه پيرياني او غوټه نيولي ناروغان ورځي او ميران د وار له مخې، چې په زيارت کښې ناست وي ؛ ناروغانو ته تعويذونه ورکوي، خپله شکرانه ترې اخلي او يا شکرانه ناروغ پخپله ورکوي . ناروغ د مير له سپارښتنې سره سم تعويذ دبېلابېلو رنگونو د ټوټو په پوښونو کښې رانغاړي او بيا يې په غاړه کښې اچوي. ٣ _ ملا عبدالحکيم بابا : دغه شخص په ملا زيړ بابا هم شهرت لري . دغه ولي د هسکې مېنې د دولت خېلو د پټ کوهي د لوى جومات تر څنگه لمر پرېواته لوري ته ښخ شوى دى. دغه زيارت ته پر سره مخه اخته ناروغان ورځي او د قبر خاوره پرې وهي او خداى (ج) شِفا ورکوي. د دې ولي په اړه نور ولسي روايتونه هم شته: په کوم ځاى کښې به، چې مږې ډېرې وې او خلک به ورنه په تنگ شول؛ نو دې زيارت ته به راغلل او دلته به ورته خاوره دم شوه او پر هغه ځاى به يې وشيندله ؛ نو هغو مږو ته به خداى پاک مخه ور کړه. ٤ _ شيخ حبيب بابا (شيخ آباد بابا) : دغه ولي د ترناو شهيد په نامه هم يا ديږي. زيارت يې د موسى خېلو د سرې کلا د اديرې په څنگ کښې جوړ شوى دى، دې زيارت ته هغه څوک ورځي، چې نوم يې وتلى (بېځايه) وي . ناروغ ددې زيارت تيږه يا شگې د نامه پر غوټې وهي، خو پر پاک الله يې د عقيدې له مخې نوم په ځاى شي. ٥ _ تورخان بابا : چې ميا ترخان بابا هم ياديږي، زيارت يې د گورگورۍ (گرگرۍ) د مياگانو کلي ته نژدې دى . پر غټو دانو او سرې مخې اخته رنځوران ورځي او د زيارت خاوره پر دانو اچوي او يا يې مږي. ويل کيږي، چې پخوا به په دغه زيارت کښې د ښځو ميلې کيدې؛ د سيمې ښځې به ورته د زيارت پر ورځ راتلې او زيارت به يې توداوه . خلک دا هم وايي، چې ښخيداد( شخيداد) بابا او ميا تر خان بابا سره وروڼه تېر شوي دي. ٦ _ عبدالغازي (عبدال غازي) : چې عبدالبابا هم ياديږي، زيارت يې د کوټ لوري ته د تور راغه په منځ کښې دى ؛ د بادو پر رنځ اخته خلک ورځي، د زيارت تيږې پر ځان وهي او د دې رنځ نه د خلاصون په اړه دعا کوي. دغه ولي ته خلک؛ ځکه غازي وايي، چې له کفارو سره يې په دغه ځاى کښې اوږده جگړه کړې ، همدلته شهيد شوى او په همدې ځاى کښې ښخ (دفن) شوى دى. ٧ _ مياجرمحمد بابا : د دغه ولي زيارت په لوى پاپين کښې دى او يو لوى مسين (مسي) ديگ لري ، چې په کال کښې يې يو ځل خلک تودوي يا توديږي. کوم ماشوم، چې ډېره ژړا کوي او په ژړا کښې ځېل اخلي، دکورنۍ مشران يې وروړي ؛ د ماشوم سر درې ځلې د بسم الله پر ويلو په دې ديگ کښې وردننه کوي او خپله منلې شکرانه او نذرانه د زيارت اړوند ميا يا منجاور (مجاور) ته ورکوي. ٨ _ ميا بابا :- په کم پاپين کښې يې د سرک او غوندۍ تر خوازيارت دى. څوک، چې تبه ولري او له تبې څخه نه جوړيږي؛ دې زيارت ته ورځي، مالگه او يا بل څه يې د خوردې په توگه څکي، چې تبه يې ليرې او جوړ شي. ٩ _ هارون بابا :- له شابيو څخه لويديځ لوري ته د غره کنډو تر څنگه يې زيارت دى . هغه ( ښځې