(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د دنيا کفر او اسلام د پېرنګيانو په لاس دی

[17.Aug.2015 - 16:57]

ما تاسو سره په وړاندې پرچه کښې وعده کړې وه، چې زۀ به تاسو ته ښايم چې دا روسيان ولې سرۀ کافر وو او پېرنګيان څنګه اهل کتاب وو، سره د دې چې دواړه عيسايان دي او د عيسي علېه السلام په انجيل باندې يې يو شان ايمان دی، نو بيا يو څنګه سور کافر شو او دويم اهل کتاب؟

بله خبره دا ده چې بيا زمونږ دمليانو نۀ د دې قسم فتوو اخستو څۀ ضرورت ؤ.

 اصل خبره دا وه چې د روس تقريباً په نيمه دنيا حکومت دی او انګرېزانو سره يې په چترال باندې پوله جنګېدلې ده، د هغوي طاقت او پوځونه ډېر زيات دي او وو، د پېرنګيانو سره هر وخت دا ويره وه چې هسې نۀ چرې زما نه  هندوستان وانخلي ، بلکې د هغوي هم هغه وخت دا خيال ؤ، چې انګرېزان د هندوستان نه وباسو.

د دې خاطره پېرنګيانو زمونږ بعضې مليانو له روپۍ ورکړې، چې هغوي به علاقه په علاقه ګرځېدل او زمونږ ساده مليانو ته به يې وئيل، کۀ چرې يو قام داسې ظالم وي، داسې بدکاره وي، داسې فحش وي نو د هغې له پاره په شرعه مبارکه کښې څۀ حکم دی، هغوي غريبانان د دې دوکه بازو او رشوت خورو نه څۀ خبر وو، هغوي به وې چې سور کافر دی، دې د رشوت ټټوانو به اعلان وکړو، چې دا عيبونه خو روس کښې دي او هغه سور کافر دی، لېکن چا هم دا تحقيق ونۀ کړو چې رښتيا دا عېبونه په هغه کښې شته دي او کۀ نۀ.

ډنګه ډنګه اخر دا خبرې يې په ټول هندوستان کښې خورې کړې او خورې شوې، اوس دا سوال پېدا کيږي، چې په دې کښې د پېرنګيانو څۀ مطلب ؤ؟

د دې جواب دا دی چې دا يو سياسي چال ؤ، چونکې د دې ځائی خلق د هغوي قام نۀ ؤ، هغوي کافر او دوي مسلمانان وو، د پېرنګيانو دا خيال ؤ چې کۀ چرې زمونږ او د روس جنګ شي او دا مسلمانان په کور کښې دا فېصله وکړي چې هلکه مونږ د څۀ له پاره جنګونه کوو او ځانونه وژنو، دوي دواړه کافران زمونږ ددين دښمنان دي، ٬٬انګار جاڼې او لوهار٬٬، دوي پوهه شه او د دوي کار. مونږ مسلمانانو له په کار نۀ دي چې دوي کښې د يو سره مدد وکړو يا چې کوم سړی دوي په پېسو نوکر کړی دی، د هغۀ خيال به هم دومره وي چې د پېسو په عوض کښې مزدوري وکړي!

لېکن چې کوم وخت د مليانو د جنت فتوه او د غازي توب درجه هم ورسره شي نو بيا به هغه خلق او هغه ملازم څومره زور لګوي او په څومره شوق کښې به وي، چې هم خرما او هم ثواب چې هم پېسې وي او هم جنت.

نو ای زما ساده پښتنو وروڼو او اې زما د سياست نه ناخبرو مليانو صاحبانو د خدائی  له پاره لږې سترګې وغړوئ، د دنيا د قومونو په سياست ځان پوهه کړئ، د دنيا د سياست نه ځانونه خبردار کړئ، ګني څنګه چې قرآن پاک کښې الله تعالی مونږ ته د ډېرو قومونو حالات بيان کړي دي، چې تباه او برباد شو (مونږ به هم خدائی دې نۀ کړي) تباه او برباد شو، د هغه قومونو په شان به د دنيا نه زمونږ نوم ورک شي.

