(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

باچاخان يو مبتلا وګړى

[25.Aug.2015 - 17:24]

لیک: دروېش درانى

ما ته چې كله پر باچاخان باندې د څۀ ليكلو دپاره ووئېل شول نو حېران وم چې څۀ وليكم، ولې چې پر هغه باندې دومره څۀ ليكل شوي دي او د ژوند هر اړخ ئې رڼا ته داسې راوړل شوى دى چې زما غوندې سړي دپاره داسې خبره كول چې د چا به معلومات پرې زيات شي ممكنه نۀ ده، خو د ملګرو خبره مي هم پر مځكه نۀ شوه اچولى، په دا مې نو قلم راواخيست او په فكر شوم چې څۀ وليكم؟ د دغه فكر په دوران كښې مې يوه پوښتنه په ذهن كښې را پورته شوه او د دغې پوښتنې د جواب په لټولو پسې ورو ورو په فكر لګيا شوم چې څۀ مي خيال ته راتلل هغه مي ليكل، داسې دا يوه وړه غوندې ليكنه ترې جوړه شوه. دغه ليكنه چې د كومې پوښتنې په نتيجه كښې مينځ ته راغله هغه دا وه چې باچاخان چې كله سياست ته راغى، له هغې ورځې رانيولې بيا تر ننه پورې په زرګونو نورو پښتنو هم دغه ډګر ته را دانګلي دي. په دغو پښتنو كښې ډېر داسې دي يا وو چې د هر يوۀ رسمي زده كړه (تعليم) د باچاخان تر هغې ډېره زياته وه خو په دغه هسې يوۀ لوئ هجوم كښې بل يو تن ولې هغه ځاى ته و نۀ رسېد كوم ته چې باچاخان رسېدلى دى؟. د دغې پوښتنې د جواب په لټولو كه سړى د سياست د ډګر سپرو (سورو) ته ځير شي نو و به ويني چې دغه خلګ دوه ډوله دي يو هغه چې سياست د اقتدار زينه ګڼي او دغې لوبې ته په دې هيله ورګډيږي چې دا به ئې تر څوكۍ پورې ورسوي، بل لور ته بيا خال خال ځينې داسې وګړي هم په دغه مېدان كښې ليدل كيږي چې اقتدار مقصد نۀ بولي بلكې د سياست په شان دا هم د يوۀ بل مقصد د لاس ته راوړلو دپاره يوه وسيله ګني، اصل مقصد بل وي او له دغه مقصد سره ځاني ګټه نۀ وي تړلې، ولې چې دغسې خلګو ځان تر ځان پوه يوۀ بالاتر وجود كښې فنا كړى وي، دغه بالاتر وجود د قام، ملت يا انسانيت وجود وي، هغه چې خوږيږي نو په خپلو ځاني خوږو نۀ خوږيږي بلكې پر قام، ملت يا انسانيت چې كوم خوږ تېريږي دى په هغه ناقراره او په درد مبتلا وي، او د داسې مبتلا وګړو هره هڅه د همدغه درد د كرارولو دپاره وي چې سياست كوي نو هغه هم د دغه مقصد دپاره كوي، باچاخان له دغو خال خال او كله كله پيدا كېدونكو وګړو ځينې يو دى.

