(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ...

[06.Sep.2015 - 20:56]

د پښتونولۍ حقوقي نورمونو او ارزښتونو ایډیالوجیک بنسټ

 

لیکوال : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ

 

د افغانستان د ملي دولتونو دولتي فلسفي کانسپټ کې د افغان ملي هویت، د جرګو، مرکو او اساسي قوانینو ارزښت

د افغانستان په دولتي فلسفه کې او د افغانانو په حقوقي، سیاسي،دولتي سیسټم کې اسلامیت او افغانیت د هرافغان وګړي ملي هویت پېژندل شوي دی. له همدې امله افغانستان او افغان ملت په نړۍ کې دافغانیت او اسلامیت په نامه پېژندل کیږيد افغان نوم د افغان دولتونو په دولتي فلسفه او د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ د افغان ملت پر هر وګړي یا تبعه که هغه افغان پښتون، افغان تاجک، افغان هزاره، افغان اوزبک، افغان ترکمن، افغان بلوچ، افغان عرب، افغان ګوجر، افغان سک، افغان هندو، افغان قزلباس، افغان قرغز، افغان ایماق، افغان پشه یان او نور افغانانو باندې اطلاق کیږي. افغانانو کې په خاصه ټوګه په پښتنو کې د یو واحد افغان ولس یا واحد افغان ملت جوړونې فکر،شعور،احساس او هود ډیر ژور او جدي دی. ځکه د نړۍ تاریخ او نړیوال سیاست پښتانه د افغانستان د دولتي ولس په څیر پېژندلې دي. په تاریخي لهذ افغانستان کې پښتانه دولت جوړونکې او دولت سمبالونکي ولس دی، دا د دوی تاریخي ایماني، وجداني، مسوولیت دی ،چې د ملي دولتونو د تاریخ او فلسفي،د دولت فورم،دولتي ایډیالوجۍ، د ملي يووالي، د ملي هویت او د افغان ملي دولت جوړولو مشروعیت څخه په افغاني بڼه کې ساتنه او دفاع وکړي او دغه دورند بار دوی ته ور په غاړه ایښودل شوي دی.

هیڅ څوک نشي کولې اوحق نلري افغانان پښتانه د خپلو ملي لرغونو ارزښتونو او ملي هویت څخه محروم کړي او یا یې بې عزته ،بې هویته او پردي کړي. د ملي هویت لرلو حق په نړۍ کې د هر انسان له بنسټیزهحقوقو څخه شمیرل کیږيلر او بر افغانان پر خپل عزیز اسلام مین خلک دي او پر خپل ملي هویت افغانیت باندې ویاړي. افغانان د خپل ملي هویت پېژندنې او د خپلو ارزښتمندو ارزښتونو او ملي نوامیسو څخه دفاع د سر په بیه کړي اوکوي. اسلام او اسلامیت، افغان او افغانیت دافغان ستر ملت د ملي ارزښتونو او ملي هویت ایډیالوجیکۍ بنسټ ایښودلي دییوه خپلواکه افغانه او یا یو خپلواک افغان د افغان ملي دولتونو د دولتي فلسفه پربنسټ د افغانستان دتابعیت لرلو او یو مليافغاني اسلامي هویت در لودلو سره ځان یو ریښتني مسلمان افغانشخصیت احساسولي شي. د افغانانو د تابعیت په پېژند پاڼو کې دافغانانو ملي مشخصات دوه کلیمې اسلام او افغان باید اړین ولیکل شي.د افغانستان په دوه سري حکومت کې د افغانانو نه سر او نه مال او نه د خلکو بنسټیر حقوقو ساتنه کیږي .په همداسي یو بد حالت کې او دپښتنو د بې اتفافي له امله  د افغانانو څخه قصداً د ملي هویت مشخصاتاسلاميت او افغانیت اخیستل کیږي. افغان حکومت که د یوې خاصیې ناپوهه،کوچني متعصبي مذوري، پردیپالې ډلې او مافیایي کړۍ لپاره په خپله د افغانستان اساسي قانون د پښو لاندې کوي او په یو بل نه بښوونکې ملي خیانت باندې لاسپوري کوي، دا غلام او ماتیدونکي حکومت به له همدې عمل په تر سره کولو سره خپل ورستي دوستان له لاسه ورکړي، د داسي یو اسلام ضد او افغان ضد مذور حکومتنسکورول د هر افغان فرض ګرځي. انشاءالله دغه بې هویت بدمرغه حکومت به ډیر ژر خپل نسکور یدو ته په خپله لاره هواره کړي.

د افغانستان ملي تاریخ، د افغانستان د ملي دولتونو تاریخ او د افغانستان د اساسي قوانینو تاریخ د لویې جرګې په تاریخ کانسپټ اویا د افغانیت په ستره لمن کې لیکلي شوي دي. د افغانستان اساسي قوانینو د افغانانو یو ملي سند په توګه د افغانستان د اسلامي دولتونو فلسفه او د افغان اسلامي نظامونو مشروعیت او چوکاټ تثبیت کړي دی.د دولت په دولتي فلسفه کې د دولت جوړښت،د دولت فورم، دولت وظایف او د دولت موخې تعریفیږي او همداسي د دولت موسسې، د دولتاخلاقي، ټولنیزه، حقوقي شرایط او د دولت پولې هم پکې تثبتیږي. د دولت یو عمومي تعریف په دې ډول دی: دولت یو سیاسي اوحقوقي اورګانیزیشنن دی،چې په یوه ټاکل شوي سیمه کې په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو سیاست کې یو خپلواک ځواک رامنځته کړي او په خپل ځمکنۍ بشپړتیا کې د خپلو وګړو د ګډ ژوندانه لپاره یو ځانګړي حقوقينظام پلي کړي. د همدې دولتي تیورۍ پربنسټ د افغانستا ن محاصروملي مډرنو ولسي دولتونو د پښتونولي ځیني عنصرونه یا مصطالحاتقانوناً د لویې جرګې له پریکړو څخه ورسته په خپل ادارې دولتي جوړښت او چوکاټ کې منلي دي. افغان ملي دولتونو په اساسي قانون کې خپلدریګونې ځواکونو نومونه د مشرانو جرګه، ولسي جرګه او ستره محکمه په نامه نومولي دي.