 نن امان الله خان ولې کافر شو، د افغان قوم د ترقۍ خيال يې لرۀ، علوم او فنون يې قام ته ښودل او جاري کول، د پښتنو لويه جرګه يې قايمه کړې وه، افغانستان يې مضبوطولو، لېکن د دې ټولو کارونو اثر به په هندوستان پرېوتو، د دې  له پاره د فتوې ضرورت شو، په پېسو حاصله شوه.

امان الله خان خو پرېږده، د افغانستان څۀ حال شو، تباه نۀ شو، د دښمن ويره ورکه شوه، زړۀ يې يخ شو، پښتون افغان چې د دنيا په قومونو کښې عزتمند ؤ، هغه څومره سپک شو.

ترک کافر دی، ولې؟؟ چې عراق عرب باندې يې پېرنګيانو سره پوله جنګېدلې ده، د پېرنګيانو سره ويره ده چې موصل د تېلو چشمې (چينې) چې کومې ترې نه دوي په زور اخستي دي، چې چرې طاقت بيا نۀ مومي او د مسلمانانو په زور او امداد يې رانه واپس وانخلي، اصلي وجه او کفر يې دا دی (ترکي کافر دی).

د نجدې (ابن سعور) کافر دی، ولې کافر دی؟؟؟

د هغۀ هم پېرنګيانو سره پوله ده او د جدې غوندې د امدن يوه بندرګاه ولې ده سره ده او ورځ په ورځ ولې طاقت ورکېږي او ازاد ولې دی، وروڼو د دې نه به هم لوئې کفر وي؟؟

ايران خو پخوانی کافر کړی شوی دی، ولې چې شيعه مسلمان دی.

بالشويک خراب دي، ولې؟؟؟

د پېرنګيانو سره يې پوله ده او د دوي او د هغوي په اصولو کښې فرق دی او د دوي ترېنه سترګه سوزي، حالانکې تاسو کتی شئ چې هغوي رعيت له تعليم په خپله ژبه کښې ورکوي، ټولو قومونو له يې حقوق ورکړي دي او هر قوم له يې خپله خپله قومي جرګه ورکړې ده او په خپله بادشاهي کوي، په دې لږه زمانه کښې يې ټول رعيت تقريباً تعليم يافته کړو، د وزيرانو پورې يې مسلمانان وزيران شته دي، بلکې تاسو به په اخبارونو کښې کتلي وي، قادر خان چې يو مسلمان دی، د بالشويکي جمهوريت د يوې صوبې صدر هم منتخب شوی دی، کۀ چرې په تفصيل سره زۀ ټول واقعات تاسو ته ښکاره کوم، نو مضمون به رانه لوئېږي او زۀ مضمون لويول نۀ غواړم. مضمون ختمؤم بس د قوم په خدمت کښې دومره عرض کوم چې کۀ بد او ښۀ ته شي نو تاسو د دې ښه او اهل کتاب پېرنګي په حکومت باندې غور وکړئ، چې دۀ مونږ له څومره حقوق راکړل، تعليم يې څومره راکړو او په کومه ژبه کښې يې راکړو او په کوم غرض، څومره تعليمي ادار يې قايمې کړې، د دۀ په بادشاهۍ کښې بد اخلاقي پېدا شوه کۀ نېکان خلق. اتفاق راکې پېدا شو، کۀ بې اتفاقي، قوم مو غريب شو او کۀ دولتمند، ښځې مو په کچرو او حوالاتونو کښې دي او کۀ کور دي، مقدمه بازۍ په زياتي دي کۀ په کمي، د اسلام يې څۀ حال کړو، عمل په قرآن دی کۀ په تعزيرات هند.

پښتنو وروڼو! لږ انصاف وکړئ، د خدائی  له پاره سترګې وغړوئ چې نور د اسلام فروشو او رشوتي ټټوانو په جالونو کښې رانۀ شئ، خپل دوست دشمن، د اسلام دوست دشمن او بن نوع انسان دوست دشمن وپېژنئ.

وسلام 

عبدالغفار

"پښتون" جنوري ۱۹۳۰

-
بېرته شاته