سياست ته چې كوم خلګ تش اقتدار ته د رسېدو دپاره ورګډيږي هغوئ د دغو مبتلا وګړو په سر ځكه نۀ شي كېداى چې په اقتدار كښې خواږۀ وي او خواږۀ چې چرته وڅڅيږي نو مچان ورباندې راځي، د مچانو له نامۀ سره يو حكايت را ياد شو چې په چهار دروېش نومي كتاب كښې راغلى دى او په يوۀ بل سياق و سباق كښې باچاخان هم په خپل ژوند ليك كښې ځاى كړى دى، دغه حكايت د يوۀ ځوان قصه كوي چې ډېر مال او دولت له پلاره په ميراث كښې ورپاته شوى ؤ او دۀ هغه ټول په يارانو دوستانو وخوړ چې فقير شو نو چرته يوۀ سړي وپېژاندۀ او ورته و ئې وئېل چې تۀ هغه پلانى نۀ ئې؟. دۀ چې په هو كښې جواب وركړ نو هغه ترې وپوښتل چې ستا خو ډېر ياران او دوستان وو او ټول تر تا سر قربانولو ته تيار وو چې دا هسې در پدره شوې نو هغوئ څۀ مرسته درسره و نۀ كړه؟. دۀ په جواب كښې ورته ووئېل چې هغه زما دوستان چرته وو هغوئ خو زما د دسترخوان مچان وو چې دسترخوان هوار ؤ نو دوئ باندې بوڼېدل چې هغه ټول شو نو دوئ هم والوتل او ورك شول، د دغه حكايت په رڼا كښې چې مونږ اقتدار ته ګورو نو هغه د همدغسې دسترخوان په شان دى. د چا مخته چې پروت وي، ډېر خلګ باندې راټول وي خو كله چې بيا دغه دسترخوان د دۀ له مخې لرې او د بل چا مخته هوار شي نو دغه خلګ ټول بيا هلته ځان رسوي، كه مونږ د كال 1947ء څخه بيا تراوسه پورې يوازې د پاكستان پر تاريخ نظر واچوو نو وينو چې څومره د اقتدار خاوندان له څوكۍ څخه له لرې كېدو سره سم خلګو هېر كړي دي، مګر دغه وګړي چې دا مونږ ورته مبتلا وګړي ووئېل او باچاخان مو هم له هغو څخه وبالۀ له مرګه پس هم ژوندي دي او خلګو ته ئې خېر رسيږي، ځكه نو هغوئ نۀ هېرولى او نۀ پرېښوولى شي.

دا خو زمونږ او ستاسې ايمان دى چې مهربان خداى عام وګړي نۀ پرېږدي چې د ژوند پر ناهموارو لارو ټكرې خوري، له يوې كنډې خيږي په بله كښې لوېږي او څوك نۀ وي چې لاس ئې ونيسي، پر سمه لار ئې برابر كړي او خپل حالت سمولو ته ئې وهڅوي هغه له نبيانو علاوه د خلګو د لارښوونې دپاره په هرځاى او په هره زمانه كښې داسې نور وګړي هم پيدا كړي دي او پيدا كوي ئې چې په يوه يا بله توګه دوئ پر سمه لار برابر او له ستونځو او كړاوونو څخه وژغوري دغسې خلګ دغه كار د څۀ ځاني ګټې دپاره نۀ كوي بلكې هغوئ له يوۀ داسې راڼۀ ضمير سره دې نړۍ ته راغلي وي چې لكه د بل هر شي په مقابله كښې چې هينداره په ډېر لږ زيات غبار پيكه شي. داسې د دوئ ضمير هم په ټولنه كښې له شر او بدۍ څخه، كه هغه هر څومره لږ هم وي بد وړي او د هغه موجودګي په خلګو داسې ويني لكه پر هينداره باندې پروت غبار، هسې غبار ته خو هغه دېوال هم مخامخ وي چې هينداره ورباندې ځړيږي مګر دېوال كله كولى شي چې پر هغه باندې د ځړېدونكې هېندارې په شان په خلګو دغه غبار وويني، د اقتدار د هوس لرونكو سياست پوهانو د ضمير او د دغو مبتلا وګړو د ضمير تر مينځ هم دغومره فرق دى لكه د هيندارې او دېوال تر مينځ چې ئې مونږ وينو، دغه مبتلا او روڼ ضمير لرونكي وګړي له ډېرو وړو وړو خبرو څخه ډېر لوئ لوئ نتائج اخلي او د هغو په رڼا كښې د سمې لارې د موندلو پر هغې باندې په خپله د تګ كولو او د نورو خلګو د ورته رابللو كار ته ملا تړي، د دغسې خلګو د بېلګې په پيدا كولو پسې لرې تګ ته اړتيا نۀ شته، زمونږ په خپله زمانه او خپله خاوره كښې باچاخان د هغو يو ښۀ مثال دى. بلوغ ته له رسېدو سره سم د هغۀ ضمير هغۀ ته هغه څۀ څرګند كړل چې عام وګړى د ژوند تر پاپه ترې بې خبره پاته وي، عملي ژوند ته د راګډېدو په وخت د هغه شوق ؤ چې فوجي افيسر جوړ شي، د دۀ قد و قامت او د دۀ د تاندې ځوانۍ وقار او وجاهت هم په څرګنده د دغه كار دپاره ډېر مناسب هم ؤ او ډېر په اسانه په فوج كښې ورته ډايركټ كمېشن هم وركړل كېدى خو دغې ادارې ته د ورننوتلو په وخت ئې د مرئيتوب يا غلامۍ هغې ژورې كندې ته پام شو چې دى او د دۀ قام په كښې لاندې پراتۀ وو. پر دۀ باندې دومره لوئ انكشاف په ظاهره د يوې ډېرې وړې پېښې په وسيله وشو او هغه دا چې دى كله د خپلې سيمې له يوۀ خانه سره چې په فوج كښې رسالدار ؤ، د خپلې تقررۍ د حكم د ترلاسه كولو دپاره لاړ، نو هلته چې يوۀ انګرېز افيسر دغه رسالدار ته وكتل او وئې ليدل چې وېښتان ئې د انګرېزانو په شان جوړ كړي دي. نو په ډېره سپكه لهجه ئې ورته ووئېل چې خان صاحب! تۀ هم انګرېز جوړېدل غواړې او هغه هيڅ جواب ور نۀ كړى شو، نو دۀ ووئېل چې دغسې خبرې خو به زما دپاره د زغملو وړ نۀ وي، بس په همدومره خبره ئې دغه فوجي افيسري پرېښوده، حال دا چې كله چې په فوج كښې د منل كېدو زېرى ورباندې وشو نو دومره خوشحاله ؤ چې د لسم جماعت روان امتحان ئې ورته پرېښود.