د ۱۳۰۱ کال څخه را پدې خوا د افغانستان لومړنۍ اساسي قانون او نورټول اساسي قوانین لویو جرګو ته وړاندې شوي او د لویې جرګې له لوري تصویب او یا تعدیل شو ي هم ديد افغانستان په اساسي قوانینو کې لویه جرګه تسجیل، تشریح شوي او صلاحیتونه یې مالوم دي. له یو خوا په افغانستان کې د لویو جرګو قانوني او تاریخي بهیر اوڅرنګوالی په اساسي قوانینوکې تنظیم شوي، له بلې خوا په افغانستان کې د دیموکراسۍ لسیزې پیل د لویې جرګې د شنی اشارې څخه ورسته پیلشوي دی. د دیموکراسې لسیزې د قانون ماتې او ناکامۍ لاملونه یوې بلې مفصلې او هر اړخیزې څېړنېز بحث ته اړتیا لري دلته ورته ځای نشته 

کله چې د اساسي قانون مطابق لویه جرګه د پاچا یا ولسمشر له خوا راغوښتل شي، افغان حقوقپوهان پوهیږي، چې په همدې وخت کې لویه جرګه د افغانستان دریګونې ځواکونو واک د یوې محدوې مودې لپارهمحدود وي. په بله وینا مشرانو جرګه او ولسي جرګه د خپل قانونې کار په دوره کې په ګډه د لویې جرګې ځای ناستي ارګانونو په څیر عملاً کار کوي. له همدې امله لویه جرګه د افغان په دولتي فلسفه کې د دولت د دریګونې ځواکونو او د نورو موسساتو څخه د پاسه یوه عالي موسسه پیژندل شوي ده. د مشرانوجرګه او ولسي جرګه د لویې جرګې نه بیلدونکې رسمې دایمي څانګې دي. له بل پلوه لویې جرګې په ولس کې د ولسې ولسمشرانومشروعیت قانوناً ټینګوي. ولسمشر له همدې امله کولي شي د مشرانو او ولسي جرګویا د مقننه او اجراییه ځواکونو په شتون کې بیا هم دودیزه لویه جرګه را وغواړي.

په ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې لویه جرګه د یو پریکړه کوونکي او قانون جوړوونکې بنسټ په توګه وپېژندل شوه او رسماً دغه رول په اساسي قانون کې لویې جرګې ته ورسپارلي شوي دی او د ۱۳۵۹ کال اساسي قانون لویه جرګه د پارلمان پرځای د یو ثابت بنسټ په توګه پېژندلي شوي ده. 

د افغانستان حکومتونو تل خپل اساسي قوانین لویو جرګو ته وړاندې کړي ديد افغانستان اساسي قوانینو لویه جرګه یې یو داسې عاليبنسټ او ارګان منلي دی، چې نه یوازې د اساسي قانون د بدلون په مهمو مواردو کې پریکړه کولاي شي، بلکې د هیواد په ګڼو ملي مسائیلو کې هم تصمیم نیولاي شي.

 

لويې جرګې د افغانانو د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو د ساتلو لپاره راغوښتل کیږي او افغان ملي دولتونه د لویې جرګې د فیصلو پربنسټ عمل کوي. کله چې بهرنيو یرغلګرو پوځونو پرافغانستان یرغل کړي دی،دا دودیزه جرګې یا د افغانیت او اسلامیت اصول دي،چې افغان غازیانواو مجاهیدینو ته افغاني ننګ، غیرت، د طن ازادۍ او د ملي نوامیسوڅخهساتنه او دفاع ور په یادوي او د جرګو له لارې افغان غازیان د خپل پلارني هیواد دفاع لپاره راټولیږي. د افغان او انګریز په لومړي، دوهمه او دریمه جګړه کې د جرګو د پریکړو له لارې د غازیانو خپلواکې ډلې او لښکرې راووتلې. جرګې د افغانانو له اسلامي عقایدو او ملي ارزښتونوڅخه د بهزنیانو په وړاندې دفاع کوي. له همدې امله دودیزه جرګې د افغانانو د خپلواکۍ سمبول دی. د جرګې ګدونوال باید په ملي او هیوادني ګټو،اسلامي ارزښتونو او افغاني پښتني اصولو باندې موتقد ،پوهه او مخلص خلک وي.

د افغانستان په اساسي قوانینوکې د لویې جرګې واکونه تعریف شوي دي. لویې جرګې ته د فوق العاده یا استراري حالاتو اعلانولو واک ورکړل شوي دی. لویه جرګه د اساسي قانون پربنسټ کولي شي، د جګړې یا سولې اعلان وکړي. د افغانستان په اساسي قوانینو کې لویې جرګې ته دا واک هم ورکړي شوي وه، چې د پاچا یا ټولواک ځای ناستي وټاکي. د افغانستان دجمهوري دولتونو په دوران کې د ولسمشر ټاکنه او استعفا منل د لویې جرګې له واکونو او صلاحیتونو څخه دي. د افغانستان د جمهوریت تاریخ له پيله تراوسه لویو جرګو د اساسي قانون پر بنسټ درې ځلې افغان ولسمشران ټاکلي دي. 