او مېړه) چې اولاد نه لري او يا يې اولاد نه پيدا کيږي؛ دغه زيارت ته ورځي او دعا کوي، چې خداى (ج) اولاد ورپه برخه کړي يا د اولاد خاوند يا خاونده شي. د يادونې وړ ده، چې هارون بابا په هسکه مينه کښې نه، بلکې په پچير واگام کښې ښخ شوى دى. ١� _ څلوېښت گَزه بابا (چهل گزى) : پر چهل گزي بابا ياد او ښاد زيارت دى، چې له تيږو جوړ شوى او څلوېښت گزه اوږدوالى لري . د شپولې لمر پرېواته لوري ته له سرو ميرانو بر د راغه د سرک په اړخ کښې ښخ شوى دى. ويل کيږي؛ څوک، چې درې ځلې پر يوه دم (ساه) له دې زيارته تاو شي، هر حاجت يې، چې په زړه کښې وي، خداى (ج) يې پوره کوونکى دى . په پخوا وختونو کښې به خلکو دغه زيا رت توداوه او دغه عمل به يې د پنجشنبې (زيارت) پر ورځ تر سره کاوه ، چې هر څه به په کښې پخېدل ، د سيمې خلکو او لارويو به خوړل . ١٢ _ښخيداد بابا( شخيداد بابا) : دغه ولي د اووغز د درې د خوړ په غاړه کښې ښخ دى. دغه ځاى ته کڅۍ کلى هم وايي. د چا، چې په مرۍ يا تالو کښې سره مخه پيدا شي يا يې((تالو درد پيدا کړي)) ؛ نو دې زيارت ته ورځي، د زيارت کاڼي درې کرتې يا درې ځلې پر غاړه وهي او يا يې مالگه د خوردې په توگه څکي . که مالگه نه وي؛ نو خاوره يې هم څکل کيږي، څو يې رنځ خداى (ج) ښه کړي. پخواني خلک وايي: دا، چې د دغه بابا زيارت د خوړ په غاړه کښې و تل دسېلابونو تر گواښ لاندې و؛ نو د وخت خلکو پرېکړه وکړه، چې له دې ځايه څخه يې راوباسي او د خوړ تر څنگه يې بل خوندي ځاى کښې ښخ کړي؛ نو د ده زيارت خلکو راوسپړلو، هډوکي يې په سپين کفن کښې واچول او نوى خوندي زيارت يې پرې جوړ کړ. کله، چې سبا شو دى له نوي زيارته راوتلى و او بېرته پخپل زاړه ځاى کښې پروت و ؛ نو خلکو بېرته دى په خپل زاړه ځاى کښې ښخ (پټ) کړ او زيارت يې پرې جوړ کړ. دا هغه معلومات ول ، چې ما له کور او کلي څخه راټول او د کاغذ په پاڼو کښې مې وليکل. دا، چې هېواد مو په تېرو څه ناڅه درې پېړيو کښې د څو ښکاره او څو پټو فرهنگي ، پوځي اوسياسي يرغلونو لاندې راغلى ؛ نو ور سره د ډېرو وليانو زيارتونه يا وران شوي يا پر طبيعي اغېزو له منځه تللي اويا بې پېژندنې پاتې دي، خو پېژندنه يې په داسې حال کښې ، چې ملي او نړيوال ارزښتونه ور سره خوندي کيږي، بې اغېزې هم نومول شوې ده . د کار دغه برخه پوره زيار او هڅې غواړي ، څو د پېژندنې مخې ته يې راشنه شوي او پراته خنډونه ليرې کړو. په دې اړه به زه که خداى کول خپلې څرگندونې بشپړې کړم او د زيارتونو عکسونه به ددې خپرونې په پاڼوکښې خپرولو ته وسپارم . په پاى کښې په دې هيله که دزيارتونو ملي شتون وژغورل شي؛نو له يوې خوا به مود تاريخي ياد درناوى کړى وي او له بلې خوا که خداى (ج) کول خپل ولس او نړيوالو ته به مو د پښتانه د ((لوى غم)) د زغم شنه اوښکلي نندارتونونه پخپلو خپلو نومونو ښاد او ياد کړي وي . scprd - بېرته شاته