كله چې دغه ځلمي د فوجي افسرۍ د پرېښوولو پرېكړه وكړه نو خلګ به ارو مرو حيران شوي وي چې دې لېوني دومره په شوق د اقتدار پر زينه لومړى ايښودونكى قدم ولې ونيو، او بېرته پر شا راغى، هغوئ څۀ خبر وو چې د دۀ په خمير اخښلي بصيرت هغۀ ته وښوده چې د اقتدار دغه لومړۍ زينه هغه لومه ده چې كه پښه ورباندې كښېږدي نو دغه ازاد مرغه به په كښې راګېر شي، د دۀ د سيمې هغه خان چې په كلي كښې څوك د هغه مخته په لكه غاړه تېرېدى نۀ شو دلته دۀ وليد چې رسالداري ئې پر ځاى د دې چې د خانۍ شان ئې لا ورزيات كړي، دى داسې لاندې راغورځولى دى چې غريب هغه چا ته هم چې د دۀ سپكاوى كوي څۀ نۀ شي ويلى، او وروسته بيا ورو ورو دا هم ورته څرګنده شوه چې دا يوازې د يوۀ خان يا يوۀ رسالدار خبره نۀ ده، دلته ټول قام له دغسې سپكاوي سره مخامخ دى او د پردو تر لاس لاندې دى. په قام كښې ولې چې دى په خپله هم شامل ؤ  په دا نو دا سپكاوى د دۀ خپل سپكاوى ؤ او دغه احساس دى دې ځاى ته ورساوۀ چې خپل وجود ئې د قام په وجود كښې فنا كړ او د خپل دغه بالا تر وجود د ازادولو په سودا مبتلا شو، مبتلا كېدل كه په تنده وي، كه په لوږه وي، كه په مينه وي او كه په كوم بل درد، سړى بيا كراري ته نۀ پرېږدي، هره هره شېبه د دغه تكليف د لرې كولو په هلو ځلو سر وي، داسې د هغه ټول وس او ټوله وړتيا په كار لويږي. او لاس ته را وړنې ئې تر هغه ډېرې زياتې شي چې له يوۀ عام وګړي ئې هيله كېداى شي.