کله چې پر ولسمشر باندې د ملي خیانت.او یا د بشري جرایمو ضد جرمونو تور پورې شي او دا جرم د ولسي جرګې د دوه پر دریو غړو له خوا تایید شي. د افغانستا ن اساسي قانون لویې جرګې ته د ولسمشر دمحاکمه کولو واک او اختیار ورکړي دی.

لویه جرګه قانونآً د یوې مشخصې ملي موضوع لپاره د افغانانو دودیز قبایلې پارلمنټ رول لوبوي. په یویشتمه پیړۍ کې لویې جرګې دافغان مليدولتونو اساسي قوانین د خپل دولتي فلسفي په چوکاټ کې په افغاني خپلواکه بڼه تصویبوي.

لویو جرګوتراوسه هیڅ یو داسي اساسي قانون نه دی تصویب کړي، چې د افغانانو د افغانیت او اسلامیت او ملي ارزښتونو خلاف لیکل شوي وي.

 

لویه جرګه د سولیزو ملي خبرواترو لپاره یوسیاسيپلټفورم دی 

د پښتونولي جرګې او مرکې افغانان یا پښتانه قومونه نه یواځې د هیواد ساتنې، خپلواکي او ملي یووالي ته رابولي، بلکې پښتانه جرګې د خپلمنځي ستونزو، شخړو او ناخوالو د له منځه وړلو لپاره او په ټولنه کې ټولنیز عدالت او سوله ییز ژوند راوستلو لپاره رابولي.

افغانستان کې د لویو او ملي دودیزو جرګو اصلي موخه په هیواد کې درامنځته شوۍ سیاسي او یا ټولنیز کړکیچ ته حل یا د هیواد مهمې ملي مسئلې څیړلو څخه ورسته د هغي په اړه د حل یوه معقوله لارو موندلولپاره یوه ښه ټولمنلي حقوقي مرجع ګرځیدلي ده. په جرګه کې خلک له یو بل سره د رامنځته شوي مسئلي په اړه خپل ولسي سیاسي اندونه او پریکړېشریکوي.

په افغانستان کې لویه جرګه د یو عالي ملي ارګان په څیر خپل تاریخي مشروعیت لري. د افغانانو لپاره لویه جرګه په ملي او نړیواله کړکیچونو کېد کړکیچ د هواري له پاره یو مناسب افغاني میکانیزم دی. 

افغاني ټولنه په خپله وسیعي مانا کې یوه قبایلي ټولنه ده. لویه جرګه یوه ولسي ډوله قبایلي سیاسي موسسه ده، چې دوه اړخیزه مشروعیت لري. د لویو جرګو اوږد تاریخ ته په کتو سره او د لویو جرګو د جوړیدو پرنسیب پر بنسټ لویې جرګې په ملي کچه یو ملي عالي حقوقي ارګان وده کړي، ځکه لویه جرګه د لرغونو زمانو څخه د استازي یا نماینده ولسواکې عنصرونه په خپل جوړښت کې لري.

لويه جرګه د افغانستان په دولتي سیسټم کې د ټولو دولتي ارګانو د پاسه یو عالي دولتي ارګان دی.

لویې جرګې د افغانستان دخلکو د ارادې د څرګندولو تر ټولو اوچته مليمرجع ده. د افغانستان ډيرې مهمې ملي ستونزې د لویوجرګو له خوا حل شوي دي. د افغانستان اساس قوانین د لویې جرګې زیږنده دي. د افغانستان اساسي قوانین د لویو جرګو له خوا پاس شوي دي. د افغانانو ولسي مشران او ولسي مشرتوب لویو جرګو ټاکلی دي. په لویه جرګه کې د ټول هیواد ریښتنې، منلي ملي استازې برخه اخليلویه جرګه د افغانانو یو ملي منلي شوي میراثي لرغوني دود دی.

لویې جرګې په لویو سیاسي او ټولنیزو ملي مهمو مسایلوکې د پریکړو یوه با اعتباره عالي ملي مرجع ده. 

افغانستان په خپل محاصر تاریخ کې د ډیرو لویو جرګو کوربه وو. لویې جرګې د هیواد مشرانو ټاکلو کې،د اساسي قانون په تصویب کې، د بهرنۍ نړۍ سره اړیکې او د نورو ملي سیاسي مسایلو په تړو رابلل کیږي.

 

د پښتنو او پښتونولۍ قومي جرګه

د یوې پيړۍ را هیسې دپښتنو ډیري قومي جرګې د لرو او بر پښتنو او د ډیورنډ د کرښې د دواړه خواوو دقبایلو له خوا په ګده جوړي شوي دي، پښتانه قبایلو او د پښتنو قومي جرګو هیڅ وخت د ډیورنډ استعماري کرښې خیال نه دی ساتلي. پښتانه، د پښتنو قومي جرګې او پښتونولي د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژني.

د پښتنوقومي جرګه د قوم او د سیمې په کچه قومي لانجې، شخړو او د کړکیچونو د حل و فصل لپاره رابلل کیږي. د قومې جرګې بهیر او موخې د مرکې له بهیر سره یو شانته دي. قومې جرګه د یوې ځانګړې سیمې دخلکود ټولنیز کړکیچونو او ستونزو لپاره جوړیږي او پریکړي کوي.

د افغانانو قومي جرګه هغه مهال رابلل کیږي،کله چې د دوو یا څو قومونو ترمنځ شخړه یا لانجه رامنځته شي او یا دا لانجه په وسله واله شخړهبدلیږي او یا بدله شوي وي. اکثراً د شخړي د حل لپاره د نورو قومونو څخه یوه بې پري قومي جرګه سیمې ته استول کیږيد پښتنو دغه قومي جرګه هڅه کوي،تر څو د دواړو اړخونو د جنګ جګړو او د نورو شخړو او بدیومخه ونیسي.

په ۱۴۱۴ کال کې د پښتنو په تاریخ کې لومړنۍ مهمه ثبت شوي قومي جرګه په کندهار کې لویه قومي جرګه د یوسفزیو قبیلې په تړوو جوړه شوي ده. دې قومې جرګې پریکړه وکړه، چې د یوسفزیو قبیله باید له کندهاره پیښور ته خپله کده بار کړي، د یوسفزیو قبیله د لویې قومي جرګې د پریکړې پربنسټ له کندهاره د پیښور په لور د تل لپاره وکوچیده. د قومي جرګې واک او دقومې جرګې د پریکړو ځواک په دې کچه هم تر سره شوي دی.

په ۱۹۴۲ کال کې په لوی پکتیا کې د منګلو د قبیلي د ارامولو لپاره یوه قومي جرګه جوړه شوه.همداسي

د پښتنو د قومي جرګو شمیر او لیسټ ډیر اوږد دی، ځکه پښتانه په خپلو کې د ځمکو،اوبو، دښتو، غرنو او ځنګلونو په سر له یوبل سره ډیرې وسله والې نښتي کړي ديد جګړو د مخنیوي او د شخړوختمولو لپاره د نورو پښتنو قومونو څخه قومي مشران،د دیني علما او د ولس له استازيو څخه قومي جرګې جوړیږي شوي دي. د پښتنو د لانجو په حل کې د قومې جرګومنځګړتوب ډیرې مؤثر تمام شوي دی. 

 

د پښتونولۍ د مرکو او جرګو له لیارې د کلیوالي ستونزواو شخړو هوارۍ

پښتنه ټولنه کې د هرې حقوقي شخړي یا د خپلمنځی لانجمنو ستونزې په پای کې یوه جرګه یا مرکه رابلل کیږي دغه حقوقي مرجعه په سیمه کې د یو شمیر نارسمې اما پېژندل شویوو، مصلحینو منلي شویو تجربه لرونکو قومي مشرانو او مخورو شخصیتونو څخه رامنځته کیږي، دغه حقوقي مرجعه یا جرګه د سیمې عامو خلکو ته هم ورپېژندل کیږيد مرکې دندهده، چې د دواړو دښمنو سیالو ډلو او یا د مدعیانو ترمنځ منځګړ توب او جوړجاړي وکړي. مرکچیان په لومړي قدم کې دګناه پوښتنه یا ګناه د چا ده دا خبره نه کوي. پښتنه ټولنه کې د جرګې پریکړې د پښتني ټولنې د نرخو نو یا د پښتونولۍ د دودیزه قانون پر بنسټ تر سره کیږيد پښتنو منل شوي نرخ د تر سره شویو جرګو د پریکړې پربنسټ ټاکل او رامنځ ته کیږي.

د پښتنو د پښتونولي دودیزه جرګې دوه ډولونه لري:

د مرکو او جرګو دغه دودیزه سیمیزه فورم د پښتنو د ټیپیکل دعوو او شخړوپه حلو فصلو کې یوه تجربه شوې او ازمویلي شوي بریالي وسیله ده. د مرکو او جرګو له لارې د قومونو او قبیلو ترمنځ ډیرې لویې او وړې مسئلې او معاملې حلو فصل شوي دي.