دا د كوم حال يادونه چې پورته وشوه، دا ولې چې داسې يو كيفيت وي چې عام وګړى ئې تجربه نۀ لري ځكه نو د دۀ هلې ځلې ورته د لېوني كار ښكاري، دا لېونى نۀ دى نو څۀ دى چې د پلار او نيكۀ داسې خاني ورپاته شوې وه چې دۀ ئې په مرسته شاهانه ژوند تېرولى شو، د دې تر څنګ ئې خپل هم دومره لوئ نوم وګاټۀ چې د اقتدار د خاوندانو په صف كښې ئې په درته توګه هم لوړ ځاى موندلى شو، خو دۀ دا هرڅۀ په لته ووهل او د ټول عمري جېل، نظر بندۍ او جلا وطنۍ عذاب ئې د سرو زرو د هار په شان غاړې ته واچاوۀ، دا ځكه چې هغه څۀ چې د دنيا په بازار كښې ئې زيات ارزښت او قيمت درلود او خلګ ورپسې لېوني وو هغوئ د دۀ په درد نۀ خوړل، د دۀ تنده ئې نۀ شوه ماتولى، د دغسې حالت د روښانه كولو دپاره د شېخ سعدي يو حكايت را په ياد شو چې ما په هلكوالي خداى خبر په ګلستان كه په بوستان كښې لوستى ؤ. په دغه حكايت كښې شېخ سعدي وائي چې ما په بغداد كښې په يوۀ مجلس كښې يو سړى وليد چې وئېل ئې زما د ژوند تر ټولو خوږه شېبه هغه وه چې زۀ يو وخت په يوۀ بيابان كښې په سفر روان وم. سخت وږى شوى وم، د خوړلو دپاره هيڅ هم راسره نۀ وو او چرته نژدې داسې ابادي هم نۀ ښكارېده چې د خوړلو يو څۀ شى ترې ترلاسه كړم. په دغه حال كښې مي د نينو يا تېيلو غنمو يوه كڅوړه په لار كښې پرته وليده او په ډېره بيړه مي را پورته كړه چې خولۀ ئې پرانيزم او نينې ترې وخورم، خو د خوشحالۍ دغه شېبه ډېره اوږده نۀ شوه چې كڅوړه مي خلاصه كړه نو دا بيا زما د ژوند تر ټولو ترخه شېبه وه چې ومي ليدل چې په كڅوړه كښې نينې يا تېيلي غنم نۀ وو بلكې ډېر زيات ګران بيه غمي په كښې پراتۀ وو. اوس نو په دې خو مونږ او تاسې پوهيږو چې د دنيا په بازار كښې د دغسې غميو ارزښت تر نينو څومره زيات دى خو دغو غميو ولې چې هغه لوږه نۀ شوه سړولى په كومه چې دغه مسافر مبتلا ؤ او د دۀ ژوند ئې په خطر كښې اچولى ؤ. ځكه ئې نو دى په ليدو د خوشحالېدو پر ځاى دومره خواشينى شو چې دغه شېبه ئې تر مرګه د خپل ژوند تر ټولو ترخه شېبه بلله، دا رنګه د هر مبتلا وګړي په نظر كښې يواځې هغه شى د ارزښت وړ كېدى شي چې د دۀ تنده ماتولى او درد لرې كولى شي، د باچاخان تنده او درد ولې چې په اقتدار او هوسا ژوند نۀ شو لرې كېدى ځكه هغه دا هرڅۀ تر شا او د هغه شي په لټون ئې خطرونو ته مخه كړه چې د دۀ د قامي وجود بقا ورسره تړلې وه.

رحمان بابا وائي چي:

دا دستور دى چې له درده زبېرګى خېژى
ګڼه څۀ ؤ د رحمان او شاعرۍ

كه ئې وس ورسيږي نو دغه دردمند چا لره دارو درمل هم لټوي او د باچاخان درد خو بيا لكه وړاندې چې ووئېل شوي دي يوازې د دۀ درد نۀ ؤ، له قامه سره مشترك درد ؤ. ځكه د دۀ ساده، له تصنع پاكه او په عين حال كښې له اغېزه ډكه خوږمنه وېنا چې به د دۀ ساده اولس اورېده په هغه كښې به د خپلو هغو تتو ارمانونو انځورونه ورته په واضح كېدو شو چې د خپل زړۀ او ذهن په تل كښې ئې شتون درلود خو دوئ محسوساوۀ مګر را غونډول او را برسېره كول ئې په وس نۀ ؤ. خو كله چې خبره د تقرير دا اثر كوو نو بيا څوك د دۀ په سر نۀ ؤ. په دا نو دا پښتانۀ چې وائي چې "الم تر كيف د هر چا زده دى خو خولۀ د ملا عثمان غواړي" د تقرير په اړه په كار ده چې ووائي چې خولۀ د باچاخان غواړي او دغه د خولې اغېزه ناكه وېنا له هغو دوو وسلو څخه يوه وه په كومو چې باچاخان ټول عمر مبارزه كړې وه او په تاريخ كښې ئې ځان او قام له يو اوچت مقام پرې ګټلى ؤ. د دغې خبرې ګواهي به هر هغه څوك وركوي چې باچاخان ئې په غور اورېدلى او پر خلګو ئې د هغۀ د وينا اغېز ته پام كړى وي، امريكن ليكوال جېمز ډبليو سپين چې پر پښتنو باندې ډېر ليكل كړي دي، په خپل يوۀ كتاب كښې د هغه ملاقات يادونه كوي چې دۀ د كراچۍ په يوۀ هوټل كښې له باچاخان سره كړى ؤ. په دغو شپو كښې باچاخان ته اجازه نۀ وه چې خپلې صوبې ته لاړ شي. ښاغلي سپين ليكلي دي چې زما او د دۀ تر مينځ خبرې د يوۀ ترجمان په وسيله كېدې خو يو څو دقيقې وروسته [ښايي ترجماني به سمه نۀ كېده] باچاخان په خپله په انګرېزي خبري را سره پېل كړې، هر څو كه ئې د ټكو پنګه تر يو څو سوه زياته نۀ وه خو هغه دغه پنګه په يوۀ غير معمولي قوت او د يوۀ ښۀ مقرر غوندې په پوره مهارت سره كاروله او دا اندازه په ښه توګه ترې لګېدى شوه چې د وېنا دغه جادو به په پښتو د دۀ پر پښتنو مخاطبينو باندې چې پر تقرير ډېر مين دي څومره اغېز كوي.

په تېرو كرښو كښې مونږ د دوو وسلو يادونه وكړه چې باچاخان ته د خپلې مبارزې په دوران كښې په ښۀ ورغلې وې، په دغو دوو وسلو كښې يوه خو هماغه د دۀ اغېزه ناكه وېنا وه او دوېمه ئې وه "د عدم تشدد" سياست. د دۀ عدم تشدد هم د دۀ د وينا په شان د دۀ دښمن بېوسه كاوۀ او د دۀ او د دۀ د اولس قوت ئې زياتاوۀ، دلته له مونږ سره دومره ځاى نۀ شته چې د خپلې دغې دعوې سپيناوى په تفصيل سره وكړو، خبره به را لنډوو او چې را لنډوو ئې نو بيا يوازې يو مثال د باچاخان له ژوند ليكه را اخلو او هغه دا چې د تحريك په ابتدائي وختونو كښې چې يو ځل د باچاخان له نيول كېدو وروسته د پېرنګيانو فوجونه او رسالې پر اتمانزو باندې راوګرځېدې، د خدائي خدمتګارانو دفتر ته ئې اور واچاوۀ، څومره خدائي خدمتګاران چې موجود وو، ټول ئې له سختو وهلو او ټكولو پس ونيول او رسالې كوڅه په كوڅه او كور په كور ګرځېدې چې هرڅۀ ئې خوښېدل هغه ئې لاس ته كول، په دغه حال كښې ډپټي كمشنر چيغه كړه چې د سرو جامو والا بل څوك شته او كه نۀ؟. په دغه هجوم كښې د اتمانزو يو خان چې خدائي خدمتګار نۀ ؤ او باچاخان وائي چې له مونږه خفه هم ؤ. خپلو نوكرانو ته اواز وكړ چې راځئ، حجره ئې نژدې وه، په بيړه لاړ په دېګ كښې ئې سور رنګ واچاوۀ خپلې او د مزدورانو جامې ئې سرې كړې. دغسې لندې ئې په غاړه كړې او ډپټي كمشنر ته ټول راغلل چې دا دي د سرو جامو خلګ، هغه دوئ هم د نورو خدائي خدمتګارانو په شان ونيول، دا رنګه چې پيرنګيانو خپل زور او زياتى د سرخپوشانو خلاف څومره ګړندى كاوۀ هغومره د سرو جامو خلګ ډېرېدل، پاى ترې يو داسې منظم تحريك جوړ شو چې دنيا ورته حېرانه وه، او د سياست تر څنګ ئې د ادب، صحافت او تعليم په مېدان كښې هم دومره څۀ لاس ته راوړل چې تل تر تله به ياد ساتل كيږي. او د دې هرڅۀ شا ته هغه يو مبتلا او نۀ ستړى كېدونكى وګړى ؤ چې نوم ئې عبدالغفار او پښتنو ورته له عقيدته باچاخان ويل، وائي او وائي به.

-
بېرته شاته