کله چې په پښتنه ټولنه کې ځینۍکړه وړه د تربګنې او یا د پښتنو د تربګنیزه ژوند سر ه په تضاد کې واقع شي او دغې لانجې ته په ستر کورنۍ چاپیر یال کې یا په کلیوالي چاپریال کې ورته د حل یوه مناسبه منل شوي لار او یا هم مجازات ونه موندل شي،د پښتنو سیمه ییزه قومي مرکه راغوښتل کیږي. د مرکې مرکچیان دسیمې په منلو شویو نرخونو، رواجونو باندي خپله پریکړه او فیصله کوي. مرکچیان یو قبایلي نرخ په رامنځته شوي پېښه او یا په را منځته حقوقي قضیه کې پلې کويپه پښتنه ټولنه کې یو قومي نرخ یاحقوقي نورم د څو لسیزو په ترڅ کې یو چلیدونکې جزایي او مدني دودیزه قانون ته وده کوي. او دا نوی نرخ باید په څو نورو دعوو کې د سیمې د ولسي خلکو له لورې منلي شوي ويد څیړونو او تجربو پر بنسټ قومي نرخ د پښتنو په ځینو قبیلو او قومونو کې له یوبل څخه یو څه توپیر لري.حقوقي نورم یا قومي نرخ کله چې یوه مرکه یوه پریکړه وکړي او روانه شخړه پرې هواره شي او دا پریکړه د خلکو د منلو وړ وګرځې او دا پریکړه څو وارې په نورو مرکو او شخړو کې هم د تطبیق وړ وګرځي او د خلکو ستونزې پرې حل شي. د سیمې خلک دا پریکړه د سیمې په کچه د یو قومي نرخ په څیر پیژنې. که څوک له منل شوي نرخ څخه سرغړونه کوي، دا په خپله یو بل جرم پېژندل کیږي، د سیمې خلک هغې سړی ته په ښه سترګه نه ګور ي، چې د جرګو له پریکړو څخه سر غړونه وکړي او دی په خلکو کېله نرخ وتلي سړی پیژندل کیږيد مرکه خلات یا د مرکچیانو پیسې، دا هغه پیسې دي ،چې د دعوې د دواړو خواووي له خوا مرکچیانو ته ورکول کیږي، ځیني کسان په دې اند دي، چې خلات اخیستل حرام دی. په هر صورت، د خلات په ورکولو سره د مرکې د پريکړې ضمانت د مرکچيانو په غاړه کیږي.کله چې د دعوې یو لوري د پريکړې څخه ورسته بيا دعوه له سره پيل وکړياو د خپلي ستونزې هواري د خپل ځان په ګټه غواړې او يا دی وایې چې پريکړ ه په دې ډول نه وه فیصله شوې او دی یې نه مني. په داسې یو حالت کې کومو مرکچيان چې خلات اخیستى وه را غوښتل کيږي او خپله کړې پريکړې یو ځلي بیا په ډاګه کوي، چې دوى څه ډول پريکړه کړې وه او کوم لورى په حقه وهکه یو مدعي بيا هم پریکړه نه مني د مرکچيانو له خوا پرې د کبرجن سړی غږ کيږي او یا په ټولنه کې یو سر غړوونکي او نرخ ماتوونکي سړی پېژندل کیږي. 

پښتو متل دی، چې له ښاره ووځه، خو له نرخه مه وځه .

مرکچیان اکثره د قوم مخور پوه مشران،سپین ګیري، تجربه لرونکې مخلص خلک وي .په مرکو کې سپین پټکیان اکثره د دینې علماوو رول لوبويپه مرکه کې مشران او سپین ګیري د خپلې کوچني ټولنې غړیتوب کوي. په مرکه کې ناست سپین پټکیان یا دینې علما، دوی د مرکې بهیر د اسلامي پوهې یا شریعت په رڼا کې ارزوي، د کړکیچ په حل کې باید اسلامي احکامو او حدود مراعت شي. په مرکه کې ټول کلي یا د ټولنې هر غړیکیناستي او برخه اخیستلي شي. په مرکه کې ناست کلیوال مرکچیانو دې ته اړکوي او دا په ور یاد وي، چې د مرکې نرخ او پریکړه باید د کلي یاد کلیوالي ټولنې په ګټي او خیر ښیګڼې باندي تمامه شي او یا دوی د مرکچبانو پام د ټولنې د ساتنې دې مهم ټکی ته ور اړه وي.

یوه سیمه ییزه قومي مرکه د قرانکریم د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کیږي او ټولو ته د خیر په دوعا باندې پای ته رسیږيهره مرکه په یوه پریکړه باندې پای رسیږي او متهم ته په کې سزا اورول کیږي، په حقوقينورمونو او عدالت ولاړه پریکړه بیا ورور ورور په خپله یو قومي نرخ یا یو حقوقي نورم ته بدلیدې شي. 

په جرګه کې د قضیې په اړه تر هغه خبرې اترې او مشورې کیږي، تر څو دواړو خواوو ته یو منلي حل په کې را ووځې،اکثرا ً د جرګې پریکړې نقدې جریمې او یا په بدل کې پیسې پریکول وی .په ځینو مواردو کې کیدای شي، چې د جرګې له خوا د متهم د کور سوځولو پریکره هم وشي، پښتانه د پریکړې د پلې کولو په بهیر کې د الله (ج) څخه ډیره سخته ویره لري، دافغاني ننګ، غیرت، انساني کرامت او د قومې یووالۍ ارزښتونه مهم ټکي دي، چې د مرکې په بهیر او پریکړه کې باید مراعت شي .کله چې متهم د مرکې پریکړه ونه منې، دی د ټول قوم یا ټبر څخه ایستل کیږي او څوک ورته په درنه سترګه نه ګوري.

متهم او یا مدعیانو ته د یوې بلې مرکې راغوښتلو چانس هم شته،کله چې شک رامنځته شي، چې نرخ غلط استعمال شوي دی یا نرخ کوږ تړل شوي دی اوپه پریکړي کې عدالت نه دی سم پلي شوي، بله مرکه د نویو مرکچیانو څخه راغوښتل کیږي، د نوي مرکې پریکړه باید د کلي یو خیل خلک وکړي. کله چې ثابته شي، چې نرخ کوږ او پریکړه د حقوقي پلوه نا سمه تر سره شوي ده،کومو مرکچیان چې په دغه مرکه کې ګدون درلود. دوی نور د ژوند تر پایه نشي کولاي نرخ وتړي او د مرکو او جرګو په پریکړو کې برخه واخلي.کله چې دویمې مرکې ناستي دا وپتیله چې پریکړه د نرخ سره سمه شویده، بیا نو پریکره پلې کیږي، بله مرکې نا شونې ده، چې راوغوښتل شي. د دویمې مرکې ښوالي په دې کې دی، چې نوی سزا یا نقدي جرمونهپه کې نه ټاکل کیږي. 

هره مرکه یا جرګه ځانته واک او صلایت غواړي ،مرکچیان د قضیې په اړه له مدعیانو څخه د پریکړې واک یا اختیار اخلي. واک په دوه دوله دی، یو خلاص واک او دویم بند واک یا توی وړی واک هم ورته ویل کیږي. لومړۍ خلاص واک، په خلاص واک کې د دعوې د دواړو غاړو تمې او غوښتني په پام کې نیولو سره پریکړه کیږي. مرکچیان د جرګې پرکړې دواړو خواوو ته اوروي. د دعواګیرو غاړو پوري اړه لري، چې د مرکې پریکړه مني او کنه. په بله وینا د جرګې پریکړي حتمي نه دي چې ومنل شي اوهم د پریکړي مطابق پلي شي. دویم توی وړی واک یا بند واک، دغه ډول واک ورکولو سره د دعوې دواړه خواوې د قضیې یا شخړي په اړه مرکچیانو ته خپل پوره واک او اختیار ورکوي. کله چې د دعوې دواړه غاړې مرکچیانو ته توی وری واک ورکړي، دوی مجبور دي چې د مرکې پریکړي ومني او مرکچیان د بند واکمرکې پریکړې او فیصلې خامخا پلي کیږي، کیدای شي په ځینو مواردو کې د جرګې پریکړي جبراً د اربکیانو په زور او مټ هم عملي شيد بند واک اعتباري کولو یو شرط یا ځانګړ تیا دا ده، چې برمته یا ګرو یا مچلګهایښودل کیږي، برمته د دعوې د دواړو خواوو څخه اخیستل کیږي او یو دریمګړي اعتباري سړی ته په امانت کې ایښودل کیږي. دغه دریمګړياعتباري سړی د جرګې یا مرکې له خوا ټاکل کیږي. برمته معمولاً نقدې پیسې وي. دغه برمته د شخړي ارزښت ته په کتور سره تعین کیږي، برمته د دې لپاره اخیستل کیږي،کله چې د دعوې یوه یا دواړه غاړې د جرګې یا مرکې پریکړې ونه مني. برمته له لاسه کوي.

مرکچیان لومړي د دواړو خواوې ادعاووې اوري. هر خوا هڅه کوي چې مقابل لوري پړ کړي ،له دې ورسته مرکچیان په خپلو کې په ګډه سره د هرې خوا ځوابونه څیړي او خپلو پریکړو ته لارې چارې هواروي، له سلا او مشورې ورسته دوی هڅه کوي چې حق او نا حق سره بيل کړي. مرکچیانپه یوه پریکړه باندې سلا کیږي ،چې د شخړي دواړو خواوو ته د منلو وړ وګرځي او رامنځته شوي ستونزه حل کړي. کله چې د جرګو له لارې د قومې نرخ له خوا یوه پریکړه وشي، د شخړي یو اړخ له شویو پریکري سرغړو کوي او دعوه بیرته له سره پیلوي.

مرکچیان د شخړې د دواړو خواو یا د دعوا ګیروډلو له خوا یوې مرکې ته رابلل کیږي. مرکچیان په پیل کې دواړه لوري ته په جلا جلا توګه غوږ نیسې. مرکچیان هڅه کوي چې مرکه د خپل لوري په ګټه فیصله کړي. په مرکه کې حقوقي وکیل یواځې په هغه صورت کې منل کیږي، چې کله د دعوې یو لوری په مرکه کې نه وي ناست او یا د دعوې یو لوري د خپل ځواکمن سیال په وړاندې سم منطقي ځواب نشي ویلاید مرکچیانو د خوراک او چښاک مصارف د لانجې د دواړو خواوو له لوری په ګډه سره ورکول کیږي. د قومي جرګو مصارف د سیمې خلکو یا د ټولو کلیوال ولس لخوا پریکیږي.

جرګې یا مرکې دوه ډولونه لري: لومړیمحکمې ته ورته جرګه، دویم: جرګه د سوله ییزوخبرواترو او د جوړجاړي لپاره د یو پلټفورم په څیر ډایریږي .

 

۱ . محکمې ته ورته جرګې او مرکې 

د پښتنو او پښتونولي محکمې ته ورته جرګې، دغه ډول جرګې او د جرګېدایریدل د اروپایې محاکمو یا د نړۍ د نورو هیوادو محاکمو ته ورته حقوقي مرجعې په شان عمل کوي. محکمې ته ورته جرګې دنده ده، تر څو د دعواګیرو یا مدعیانو په قضیه کې ریښتیا وموندل شي. په دې تمه، چې ددعواګیرې یولوری ګناه یا ګرمتوب په کې ثابته شي. د دعوه په بهیر کې د ګناهګار یا بې ګناه په ثابتولو کې په قران کریم قسم ورکول کیږي. د پښتنې په تفکر کې په یوه دعوه کې قران کریم باندې قسم ورکول یو مشروع اومنل شوي دود دی، ځکه د پښتني ټولنې بنسټ په انساني وجدان او انساني ضمیر باندې ایښودل شوي دی، له همدې امله پښتنه ټولنه د نړۍ یوه انساني باوجدانه ټولنه پېژندل شوي ده، پښتنه ټولنه کې خلک ډیر سخت د الله سبحان وتعاله او قران کریم څخه ویره لري.

محکمې ته ورته جرګې فورم د پښتنو د ځمکې، باغ ،اوبو،شخصي ملکیت،اجاره ،کرایه په قضیو کې دایریږي د دغی ډول جرګو دایریدل شرط دا دی، چې د جرګې د دایریدو څخه مخکې چا د پښتونولۍ د اصولو سره سم بدل نه وي اخیستي او مدعیان یا د دعوا دواړه غاړې د رامنځته شويشخړې یا لانجې حل د جرګې له لارې غواړي.

کله چې په پښتنه ټولنه کې د یوې کړنې له لارې یو منلي شوي ټولنیز نورم مات کړل شي، پښتانه هغې کړنې ته د یو تیرې په څیر ګوري، تیرې کوونکې ته خامخا سزا ورکړل کیږي .

پښتنه ټولنه کې هغه مهال یو کړکیچ رامنځ ته کیږي، کله چې یو څوک د یو چا لخوا د خپل ژوندانه په بنسټیزو چارو کې ځانته ګواښ احساس کړي. 

 

۲ . د جرګه په حقوقي کانسپټ کې د سوله ییز حل او خبرو اترو لپاره یو پلاټفورم 

کله چې په پښتنه ټولنه کې یو حقوقي نورم یا منل شوي قومي نرخ د یو شدیدجرمې عمل په تر سره کولوسره لکه د یو انسان وژنه یا د قتل په سرهکولوکې مات شي. جرګه د سولیزو خبرو اترو او روغې جوړې لپاره یو پلاټفورم ګړځې.د جرګې په دغه ډول کې د مرکچیانو دنده د ریښتیا موندل نه وي، بلکې جرګه د دعواګیرو یا مدعیانو ترمنځ د منځګړيتوب رول لوبوي. د جرګې موخه په لومړي قدم کې دا وي، څومره چې ژر کیږي، د شخړې د پراخیدو مخه باید ونیول شي، د شخړې په دغه مرحله کې د ګناهګار یا ګرم پښتنه نه مطرح کیږي. جرګه تر ډیره بریده هڅه کوي ،چې د بدل اخیستلو مخه ونیول شي. تیري کوونګي د قومي نرخ ماتوونکي مادي خساره ورکولو ته د قومې نرخ له لارې هڅول کیږي.

په هغه شخړو او دعوه کې، چې د ننګ،غیرت او ناموس خبره مطرح وي،دعوه ګیر یا متضرر اکثراً د جرګو دغه ډول دسوله ییز حل لار رد وي، دوی مجبوریږي ،چې د تورې د غوښتنو سره سم او یاد تورې له کانسپټ څخه کار واخلي، پښتون ته بیا بله لار نوره نشته او د رامنځته شوي شخړي حل او کیفیت جګړه ایزي ازموینې ته ایښودل کیږي. د بدل اخیستلو غبرګون له ویرې مالي تاوان پرې کولو ته ډیره ترجیع ورکول کیږي. کله چې د جرګې دمرکچیانو وړاندیز د تیرې کونکې او د زیانمن شوي ډلې له خوا رد شي. جرګه او جرګوال په شا کیږي او د دعوه ګیړو خپلواکې په دغه قصیه کې بیرته منل او پیژندل کیږي. 

کله چې د پښتونولۍ په اصولو کې بدل واخیستل شي. د بدل اخیستلو څخه ورسته جرګه بیا د دښمنو ډلو ترمنځ منځکړيتوب هڅې کوي، تر څو د نورو وینو تویولو مخه باید ونیول شي، ځکه د دعوې د بل لوري غبرګونیزه بدل خامخا تر سره کیدونکې دی. جرګه هڅه کوي مخکې له دې چې د عواګیر خپلي د ننګ غوښتنې پلې او عمل کړي، د ټولو دعوګیرو خواوو څخه د دوی د کورنیو د ګټواو د ټولنې د خیر ښیګڼې لپاره د قانوني لارې لیارې د رامنځته شوي کړکیچ ته د پای ټکی ایښودلوغوښتنه کیږدي. کله چې بدل تر سره شي د تر سره شوي بدل څخه ورسته، که دعوا ګیرې ډلې دبلې جرګې د ناستې غوښتنه وکړي. جرګه بایدد تر سره شوي بدل اندازه خساره مالومه کړي .

د مدعیانو او د ښمنو غاړو ترمنځه د شخړي د پاې رسیدو لپاره راغوښتل شوي جرګه کولې شي، چې د دواړو خواوو ترمنځ د ننواتي پریګړه او فیصله هم وکړي. د تر سره شوي بدل څخه ورسته ننواتي کول د تسلیمي او.سر تیټوالي مانا نه ورکوي،بلکې د ننواتي ورکونکې ډلې یا په ننواتي کوونکې میړانه، شهامت، دروندوالې او د متضرر سړی نوم او نښان ته دپښتونولي ویاړ موندل کیږي، ځکه په داسې یو بیړنې حالت کې ننواتي کول د پښتونولي د ننګ کانسپټ اصول پر ځای کیږي. د یو ننګیالی، ریښتنې پښتون ننګیالتوب په ننواتي کولو او بښلوکې ازمویال کیږي. په اصل کې پښتون سړی خپل پښتونتوب اوخپله انساني صیلي رحم ښیي.

 

د پښتنو د جرګو او مرکو د رسمې اعتبار، پایښت او پالنې له پاره یو وړاندیز 

د افغانستان عدلي او قضایي سیستم کې ځښتي ډیري نیمګړتیاووې شتون لري. د افغانستان قضایي سیسټم کې څو ډوله قوانین کارول کیږينن په افغانستان کې نه اساسي قانون ،نه دولتي قوانین په ټول هیواد کې حاکمیت لري، نه شر عې قوانین او نه قومي نرخونه ، نورمونه او رواجونه په ټول هیواد کې واکمن دي. د هر چا چې په دغو دریواړو قوانینو یعني شرعې قوانینو، دولتي قواینن او قومي نرخونو کې ګټه وي، د هغي قانون په رڼا کې د خپلې شخړي او منازعې حل غوښتنه کوي. د لانجې بله غاړه بیا د بل قانون په رڼا کې د خپلي لانجي د حل غوښتنه کوي. دغه حالت هم د افغانستان قضایې سیستم له ډیرو نورو ستونزو سره مخامخ کړي دی. له همدې امله ډیرې افغانان پر خپل عدلي او قضایي سیستم باندي باور نه لري او د خپلو دعواوو د حلو لپاره قومې مرکې او جرګو ته ورځي.

په افغانستان کې د څو لسیزو جنګ جګړو له امله د پښتواو پښتونولي، پښتني قومي ټولمنلي دودونه، نرخونه او ارزښتونه په لمنځه تللو دي، له همدې امله اوس څوک د مرکو او جرګو پریکړي نه مني، اویا لږ ارزښت یا هیڅ درنښت ورته نه لري، په دعوې کې یو اړخ ځان مظلوم او بل اړخ ظالم ښودل کیږي، یو کبر جن بلل کیږي، بل اړخ نا حقه بلل کیږي. دا پته نه لګیږ ي،چې په ریښتیا څوک سره حقه دی.
د پښتنو په سیموکې له پېړیو، پیړیو راهیسې پښتانه خپلې حقوقي او جزايي دعوې او لانجې په قومي نرخونو او رواجونوباندې حلو فصلوينرخیان او مرکچیان د دعوې له دوواړو خواو څخه واک اخلي، دوی د دعوې یا پیښې په سیمه کې د ځايي خلکو څخه تر پوښتنو او پلټنو وروسته خپله پریکړې کوي، که څه هم جرګه وال د جرګې د فیصلې او پریکړې مخکې د دعوې ګیرو یا مدعیانو څخه ګرو یا برمته اخلي، د دعوې دواړه اړخونه د برمتې د لمنځه تللو له ویرې د جرګې فیصله مني. کله نا کله د یو اړخ له خوا پریکړه ماتیږي او حل شوې زړه مسله بېرته له سره پیلوي، دا عمل له یوې خوا د پښتني نرخونواو رواجونو باورنونه زیانمنوي او بل لوري ته د خلکو ترمنځ ددښمنیو او بدیو یو لامل کیداي شي.

په دې کې هیڅ شک نشته چې د افغانستان قضایي سیستم په خپل جوړښت د ډیرو ستونزو له کبله فلج دی، که په افغانستان کې یو نوي مختلط فعال واحد عدلي قضايې سیسټم رامنځته کیږي، باید د نړیوالو منل شوي مدني قوانینو، اسلامي شریعي قوانینو او هم د عرفي سیمه ییزه قوانینوپربنسټ جوړ شي.

کله چې د افغانستان په دولتي رسمې سیسټم کې او یا د مرکو جرګو لپاره ځانګړي رسمې قانوني ادارې رامنځته شي او په دغه ادارو کې د سیمه بیزو مرکچیانو د جرګو مرکو بهیر او پریکړي رسماً ثبت او راجستر شي د هغو خلکو مخه به ونیول شي، چې دوی د مرکو او جرګو پریکړي او فیصلې له یوې مودې ورسته ویره وي یا نه مني او خپله دعوه بیرته له سره پیلوي.

د پښتنو په تاریخ کې د لومړۍ ځل لپاره د پښتو او پښتونولي د دروند کوډکس بڼسټ ایښودلو لپاره، د جرګواو مرکو او د خبرو اترو سولیز کولتور په اړه ژور فلسفي، حقوقي او سیاسي فکر په لویه پکتیا کې رامنځته شوي دی. له همدې امله جرګې او مرکې په لویه پکتیا کې په عام ولس کې یو ځانګړی دورند ځای لري. مرکچیان د همدې پښتني دروند دود او ستور ته په کتو سره خپلې درنې فیصلې په عدل او نصاف کې کوي.

لویه پکتیا د جرګو او مرکو یوه ژوندئ ټولنه دهلویه پکتیا کې نن هم د جرګو او مرکو دود ژوندئ ساتل شوي دی. د لویي پکتیا په ادارې عدلي او قضایي سیستم کې د یوې ځانګړي رسمې اداره رامنځ ته کیدل او د حقوقو په پوهنځیو کې یو څیړنیز ډیپارتمنټ د قومي جرګو او مرکو لپاره رامنځته کیدلوسره به د مرکچیانو مرکې او جرګې به په دولتي رسمې ادارې چوکاټ کې ثبت او راجسټر شي. سیمه ییزه مرکې او جرګې به په ولس کې یو ډول رسمې مرکزیت، اجراییوي،اعتبار او حقوقي ضمانت ومومي.

مرکې او جرګه د پښتنو یو لرغوني دروند دود دى، ټول پښتانه نه یواځې مرکې او جرګې په خپل ورځني ژوند او د ژوندانه په چارو کې پيژني، بلکې پښتانه مرکو او جرګو ته په خپله ټولنه کې ځښت ډیر ارزښت ورکوي.

پکتيا د جرګو او مرکو وطن بلل کيږي دا ځکه چې جرګه په پکتيا کې يوځانګړى ځاى لري او د يوخاص او دروند پښتني دستور په سترګه ورته کتل کيږي، قومي مشران او مرکچيان د همدې ارزښتمنو دودونو او مهمونرخونو په مرسته مهمې او درنې پريکړې خپل ولس ته اوروي. 

 

پای 

 

 

-
بېرته شاته